Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июль
2023

Новости за 21.07.2023

ملګري ملتونه: په تور سمندرګي پر کښتیو د بریدونو ګواښ د منلو نه دی

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د سیاسي چارو مشره وايي، په تور سمندرګي کې د اوکراین پر بندرونو د روسيې بریدونه به نړۍ په ځانګړې توګه مخ پر ودې هېوادونه د خوړو د ناامنۍ له خطر سره مخ کړي. د ملګرو ملتونو د سیاسي شورا مشرې روزمیري ډی کارلو نن د جولای ۲۱مه د دې سازمان امنیت شورا ته وویل، په تور سمندرګي کې د روسیې او اوکراین دواړو خوا له لوري پر غیرنظامي کښتیو د بریدونو ګواښ د منلو نه دی. اغلې ډی کارلو زیاته کړه چې په تور سمندرګي کې په قصدي یا غیرې قصدي توګه د جګړې د خپرېدو مخه باید په هر قیمت ونیول شي. د هغې په... Читать дальше...

د ښځینه فوټبال نړیوال جام؛ هسپانیایې کاستاریکا او فیليپین سویزرلنډ ته ماتې ورکړې

Pa.azadiradio.com 

د ښځینه فوټبال نړیوال جام په ترڅ کې هسپانیایې کاستاریکا او فیليپین سویزرلنډ ته ماتې ورکړې. دغه سیالۍ چې پرون په اسټرالیا او نیوزیلنډ کې پیل شوي ۳۲ هېوادونه په کې په ۸ ګروپونو کې سیالۍ کوي. د نن ورځې په سیالیو کې هسپانیې وکړای شول چې د کاستاریکا لوبډلې ته درې د صفر پر وړاندې ماتې ورکړي. دغه راز په بلې سیالۍ کې بیا فیلیپین دوه د صفر پر وړاندې سویزرلنډ ته ماتې ورکړه. ټاکل شوې چې سبا څلور سیالۍ ترسره شي، امریکا به د ویتنام، زمبیا به د جاپان، انګلستان به د هایتي او ډنمارک به د چین پر وړاندې سیالۍ ترسره کړي.



کرکټ؛ یو شمېر افغان لوبغاړو په درېیو سوداګریزو لیګونو کې ګډون کړی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ یو شمېر لوبغاړو په درېیو سوداګریزو لیګونو کې د ګډونو په موخه امریکا، کاناډا او زمبابوې هېوادونو ته تللي دي. که څه هم په دې تړاو د کرکټ بورډ ادارې څه نه دي ویلي، خو لوبغاړو په خپلو ټولنیزو پاڼو په یادو لیګونو کې د ګډون خبر ورکړی دی. د امریکا په متحده ایالاتو کې د میجرلیګ په نوم سیالۍ په لومړي ځل پیل شوي چې راشدخان او قیس احمد بېلابېلو لوبډلو ته لوبېږي. دغه راز د کاناډا شل اوریزه لیګ ګلوبل بیا تر څو کلن ځنډ وروسته یو وار بیا پيلېږي چې د فضل حق فاروقي او رحمن الله ګربز په ګډون... Читать дальше...

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د مرکزي اسیا په سیالیو کې ګډون کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د مرکزي اسیا 'کافا' په سیالیو کې د ګډون په پار تاجکستان هېواد ته ولاړه. فوټبال فدراسیون ویلي چې د جولای میاشتې په ۲۱مه نېټه افغان لوبډله د ایران له مشهد ښار څخه د تاجکستان پلازمېنې ته رسېدلې ده. یاد فدراسیون زیاتوي، د مرکزي اسیا د فوټسال سیالۍ به د جولای په ۲۳مه نېټه پيل شي چې افغانستان به له ایران، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او قرغزستان سره سیالۍ ترسره کړي.

