د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملکي هوايي چلند ادارې د يوې خبرتيا په خپرولو سره په يو شمېر ولايتونو کې د سختو ورښتونو، توپانونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.
ياده اداره وايي، په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، بغلان، ننګرهار، کابل، پکتيا، خوست، پکتيا، زابل، غزني، ميدان وردګ، باميان، دايکندي، پروان، پنجشېر او کاپيسا هغه ولايتونه دي چې سبا او بل سبا پهکې د سختو ورښتونو او سېلابونو د راوتلو وېره شته.
دغه راز ويل شوي چې د راتلونکو دوو ورځو احتمالي ورښتونو کچه له ۱۰ څخه تر ۳۰ ملي مترو پورې اټکل شوې. Читать дальше...
يو شمېر هغه کسان چې په اوونيزو بازارونو کې موټرونه اخلي او خرڅوي شکايت لري، چې د طالبانو حکومت د دوی کاروبار بند کړی دی.
قادر هغه ځوان دی چې په اوونیزو بازارونو کې یې د موټرو د پېر او پلور کاروبار کاوه، خو اوس چې د طالبانو لهخوا دا بازارونه بند شوي وايي، شاوخوا یوه میاشت کېږي چې بېکاره دی.
قادر زیاتوي، ټوله سرمایه یې ۵۰۰۰ ډالره ده او لوی کاروبار پرې نهشي کولای.
نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "پخواني دولت کې هم همدا بازار و، مثلاً په ارزان قیمت کې به د جمعې په ورځ دا بازار و، سرکوتل کې د پنجشنبې... Читать дальше...
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د اسیا څانګې مسوولې د طالبانو له حکومت غوښتي چې د خبریالانو لپاره دې داسې شرایط برابر کړي چې په ازاده توګه د افغانستان د وضعیت په اړه راپور ورکړي.
یو شمېر خبریالان چې په افغانستان کې دننه کار کوي وايي، له سانسور پرته حقایق او پېښې نهشي راپور کولی.
د تخار ولایت یوه سیمهییز خبریال چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل: "هغه خبريالان چې د افغانستان دننه کار کوي، نهشي کولای پېښو ته لکه څنګه چې واقعيت دی، انعکاس ورکړي، ځکه اطلاعات سانسورېږي... Читать дальше...
د افغانستان د نیمروز ولایت په سرحدي سیمه کې د طالبانو د حکومت او ایرانیو ځواکونو ترمینځ نښته شوې ده. د مشال راډیو ایرانۍ څانګې د هغه هېواد چارواکو په حواله ویلي دي چې نښته د مې پر ۲۷مه شوې چې پکې یو ایرانی او یو طالب سرتېری وژل شوي دي. د نیمروز ځايي اوسېونکي وايي، په ډزو کې څلور ښځې او ۳ ماشومان ژوبل شوي دي. د طالبانو حکومت وايي، جګړه درېدلې او د مسلې د هواري هڅه کوي. دواړه خواوې پر یو بل د ډزو پیلولو تور پورې کوي خو لامل یې نه ښيي. د نیمروز اوسېدونکو مشال راډیو ته دا ویډیو استولې ده.
په ترکیه کې د ولسمشرۍ په دویم-ځلي ټاکنو کې رایه اچونه روانه ده.
په ترکیه کې د رایې ورکولو مرکزونه نن پر ځايي وخت د سهار پر اتو بجو پرانیستل شول او خلکو د ولسمشرۍ په دویم ځلي ټاکنو کې رایه اچونه پیل کړه.
د دغو ټاکنو دوه کاندیدان اوسنی ولسمشر رجب طیب اردوغان او د هغه عمده سیال کمال قلیچدار اوغلو دي.
د فرانسې خبري اژانس په لیکنه، قلیچدار اوغلو نن د خپلې رایې تر کارونې وروسته له رایې ورکوونکو وغوښتل چې ځانونه له هغه رژیم چې ده 'مستبد' بللی، ازاد کړي.
بل لوري ته، رجب طیب اردوغان له خپلې مېرمنې... Читать дальше...
په بیان کې راغلي دي چې هغه کسان په سرګودې، ملتان، بهاولپور او ګوجراوالا کې نیول شوي دي. بیان زیاتوي چې هغه مشکو وسلوال د تحریک طالبان پاکستان او د اسلامي دولت (داعش) غړي دي خو هغو ډلو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
د مرکزي اسیا د شل کلنو ځوانانو د فوټبال سیالیو په ترڅ کې افغانستان خپله وروستي لوبه له ازبکستان سره ترسره کړه چې ۴ د صفر پر وړاندې یې ماتې وخوړه.
