د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېرېش وايي، د افغانستان په اړه دوحه کې جوړه شوې غونډه د طالبانو د په رسمیت پیژندنې په هدف نه وه جوړه شوې.
ګوټېرېش د دوحې له غونډې وروسته چې د افغانستان لپاره د تر شلو زیاتو هېوادونو او سازمانونو ځانګړیو استازو پهکې ګډون کړی وو، خبریالانو ته وویل: "موږ پاتې کېږو او مرستې رسوو او موږ پتېیلې چې د مرستو د دوام لپاره به د لازمو شرایطو د رامنځته کولو هڅه کوو."
ګوټېرېش وویل، دا مهال له افغانستان سره تعامل کوي خو ټینګار یې وکړ چې نړیواله ټولنه په دې هېواد کې د ثبات،... Читать дальше...
یو شمېر افغان مېرمنو د دوشنبې په ورځ د دوحې په ناسته کې د ځینو ګډونکوونکو هېوادونو له استازو سره کتلي دي.
په ناروې کې د افغانستان مخکېنۍ سفیره شکریه بارکزۍ چې د یو شمېر نورو فعالو افغان مېرمنو په ګډون یې په دوحه کې د افغانستان په اړه د جوړې شوې ناستې له ګډونوالو سره خبرې کړي وايي، دوی ته ډاډ ورکړل شوی چې د دوحې ناستې ګډونوال به نړيوالو اصولو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړهلیک ته ژمن وي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اپرېل په ۲۷مه د یوه پرېکړهلیک په تصویبولو سره په افغانستان کې د طالبانو... Читать дальше...
د ایران پلازمېنې تهران په څو ځایونو کې مظاهرې وروسته له هغې پیل شوې چې دې ښار د اجباري حجاب د عملي کېدو لپاره اقدامات شدید کړي دي.
د تهران اوسېدونکي د حکومت د څو میاشتو هغو اقداماتو چې دوی یې په خپل ورځني ژوند کې مداخله بولي، په غصه کړي او په وړاندې یې مظاهرې کړې دي.
يادې مظاهرې چې پرون د مې له لومړۍ نېټې د کارګرانو د نړیوالې ورځې سره هممهاله د تهران په څو سیمو کې ترسره شوې، ګډونوالو یې مړ دې وي ظالم، مړ دې وي خامنه یي او ژوندي دې وي کارګر او همدارنګه ښځه، ژوند او ازادي شعارونه ورکول.
د ایران... Читать дальше...
د قلم لار بنسټ وايي، له ډېرو هڅو او د افغانانو له ډېرو غوښتنو سره سره، د دې بنسټ مشر مطیعالله ویسا طالبانو له بنده نهدی خوشې کړی.
د دې بنسټ غړې مرضیې حفیظي د سهشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د مطیعالله ویسا له نیولو یوه میاشت تېرېږي، خو د برخلیک په اړه یې کوم خبر نهشته چې دې وضعیت یې کورنۍ اندېښمنه کړې ده.
نوموړې وايي: "د ښاغلي ویسا د کورنۍ، دوستانو او همکارانو اندېښنه دا ده چې د هغه په اړه تېره یوه میاشت کې هېڅ ډول معلومات نهشته چې چېرې دی، روغتیايي حالت یې څنګه دی. موږ په یوه اعلامیه... Читать дальше...
طالبانو د پاکستاني الاصله امریکايي لیکوال حسن عباس د کتاب هغې برخې ته په غوسه ځواب ویلی چې طالب مشران یې له پاکستان سره په اړیکو تورن کړي دي.
پاکستاني الاصله امریکايي لیکوال حسن عباس نن پر ټویټر د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیحالله مجاهد هغه بیان خپور کړ چې د ده کتاب یې له حقیقته لیرې او دی یې یو استخباراتي مامور بللی، خو ورسره یې خپل سپیناوی هم کړی.
