Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июль
2023

د ځینو دولتي پوهنتونونو د استادانو ادعا: د پوهنتونونو مشري ملایانو ته ورکړل شوې

0
د افغانستان د ځینو دولتي پوهنتونونو استادان ادعا کوي، چې د طالبانو حکومت په وروستیو کې یو شمېر ملایان د دولتي پوهنتونونو او لوړو زده‌کړو موسسو  د رئیسانو او مرستیالانو په توګه ګومارلي دي.


یو شمېر اوسنیو او مخکېنیو دغو استادانو له ازادي راډيو سره په خبرو کې ويلي، چې په وروستیو کې د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت له‌خوا د دولتي پوهنتونونو ځینې مخکېنې رئیسان، مرستیالان او نور اداري کارکوونکي لرې شوي او د دوى په خبره پر ځای یې طالبانو خپل کسان او ملایان ګومارلي دي.


د دغواستادانو د ادعاوو پر بنسټ، په دې لړ کې طالبانو مولوي اکرم شاه عاصم او مولوي محمد یعقوب حقاني د کندهار او خوست پوهنتونونو، مولوي شفیع‌الله حقاني د میدان وردګو، مولوي محمد صدیق کمال د نېمروز او مولوي شېر احمد عباس د پکتیکا د لوړو زده‌کړو د موسسو د رئیسانو په توګه ګومارلي دي.


دا استادان دغه شان ادعا کوي، چې د پوهنتونونو اکثره مالي او اداري مرستیالان هم د طالبانو اړوند کسان دي.


د دوى په خبره، په نورو عملي برخو کې هم هغه کسان ګومارل شوي چې طالبانو ته نېږدې دي.


د پکتیا پوهنتون یو مخکېنی استاد محمد قیوم سیال، چې یو کال مخکې فرانسې ته د نورو زده‌کړو لپاره تللی ادعا کوي، چې طالبانو له لومړیو وختونو په هره ممکنه بڼه، پوهنتونونو ته د خپلو نفوذي کسانو د ورننوېستو هڅه کوله.


نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "هغه وخت چې زه په پوهنتون کې وم، دوی ډېر بدلونونه راوستل، په پوهنتون کې به یې هغه کسان مشخصول چې د دوی هم‌فکره وو، دوی همدغسې کسان استادۍ، د ډيپارتمنټونو امریتونو، مرستیالۍ او د پوهنتون ریاست ته راوستل."


قیوم سیال همدا شان وايي، چې د پوهنتونونو په رهبرۍ کې له بدلونونو وروسته طالبان د استادانو ایسته کول هم پيل کړي.


د دولتي پوهنتون یو بل مخکېنی استاد جانداد جهاني چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته جرمني ته تللی وايي، طالبانو په لومړیو کې ژمنه کړې وه چې یوازې په سیاسي بستونو کې بدلون راولي او له مسلکي او اکاډمیکو بستونو سره کار نه‌لري، خو په خبره یې اوس په ډېرو مسلکي بستونو کې هم خپل کسان ګوماري.


نوموړی وايي: "هر څومره چې توانېږي هڅه کوي، خپل کسان ځای پر ځای کړي. اصلي ستونزه نامسلکيتوب ده، دوی ډېرو ستراتېژيکو او اکاډمیکو بستونو ته نامسلکي او بې سواده کسان راولي، داسې کسان چې له ښوونځي هم فارغ شوي نه‌دي."


په تېر جمهوري نظام کې د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند او د پوهنتون استاد حامد عبیدي هم مني، چې طالبانو د دولتي پوهنتونونو په رهبري کې ډېر بدلونونه راوستي او پر ځای یې خپل کسان ګومارلي.


د نوموړي په باور، دا ګومارنې د زده‌کړو پر بهیر او اکاډمیکو بنسټونو ډېر منفي اغېز کولای شي.


ښاغلی عبيدي وايي: "د پوهنتون ریاست یوه مهمه څوکۍ ده، له یوه اکاډمیک شخصیت پرته به ډېره سخته وه چې یوه اکاډمیکه اداره مدیریت شي. دا به لویه جفا وي چې مسلکي او په کار پوه استادان له دندو ایسته کېږي او پر ځای یې داسې کسان د پوهنتونونو مشران ټاکل کېږي چې په اکاډمیکو مسایلو نه پوهېږي."


د افغانستان د لوړو زده‌کړو د ملکي قانون په ٢٣ ماده کې چې اوس هم کار ترې اخیستل کېږي، ویل شوي چې د پوهنتونونو رئیسان باید د پوهنتونونو د استادانو له منځه چې د پوهاند، پوهندوی او پوهنمل علمي رتبې ولري، وټاکل شي.




خو دا چې ولې د طالبانو حکومت د پوهنتونو او لوړو زده‌کړو موسسو د رئیسانو په توګه داسې کسان ګومارلي چې د لوړو زده‌کړو د ملکي قانون په شرایطو برابر نه‌دي، د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند ضياالله هاشمي په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې.


طالبانو د خپل سرپرست حکومت له اعلان وروسته چې د کابینې اکثریت غړي یې ملایان وو، د خلکو له نیوکو وروسته ویلي وو، چې دا ګومارنې یوازې په سیاسي بستونو کې شوي او په مسلکي برخو کې به مسلکي کسان خپلو دندو ته دوام ورکړي.


اوس چې د دوى د حکومت څه کم دوه کاله کېدونکې دي، لا هم وخت په وخت دا ادعا کېږي چې طالب چارواکي مسلکي کسان له دندو ګوښه او پر ځای یې هغه کسان ګوماري چې په تېره شل کلنه جګړه کې د دوی ملګري وو.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net