فوټبال؛ افغان لوبڅار د اروپايي کلبونو په یوه لوبه کې لوبڅاري کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان فوټبال فدراسیون ویلي، حلیم اقا شېرزاد به د پرتګال او بریتانیا د دوو کلبونو په یوه دوستانه سیالۍ کې لوبڅاري ترسره کړي. یاد فدراسیون زیاته کړې، شېرزاد به د پورتو او کارډیف سیټي کلبونو ترمنځ سیالۍ کې منځنی لوبڅار وي. دغه سیالي د جولای میاشتې په ۲۲مه نېټه د پرتګال په الګاروه ښار کې ترسره کېږي. دغه راز حلیم اقا شېرزاد د پرتګال او اسپانیا د دوو کلبونو د دوستانه سیالۍ لپاره د مرستیال لوبڅار په توګه غوره شوی چې دا سیالي به د روانې میاشتې په ۲۵مه نېټه ترسره شي.

د 'واصف باختري' مړینه د افغانستان ادبیاتو لپاره لویه ضایعه وبلل شوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان نامتو شاعر لیکوال او کره‌کتونکی واصف باختري د ۸۱ کلونو په عمر ومړ. یو شمېر افغان شاعران او لیکولان، شاعر، لیکوال، څېړونکی او کره‌کتونکی واصف باختري د افغانستان د فارسي دري معاصرو ادبیاتو یوه نه تکرارېدونکې څېره او مړینه یې لویه ضایعه ګڼي. د واصف باختري لور منیژې باختري په خپل فېسبوکپاڼه د خپل پلار مړینه تایید کړې ده. نوموړې لیکلي، واصف باختري د روانې اوونۍ د چهارشنبې په شپه د امریکا په کلفورنیا کې ومړ. واصف باختري څوک وه؟ افغان لیکوال او شاعر غفور لېوال وايي، واصف باختري نه... Читать дальше...

پوتین: پولنډ د خپل قلمرو د پراختیا خوبونه ویني

Pa.azadiradio.com 

وروسته له دې چې پولنډ نن د بېلاروس پولې ته نږدې د پوځي ځواکونو د استولو خبر ورکړ، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ناټو دا غړی هېواد تورن کړ چې د پخواني شوروي اتحاد په جمهوریتونو کې د خپل قلمرو د پراختیا خوبونه ویني. د پولنډ امنیتي کمېټې ویلي چې د روسیې د واګنر ملېشو د احتمالي ګواښ د مخنیوي لپاره یې د چهارشنبې په ورځ د ختیځ خوا ته د سرتېرو د استولو پرېکړه وکړه. پوتین خبرداری ورکړ چې د روسیې پر ګاونډي او متحد بېلاروس هر راز بلوسل به د ده پر هېواد د یرغل په معنا وي. پوتین چې د امنیت شورا غونډې... Читать дальше...



پوتین: پر بېلاورس هر ډول برید پر روسیې برید دی

Pa.azadiradio.com 

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، پر بېلاورس هر ډول برید پر روسیې برید دی. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن د جولای ۲۱مه دا خبره د خپل هېواد د امنیت شورا غونډې ته د تلوېزیون له لارې کړې ده. پویتن د ناټو غړی هېواد پولنډ د خپلو پولو په پراخولو تورن کړی او ویلي، مسکو به پر بېلاورس د هر ډول تېري پر وړاندې غبرګون وښيي. بېلاروس د روسیې ګاونډی او نږدې متحد دی. د پولنډ امنیتي کمېټې د جولای په ۱۹مه پرېکړه وکړه چې د واګنر ملېشو د احتمالي ګواښ د مخنیوي په موخه د دې هېواد خیتځ ته پوځي ځواکونه واستوي. Читать дальше...

د امریکا کانګرس طالبانو ته د هر ډول مرستو د مخنیوي په موخه یوه لایحه تصویبوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی سرمفتش جان سوپکو وايي، د امریکا کانګرس به یوه لایحه تصویب کړي، چې له مخې به یې طالبانو ته د هر ډول مرستو مخنیوی وشي. د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی سرمفتش یا سیګار وايي، د امریکا کانګرس به یوه لایحه تصویب کړي، چې له مخې به یې له طالبانو سره د مستقیمو یا غیر مستقیمو مرستو مخه ونیول شي. جان سوپکو د پنجشنبې په ورځ د لندن په کینګز کالج کې د افغانستان په اړه په یوه غونډه کې وویل، چې دغه لایحه د امریکا د متحده ایالاتو د استازو د جرګې له‌خوا... Читать дальше...

