کندهار کې د يوه افغان وژنې د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو غوصه پارولې
چارواکي وايي، د امان الله په نوم پر دې افغان پرون پنجشنبې د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ نقیبي مېنه کې هغه مهال وسله والو برید وکړ چې له خپلو ماشومانو سره په موټر کې کندهار ښار ته په سودا اخیستلو پسې روان و.
د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي ازادي راډيو ته وویل، وژل شوی کس د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکی او یو نظامي سرتېری و.
د بهير په وینا، په برید کې یاد کس د خپلو ماشومانو پر وړاندې ساه ورکړې او وژل شوی دی.
بل خوا يوې امنيتي سرچنې ازادي راډيو ته وويل چې وژل شوي کس د کندهار ښار د ملا عمر په سرای کې کار کوه.
په ټولنیزو رسنیو کې د پېښې یو خپور شوی انځور چې ښايي له برید څو شېبې وروسته اخیستل شوی، پکې څرګندېږي چې یوه ویرېدلې څلور کلنه ماشومه د موټر په مخکني سیټ کې د خپل وژل شوي پلار په وینو لړلي جسد تر څنګ ناسته ده.
د ټولنیزو رسنیو افغان کاروونکو د کوچنۍ لور په وړاندې د یو پلار په داسې بې رحمانه وژلو پراخ عکس العلمونه ښودلي او ډېرو یې دا یو وحشیانه برید بللی.
که څه هم تر اوسه د دې سړي د وژلو مسؤلیت چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو په کندهار کې ډیر کله وسله وال طالبان پر هغو کسانو دا ډول هدفي بریدونه کوي چې یا له حکومتي ادارو سره او یا له بهرنیو ځواکونو سره کار کوي.
