د طالبانو حکومت هغه راپورونه رد کړي چې وايي، له امریکايي ځواکونو پاتې وسلې او تجهیزات یې پر نورو اړخونو پلورلي دي.
په امریکا کې دېره د افغانستان د سولې د څار نادولتي ټولنې په خپل یوه وروستي راپور کې ویلي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د وسلو د پلور او پېر بازار تود شوی دی.
په راپور کې راغلي چې د وسلو د پلور او پېر ډېره برخه په کندهار، هلمند او ننګرهار ولایتونو کې ترسره کېږي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دا په امریکا کې د ځینو کړیو ادعا بللې او نن د جولای په لسمه یې پر خپل ټویټر ولیکل چې دا راپور حقیقت نهلري. Читать дальше...
په پام کې ده چې د افغانستان او بنګلهدېش د کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو لوبو د لړۍ په وروستۍ سیالۍ کې سره مخامخ شي.
د بنګلهدېش په کوربهتوب د دې لړۍ دوه مخکېنۍ لوبې افغانستان ګټلې، چې لومړۍ یې د باران له کبله د څو وقفو په پای کې د افغانستان په ګټه اعلان شوه او دویمه هم افغان لوبډلې د ۱۴۲ منډو په توپیر وګټله.
سبا د جولای په لسمه د دواړو لوبډلو درېیمه لوبه د کابل په وخت د غرمې په دولس نیمو بجو پیلېږي او نتیجه به یې د افغانستان لپاره کوم لوی توپیر ونهلري، ځکه لړۍ افغانستان ګټلې ده.
د کرکټ په... Читать дальше...
د ایران د کردانو سیاسي فعال پیمان ګلواني په شمال لوېدیځ اورمیا ښار کې د استخباراتو په توقیف ځای کې مړ شوی دی.
له دې تقریباً ۲۴ ساعته مخکې په همدې زندان کې بل سیاسي بندي موسا اسماعیلي هم مړ شوی و.
د ایراني کردانو د بشري حقونو ډلې هینګوا پرون وویل ګلواني له توقیفځای څخه د اورمیا ښار د خمیني روغتون ته له انتقال وروسته هلته سا ورکړه.
ګلواني د جون په ۲۵مه هغه مهال ونیول شو چې امنیتي ځواکونو په مهاباد ښار کې له خپل کوره وایست.
که څه هم د ګلواني کورنۍ بیا بیا هڅې وکړې چې د هغه د نیول کېدو علتونه... Читать дальше...
کریملین تایید کړې چې ولسمشر ولادیمیر پوتین د واګنر د ملېشو له مشر ایفګیني پریګوژین سره کتلي دي.
د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف نن په مسکو کې خبریالانو ته وویل پوتین او پریګوژین د جون په ۲۹مه یوازې پنځه ورځې وروسته له دې چې د ملېشو دې قوماندان بغاوت وکړ سره لیدلي دي.
پیسکوف وویل، دا لیدنه له ۳۵ کسانو سره چې د واګنر ملېشو سرګروپان په کې وو، د درې ساعته لیدنې پرمهال وشوه.
دې قوماندانانو له پوتین سره ژمنه وکړه چې د ده په امر به د اوکراین ضد جګړې ته دوام ورکړي.
پیسکوف ونه ویل چې پریګوژین اوسمهال... Читать дальше...
د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان بانک پر صرافیو او د پولي خدمتونو پر شرکتونو یو لړ نوي محدوديتونه لګولي دي.
د طالبانو حکومت په کنټرول کې د افغانستان بانک وايي، صرافۍ او د پولي خدمتونو شرکتونه له دې وروسته نهشي کولای چې له مشتریانو امانت واخلي او یا هم مشتریانو ته پور ورکړي.
د یاد بانک ویاند حسیب الله نورالله په هغه ويډيو کې چې د یکشنبې په ورځ ناوخته د دې بانک پر ټوېټر خپره شوې، د یو شمېر نورو محدوديتونو یادونه هم کړې ده.
نوموړی وايي: "د صرافیو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکي نهشي کولای چې... Читать дальше...
یو شمېر هغه نجونې او ښځې چې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره له تحصیل او کاره بېبرخې شوي، په رواني ناروغیو اخته شوي دي.
داسې ښکاري چې د نجونو پر زدهکړو او د ښځو پر کار د طالبانو وروستیو محدودیتونو د ښځو او نجونو ترمنځ رواني ستونزې ډېرې کړې دي.
مینا یوسفي د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصله وه.
