متحدوایالتونو او اروپايي ټولنې د تور سمندرګي له لارې د اوکراین د غلې د صادراتو له موافقې څخه د روسیې وتل ظلم بللی.
روسیې نن دا تړون لغوه کړ.
په ملګروملتو کې د امریکا سفیر او دایمي استازې لینداتوماس ګرینفیلډ پر روسیې تور ولګاوه، چې بشري مسایل یې برمته کړي.
د اروپايي کمېسیون مشرې اوزولا وان دیرلین بیا د روسیې دا اعلان یو ناوړه اقدام وباله.
د ترکیې او ملګرو ملتونو په منځګړتوب د دغه رامنځته شوي تړون په اساس، د غلې له لوی صادروونکي هېواد اوکراین څخه افریقا، منځني ختیځ او آسیا ته چې لوږه په کې... Читать дальше...
د چاپيریال په چارو کې د متحدوایالتونو ځانګړي استازي جان کیري نن په پېکېنګ کې له خپل چینايي سیال سره خبرې وکړې.
دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن هڅه کوي له چین سره تماسونه چې د سوداګرۍ، ټایوان، بشري حقونو او د چین د ارضي ادعاو له کبله ترینګلي شوي بیا ټینګ کړي.
د چین سین هوا خبري اژانس د راپور له مخې، ښاغلي کیري له خپل سیال شي ژینهاو سره مخامخ مفصلې خبرې وکړې.
دا له نږدې یو کلن ځنډ وروسته د متحدو ایالتونو او چین ترمنځ چې دواړه د چاپیریال په ناولتیا کې تر ټولو زیاته ونډه لري، لومړی ځل خبرې دي.
روسیې د تور سمندرګي له لارې د اوکراین د غلې دانې د صادراتو اړوند تړون نن لغو کړ.
د دغه تړون پر اساس، د غلې له لوی صادروونکي هېواد اوکراین څخه افریقا، منځني ختیځ او اسیا ته چې لوږه پهکې په زیاتېدو ده او د غذايي موادو د بیو د لوړېدو له کبله ډېر خلک بېوزلي شوي، غنم او د غلو دانو نور ډولونه صادرېدل.
د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف نن په یوه انلاین خبري غونډه کې د دې تړون لغو کېدل اعلان کړل او ویې ویل روسیه به هغه مهال له دې تړون سره بیا یوځای شي چې په دې تړون کې یې غوښتنې ومنل شي.
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د جنوب په پنځو ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو پرضد د واکسین د پیل خبر ورکوي.
باختر خبري اژانس چې طالبان یې اداره کوي، لیکلي: په کندهار، هلمند، روزګان، زابل او نیمروز ولایتونو کې د واکسین د دې څلور ورځني کمپاین په ترڅ کې به ۱،۷ میلیون ماشومان د پولیو د ناروغۍ پر وړاندې واکسین شي.
دا په داسې حال کې ده، چې په روان ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان په کچه د پولیو ناروغۍ پنځه مثبتې پېښې ثبت شوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما وایي ، چې د طالبانو چارواکي د ښځو او نجونو پر حقوقو محدودیتونو ته دوام ورکوي.
یوناما نن په یوه راپور کې چې د روان کال په (مې او جون ) میاشتو کې د بشري حقونو وضعیت ته کتنه پهکې شوې، پر افغان ښځو د لګېدلو محدودیتونو ځینې مثالونه هم وړاندې کړي.
راپور زیاتوي، دغو محدودیتونو د ملګرو ملتونو پر چارو هم اغېز کړی او له تېرو څه باندې دریو میاشتو راهیسې یې له استثنایي کسانو پرته نور کارکوونکي له خپلو کورونو دندې پرمخ بیایي.
بلخوا: د طالبانو... Читать дальше...
په داسې حال کې چې د طالبانو د حکومت چارواکو له کورنیو او بهرنیو سوداګرو په افغانستان کې د پانګونې غوښتنه کړې؛ یو شمېر افغان سوداګر د پانګونې پر وړاندې له ستونزو شکایت کوي.
په جرمني کې مېشته افغان پانګواله مریم جامي، چې د محصولاتو د پروسس او بسته بندۍ په برخه کې فعالیت کوي، د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، چې د طالبانو د وضع کړو محدودیتونو او د بېلابېلو ډلو د ګواښونو له امله په هېواد کې له پانګونې وېره لري.