مجاهد په دې بیان کې ویلي چې د حسن عباس په نوم کوم استخباراتي مامور د طالبانو د بیا راستنېدو په نوم په دې کتاب کې د طالبانو پر مشرانو بې بنسټه او له واقعیتونو لیرې تورونه پورې کړي دي. Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتو د مذهبي ازادیو نړیوال کمېسیون د امریکا پر بهرنیو چارو وزارت له دې امله نیوکه کړې چې افغانستان يې د مذهبي ازادیو 'د اندېښنې وړ هېوادونو' په نوملړ کې نهدی شامل کړی.
يو افغان اهل هنود چې نهغواړي راپور کې يې نوم واخيستل شي، له تېر یو کال راهیسې د سیمې یوه هېواد ته کډوال شوی او درېیم هېواد ته د کډوالۍ د غوښتنلیک د منلو په تمه دی.
نوموړي ازادي راډیو ته وویل، په افغانستان کې یې مذهبي ازادي په بشپړ ډول محدوده شوې وه او له یوه کال راهیسې یې ان ژوند ته امنیتي ګواښ پېښ و، له همدې... Читать дальше...
د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشاه کې یې د پاکستاني طالبانو د ډلې یا ټيټيپي اوه غړي نیولي دي.
د پوځ د عامه اړیکو څانګې پرون په یو بیان کې وویل، دا وسلهوال د ټيټيپي د سید خان ډلې غړي دي.
په میرانشاه کې یوه پوځي مقام د نوم نه ښودلو په شرط د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل، د سیدخان ډله په ۲۰۱۳ کال کې افغانستان ته تښتېدلې وه، خو د هغه په وینا په دې وروستیو کې یې بیا په شمالي وزیرستان کې فعالیت پیل کړی دی.
ټيټيپي لا د پوځ د ادعا په اړه څه نهدي ویلي.
په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو سازمان په مشرۍ پیل شوې غونډې سره هممهاله په ملګرو ملتونو سازمان کې د سویس دایمي استازې پاسکال برسویل وايي، د طالبانو واکمنۍ د افغانستان وضعیت خورا پېچلی او کړکېچن کړی دی.
خو مېرمن پاسکل هیله وښوده چې د دوحې غونډه کې دې ترینګلي وضعیت ته یوه حللار پیدا کړی شي.
نوموړې وايي: "موږ د افغانستان لپاره جادويي حللار نهلرو. زه هیله لرم چې د دوحې غونډه د وضعیت د څرنګوالي په اړه بحث ته لاره هواره کړي."
سویس چې تازه د امنیت شورا دورهيي ریاست ورسپارل شوی په... Читать дальше...
پولیسو مولانا هدایت الرحمان د ۲۰۲۳ز کال د جنورۍ پر ۱۳مه په ګوادر کې له خپلو دوو ملګرو سره یو ځای نیولی وو. پر نوموړي د هغه پولیس سرتېري د وژنې په قضیه کې مقدمه درج شوې چې د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې په ګوادر کې د "حق دو تحريک" د احتجاج پر مهال وژل شوی وو.
د بشري حقونو د څار سازمان يا هیومن رایټس واچ وايي، هغه اقدامات چې د تاجکستان او قرغزستان ځواکونو په سپټمبر میاشت کې د څلور ورځني کړکېچ پر مهال ترسره کړي، له بشري جنایتونو سره انډول بلل کېدای شي.
هیومن رایټس واچ، چې مرکز یې په نیویارک کې دی نن په یوه راپور کې وویل، دواړو لوریو د جګړې له قوانینو په جدي بشري سرغړونو لاس پورې کړی.
د پخواني شوروي د دې دوو جمهوریتونو د پوځي ځواکونو ترمنځ د سرحدي لانجې پر سر په نښتو کې له سلو زیات ملکي وګړي او سرتېري ووژل شول.