هغه وایي، له زدهکړو د بېبرخې کېدو له امله ناهیلې شوې او دې ناهیلۍ په رواني ناروغۍ اخته کړې.
نوموړې وايي: "له پوهنتونه وشړل شو، په ژړا او ناهیلۍ کور ته ستنې شوو، اقتصادي ستونزو او له تحصیله پاتې کېدو... Читать дальше...
یو شمېرې معترضې ښځې چې ځانونو د افغانستان د مقتدرو ښځو غورځنګ غړې معرفي کوي وايي، د طالبانو لهخوا د ښځینه سینګارتونونو تړل کېدو وښوده چې دوی د ښځو له ځپونکو کړنو لاس نه اخلي.
دې غورځنګ د دوشنبې په ورځ یوه اعلامیه کې طالبان په جنسیتي اپارټایډ تورن کړل چې له قوله یې، د دوی وروستۍ اقتصادي بنسټونه یې هم ترې واخيستل.
په دې اعلامیه کې زیاته شوې، طالبانو وروستیو ۲۳میاشتو کې ښځې د ژوند له ټولو چارو لېرې کړې دي.
خو د افغانستان د مقتدرو ښځو غورځنګ یوې غړې ازادي راډیو ته رالېږلې ویډیو کې د خپلو مبارزو د دوام په اړه ویلي... Читать дальше...
په کابل کې ښار کې د پاسپورت ځینې غوښتونکي د پاسپورټونو د وېش له پڅ بهیر شکایت کوي.
حبیبالله چې د کابل یو اوسېدونکی دی د پاسپورټونو د وېش له پڅ بهیر شکایت کوي او وايي حوصله یې نوره ختمه شوې ده.
هغه له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، هڅه کوي خپلې خور ته پاسپورټ واخلي، چې غواړي خپل خاوند ته چې په جرمني کې دی ورشي، خو زیاتوي چې د میاشتو له انتظار وروسته هم نوبت نهدی ور رسېدلی.
نوموړی وايي: "له یو کال ډېره موده کېږي چې د پاسپورټ اخیستلو ته منتظر یم، خو له بده مرغه هر ډول هڅې مو چې وکړې، بریالي نهشو چې پاسپورټ واخلو. Читать дальше...
د یوې لومړنۍ خپلواکې ارزونې پایلې ښيي چې د اوکراین په جګړه کې نږدې ۵۰زره روسان وژل شوي دي.
په دغې ارزونه کې چې اوکراین کې د مسکو د رښتیني انساني بیې یو راز ښکاره شوی، د روسیې له دولتي ارقامو او یوشمېر نورو سرچینو استفاده شوې ده.
دا ارزونه داسې مهال خپره شوې چې د اسوشېټېډپرېس اژانس په وینا، کیيف او مسکو په جګړه کې د خپلو سرتېرو د مرګژوبلې معلومات په وخت نه شریکول.
نوې خپره شوې احصایوي ارزونه د روسیې د دوو خپلواکو رسنیزو بنسټونو میډیازونا او مېدوزا لهخوا چې په تبعید کې فعالیت کوي، ترسره شوې. Читать дальше...
يو شمېر کابل ښاريان وايي، په دوه درې ورځو کې یوازې د یوه یا دوه ساعتونو لپاره د نلونو له اوبو څخه ګټه اخیستلی شي، چې د دوى په خبره دومره اوبه د خوراک او څښاک لپاره بسنه نهکوي.
مرسل چې د کابل ښار د ۱۳مې ناحيې قلعه قاضي سيمې اوسېدونکې ده وايي: "د اوبو رسولو شرکت ته لاړو، ویل یې د خدای شکر کوئ چې همدومره اوبه هم در رسېږي، نورو شرکتونو خپل مشتریان بیخي ځواب کړي دي، غړپ اوبه هم نه ورکوي، موږ خو يې دوه درې ورځو کې یو دوه ساعته درکوو، په همدې شکر وباسئ."
مرسل وايي چې دوى د اړتیا وړ اوبه نهلري.
نوموړې ازادي راډيو ته وويل... Читать дальше...
آصف درانی، نماینده ویژه پاکستان برای افغانستان از حملات طیارههای بیسر نشین ایالات متحدهٔ امریکا و حملات هوایی پاکستان در افغانستان دفاع میکند و میگوید، این حملات به اساس قطعنامهٔ سازمان ملل متحد انجام میشوند.
