د ارزګان ولایت هغه بزګران چې په خپلو ځمکو کې یې غنم کرلي، وايي چې سختو بادونو او ورښتونو یې کروندې ډېرې زیانمنې کړې دي.
ارزګان په افغانستان کې د تریاکو له لویو تولیدوونکو ولایتونو څخه دی خو اوس چې طالبانو د کوکنارو پر کښت بندیز لګولی دی، یوشمېر کروندګرو د غنمو او نورو کښتونو کر ته مخه کړې.
د ملګرو ملتونو متخصصانو ویلي چې په افغانستان کې نجونې او ښځې په سیستماتیک ډول ځپل کېږي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ د بیانیې پر بنسټ، د افغانستان لپاره د دې سازمان د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنيټ او د ښځو او نجونو سره د تبعيضي چلند پر ضد د کاري ډلې مشر دورتي ایسترادا تنګ، افغانستان ته له خپل اته ورځني سفر وروسته د افغانو نجونو او ښځو د سیستماتیکو ځپلو په اړه خبرې کړي دي.
په بیانیه کې راغلي چې بېنيټ او ایسترادا تنګ د اپرېل میاشتې له ۲۷مې د مې میاشتې تر ۴مې نېټې په افغانستان کې وو. Читать дальше...
د مې ۵مه د لاس مینځلو نړیواله ورځ ده.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف په وینا، په نړۍ کې ۲.۳ ميلیارده خلک په خپلو کورونو کې صابون او اوبو ته لاسرسی نه لري.
یونېسف ویلي، چې د لاسونو مینځل د ناروغیو د مخنیوي لپاره یوه اسانه، ارزانه او ډېره اغېزمنه لار ده، خو یو شمېر افغانان وايي چې دوی څښاک ته کافي اوبه نه لري، نو څنګه کولای شي چې په ورځ کې څو ځلې خپل لاسونه پرې مینځي.
ګلالۍ چې د کابل ښار په دهمزنګ سیمه کې اوسېږي، د وچکالۍ او اوبو له کمښت څخه شکایت کوي.
نوموړې ازادي راډيو ته وویل... Читать дальше...
د هند د بهرنیو چارو زیر اېس جی شنکر هغې ناسته کې ویلی چې په افغانستان کې اوسنی وضیعت د هغوی پام دی. نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان د خلکو د سوکالۍ هڅه باید وشي
په کورمه کې د وسلوالو په ډزو د استادانو په ګډون داووه کسانو د وژل کېدو پېښې ضد د مې پر پنځمه په پېښور کې مظاهره وشوه. مظاهره کوونکي چې د کورمې اوسیدونکي وو، په پېښه کې د ککړو کسانو د نیولو غوښتنه کوله. تفصیل د وسیم سجاد په وېډیو کې
د طالبانو حکومت د سترې محکمې لخوا د شاوخوا ۱۷۵ کسانو د اعدام د حکم اعلان او په يو شمېر کسانو د نورو مجازاتو د پرېکړې تطبیق اندېښنې راپارولې دي.
د رواداري په نوم د بشري حقونو د بنسټ مشرې او د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون، چې د طالبانو لهخوا منحل شوی او اوس له بهر فعالیت کوي، پخوانۍ رییسې شهرزاد اکبر د طالبانو حکومت د نوې اعلامیې موخه چې اعدامول، سنګسار او نور پهکې شامل دي د وېرې خپرول، د افغانستان د بشري حقونو له ژمنو سرغړونه او د دې کسانو د بشري حقونو نقض بولي.
نوموړې ازادي راډيو ته وویل... Читать дальше...
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان ته د دویمې نړیوالې جګړې د بري د مراسمو په یاد غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.
د تاجکستان د ولسمشرۍ دفتر اعلان کړی چې پوتین له رحمان سره د ټليفوني خبرو پر مهال هغه ته دا بلنه ورکړې.
دا مراسم به د مې میاشتې په نهمه په مسکو کې ترسره شي.
د دویمې نړیوالې جګړې د بري په یاد مراسمو کې چې د مسکو په سره میدان کې ترسره کېږي، پوځي رسم ګذشت هم شامل دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون (د مې څلورمه) په بیان کې ویلي دي چې په پلاوي کې د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنایعو چارو سرپرست وزیر حاجي نورالدین عزیزي او د بهرنیو چارو، سوداګرۍ او ټرانسپورټي چارو د وزارتونو نور چارواکي هم شامل دي.