جنجال له هغه وخته پيل شوی وو چې د لکنو سوپر جاینټس لوبډلې په ۱۷م اوور کې ويرات کوهلي له نوين الحق او اميت میشرا سره بحث وکړ. بیا چې کله لوبه ختمه شوه، د مخالفو ډلو لوبغاړو یو بل ته لاسونه ورکول نو د ټېلېويژن پر ښيښه ښکارېدل چې د ويرات کوهلي او نوين الحق ترمينځ بیا ناندرۍ وشوې.
د اوکراین پوځ وايي، د دې هېواد په ختیځ کې یې د روسي ځواکونو نورې حملې په شا تمبولي دي.
کییف نن سهار وویل روسي ځواکونو له پرون راهیسې پر باخموت ښار نورې ناکامې حملې هم وکړې.
دا په داسې حال کې ده چې د ختیځې دونېڅک سیمې پر دې ښار جګړه یوې بلې میاشتې ته هم وغځېده.
په عین حال کې د اوکراین پر ختیځو سیمو د روسیې د پوځ راکټي حملې دوام لري.
د روسیې دفاع وزارت ویلي چې ځواکونو یې د اوکراین پر پوځي سنګرونو توغندي ویشتلي، خو د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي بېګا وویل چې د اوکراین پر مرکزي او شمالي... Читать дальше...
که څه هم معلومه نهده چې د متقي د سفر اېجنډا به څه وي، خو رویټرز لیکلي چې د سفر ټول لګښت پاکستان پر غاړه اخیستی دی. په تېره اپرېل میاشت کې ځینو پاکستاني رسنیو هم هغه هېواد ته د امیر خان متقي د ممکنه سفر خبرونه خپاره کړي ول.
پاکستان تحريک انصاف د کارګرانو د نړيوالې روځ په تړاو د مې پر لومړۍ نېټه د پېښور ترڅنګ د پاکستان په ځينو نورو لويو ښارونو کې احتجاجي مظاهرې وکړې. احتجاج کوونکو غوښتنه کوله چې د پاکستان حکومت دې په هغه هېواد کې ګراني ګنټرول کړي او پر ايين دې بشپړ عمل وکړي.
د امریکا حکومت هغو لسګونه زره افغانانو ته چې نږدې دوه کاله وړاندې د طالبانو تر بیا واکمنۍ وروسته هغه هېواد ته تللي، اجازه ورکوي چې متحدهایالتونو کې پاتې شي او کار وکړي.
اسوشېټېډپریس خبري اژانس له موضوع د دوو باخبره سرچینو په حواله دا خبره کړې.
د دوی په وینا افغان پناه غوښتونکو ته دا اجازه وروسته تر دې ورکول کېږي چې د دوی د مېشتېدو د دایمي حل لپاره د کانګرس هڅې وځنډېدې.
خبر کې راغلي چې امریکا ته تللي دغه کډوال به په همدې راتلونکي اوړي کې د دوو نورو کلونو لپاره د کار لنډمهاله جوازونه تمدید کړي... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په کوربهتوب د دوحې په دوه ورځنۍ غونډه کې هڅه کېږي چې د افغانستان په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو په اړه د نړیوالو نظرونه سره متحد شي.
دا خبره د سرمنشي ویاند سټیفن دوجارېک تېره شپه ناوخته خبریالانو ته وکړه.
هغه دغه راز وویل، په دې غونډه کې چې پرون پيل او نن پای ته رسېږي، د طالبانو د رسمیت پېژندلو پر موضوع خبرې نه کېږي.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینې محمد څو ورځې وړاندې هیله وښوده چې په اصولو او یا هم مشروط ډول د طالبانو د رسمیت پېژندنې لپاره واړه ګامونه پورته شي. Читать дальше...
د ملګروملتونو په امنیت شورا کې د طالبانو د بندیزونو کمېټې هوکړه کړې چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ته د پاکستان د سفر اجازه ورکړي.
رویټرز خبري اژانس لیکلي، متقي له اوږدې مودې راهیسې د ملګرو ملتونو د سفر تر بندیز لاندې دی.