د یوې لومړنۍ خپلواکې ارزونې پایلې ښيي چې د اوکراین په جګړه کې نږدې ۵۰ زره روسان وژل شوي دي.
دغه احصائیوي ارزونه د روسیې دوو خپلواکو رسنیو مېډیا زونا او مېدوزا لهخوا د جرمني د توبینګڼ پوهنتون د احصائیې د يو استاد په همکارۍ شوې ده.
په دغې ارزونه کې چې اوکراین کې د مسکو د رښتیني انساني بیې یو راز ښکاره شوی، د روسیې له دولتي ارقامو استفاده شوې ده.
دا ارزونه داسې مهال خپره شوې چې د لوېدیځو اژانسونو په وینا، کیف او مسکو په جګړه کې د خپلو سرتېرو د مرګژوبلې معلومات په وخت نهشریکول.
روسیې د اوکراین... Читать дальше...
د جولای پر دويمه سهار وختي د بلوچستان په شیراني ضلع کې په يوه وسله وال بريد کې، د پولیسو درې سرتېري وژل شوي ول چې ذمه اري یې تحریک طالبان پاکستان منلې وه.
د پېرو چارواکي وایي، ۲۳ افغانانیې پرون یکشنبه د برازیل پولې ته نږدې د قاچاق کوونکو له منګولو ژغورلي دي.
د فرانسې خبري اژانس د پېرو د لویې څارنوالۍ د دفتر په حواله لیکلي، دغو افغانانو قاچاق وړونکو ته پیسې ورکړې وې چې اکوادور تهیې ورسوي.
خبر کې راغلي چې قاچاق وړونکو دغه خلک غولولي او د پیسو له اخیستو وروستهیې د برازیل پولې ته نږدې داسې یوه کور کې اچولي وو چې خوړو تهیې لاسرسی نهدرلود.
ویل شوي چې په دغو ژغورل شویو افغانانو کې ۴ ماشومان هم شامل دي چې یو یې د دوو میاشتو دی.
د پېرو چارواکو... Читать дальше...
د چین له جنوب ختیځ نه راپورونه وایي چې یوه کس په لیان جیانګ ښار کې د یوه وړکتون دننه ۶ تنه په چړې وژلي او یو بلیې ټپي کړی دی.
اسوشیټډ پرس خبري اژانس د پولیسو د یوې خبرپاڼې په حواله لیکلي، ۲۵ کلن حمله کوونکی نن دوشنبه تر برید وروسته نیول شوی دی.
په وژل شویو کې یو تن د وړکتون ښوونکی، دوه ماشومان او درې تنه د نورو ماشومانو والدین ښودل شوي دي.
اسوشیټډ پرس لیکلي، چین کې پخوا تر دې هم پر وړکتونونو خونړۍ حملې شوي چې لاملیې تر ډېره رواني ناروغۍ ښودل شوې دي.
چین کې تر ډېره د وسلو پر جوازونو بندیز... Читать дальше...
انتونیو ګوتېرېش وایي، طالبان به د دې لپاره د بشري حقونو د ساتنې او پرمختګ لپاره د پام وړ ګامونه پورته کوي.
د جولای پر نهمه په کراچۍ کې هغو خلکو احتجاج کړې چې کورونه يې د تجاوزاتو ضد اپریشن پر مهال نړول شوي دي. په اغیزمنو کې ګڼ پښتانه هم دي. مظاهرینو د سیند له حکومته د کورونو لپاره متبادل پلاټونو (ځمکې) او د جوړولو لپاره د پیسو غوښتنه کړې. تفصیل په ویډیو کې
مولانا فضل الرحمان د جولايي پر نهمه په پېښور کې خبریالانو ته وویل چې پاکستان مسلم لیګ نون د پاکستان جمهوري غورځنګ یا پي ډي ایم برخه دی خو پیپلز ګوند په پي ډي ایم کې نه دی.
که څه هم د ازبکستان په فرغانه دره کې د تنورو جوړولو کسب د سړیو کار ګڼل کېږي خو ۵۹ کلنه اولماخان بیا په دې کسب کې ځان له سړیو شاته نه بولي. نوموړې وايي دا کسب یې له خپل سخر په داسې حال کې زده کړی چې هغه خپلو لوڼو او نږېندو ته د دې کار کولو اجازه نه ورکوله. اولما خان بې وزلو ته وړیا تنورونه هم جوړوي..