د ملګرو ملتونو سازمان د مې په پنځمه د قابلو د نړیوالې ورځ په مناسبت ويلي، نړۍ اوسمهال د ۹۰۰ زره قابلو له کمښت سره مخ ده.
ناديه، چې يوه قابله ده د کاري فرصتونو او د قابلو د کمو امتیازاتو په اړه خبرې کوي او وايي، افغانستان د ډاکترانو او روغتیایي پرسونل په ځانګړي ډول د قابلو د کمښت له امله د میندو او ماشومانو له مړینې سره مخامخ دی.
نادیه وايي، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د قابلو کاري چاپېریال ته ډېره پاملرنه نهکېږي.
هغه زیاتوي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته ډېرو قابلو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي. Читать дальше...
د هند، روسیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو نن په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ.
د رویټرز د راپور پر بنسټ، دې وزیرانو د شانګهای د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې چې د هند په ګوا ایالت کې جوړه شوې وه، د ښځو حقونو پر ساتنې هم ټینګار وکړ.
د هند د بهرنیو چارو زیر اس جی شنکر په دې ناسته کې ویلي، په افغانستان کې اوسنی وضیعت د دوی د توجه په مرکز کې دی.
هغه زیاته کړې چې د افغانستان د خلکو سوکالۍ لپاره باید هڅه وشي.
دوی د افغانستان په اړه دا خبرې د پاکستان او چین د بهرنیو... Читать дальше...
د اوکراین چارواکو نن جمعه ویلي، په جنوبي ښار نیکوپول کې د روسیې له خوا تېره شپه هم د توغندیو ډزې روانې وې.
د اوکراین د دنیپرو-پیټروفسک د محلي شورا مشر میکولا لوکاشوک وايي، د روسیې د توپونو په ډزرو ملکي او د انرژۍ زېربناوې ویجاړې شوې دي.
د نیکوپول په نوم جنوبي ښار هم دنیپرو سیند ته څېرمه پروت دی چې په وروستیو کې د سختو جګړو شاهد دی.
لوکاشوک نن په ټلګرام کې لیکلي چې د ده په ټکو اشغالګرانو د ښار د اوسېدونکو لس کورونه، یوه بله ودانۍ، د ګازو کُرې او د برښنا شبکې ویشتلي او ویجاړې کړې دي.
د اوکراین... Читать дальше...
په داسې حال کې چې همدا نن په شمالي ولایت بدخشان کې یوې مېرمنې د کورني تاوتریخوالي امله ځان وژنه کړې، د اروپا د پارلمان یوې غړې هانا نیومن ویلي چې په افغانستان کې په ښځو او نجونو د محدودیتونو د ډېرېدو له امله ډېری ښځې او نجونې د ځان وژنې هڅه کوي.
پژواک خبري اژانس ته د بدخشان امنیتي چارواکو تایید کړې چې د کورني تاوتریخوالي له امله د دغه ولایت په مرکز فیض اباد کې یوې مېرمنې د موږکانو د وژنې دوا خوړلې او خپل ژوند یې ختم کړی دی.
ازادي راډیو له هڅو سره سره ونهشول کولای چې د يادې مېرمنې د کورنۍ غړي... Читать дальше...
بانک د مې پر دویمه په خپاره کې راپور کې ویلي چې په پاکستان کې د غریبۍ او خلکو د خراب اقتصادي وضعیت له امله ماشومانو ته پوره خواړه هم نه رسیږي.
د سويډن د پارلمان یوه مخکېنۍ غړې چې په پوځ کې مخینه لري، د اوکراین له پوځ سره یوځای شوې او اوکرایني سرتېرو ته روزنه ورکوي.
کارولین نوردین ګریپ دې ته په تمه ده چې ژر تر ژره د جګړې ډګر ته ولاړه شي.