په خبر کې راغلي، په ملګرو ملتونو کې د پاکستان ماموریت په یوه لیک کې له دغې کمېټې غوښتي چې متقي دې د چین او پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د لیدو لپاره د سفر له بندیزه معاف شي.
خبر کې راغلي، متقي به د می میاشتې له شپږمې تر نهمې نیټې پورې په اسلام... Читать дальше...
نن په دوحه کې د افغانستان په تړاو د طالبانو له ګډون پرته د یوې نړیوالې غونډې دویمه او وروستۍ ورځ ده.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجارېک دوشنبه ناوخته په یوه کنفرانس کې هغه اوازې او شننې رد کړې چې ګواکې په دې غونډه کې د طالبانو د رسمیت پېژندنې موضوع مطرح کېږي.
دوجارېک وویل، په دې ناسته کې هڅه کېږي چې د افغانستان په تړاو په تېره بیا د ښځو او نجونو په مورد د نړیوالې ټولنې نظر سره متحد شي.
په دې غونډه کې چین، فرانسه، جرمني، هند، اندونیزیا، ایران، جاپان، قزاقستان، قرغزستان، ناروې، پاکستان،... Читать дальше...
د هندوستان غوره لیګ په ۴۳مه سیالۍ کې چې د لکنوسوپرجاینټز او رایل چلینجرز بنګلور ترمنځ ترس ه شوه، نوین الحق پهکې ۳ لوبغاړي وسوځول.
دغه سیالۍ چې د می په لومړۍ نېټه وه، بنګلور لوبډلې د ۱۲۷ منډو هدف ټاکلی و چې لکنو لوبډلې د ټولو وېکټو په تاوان په ۱۹.۵ اورونوکې ۱۰۸ منډې وکړې او سیالي یې وبایلله.
په یادې سیالۍ کې افغان لوبغاړي نوین الحق په ۴ اورونو کې ۳۰ منډې ورکړې او ۳ وېکټې یې واخيستې.
هغه په توپوهنه کې هم ۱۳ منډې وکړې.
دا په سږنې آی پي ایل کې د نوین الحق ۴مه سیالي ده چې په ټولو لوبو کې ښه ځلېدلی دی او ټولټال یې ۷ لوبغاړي سوځولي دي. Читать дальше...
د طالبانو حکومت وایي، پرون یې ۴۳ افغانان د سعودي عربستان په همکارۍ له سوډان را ایستلي دي.
دا خبره د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل په یوه پیغام کې کړې ده.
نوموړي ويلي: "په خوښۍ سره د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزارت په پر لهپسې هڅو او د سعودي عربستان په همغږۍ او همکارۍ وتوانېد چې په سوډان کې د بند پاتې افغانانو دویمه جوپه هم چې ۴۳ تنه دي له یاد هېواد څخه په خوندي ډول د سعودي عربستان جدې ښار ته نقل کړي چې هلته به د افغان قونسلګرۍ له لوري په هوټلونو کي ځای پرځای کېږي او په لنډ... Читать дальше...
د طالبانو حکومت وايي چې، ډېر ژر به د مزارشریف-هرات-کندهار د اورګاډي د پټلۍ د جوړولو کار پیل کړي.
د طالبانو د حکومت وياند ذبيحالله مجاهد د دوشنبې په ورځ په خپل ټويټر کې ويلي، د اقتصادي کمېسيون د پرېکړې پر بنسټ به د دې پروژې لومړني کارونه په روان هجري لمريز کال کې پيل شي او مالي لګښت به يې له کورنيو عوايدو څخه ورکول کېږي.
دا پروژه په دوو پړاوونو کې ترسره کېږي.