فوټبال فدراسیون وايي چې دغه سیالي نن یکشنبه په تاجکستان هېواد کې ترسره شوه او افغان لوبډله په روانو سیالیو کې د دویم ځل لپاره مات شول.
یاد فدراسیون زیاتوي چې د دې سیالیو په ترڅ کې افغان لوبډلې خپله لومړۍ سیالي له ترکمنستان هېواد وګټله، دویمه یې له تاجکستان سره مساوي کړه او درېیمه او څلورمه یې ایران او ازبکستان ته وبایللې.
د ویلو ده چې په دې سیالۍ کې د افغان لوبډلې سفر هم بشپړ شو.
د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې له لوري د روان کال یو بل کورنی ټورنمنټ هم پیل شو.
کرکټ بورډ وايي، دا درې ورځنۍ سیالۍ دي چې د پنځو زونونو ترمنځ نن یکشنبه په ننګرهار کې پیل شوې.
د کورني کرکټ مسوول نظیم جار عبدالرحیمزي د دې سیاليو په تړاو ازادي راډیو ته ویلي وو چې په درې ورځنیو سیالیو کې به د لومړۍ درجه ولایتي سیالیو مخکښ لوبغاړي لوبېږي او بیا به له دې سیالیو ښه وړتیا ښودونکي لوبغاړي فرسټ کلاس سیالیو ته لار پیدا کوي.
د ویلو ده چې په درې ورځنیو سیالیو کې سپين غر، مس عینک، بندامیر، آمو او بوست لوبډلې لوبه کوي.
ټاکل شوې چې د هندوستان غوره لیګ یا آیپيایل سیالیو پایلوبه نن یکشنبه ترسره شي.
دغه سیالي د کابل پر وخت ماښام ۶:۳۰ بجې د هند په احمداباد ښار کې پیلېږي.
پایلوبې ته د تېر کال اتله لوبډله ګجرات ټایټانز له چینای سوپرکینګز لوبډلې سره لار موندلې ده.
د ګجرات لوبډلې په احتمالي نوملړ کې راشدخان او نوراحمد هم شته او په پایلوبه کې به ولوبېږي.
د ویلو ده چې د روانو سیالیو په لومړي 'کوالیفایر' یا نیمه پای لوبه کې چینای د ۱۵ منډو په توپير ګجرات ته ماتې ورکړې وه.
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې په دویمې دوستانه سیالۍ کې لبنان لوبډلې ته ۴ د ۳ پر وړاندې ماتې ورکړه.
د افغانستان فوټبال فدراسیون د خبر پر اساس چې دغه سیالي د شنبې په ورځ د مې میاشتې په ۲۷مه نېټه د لبنان په کوربهتوب ترسره شوه چې افغان لوبډلې پهکې بری وموند.
یاد فدراسیون ویلي وو چې دواړه لوبډلې به د مې په ۲۹مه نېټه یوه بله دوستانه سیالي هم ترسره کوي.
د ویلو ده چې د دې لوبو لومړۍ سیالي هم د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې ګټلې وه.
عمران خان د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې له واکه له ګوښه کېدو راهیسې تر وخت مخکې د انتخاباتو کولو لپاره مظاهرې کړې دي. د پاکستان وفاقي حکومت دريځ لري چې په اوس وخت کې د خرابو اقتصادي حالاتو او ناامنیو له کبله انتخابات نه شي کېدای.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي د طالبانو او ایران د سرحدي ځواکونو ترمنځ پرونۍ نښتې ته په اشاره ویلي، هر ډول نښته د دواړو هېوادونو په زیان ده.
د ایران په بهرنیو چارو وزارت کې د جنوبي اسیا د سیمې عمومي مدیر سید رسول موسوي نن په خپل ټویټر کې لیکلي، د افغانستان او ایران خلک او نخبګان دې هوښیار وي، چې هر ډول نښته د دواړو لوریو په زیان ده.
د نیمروز ولایت په کنګ سرحدي ولسوالۍ کې د طالبانو او ایراني پوله ساتو ترمنځ نښته بېګا تر ناوخته پورې روانه وه، چې دواړو لورو له درنو او سپکو وسلو کار اخیست. Читать дальше...
نن د مې میاشتې ۲۸مه د لوږې په وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ ده.
دا ورځ په داسې حال کې رارسېږي چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا د شمېرو پر بنسټ دا مهال په افغانستان کې ۲۸ ملیونه او درې لکه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.
د اوچا په وينا، په دولتي او نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار محدوديتونو د نړیوالې ټولنې د مرستو رسولو چارې نورې هم پېچلې کړي دي.