نور په ویډیو کې:
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مې څلورمې پر ماښام پر ټوېټر په بیان کې وویل، دواړو چارواکو د مې پر څلورمه د هند په ګووا کې پر دوه اړخیزو، سیمه ییزو او نړیوالو موضوعاتو خبرې وکړې
د امریکا د متحدو ایالتونو د جورجیا ایالت د جنوب په یوه لیرې پرته سیمه کې یوه سړي د درېیو ښځو تر وژلو وروسته ځان وژلی دی.
چارواکي وايي، دغه سړی په دې مشکوک دی، لومړی یې خپله مور او انا د هغوی په کورونو کې وژلي او بیا یې د رستورانټ مدیره ووژله، چې ده پهکې کار کاوه.
د اسوشېټېډپریس اژانس د راپور له مخې، د جورجیا د تحقیقاتو بیرو ویلي، د مک ډانلډ رستورانټ په امنیتي کامرو کې ښکاري چې د کینتاو-یوس وایټ په نوم دغه ۲۶ کلن کس د پنجشنبې سهار د رستورانټ پر مدیرې ډزې کوي.
په انځورونو کې ښکاري، چې وایټ رستورانټ ته دننه کېږي او بیا پر ځان ډزې کوي. Читать дальше...
د جرمني او ډنمارک دفاع وزیران بوریس پیستوریوس او ترویلس لونډ پولسن نن جرمني کې د اوکرایني سرتېرو د روزنې مرکز ګوري.
د جرمني د ختیځ په کلیځ پوځي ساحه کې د اوکراین دغه سرتېري د جرمني او ډنمارک لهخوا د لئوپارډـ۱ په نوم د عمده جنګي ټانکونو د کارونې لپاره روزل کېږي.
د دې پوځي مرکز د دفاعي صنعت تخنیکران د دغه روزنیز پروګرام ملاتړ کوي.
د هالنډ او ډنمارک تر څنګ جرمني د دې پوځي صنعت په ګودامونو کې د جنګي ټانکونو د جوړولو مالي مرسته کوي.
ویل شوي، د دې کتنې پر مهال به د جرمني او ډنمارک دفاع وزیران... Читать дальше...
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، په کندهار کې د ایمرجنګ سیالیو لپاره پوره چمتووالی نیول شوی دی.
په پام کې ده، دغه سیالۍ سبا پیل شي چې څلور لوبدلې به پهکې برخه ولري.
په کرکټ بورډ کې د کورني کرکټ څانګې مشر نظیم جار عبدالرحیمزي ازادي راډیو ته وویل: "څلور لوبډلې دي، دغه ټورنمنټ ۱۵ یا هم ۱۶ ورځې دوام کوي. یوازې هغه لوبغاړي پهکې برخه لري چې د ۱۹ کلنو له تېرو لوبو پاتې وي، یا هم هغه لوبغاړي، چې په اوسني کورني کرکټ کې ښه ځلېدلي او عمرونه یې له ۲۳ کلونو کم وي، هغه به په دغو سیالیو کې ګډون کوي."
د دې سیالیو... Читать дальше...
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، د سوډان له جګړې د افغان وګړو دویمه جوپه نن جمعه کابل ته ورسېده.
دغه وزارت مرستیال ویاند، حافظ ضیا احمد تکل نن د کابل په هوايي ډګر کې په یوه ثبت شوې ویډیو کې ویلي: "د سوډان په جګړه کې د بند پاتې افغانانو دویمه جوپه چې ۴۳ تنه کېږي، د اریانا افغان هوايي شرکت له لوري خپل هېواد ته په خوندي شکل راولېږدول شول."
په سوډان کې شا و خوا ۱۲۰ افغانان په جګړه کې ایسار پاتې وو چې په دوو جوپو کې لومړی سعودي عربستان ته ولېږدول شول، وروسته افغانستان ته.
د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وایي، په افغانستان کې د ميلیونونو نجونو لپاره یوازې ښوونځي ته د تګ خوب ورپاتې دی.
د یونېسف عمومي ادارې نن په یوه ټویټ کې د ۱۶ کلنې نرګس څرګندونې خپرې کړي چې ویلي یې دي، د ښوونځیو د بیا پرانیستل کېدو سوچ یې په ذهن کې تر ټولو تاریک سوچ دی.
یونېسف وايي، تعلیم کوم امتیاز نه، بلکې د انسانانو بشري حق دی.