پولنډ د بېلاروس پولې ته نږدې د پوځي ځواکونو د استولو پرېکړه کړې

Pa.azadiradio.com 

د پولنډ حکومت د دې هېواد په ختیځ کې د بېلاروس پولې ته نږدې د پوځي ځواکونو د استولو پرېکړه کړې. پولنډ نن افشا کړه چې امنیتي کمېټې د روسیې د واګنر ملېشو د احتمالي ګواښ د مخنیوي لپاره له بېلاروس سره پر پوله د دې هېواد ختیځ ته د سرتېرو د استولو پرېکړه کړې. 'پي اې پي' خبري آژانس د پولنډ د امنیتي کمېټې د منشي زبیګنیو هوفمان له قوله راپور ورکوي چې نوموړی وايي، دا پرېکړه د تېرې چارشنبې په ورځ شوې ده. د بېلاروس د دفاع وزارت پرون وویل چې واګنر ملېشو د ناټو د غړي پولنډ له سرحده یوازې څو کیلومتره لیرې د بېلاروسي ځواکونو روزنه پیل کړې ده. Читать дальше...

امریکا ته د تګ په تمه پاکستان کې مېشت یو افغان کډوال ځان وژلی

Pa.azadiradio.com 

امریکا ته د تګ په تمه په اسلام اباد کې مېشت یو افغان کډوال ځان وژنه کړې ده. ۲۴ کلن ذکریا بلوچ ذکي، چې له تېرو نږدې دوو کلونو راهیسې په اسلام اباد کې مېشت و د تېرې چهارشنبې په ورځ په خپل کور کې د پړي په وسیله ځان زندۍ کړی دی. په پاکستان کې د افغان کډوالو شورا د یاد ځوان ځان وژنه تاییدوي او وايي چې مړی یې نن افغانستان ته واستول شو. د دې شورا رییس میر احمد روفي ازادي راډيو ته وویل چې ذکریا بلوچ امریکا ته د تګ کېس درلود، خو د کډوالۍ د دوسيې د ځنډ له امله ناهیلی شوی او په دې عمل یې لاس پورې کړی دی. Читать дальше...

په هلمند کې د ځینو هوټلونو مالکان: ډېری خلک د خوړو اخیستو توان نه لري

Pa.azadiradio.com 

په هلمند ولایت کې د هوټلونو او رسټورانټونو ځینې مالکان وايي، د پخوا په پرتله یې کاروبار خراب شوی او اوس خلک ښه خواړه نه خوري. دوی وویل، د یادې ستونزې لامل له خلکو سره د پیسو نشتوالی او د توکو د بیو لوړوالی دی. نور حال د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

پولنډ د روسیې د واګنر ملېشو د احتمالي خطر لپاره خپل ختیځ ته اضافي ځواکونه لېږي

Pa.azadiradio.com 

پولنډ د روسیې د واګنر ملېشو د احتمالي ګواښ د مخنیوي لپاره د دې هېواد ختیځ ته پوځي قطعې استوي. PAP دولتي خبري اژانس د پولنډ د امنیتي کمیټې د منشي له قوله نن راپور ورکړ، چې دې کمیټې په بېلاروس کې د واګنر د امنیتي شرکت د ملېشو د ځای پرځای کېدو په ځواب کې دا پرېکړه د چارشنبې په ورځ په خپله غونډه کې کړې ده. د واګنر مشر ایفګیني پرېګوژین د جولای په ۱۹مه په یوه ویډیو کې په داسې حال کې وښودل شو، چې په بېلاروس کې خپلو سرتېرو ته ښه راغلاست وايي. نوموړی،هغوی ته وايي چې د اوس لپاره به د اوکراین په جګړه... Читать дальше...

پر تور سمندرګي د روسیې د بریدونو دوام؛ د اوکراین یو ګدام ویجاړ او ۲ تنه ټپیان شول

Pa.azadiradio.com 

روسیې د څلورمې پرله پسې ورځې لپاره د اوکراین د تور سمندرګي پر بندري تاسېساتو بریدونو ته دوام ورکړ او په دې ترڅ کې یې نن په اُدیسې سیمه کې د غلو- دانو یو ګدام په نښه کړ. دې برید مالي او ځاني زیان اړولی دی. د ادیسې والي اولیه کیپیر وايي چې روسیې په تورسمندرګي کې له خپلو کشتیو څخه د کالیبر ډوله کروز توغنديو په وسیله دا حمله ترسره کړه، چې د غَلې دا ګدام یې ویجاړ او دوه تنه یې ټپیان کړل. دا بریدونه، داسې مهال کېږي چې د تور سمندرګي له لارې د اوکراین د غلې د محصولاتو د صدور د موافقې اعتبار د دوشنبې... Читать дальше...

