Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июль
2023

د امریکا کانګرس طالبانو ته د هر ډول مرستو د مخنیوي په موخه یوه لایحه تصویبوي

0
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی سرمفتش جان سوپکو وايي، د امریکا کانګرس به یوه لایحه تصویب کړي، چې له مخې به یې طالبانو ته د هر ډول مرستو مخنیوی وشي.


د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی سرمفتش یا سیګار وايي، د امریکا کانګرس به یوه لایحه تصویب کړي، چې له مخې به یې له طالبانو سره د مستقیمو یا غیر مستقیمو مرستو مخه ونیول شي.


جان سوپکو د پنجشنبې په ورځ د لندن په کینګز کالج کې د افغانستان په اړه په یوه غونډه کې وویل، چې دغه لایحه د امریکا د متحده ایالاتو د استازو د جرګې له‌خوا تصویب شوې او ټاکل شوې چې د یاد هېواد سنا مجلس ته ولاړه شي.


سوپکو په دې غونډه کې چې د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انسټېټیوټ په کوربه‌توب جوړه شوې وه، زیاته کړه: "اوسمهال د استازو په جرګه کې کوم قانون چې تصویب شوی، باید د سنا جرګې ته ولاړ شي، خو دا قانون د بهرنیو چارو وزیر او د مرستو رییس منع کوي، چې له افغانستان سره مرسته وکړي. که دا مرسته په مستقیم یا غیر مستقیم ډول طالبانو ته ورسېږي. دا یوه جدي مسئله ده."


سوپکو دا هم وویل چې د طالبانو له‌خوا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د کنټرول او د هغه د اصلي مقصد څخه د انحراف په اړه ادعاوې او اندېښنې موجودې دي.




د نوموړي په وينا، سيګار چې د امريکا د کانګرس له خوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د څرنګوالي او فعاليتونو د ارزونې لپاره او د ډې لپاره چې ايا دغه مرستې د طالبانو له خوا کنټرولېږي او که نه، موظف شوی و، څو ورځې مخکې یې خپل راپور کانګرس ته وړاندې کړ.


د امریکا متحده ایالتونو له افغانستانه د خپلو ځواکونو له وتلو وروسته له دغه هېواد سره بشري مرستو ته دوام ورکړی او د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې یې له دغه هېواد سره شاوخوا دوه میلیارده ډالره مرسته کړې ده.


د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی سرمفتش جان سوپکو زیاتوي، چې د کانګرس غړي په دوه لاري کې پاتي دي، یو له افغانانو سره د مرستې مسئله ده او له بلې خوا دوی په دې فکر کوي، چې د دې مرستو څومره برخه هغه رژیم ته رسېږي، چې د سوپکو په وینا دوی ترې کرکه لري.


نوموړي، شمالي کوريا او سوريه د بېلګې په توګه یاد کړل او زیاته یې کړه، چې پخوا امريکا له هغو خلکو سره مرسته کوله، چې د هغوی له حکومتونو څخه يې کرکه کوله، خو په خبره یې، اوس د افغانستان موضوع له هغوی څخه توپیر لري.


د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي د طالبانو حکومت له‌خوا د مرستو د کنټرول او انحراف په اړه د راپورته شویو اندېښنو په هکله پوښتنو ته ځواب ورنه کړ، خو د طالبانو حکومت پخوا دا ډول ادعاوې رد کړي او مرستندویه هېوادونه یې له افغانستان سره د مرستو په سیاسي کولو تورن کړي دي.


ملګرو ملتونو تراوسه د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي، چې ګواکې بشري مرستې د طالبانو له لوري کنټرولېږي او یا ګرځول کېږي، خو یو شمېر سیاسي کارپوهان وايي، چې امریکا تمه درلوده چې ملګري ملتونه داسې اسناد وړاندې کړي، چې دغه مرستې طالبانو ته نه رسېږي.


یو له دغو کارپوهانو څخه طارق فرهادي وویل، که د امریکا مرستې بندې شي نو له اړمنو افغانانو سره به مرستې کمې شي.




فرهادي وايي: "د طالبانو په لومړۍ دوره کې امریکا هم مرسته نه کوله، افغانستان ورو ورو په يوه منزوي هېواد بدل شوی و، اوس هم هغه حالت ته بېرته راګرځو، چې د امريکا مرسته افغانستان ته کمېږي، طبعاً له پخوا څخه نفوس ډېر شوی، ستونزې او بې‌وزلي هم ډېره شوې. له بده مرغه د خوړو او روغتيا په برخو کې له خلکو سره لږه مرسته کېږي."


په افغانستان کې د بشري مرستو د وېش د څرنګوالي په اړه په داسې حال کې اندېښنې راپورته شوي، چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا تل خبرداری ورکړی، چې اوسمهال په افغانستان کې ۲۸.۳ میلیونه وګړي بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net