طالبانو لا هم نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور د تعلیم اجازه نهده ورکړې او په تېره ډسمبر میاشت کې یې د نجونو او ښځو پرمخ د پوهنتونو دروازې هم وتړلې.
په سعودي عربستان کې د افغانستان سفیر وايي، د دوی په هڅو په اردن کې د افغانستان سفارت تر دوه کلن ځنډ وروسته بېرته پرانیستل شو.
احمد جاوېد مجددي، نن جمعه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، په شام حوزه کې افغانان له قونسلي خدماتو بې برخې وو.
نوموړي وويل: "په تېرو دوو درېیو میاشتو کې مې څو ځلې اردن ته سفر وکړ، له پرون راهیسې په اردن کې پر دې موافقه وشوه، چې د سفارت دروازه رسماً د افغانانو پرمخ پرانیستل شي او تر دې وروسته دوی ته قونسلي او فرهنګي خدمات وړاندې کولی شو."
وروسته له هغې چې طالبانو د... Читать дальше...
د افغانستان په سوېل کې د طالبانو حکومت د کوکنارو فصل ختمولو لپاره اقدامات کوي. د طالبانو حکومت وايي د خپل مشر هبت الله اخوندزاده امر يې تر ډېره حده عملي کړي. خو کروندګر شکايت کوي چې طالبانو د متبادل فصل وعدي نه دي پوره کړي. ګل اياز د فرانس پرېس اژانس له ويډيو رپورټ جو کړی.
د کندهار سوداګرۍ خونه وايي، تېر کال له دغه ولایت څخه د ۳۳۱ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت بهر ته صادرات شوي.
د سوداګرۍ خونې د مسوولانو په وینا په صادراتو کې تر ټولو زیاته تازه او وچه مېوه، معدنیات، طبي بوټي او نورو بېلابېل توکي شامل دي.
بلخوا د کندهار سوداګر وايي، لا یې بانکي محدودیتونه او یو شمېر نورې ستونزې د سوداګرۍ پر وړاندي خنډونه دي.
نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
ټاکل شوې سبا ته د بریتانیا د پاچا درېیم چارلس د تاج اېښودنې مراسم ترسره شي.
پاچا چارلس د تېر سپټمبر په اتمه د خپلې مور او د بریتانیا د پخوانۍ ملکې الیزابیت تر مړینې وروسته د بریتانیا د نوي پاچا په توګه اعلان شو.
تمه ده اوس له میاشتو تیاریو وروسته د هغه د تاج اېښودنې مراسم شنبه د مې په شپږمه ترسره شي.
د ۷۰ کلن چارلس تاج به په شاندارو او مذهبي مراسمو کې اېښودل کېږي.
د شاهي کورنۍ د نویو منصبونو د معرفي رسمي چارې او لوړې به هم سبا کېږي.
برتانوي رسنیو راپور ورکړی چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د سلګونو... Читать дальше...
په سربیا کې یوه وسلهوال بریدګر اته کسان په ډزو سره وژلي او ۱۴ نور ټپیان کړي دي.
پېښه پلازمېنې بلګراد ته نږدې په ملادینواڅ سیمه کې شوې ده.
د سربیا د کورنیو چارو وزارت وايي، مشکوک بریدګر چې یوازې په 'یو بي' U.B سره معرفي شوی، نیول شوی دی.
دا په ۴۸ ساعتونو کې په سربیا کې دویمه ډلهییزه وژنه ده.
د چهارشنبې په ورځ یوه ۱۳ کلن هلک د بلګراد په یوه ښوونځي کې اته ماشومان او یو ساتونکی په ډزو ووژل او ۷ نور یې ټپيان کړل.
پولیسو وروسته اعلان وکړ چې دا بریدګر هلک یې نیولی دی.
Спорт в России и мире
Москва
Гол Чалова с пенальти принес ЦСКА победу над «Зенитом» в матче РПЛ
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Саснович пробилась во второй раунд турнира WTA-1000 в Риме
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Озоновые Дыры: Вызов современности, Взгляд Романа Терещенко
Путин в России и мире
Москва
Приказ Путина об учениях с ядерным оружием вызвал бурную реакцию в Вашингтоне
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Святая миссия русского солдата
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Москва
В Москве на МКАД произошло массовое ДТП
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net