عبداللهیان: له منځني ختیځ څخه راغلي داعش مشران طالب واکمنۍ ته ننګونکي دي

Pa.azadiradio.com 

د ایران د بهرنیوچارو وزیر وايي د داعش مشران او جنګیالي له سوریې، لېبیا او عراق څخه افغانستان ته تللي دي. حسین امیر عبداللهیان د ایران له ایسنا خبري اژانس سره په مرکه کې د اسنادو او شواهدو له ښودلو پرته وویل، د داعش مشران او وسله وال په وروستیو میاشتو کې له عراق، سوریې او لیبیا څخه افغانستان ته لېږدېدلي دي چې دا په افغانستان کې د اوسنیو واکمنو پر وړاندې یوه ننګونه ده. عبداللهیان په افغانستان کې د داعش حضور د ایران لپاره ګواښ وباله او ویې ویل چې ایران له افغانستان سره ۹۰۰ کیلومتره پوله لري نو... Читать дальше...

طالبان: اروپایي ټولنه دې د فشارونو پرځای د تعامل او تفاهم لاره غوره کړي

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د اروپايي ټولنې د هغو بندېزونو پر وړاندې غبرګون ښودلی، چې د دوی د حکومت پر دریو چارواکو یې لګولي دي. اروپايي ټولنې پرون د طالبانو د حکومت د پوهنې او عدلیې د وزارتونو او د سترې محکمې سرپرستان د جنسیت پربنسټ د تشدد په خاطر د بندېزونو په لېست کې شامل کړل. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن پر ټویټر لیکلي، چې دا بندېزونه د هېڅ لوري په ګټه نه دي. ښاغلی مجاهد وايي د فشارونو او تحریمونو پر ځای باید له تعامل، ډیالوګ او تفاهم څخه کار واخېستل شي. د یادونې وړ ده، چې اروپايي ټولنې په... Читать дальше...

اروپايي ټولنې پر درو لوړپوړو طالب چارواکو بندیزونه اعلان کړل

Mashaalradio.com 

دغي ټولنې په یوه اعلامیه کې، چې پر خپله وېبپاڼه یې خپره کړې، ویلي چې په افغانستان، جنوبي سوډان، مرکزي افرېقا جمهوریت، اوکراین او روسیې کې د بشري حقونو د سرغړونې په خاطر پر ۱۸ تنو او ۵ موسسو بندېزونه لګول شوي دي.


Музыкальные новости
Пётр Чайковский

В день рождения Петра Чайковского на выставке-форуме «Россия» выступил квартет из Удмуртии





Персональные новости
Bungie

Bungie continues recent streak of Ws by making most Destiny 2 expansions free to everyone





پر ۳ طالب چارواکو د اروپایي ټولنې بندېزونو ته غبرګون؛ مجاهد: هېڅ لوري ته ګټه نه لري

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د اروپايي ټولنې له لوري پر درې جګپوړو طالب چارواکو بندېز ته غبرګون ښودلی. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د تحریم لست ته د مشرانو اچول د هیڅ لوري په ګټه نه دي. نوموړي په خپل ټویټر لیکلي دي" د دې پرځای چې د فشار او تحریم له غوراوي څخه استفاده کېږي، باید له تعامل، ډیالوګ او تفاهم څخه کار واخېستل شي، د افغانانو په وړاندې ناکامه تجربې تکرارول او تحمیلي سیاست نتیجه نه ده ورکړې." اروپايي ټولنې تېره ورځ اعلان وکړ، چې په افغانستان کې له زده کړو او کار نه د ښځو او نجونو... Читать дальше...

