په ایران کې د مېرمن اعظم تالقاني پر مړینې خواشیني وښودل شوه
مېرمن تالقاني اوږده مبارزه وکړه او هغه ناکامه کاندیده وه چې هڅه یې وکړه څو د ایران لومړنۍ ښځینه ولسمشره شي.
د نوامبر په لومړۍ نېټه لسګونه مخکښو فعالانو او سیاستوالو د تالقاني د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د نوموړې جنازه مخکې د تهران په بهشت زهرا هدیره کې خاورو ته سپارل شوې وه.
۷۶ کلنه تالقاني د اکتوبر په دېرشمه د تهران په پارس روغتون کې مړه شوه او ورور یې محمد رضا تالقاني په یوه بیان کې وویل چې نوموړې د مغزو د یوې نامعلومې ناروغۍ له کبله په روغتون کې بستر شوې وه.
اعظم تالقاني په ایران کې د ښځو د حقونو له مخکښو فعالانو څخه وه چې د اسلامي جمهوریت د تندلارو قوانینو پر وړاندې په کلکه ودرېده او مبارزه یې وکړه.
مېرمن تالقاني د ۱۹۷۹ کال له اسلامي انقلاب وروسته د لومړنیو ښځو له ډلې وه چې د پارلمان غړې شوه.
