چارواکي: د هلمند په موسی کلا کې ۴ وسله وال طالبان وژل شوي
په هغه خبرپاڼه کې چې د هلمند د والي دفتر خپره کړې، راغلي دي چې دا عملیات د دقیقو کشفي او استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د موسی کلا ولسوالۍ په شرګه نومې سیمه کې شوي دي.
په خبرپاڼه کې د عملیاتو په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