نوموړې وايي: “د طالبانو لهخوا لګول شوي محدودیتونه او د داعش او نورو ډلو لهخوا ګواښونه... Читать дальше...
د پاکستان پوځ يو ځل بیا ادعا کړې ده چې په دغه هېواد کې د ناامنۍ لويې وجې "په ګاونډي هېواد کې ترهګرو ته رسېدلې جدیدې وسلې او موجود خوندي ځایونه" دي.
د پاکستاني پوځ د عامه اړيکو څانګې د جولای پر ۱۷مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې دغه خبرې د پوځ مشر جنرال عاصم منیر پر همدغه ورځ په راولپنډۍ کې شوې د د کور کمانډرانو غونډه ته وکړه.
په خبرپاڼه کې راغلې: "ترهګرې اعلان شوې تحریک طالبان پاکستان او نور وسله والو ډلو ته برابر خوندي ځایونو او جديدې وسلې په پاکستان کې د امنیتي حالاتو خرابېدو مهم وجوهات دي." که... Читать дальше...
د هرات یو شمېر ښځینه استوګنې وايي، له یوې اوونۍ راهیسې د طالبانو حکومت د امربالمعروف او نهې عن المنکر محتسبین د ښار په بېلابېلو سیمو کې هغه ښځې چې چادرنماز او چادرۍ یې نه وي اغوستې له موټرو ښکته کوي.
يوه مېرمن چې نه يې غوښتل نوم يې د امنيتي ستونزو له امله په راپور کې خپور شي، وايي د يکشنبې په ورځ له خپل پلار سره د دوی په شخصي موټر کې روان وو، چې د هرات ولایت د ګذرګاه په سيمه کې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهې عن المنکر رياست د محتسبينو ودرول.
د هغې په وینا، ورته وویل شول، چې د حجاب نه... Читать дальше...
د افغانستان د ځینو دولتي پوهنتونونو استادان ادعا کوي، چې د طالبانو حکومت په وروستیو کې یو شمېر ملایان د دولتي پوهنتونونو او لوړو زدهکړو موسسو د رئیسانو او مرستیالانو په توګه ګومارلي دي.
یو شمېر اوسنیو او مخکېنیو دغو استادانو له ازادي راډيو سره په خبرو کې ويلي، چې په وروستیو کې د طالبانو حکومت د لوړو زدهکړو وزارت لهخوا د دولتي پوهنتونونو ځینې مخکېنې رئیسان، مرستیالان او نور اداري کارکوونکي لرې شوي او د دوى په خبره پر ځای یې طالبانو خپل کسان او ملایان ګومارلي دي.
د دغواستادانو د ادعاوو پر بنسټ،... Читать дальше...
د روسیې او کریمیا ترمنځ غځېدلي پله باندې د شوي برید له کبله دوه تنه وژل شوي او یو ماشوم ټپي شوی دی.
روسیې ادعا کړې چې دغه نننی برید د اوکراین لهخوا د امریکا او بریتانیا د استخباراتو په مرسته شوی دی.
وروسته له هغې چې د افغانستان ملي لوبډلې د بنګله دېش پر وړاندې په دوو شل اوریزو سیالیو کې ماتې وخوړه، کرکټ بورډ ادارې یو ځل بیا د چټکو توپ اچونکو د موندلو د هڅو خبر ورکړی.
یادې ادارې د دوشنبې په ورځ د جولای په ۱۷مه نېټه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې تر کندهار وروسته یې په کابل کې هم د چټکو توپ اچونکو د موندلو په موخه ازموینه بشپړه کړې ده.
د یادې ادارې په خبره غواړي، هغه توپ اچونکي پيدا کړي چې په منځني ډول په یوه ساعت کې تر ۱۳۵ کیلومټره یا تر دې چټکه توپ اچونه کولی شي.
د کرکټ بورډ د ظرفیت لوړونې... Читать дальше...
د افغاستان فوټبال فدراسیون په یوه خبرپاڼه کې د مرکزي اسیا یا«کافا» اتلولیو لپاره د فوټسال لوبغاړو ۱۴ـ کسیزه ملي لوبډله اعلان کړه.
یادې ادارې د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، د افغانستان فوټسال ملي لوبډله به ډېر ژر د مرکزي اسیا په اتلولیو کې برخه واخلي.
