د ښځینه فوټبال نړیوال جام؛ هسپانیایې کاستاریکا او فیليپین سویزرلنډ ته ماتې ورکړې
دغه سیالۍ چې پرون په اسټرالیا او نیوزیلنډ کې پیل شوي ۳۲ هېوادونه په کې په ۸ ګروپونو کې سیالۍ کوي.
د نن ورځې په سیالیو کې هسپانیې وکړای شول چې د کاستاریکا لوبډلې ته درې د صفر پر وړاندې ماتې ورکړي.
دغه راز په بلې سیالۍ کې بیا فیلیپین دوه د صفر پر وړاندې سویزرلنډ ته ماتې ورکړه.
ټاکل شوې چې سبا څلور سیالۍ ترسره شي، امریکا به د ویتنام، زمبیا به د جاپان، انګلستان به د هایتي او ډنمارک به د چین پر وړاندې سیالۍ ترسره کړي.
