ټرمپ د ترکیې له خوا د روسي اس-۴۰۰ توغندويي دفاعي سیسټم پېرل جدي ستونزه وبلله
ولسمشر ټرمپ پرون (نومبر ۱۳مه) له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره د لیدو پر مهال دا موضوع یاده کړه. ښاغلي ټرمپ دا لیدنه ډېره عالي او رغوونکې وبلله.
د ترکیې او امریکا ولسمشران داسې مهال په واشنګټن کې سره ګوري چې د دواړو هېوادونو اړیکي چې پخوا ښې وې، اوس ترینګلې شوې دي.
دا اړیکي هغه مهال لا خرابي شوې چې انقرې د سوریې په شمال ختیځ کې د کردانو پر وړاندي پراخ پوځي عملیات پیل کړل. امریکا په سوریه کې د کرد ملېشو ملاتړ کوي.
ولسمشر ټرمپ هغه مهال له خپل ترکي سیال څخه په یوه غیرډیپلوماتیک لیک کې غوښتي وو چې د ډېرې وینې توییدنې مخه ونیسي.
واشنګټن وایې اس ۴۰۰ توغندویې دفاعي سیستم د ناټو د دفاعي وسایلو سره مطابقت نه لري.
د ترکیې ولسمشر هم د اس ۴۰۰ راکټونو د پېرلو موضوع د هواري لپاره له امریکا سره د خبرو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې انقره چمتو ده امریکایې پټرویټ راکټونه هم وپیري، خو که مطلوب شرایط ورته وړاندې شي.
