د پکتیا په ځاځي آریوب کې پر یو موټر هوايي برید شوی
د پکتیا امنیې قومانداني پېښه تائیدوي، خو د جزئیاتو په اړه یې څه نه وایي.
له بلې خوا بیا د پکتیا د ولایتي شورا پخوانی غړی وکیل مبارز او د سیمې یو تن اوسیدونکی سید جمال الدین اصف خېل ازادي راډیو ته وویل، چې په پېښه کې وژل شوي اووه تنه ټول ملکیان د یوې کورنۍ غړي دي، چې درې ښځې، درې ماشومان او یو سپین ږیری په کې شامل دي.
دوی وایي، دا څووم ځل چی په دې ولسوالۍ کې په ملکي خلکو هوایي بریدونه کېږي او که دوام وکړي، سوله ییز لاریونونه به وکړي او عمومي لارې به وتړي.
یاده دې وي چې د ازادي راډیو خبریال دې پيښې د لا سپیناوي په اړه د پکتیا له ولایت مقام او د ۲۰۳ تندر قل اردو له عمومي قوماندان او مطبوعاتي مسؤلینو سره تماس نیولی خو اړیکه یې نه ده ځواب شوې.