په اعلان شوې لوبډله کې محمد جواد صفري، سید رضاحسیني، رضا حسین پور، حمید رضا حسیني، بهمن ګرګیج، حسن علي جعفري، فرزاد محمودي، علي امیري، مهران غلامي، علي فیاضي، سیدحسین موسوي، عبدالغفار صادق او امید قنبري شامل دي.
د فوټبال فدراسیون په خبره،... Читать дальше...
د افغانستان د کورني کرکټ څانګې له لوري د معلولیت لرونکو لوبغاړو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پیل شوې.
د کرکټ بورډ ادارې نن دوشنبه ویلي، یادې سیالۍ د شهید نجیب الله تره کي په نوم، په کندز ولایت کې پیل شوي دي.
کرکټ بورډ لیکلي: "د هېواد د پنځو زونونو بست، امو، بند امیر، مس عينک او سپين غر ترمنځ پیل شوې سيالۍ ۷ ورځې وخت نيسي او پنځه واړه لوبډلې به په يوه ګروپ کې يو د بل پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي."
د سیالیو د اصولو له مخې، د نومرو په جدول کې دوه مخکښې لوبډلې به پایلوبه ولوبوي.
د معلولیت لرونکو لوبغاړو ترمنځ هرکال ورته سیالۍ ترسره کېږي.
په روغتیا او درملنه خپرونه کې نن د خوب پر ارزښت او بې نظمیو غږېدلي یو. په خپرونه کې اورئ چې سم او پوره خوب ولې د انسان د بدني، دماغي او رواني صحت لپاره مهم دی او که د خوب دورانیه کمه یا کیفیت یې خراب وي، نو څه روغتیايي مسلې زېږولای شي. بشپړه خپرونه واورئ.
د ایران د کورنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړې، چې د طالبانو حکومت یې هېواد ته له هلمند سیند څخه ۸۲۰ میلیون متر مکعبه د اوبو حق ورکړي.
ایراني وزیر احمد وحیدي د طالبانو له حکومته غوښتي، چې په دې اړه د افغانستان پر کړو ژمنو عمل وکړي.
د ایران د تسنیم خبري اژانس په حواله، نوموړي د یکشنبې په ورځ په یوه غونډه کې وویل، چې د ایران او افغانستان ترمنځ د ۸۲۰ میلیونه متر مکعبه اوبو موافقه شوې وه، خو اوس په دې اندازه اوبو نه ورکول کیږي.
د هغه په وینا، له دې امله د سیستان او بلوچستان ولایتونو خلک له ستونزو سره مخ دي. Читать дальше...
د روسیې او کریمیا ترمنځ پرغځېدلي پول د برید له کبله دوه تنه وژل شوي او یو ماشوم ټپي شوی دی.
پر ياد شوي ۱۹ کیلو متره پله د برید ډېر جزیات تر اوسه نهدي روښانه شوي.
د روسیې د ترهګرۍ ضد ملي کمېټې ویلي، پر دغه پله د اوکراین لهخوا د بې پیلوټه الوتکو دوه بریدونه شوي دي.
د روسیې ادعاوې، چې په خپلواکه توګه نهدي تایید شوي، د اوکراین د پوځ ویاندې د روسیې احتمالي پارونې وبللې.
ځینو سیمهيیزو رسنیو د نامعلومو سرچینو په حواله ویلي، چې اوکراین د پېښې تر شا لاس لري.
ناتالیا هومینیوک اوکرایني رسنیو ته ويلي... Читать дальше...
د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د جولای پر ۱۶مه په بیان کې ویلي دي چې د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر تهران ته د خپل دوه ورځني سفر پر مهال له خپل ایراني سیال برید جنرال محمد باقري سره ولیدل.
په داسې حال کې،چې برېټانیا د طالبانو اوسنی رژیم په رسمیت نه پېژني، د دغه هېواد د پارلمان د دفاعي کمېټې مشر ټوبیا ایلووډ، په کابل کې د بریتانیا د سفارت پرانیستو غوښتنه کړې ده.
هغه، چې په وروستیو کې افغانستان ته تللی و، ټلېګراف ورځپاڼې ته یوه مقاله کې چې پرون خپره شوې لیکلي، په افغانستان کې د واقعي پرمختګ شاهد دی او باور لري، چې طالبانو سره د خبرو وخت را رسیدلی.
ټوبیاس ایلووډ، چې یې ورور هم د سخت دریځو لهخوا وژل شوی زیاتوي، طالبان یې نه خوښېږي، خو په افغانستان کې د لا زیاتې بېثباتۍ، ترهګرۍ او... Читать дальше...
