د پولنډ د پوزنان ښار په یوه رسټورانټ کې د ډزو له کبله دوه کسان وژل شوي دي.
د پوزنان د پولیسو یوه ویاند اندژي بورویاک ویلي، چې پېښه پرون په رسټورانټ کې شوې ده.
د پوزنان د زاړه ښار په سنټ مارټین کوڅه کې د ګرځندویانو شمېر زیات وي.
د بورویاک په وینا، یو تن د پېښې په ځای کې ساه ورکړه او بل تن په روغتون کې.
د ده په وینا پولیس ډاډه دي، چې له دغو کسانو یوه یې په دې پېښه کې لاس درلود او اوس هڅه کوي چې د پېښې علت معلوم کړي.
عیني شاهدانو یوې محلي ورځپاڼې ته ویلي، چې یوه سړي پر بل ډزې وکړې او بیا یې ځان په مرمۍ وویشت.
ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا دا اوونۍ په خپله لومړۍ رسمي غونډه کې د مصنوعي ځیرکتیا پر موضوع بحث وکړي.
بریتانیا به پر نړیواله سوله او امن د ټکنالوژۍ د دې پدیدې د اغېزو په باب د نړیوال ډیالوګ غوښتنه وکړي.
په نړۍ کې حکومتونه پر دې غور کوي، چې د مصنوعي ځیرکتیا د ظهور خطرونه څنګه راکم کړي، هغه پدیده چې ښايي وکړای شي د نړۍ د اقتصاد بڼې او د نړیوال امن لیدلوري ته تغییر ورکړي.
بریتانیا چې روانه میاشت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوره يي مشري ورترغاړې ده، د مصنوعي ځیرکتیا پر مقرراتو د نړیوالې رهبرۍ د ټینګولو هڅه کوي. Читать дальше...
د اوکراین چارواکي وايي، پرون د دغه هېواد د ختیځ تر ټولو لوی ښار خارکییف کې د روسیې د توغندي په برید کې یو کس وژل شوی او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
د خارکییف والي اوله سینيهوبوف په ټلېګرام کې لیکلي، چې په دې برید کې د خارکییف په جنوب کې یو کس وژل شوی.
هغه تر دې مخکې ویلي وو، چې د پېښې په ساحه کې اور لګېدلی او روغتیايي کارکوونکو ۴ ټپیان په روغتون کې بستر کړي دي.
د خارکییف ښاروال ایهور تیریخوف بیا پر جنوبي ولسوالۍ پر اوسنوفیانسکي په برید کې د ټپیانو شمېر ۷ یاد کړی دی.
رویټرز خبري اژانس لیکلي، چې... Читать дальше...
سنډې ګارډین:
له نن څخه پنځوس کاله پخوا د ۱۳۵۲ لمریز کال د سرطان په ۲۶مه محمدداوود خان د محمد ظاهر شاه د شاهي حکومت پر ضد کودتا وکړه او جمهوري نظام یې اعلان کړ.
د بریتانیا سنډې ګارډین خپرونې دا ورځ د افغانستان د برخلیک د بدلېدو پیلامه بللې ده.
د دې لیکنې په پیل کې د سترګې د درملنې لپاره روم ته د محمد ظاهر شاه د سفر او په دې موده کې د داوود خان له لوري د کودتا جزییات څرګند شوي او بیا لیکل شوي، څوک خبر نه و چې د یوه پاچا د سترګې معمولي جراحي عملیات به د یوه ملت برخلیک بدلوي.
سنډې ګارډین لیکي،... Читать дальше...
نن د چنګاښ یا سرطان ۲۶مه، په افغانستان کې د جمهوریت د تاسیس پنځوسمه کلیزه ده.
پنځوس کاله وړاندې د سرطان د ۲۶مې په شپه چې د اوړي ګرمي خوره وه، افغان سیاستوال او د شاهي کورنۍ غړي سردار محمد داود خان د شاهي نظام په ضد کودتا وکړه.
داود خان د ځوانو افسرانو په مرسته د محمد ظاهر شا د څلورو لسیزو شاهي نظام نسکور او د لومړي ځل لپاره یې په افغانستان کې د جمهوریت بنسټ کېښود.
د سرطان د ۲۶مې په سهار کابل راډیو خپلې عادي خپرونې بندې او پر ځای یې د پوځي مارشونو خپرېدو ته مخه کړه.
پر کابل راډیو د سردار محمد داود خان وینا او د جمهوریت اعلامیه خپره شوه. Читать дальше...
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې شارژدافېره رافایلا یودیچي وایي، افغان ښځې د سوداګرۍ ښه ظرفیتونه لري.
هغې پرون په یوه ټویټ کې ویلي چې د افغانستان په یوه ملي او نړیوال نندارتون کې له هغو ۲۵ سوداګرو ښځو سره له لیدو ډېره اغېزمنه شوې چې اروپایي ټولنه او نورې ادارې یې لاسنیوی کوي.
د ټویټرپاڼې په څو تصویرونو کې ښکاري چې د دغو سوداګرو مېرمنو د شرکتونو تولیدات نندارې ته ایښودل شوي دي.
نوموړې د افغان سوداګرو ښځو ستاینه داسې مهال کوي چې په افغانستان کې ښځې طالبانو په نادولتي کورنیو او نړیوالو موسسو... Читать дальше...
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وایي، ځوانان باید په هره هغه برخه کې چې مسوولیت ورله غاړه شوی، د هغه مسلک پوهه ترلاسه کړي.