خو د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد ازادۍ راډیو ته ویلي، د دوی له واکمنېدو سره د هېواد اقتصادي وضعیت مخ په ښه کېدو دی.
د مې اته ویشتمه،... Читать дальше...
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، د هغو کسانو ملاتړ ته دوام ورکوي چې د شخړو له کبله بېځایه شوي یا هم بېرته خپلو اصلي مېنو ته ستنېږي.
دغې ادارې نن یکشنبه په یوه ټویټ کې له ویډیو سره لیکلي، 'یو این ایچ سي آر' د کډوالو او 'د ستنېدنې او ادغام د لومړیتوب په ساحو' کې د کوربه ولسونو ملاتړ هم کوي.
د ټویټ له مخې په دغو مرستو کې د معیشت په برخه کې روزنه او د ښځو لپاره د فرصتونو برابرول شامل دي چې په خپله د ځانونو او خپلو کورنیو مرسته وکړي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ... Читать дальше...
په ترکیه کې خلکو نن یکشنبه د ولسمشرۍ په دویم ځلي ټاکنو کې د رایو ورکول پیل کړي دي.
دغه ټاکنې د رجب طیب اردوغان او د هغه د عمده سیال کمال قلیچدار اوغلو ترمنځ کېږي.
اردوغان چې له شلو کلونو راهیسې په ترکیه کې د رهبرۍ پر بېلابېلو څوکیو دنده ترسره کوي، ښايي وکړای شي د ولسمشرۍ په بله پنځه کلنه دوره کې بریالی شي.
د مې میاشتې پر ۱۴مه، د ټاکنو په لومړي پړاو کې یو کاندید هم ونه توانېد اکثریت رایې وګټي، ځکه نو ټاکنې دویم پړاو ته لاړې.
څه باندې ۶۴ میلیونه وګړي په ترکیه کې د رایې ورکولو پر شرایطو برابر دي. Читать дальше...
د ایران حکومت پرون شنبه د اوکراین د ولسمشر ولودمیر زیلینسکي څرګندونو ته غبرګون وښود.
ایران وايي، پر ایران دا تور پورې کول چې د اوکراین په جګړه کې روسیه په وسلو سمبالوي د لوېدیځ د پوځي او مالي ملاتړ جلبولو لپاره دی.
د امریکا متحدو ایالتونو او اروپايي ټولنې پر ایران د دغه هېواد د بې پېلوټه الوتکو د پروګرام له کبله بندیزونه لګولي دي.
دوی ادعا کړې چې تهران مسکو ته پر اوکراین د یرغل پر مهال بې چلوونکي هوايي وسایط ورکړي، خو تهران دا تور ردوي.
ولسمشر زیلینسکي تېره چهارشنبه په خپله ورځنۍ وینا کې... Читать дальше...
روسیې تېره شپه د اوکراین پر پلازمېنه کییف بیا یو لړ هوايي حملې کړي چې د چارواکو په خبره داسې ښکاري دا پر اوکراین د روسیې له یرغل راوروسته پر دې ښار د بېپيلوټه الوتکو تر ټولو پراخه حمله وي.
دا حملې داسې وخت شوي چې د اوکراین په پلازمېنه کې نن یکشنبه د دې ښار د ایجاد د کلیزې لمانځلو ته چمتووالی روان دی.
د اوکراین چارواکي وايي، د هوايي مدافع دستګاو لږ تر لږه ۴۰ بېپيلوټه الوتکې چې د کییف پر لوري روانې وې ویشتلي او د ویشتل شویو الوتکو په ټوټو یو تن مړ شوی دی.
په کییف کې نن د «کییف ورځ» یعنې ۱۵۴۱ کاله مخکې د دې ښار د ایجاد ورځ نمانځل کېږي. Читать дальше...
داسې مهال چې ایراني او طالب چارواکي په نیمروز کې د پرونۍ نښتې پړه پر یوه او بل اچوي، یو شمېر افغانان د دې نښتو دوام د افغانستان په ګټه نه بولي.
د نیمروز په کنګ سرحدي ولسوالۍ کې ایراني عسکرو سره د طالب ځواکونو له پرونۍ جګړې وروسته، یو شمېر افغانان له ایران سره د وضعیت کړکېچن کېدو او د دې شخړو پایلو اندېښمن کړي دي.
د پلازمېنې کابل اوسېدونکی، روحالله دا ډول نښتې د افغانستان په ګټه نه بولي او د خبرو له لارې د ستونزو په حل ټینګار کوي.
نوموړی وايي: "ایران او پاکستان زموږ ګاونډي هېوادونه دي. په زرګونو افغانان هلته ژوند کوي. Читать дальше...