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف وايي، دوی ژمن دي چې د طالبانو دریځ ته له پام پرته، د خپلې خاورې پر وړاندې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره له هرې وسیلې کار واخلي.
خواجه اصف د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیحالله مجاهد هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی، چې ویلي یې وو، دوی د دوحې تړون له امریکا متحدهایالاتو سره کړی او له افغانستانه د پاکستان خاورې ته هيڅ ډول ګواښ نهشته.
د پاکستان د دفاع وزیر د ذبیحالله مجاهد همدا څرګندونې په خپله ټویټرپاڼه خپرې کړي او ورسره یې لیکلي: "د افغانستان دریځ ته له پاملرنې پرته... Читать дальше...
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) وایي، اوسني چارواکي د ښځو او نجونو پر حقونو باندې محدودیتونو ته دوام ورکوي.
یوناما دغه خبره نن په هغه راپور کې کړې چې، د روان ۲۰۲۳م کال په (می او جون ) میاشتو کې د بشري حقونو وضعیت ته پهکې کتنه شوې ده.
یوناما په خپل راپور کې پر ښځو د لګول شویو محدودیتونو ځینې عملي بېلګې هم وړاندې کړي.
په دغو بېلګو کې د کابل هوایي ډګر دننه د محرم نه درلودو له کبله د یوې نړیوالې موسسې د دوو افغان ښځینه کارکونکو د درولو، کار ته د تګ پر مهال د استخباراتو... Читать дальше...
د کشمور د کندکوټ د پولیسو مشر عرفان علي سمو د جولای پر ۱۶مه مشال راډيو ته د هندوانو پر کلي حمله تایید کړه، البته وايي چې پلټنې کوي چې برید چا کړی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، اوکراین نن د روسیې او کریمیا ترمنځ غځېدلي پله باندې برید کړی دی.
د رویټرز خبري اژانس په وینا د دغه وزارت ویاندې ماریا زخروا ادعا کړې چې، د اوکراین د رژیم لهخوا دغه برید د برېتانیا او متحده ایالتونو د استخباراتو په مرسته شوی دی.
زخروا د خپلې ادعا د ملاتړ لپاره شواهد نهدي وړاندې کړي.
د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي، پر دغه پله سملاسي د موټرو تګ را تګ درېدلی او په خبره یې شوي برید کې دوه تنه وژل شوي دي.
تر اوسه د دغه برید په اړه نور جزیات هم نهشته... Читать дальше...
په کابل کې د افغانستان او د سیمې د یو شمېر نورو هېوادونو د صنعت کارانو په ګډون د کرنیزو او تولیدي توکو شپږ ورځنی نندارتون پرانيستل شوی دی.
د امام ابوحنیفه په نوم دغه نندارتون کې چې پرون یکشنبه پیل شو، شاوخوا ۷ سوه کورنیو او بهرنیو شرکتونو ګډون کړی دی او شاوخوا ۶ سوه غرفې په کې ایښودل شوي دي.
باختر اژانس چې د طالبانو په واک کې دی لیکلي، په دغو غرفو کې د ښځو پر لاسي صنایعو سربېره خوراکي توکي، درمل، برښنایي وسایل، قیمتي ډبرې، فلزات، غالۍ او نور محصولات او تولیدات ایښودل شوي دي.
خبر کې راغلي چې... Читать дальше...
په کراچۍ کې ګڼو فعالانو د اب و هوا یا اقلیم بدلون په اړه د پوهاوي په موخه لاریون کړی دی. د جولای ۱۶مې د لاریون منتظمینو له حکومته وغوښتل چې د نړیوالې تودوخې کمولو او د اب و هوا د بدلون مخنیوي لپاره دې د خپلې ونډې اقدامات وکړي. نور په ویډیويي رپورټ کې.
Спорт в России и мире
Москва
Танцоры из Асбеста выступят в Москве
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Азаренко вышла в 1/16 финала турнира WTA-1000 в Риме
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
10 РЕДКИХ животных из Красной книги, которых можно встретить в Москве
Путин в России и мире
Москва
Уроженец Кировской области с позывным Струна стоял на параде рядом с Путиным
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко назвал ТЯО исключительно оружием сдерживания
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Nirvana
Скончался экс-продюсер группы Nirvana Стив Альбини
Москва
Калужане выиграли 8 медалей на всероссийских соревнованиях по пауэрлифтингу
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net