افغانستان ته یو شمېر ستنې شوې څېرې: امنیت او د طالبانو چلند ښه نه و، بېرته هېواد نه ووتو

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت، په همغږۍ هېواد ته یو شمېر ستاینه شوي افغان شخصیتونه ادعا کوي، چې د امنیتي ستونزو له امله بیرته هېواد پرېښودو ته اړ شوي. د دوی له ډلې د کاروان پوهنتون ریس جنت فهیم چکري وایي: "زما هیله وه چې زه هیواد کې بېرته ژوند وکړم، او هلته پاتې شم، خو له بده مرغه چې د اسلامي امارت له خوا موږ سره ښه چلند ونشو." فهیم چکري له هغه کسانو دی، چې د طالبانو حکومت، افغان شخصیتونو سره د ارتباط کمېسیون له لارې هیواد ته بلل شوی و خو وايي، بېرته له افغانستان وتی دی. د نوموړي په خبره د عفوه کارت یې... Читать дальше...

په خوست او نورو ولایتونو کې د کانکو ازموینې پیل شوې

Mashaalradio.com 

د افغانستان په خوست او ۱۰ نورو ولایتونو کې له ښځو او نجونو پرته د دولسمو ټولګیو نارینه زده کوونکو د کانکور ازموینې دوه ورځنی بهیر د جولای پر ۲۰مه پیل شو. د ازموینې ملي ادارې د چارواکو په وینا سږ کال په افغانستان کې نږدې ۱۰۶،۰۰۰زده کوونکي حکومتي او خصوصي پوهنتونونو ته جذبوي. نور تفصیل په دې ویډیويي راپور کې.

پاکستان کې د تېلو کاروباریانو سبا ته کاربندیز اعلان کړی

Mashaalradio.com 

د تېلو کاروباریانو د ټولنې مشرانو پرون (د جولای پر ۲۰مه)  په کراچۍ او پېښور کې خبري غونډو ته وویل چې حکومت ورته د یو لیټر تېلو پر سر شپږ روپۍ ګټه ورکوي چې له دې کبله له زیان سره مخامخ دي. دوی داراز وویل چې له ایرانه د تېلو قاچاق یې هم کاروبار خراب کړی دی نو ځکه سبا سهار ټول پمپونه تړي.

د متحده عربي اماراتو د مالګې غار ته خلک ولې ورځي؟

Mashaalradio.com 

د متحده عربي اماراتو په العین کې د مالګې یو غار ته خلک د سا او پوستکي د بېلابېلو ناروغیو درملنې لپاره ورځي. هغه غار ته مالګه له پولینډه لېږدول کېږي. روغتیاپالان وايي، غار ته تر ورتګ مخکې باید خلک له خپل ډاکتر سره مشوره وکړي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

پر اوکراین د روسیې بریدونه؛ اودیسه کې د چین پر کونسلګرۍ توغندی لګېدلی

Pa.azadiradio.com 

د چین د بهرنیو چارو وزارت وایي، د اوکراین وضعیت له نژدې څاري. دې وزارت وروسته تر دې دا خبره وکړه، چې د اوکراین په ادویسه کې د روسیې د توغندیو د برید په ترڅ کې د چین کونسلګري زیانمه شوه.  د چین د بهرنیو چارو د وزارت یوه چارواکي د دې سوال په ځواب کې چې اوس به پر روسیې اعتراض وکړي که نه، وویل چې پیکنګ به له بیلابیلو لوریو سره په تماس کې وي او په اوکراین کې به د خپلو چینایانو د خوندیتوب لپاره خپلې هڅې نه سپموي.  په ادویسه کې د چین د کونسلګرۍ د زیانمنیدو خبر پرون په داسې وخت کې خپور شو، چې د دریمې... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Гол Чалова с пенальти принес ЦСКА победу над "Зенитом" в чемпионате России


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Азаренко вышла в 1/16 финала турнира WTA-1000 в Риме


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Озоновые Дыры: Вызов современности, Взгляд Романа Терещенко





Путин в России и мире
Москва

Снайперов из охраны Путина заметили с зарубежными винтовками


Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Святая миссия русского солдата


Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Алла Пугачёва

Оставшиеся в России родственники Аллы Пугачевой погрязли в долгах и лишились квартиры



Москва

Урганту не дали выступить на вечере памяти Окуджавы

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net