د اوړو مېلونو ټولنې مشر عاصم رضا د مې پر ۲۷مه په کوټه کې خبري غونډې ته وویل د پاکستان د اوړو ۷۰ سلنه اړتیا له پنجابه پوره کېږي خو له هغه ځایه نورو صوبو ته د غنمو پر لېږد بندیز دي.
د ناټو اېتلاف د غړي هېواد ولسمشر رجب طیب اردغان د مې پر ۱۴مه د ولسمشرۍ په انتخاباتو له خپل مهم سیال کمال قیلیچدار اوغلو څخه لږ مخکې وو خو یو نوماند هم اړینې ۵۱ فیصده رایې نه وې ترلاسه کړې چې له کبله یې له قانون سره سم، انتخابات دویم پړاو ته وغځېدل.
پاکستان له تېرو یوشمېر کلونو راهیسې له اقتصادي ستونزو او د انرژۍ له بحران سره مخامخ دی. په وروستیو کې په هغه هېواد کې د تېلو نرخ زیات شوی چې ورسره ګراني هم خورا زیاته شوې ده.
د هانګ کانګ ځایي خلکو د مې پر ۲۷مه د دويزو خوږو راټولولو مېله جوړه کړې وه. دې مېلې ته چيونګ چو بن فېسټيوال ويل کېږي. د کورونا وبا خپرېدو وروسته له ۲۰۱۹ز کال راهېسي لومړی ځل دی چې دا مېله بيا جوړه شوې. د رویټرز اژانس ويډيويي راپور وګورئ.
لاس انجلس ټایمز:
د نړۍ زیاتو خپرونو او ورځپاڼو د بشري حقونو د دوو ډلو پر تازه راپور تبصرې خپرې کړي چې پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو محدودیتونه یې غندلي دي.
د امریکا لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په دې باب لیکلي چې د بخښنې نړیوال سازمان او د عدالت نړیوال کمېسیون د جمعې په ورځ په خپل راپور کې پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو سخت محدودیتونه، د جنسیت پر اساس له مجازاتو سره تشبېه کړل او په وینا یې دا د بشريت پر ضد جنایت ګڼل کېږي.
د دغو دوو بنسټونو په راپور کې دېته اشاره شوې چې طالبانو څنګه د ښځو پر... Читать дальше...
د لوږې نړيواله ورځ په داسې حال کې رارسېږي چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا د شمېرو پر بنسټ دا مهال په افغانستان کې ۲۸.۳ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري چې له دې شمېر څخه ۶ میلیونه وګړي قحطۍ ته نږدي دي.
جان محمد چې د هلمند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ اوسېدونکی دی وايي، څو ځلې د دوى ولسوالۍ ته بشري مرستې راغلي، خو دی د مرستو د وېش له څرنګوالي خوښ نه دى.
نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "مرستې څو څو وارې دلته راغلي، خو اړمنو ته نه ده رسېدلې، دا هغو ته رسېدلې دي چې موټر، ځمکې او سولر لري. Читать дальше...
په نیمروز ولایت کې د طالبانو او ایراني ځواکونو ترمنځ جګړه پای ته رسېدلې او د دواړو هېوادونو چارواکو ویلي چې د نښتې د عواملو په اړه یې څېړنې پیل کړي دي.
د طالبانو د حکومت د کورنیوچارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادي راډیو ته وویل چې، د کنګ په سرحدي ولسوالۍ کې په پرونۍ نښته کې له دواړو خواو یو یو تن وژل شوی او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.
د ټکور په وینا موضوع د دواړو هېوادونو تر مشرانو پورې رسېدلې.
د ایران ایرنا خبري اژانس بیا راپور ورکړی چې په نښته کې د ایران دوه سرحدي سرتېري او یو طالب وسلهوال وژل شوي دي. Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
"Спартак" обыграл "Краснодар" и продлил беспроигрышную серию до 7 матчей при Слишковиче
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Новак Джокович
Открытый чемпионат Италии: Новак Джокович получил сильный удар после выхода в третий раунд после Корантена Муте | Теннисные новости
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Климатический апокалипсис? В Москве снег, в Сочи полярные сияния из-за сильнейших магнитных бурь
Путин в России и мире
Москва
Приказ Путина об учениях с ядерным оружием вызвал бурную реакцию в Вашингтоне
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Святая миссия русского солдата
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Nirvana
Скончался экс-продюсер группы Nirvana Стив Альбини
Москва
Тарифы на железнодорожные перевозки из Китая в Россию и Белоруссию резко возросли
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net