ښاغلي متقي دغه څرګندونې په بهرنیو چارو وزارت کې د وزارتونو، عمومي ریاستونو او مستقلو ادارو تر منځ د همغږۍ غونډه کې کړي چې د وینا یوه برخه یې مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد په خپله ټویټرپاڼه کې خپره کړې ده.
متقي د وینا په یوه برخه کې ځوانانو ته په اشاره و چې وې وویل: "که تاسې ځانونه رسول غواړئ، هرکس باید یو یو کتاب د خپل مسلک اړوند ځانته انتخاب کړي، ولو که په... Читать дальше...
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې لپاره د طالبانو د حکومت رییس له پاکستاني او ازبکستاني چارواکو سره د رېلګاډي د پروژې په اړه د خبرو لپاره پاکستان ته تللی دی.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر خبري آژانس د راپور له مخې ملا بخت الرحمن شرافت به له پاکستاني چارواکو سره د ټرانز – افغان د پروژې په اړه خبرې وکړي.
ویل شوي چې د دغې پروژې تخنیکي اړخونه به د ازبکستاني چارواکو په ګډون په یوه درې اړخیزه غونډه کې وڅېړل شي.
تر دې مخکې تېره اونۍ د هرات – خواف د اوسپنې پر پټلۍ د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد پیل شو. Читать дальше...
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پرون یکشنبې بنګلهدېش ته دویمه شل اوره لوبه هم بایلوده.
په پرونۍ شل اوره لوبه کې چې د کرکټ د شورا د پرېکړې له مخې اولس اوره ته راکمه شوه، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۱۶ منډې وکړي.
بنګلهدېش وکولای شول چې په وروستي اور کې ۱۱۹ منډې وکړي او ټاکلی هدف ترلاسه کړي.
د لوبو په دغه لړۍ کې د افغانستان او بنګلهدېش د کرکټ ملي لوبډلو درې پنځوس اوره او دوه شل اوره لوبې ترسره کړې چې دوه لومړنۍ پنځوس اوره لوبې یې افغانستان وګټلې.
د اروپا د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې د تودوخې کمسارې څپه به په څو راتلونکو ورځو کې د اروپا په جنوب لا شدیده شي.
د راپورونو له مخې هسپانیا، ایټالیا او یونان په تېرو ورځو کې له بېساري تودوخې سره مخ و چې په وروستیو څوکلونو کې یې ساری نه دی لیدل شوی.
د ایټالیا د هوا پېژندنې ادارې ویلي چې ښایي د تودوخې اندازه د سانتي ګراد له ۴۵ درجو واوړي.
تر دې مخکې په اروپا کې تر ټولو زیاته تودوخه د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې د ایټالیا په سیسلي کې ثبت شوې وه چې اندازه یې د سانتي ګراد ۴۸،۸ درجې وه.
د ایران په ښارونو کې د ځانګړو پولیسو له خوا ګزمې له سره پیل شوي ، څو پر ښځو د حجاب قوانین عملي کړي.
د ایران د پولیسو ویاند سعید منتظر المهدي پرون یکشنبې وویل چې دغه ګزمې به هغه کسان ځپي چې په عامه ځایونو کې غیرمعمولي جامې اغوندي او نورمونه تر پښو لاندې کوي.
د نوموړي د دې څرګندونو سره هممهاله په ټولنیزو رسنیو کې ناتایید شوي پوسټونه خپاره شوي چې د ایران په څو ښارونو کې د پولیسو د موټرو ګزمې لیدل کېږي.
د راپورونو له مخې پولیسو، د سینما لوبغاړی محمد صادقي وروسته له هغې ونیوه، چې په انلاین بڼه د... Читать дальше...
په نیمروز ولایت کې د ودونو د سالونونو کاروبار پیکه شوی دی.
د سالونونو مالکان یې لامل د طالبانو وروستي محدودیتونه بولي.
نور په ویډیو کې:
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، افغانستان په نړۍ کې د اقلیم د بدلون یو له تر ټولو زیات اغېزمن شویو هېوادونو دی او وګړي یې بېړني ملاتړ ته اړتیا لري.
یو شمېر افغانان د یادې ادارې راپور تاییدوي او وایي چې په وروستیو کلونو کې د هوا ګرموالی په بېساري ډول زیات شوی.
د هلمند یوه اوسېدونکي ازادي راډیو ته وویل، د تودوخې درجه په دې وروستیو کې په بېساري ډول لوړه شوې.
د یو شمېر نورو سیمو اوسېدونکي وایي، د دوی په سیمو کې هم د معمول خلاف تودوخه زیاته شوې ده.
... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
«Евро-Футбол.Ру»: «Спартак» никогда не интересовался Сафоновым
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Людмила Самсонова
Самсонова с «баранкой» разгромила Хаддад-Майю и вышла в полуфинал турнира в Страсбурге
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге: «Ингушетия может стать настоящим открытием даже для опытных туристов»
Путин в России и мире
Москва
НАЛОГИ С ЗАРПЛАТ И НДС МОГУТ ОТМЕНИТЬ?! Государственная Дума и Правительство РФ оптимизируют налоги.
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
БелТА: Путин обсудит с Лукашенко связи Москвы и Минска, а также внешнюю политику
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Баста
«Подкупает, что Баста не умничает и не лезет в футбольную работу» — тренер «СКА‑Ростова» Попов
Москва
Нужно всего несколько минут: как укрепить связь с вашим ангелом-хранителем
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net