د رېل پټلۍ لومړی پړاو له مزارشریف څخه تر هرات پورې ۶۵۷ کیلومتره اوږدوالی لري او دویم پړاو یې له هرات څخه تر فراه، نیمروز، هلمند، سپین بولدک او کندهار پورې ۸۱۱ کیلومتره اوږدوالی لري. Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په سوډان کې د یوه بشپړ بشري ناورین سره هممهاله خپل فعالیت بیا پیل کړ.
د خوړو نړیوال پروګرام د اپرېل په ۱۵مه وروسته له هغه په سوډان کې خپل فعالیتونه ځنډولي وو چې درې کارکوونکي یې په جګړه کې وژل شوي وو.
د خوړو نړیوال پروګرام اجرایوې مشرې سنډي مکین د دوشنبې په ورځ وویل په سوډان کې یې عملیاتو موقتي تعلیق ځکه لرې کړ چې د دوو سیالو پوځي ډلو جګړې میلیونونه کسان له لوږې سره مخ کړي دي.
په سوډان کې د پوځ او یوې ملېشې ډلې زرګونه جنګیالي د واک په سر په جګړه اوښتي دي. Читать дальше...
په سوډان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکی عبدو دنګ خبرداری ورکوي چې په دغه هېواد کې روانې بشري ناخوالې په یوه بشپړ ناورین بدلې شوي او ګاونډیو هېوادونو ته یې د خپرېدو خطر شته.
رویټرز خبري اژانس د عبدو په حواله راپور ورکړی چې په سوډان کې له ویجاړونکې جګړې څخه دوه اوونۍ تېرې شوې او دې جګړې په دغه هېواد کې بشري ناورین پر یوې بشپړې فاجعې بدل کړی دی.
هغه زیاته کړه چې ملکي خلک د سوډان په هغو برخو کې پناه اخلي چې د جګړې له امله لږ اغېزمن شوي او یا هم ګاونډیو هېوادونو ته تښتېدلي دي.
تر دې... Читать дальше...
نن په دوحه کې د افغانستان په تړاو د طالبانو له ګډون پرته د یوې نړیوالې غونډې دویمه او وروستۍ ورځ ده.
دا غونډه چې د ملګرو ملتونو په کوربهتوب پيل شوې د ۲۱ هېوادونو، اروپايي ټولنې او د اسلامي همکارۍ سازمان ځانګړیو استازیو پهکې برخه اخیستې ده.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند سټيفن دوجارېک د بیان له مخې په دې کنفرانس کې چین، فرانسه، جرمني، هند، اندونیزیا، ایران، جاپان، قزاقستان، قرغزستان، ناروې، پاکستان، قطر، روسیه، سعودي عربستان، تاجکستان، ترکیه، ترکمنستان، متحده عربي امارات، بریتانیا، امریکا،... Читать дальше...
ډیجیټل ژورنال:
ډیجیټل ژورنال د افغانستان په اړه د دوحې په دوه ورځنۍ غونډه لیکنه کړې او دا سرلیک یې ورکړی چې د افغانستان د ستونزو په اړه د ملګرو ملتونو غونډه د طالبانو له حضور پرته جوړه شوه.
لیکنه کې د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې راغلي، غونډه کې د امریکا، چین، روسیې، پاکستان او یو شمېر اروپایي مرستندوینه بنسټونو په ګډون د ۲۵ هېوادونو او بنسټونو استازو ګډون کړی دی.
پاکستاني رسنیو لیکلي، په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیره حنا رباني کهر دې غونډه کې د پاکستان استازیتوب کوي.
د لیکنې... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
В столице на фестивале «Московская весна» на Коптевском бульваре проходят спортивные конкурсы
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Анна Блинкова
Россиянки Аванесян и Блинкова вышли во второй тур турнира в Риме
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
10 РЕДКИХ животных из Красной книги, которых можно встретить в Москве
Путин в России и мире
Москва
Снайперов из охраны Путина заметили с зарубежными винтовками
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Nirvana
Скончался экс-продюсер группы Nirvana Стив Альбини
Москва
Собянин оценил развитие портала mos.ru
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net