خوستي کروندګر وایي، په هغه ولایت کې د هندواڼو کر ښه نتیجه ورکړې او د غلو دانو پرتله یې ګټه هم یوشمېر برابره زیاته ده. کروندګر زیاتوي که اړوندې ادارې ورسره د تخمونو، درملو او سرې په برخه کې مرستې وکړي نو خوست به د مېوو له اړخه پر ځان بسیا شي. ویډیويي رپورټ.
د هنګو نعيم االرحمن بنګښ چې کله ۴۳ کاله مخکې د برتانيا لندن ښار ته ولاړ نو په يوه کارخانه کې يې د مزدور په حيث کار پیل کړ، خو نن په هم دې ښار کې په خپله د يوې کارخانې مالک دي. هغه له برتانیا دباندې نورو غربي هېوادونو ته سامانونه لېږدوي. په اروپا کې مېشتو پښتنو ته د ورپېښو ننګونو، فرصتونو، لاسته راوړنو او د وی په غربي ټولنه د ورګډېدو په اړه د مشال راډيو د ځانګړي پروګرام په بله برخه کې د حاجي نعيم الرحمن بنګښ قیصه واورئ.
د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د هغه دوو ماشومانو جسدونه موندل شوي چې درې ورځې وړاندې تښتول شوي وو.
د هلمند ځايي طالب چارواکي وایي، تښتوونکو د دغو هلکانو له کورنۍ څخه د دوی د خوشې کېدو په بدل کې د درېیو میلیونو افغانیو غوښتنه کړې وه.
د سرچینې په وینا، د پېښې په تړاو دوه کسان نیول شوي دي.
د هلمند ځایي سرچینې زیاتوي چې تښتوونکو ماشومان وژلي او وروسته یې د اوبو په یوه څاه کې اچولي وو.
سپینې ماڼۍ پرون یکشنبه وویل، چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته په ټلیفوني خبرو کې ویلي، چې هیله من دی سویډن ډېر ژر د ناټو غړی شي.
ترکیې د هنګري تر څنګ په ناټو کې د سویډن له غړیتوب سره مخالفت کړی دی.
د ترکیې ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې اردوغان په دې ټلیفوني مکالمه کې په سویډن کې د تروریزم ضد قانون ته په اشاره خپل امریکايي سیال ته ویلي، چې سویډن پر سم لوري ګامونه اخیستي، خو په وینا یې دغه ګامونه د سویډن په خاوره کې د کردستان د کارګرانو ګوند یا 'پي کې کې' د... Читать дальше...
د افغانستان د خبریالانو د بنسټ مشر حجت الله مجددي د یو شمېر هغو خبریالانو شکایتونه تایید کړل چې وایي، په خپل وخت اطلاعاتو ته لاسرسی نهلري.
يو شمېر خبریالان وایي، د طالبانو د حکومت ویاندویان له دوی سره په خپل وخت معلومات نه شریکوي.
مجددي تېر ماښام ازادي راډیو ته د دغو خبریالانو ستونزې پر ځای وبللې او ویې ویل: "دغه شکایتونه موږ ته هم رسېدلي، له بده مرغه وضعیت کله ناکله خرابېږي او کله هم ښه وي، خو په دې وروستیو وختونو کې له مرکز او ولایتونو اطلاعاتو ته د نه لاسرسي په برخو کې موږ شکایتونه ترلاسه... Читать дальше...
د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' وایي، په افغانستان کې د ۱۵ ميلیون کسانو له ډلې چې له سختې لوږې سره مخامخ دي، اوس یې یوازې پنځه ميلیونو ته مرستې رسولی شي.
دې پروګرام پرون یکشنبې په یوه ټویټ کې ویلي چې تر راتلونکي ژمي پورې یو ميلیارد ډالره د بودجې کسر لري.
دا خبره د دې پروګرام مشرې هسیو وي لي د اروپا لپاره له ایوراکتیف رسنۍ سره په تازه مرکه کې کړي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام څلور ورځې وړاندې په یوه بل ټویټ کې ویلي وو، چې په افغانستان کې ۸۷ سلنه کورنۍ د خوړو لپاره کافي خوراکي مواد نهلري.
Спорт в России и мире
Москва
Танцоры из Асбеста выступят в Москве
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Уимблдон
Финалистка юниорского Уимблдона-2023 получила временное отстранение за допинг
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
10 РЕДКИХ животных из Красной книги, которых можно встретить в Москве
Путин в России и мире
Москва
"У меня такая судьба": Лукашенко рассказал о причине своего спешного отъезда прямо с парада
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Москва
«Штрафы не за горами». Пока электросамокатчиков не ловят, но это только пока
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net