د مې پر ۲۱مه د جماعت اسلامي په اعلان د ژوب ښار په بازار کې کاربندیز وو او د یوشمېر سیاسي ګوندونو غړو او مشرانو، سوداګرو ټرانسپورټرانو پر سید شمس الدین شهید څلورلاره د مې ۱۹مې پېښې پرضد مظاهره وکړه.
په کابل ښار کې د ترکاریو او مېوو یو شمېر پلورونکي وایي، د ښاروالۍ لهخوا دوی ته په ټاکل شویو مارکېټونو کې یې کاروبار چندان ښه نهدی.
مېوه پلورونکی حسین انتقاد کوي چې د طالبانو د حکومت تر کنترول لاندې کابل ښاروالي، د ده په خبره دوی یو ناسم ځای ته انتقال کړي.
نوموړي وايي، داسې مارکېټ دی چې نه خلک ورته راځي او نه هم مناسب چاپېریال لري.
هغه وايي: "کراچۍ یې راوړي دلته یې تړلي دي، هېڅ سودا نهشته، خلک بېچارګان! د دې په اړه فکر نهکوي چې دوی دلته څه وکړي او څه ونه کړي، نه کانکریټ لري نه بل څه، همدا... Читать дальше...
تېره ورځ د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې یوې ۲۲ کلنې نجلۍ ځانوژنه کړې ده.
د طالبانو د حکومت د کندهار د والي دفتر په یوه خپاره کړي بیان کې ادعا کړې چې د زرینې په نوم دغې ښځې عصبي ناروغي درلوده ځان یې ځړولی او مړه شوې ده.
د سرچینې په خبره د سپین بولدک د امنیه قومندانۍ تر پلټونو وروسته معلومه شوې چې نجلۍ تر دې مخکې هم دوه ځله د ځانوژنې هڅه کړې وه.
د اروپا د پارلمان یوې غړې هانا نیومن ویلي چې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د محدودیتونو د ډېرېدو له امله ډېری ښځې او نجونې د ځانوژنې هڅه کوي، خو... Читать дальше...
د افغانستان د تېر جمهوري نظام د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون چې د طالبانو د حکومت لهخوا لغوه شوی او له دغه هېواده بهر فعالیت کوي، په ایران کې د افغان کډوالو د بشري حقونو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
يو افغان ځوان چې څه موده وړاندې په ايران کې بندي و او درې ورځې وړاندې بېرته افغانستان ته راستون شوی وايي چې په لږ معاش به يې په ايران کې درانه کارونه کول.
دا ځوان چې نهغواړي نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته خيله کیسه کوي چې ولې له ایران وایستل شو.
نوموړی وايي: "یو لوی سالون... Читать дальше...
د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د مې پر ۲۰مه په بیان کې وویل، منیر په لاهور کې د جناح کور (جناح هاوس) په نوم هغې ودانۍ ته ورغی چې پکې د لاهور کور کمانډر اوسي او د پخواني وزیراعظم او د تحریک انصاف مشر عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته ورباندې مظاهرچیانو برید کړی وو.
که څه هم روسیې د اوکراین پر باخموت ښار د بریا ادعا کړې، خو اوکرایني چارواکي وايي د اوکراین په ختیځ کې د ویجاړ شوي ښار باخموت پر سر لا هم جګړه دوام لري.
پرون شنبه د روسیې د دفاع وزارت او د واګنر په نوم د اجیرو پوځیانو د شرکت تر ادعا وروسته د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین هم د باخموت ښار د نیولو له کبله د مبارکۍ بیان ورکړی دی.
د اوکراین پوځي قوماندانانو د روسیې د دغو اعلانونو په ځواب کې عکس العمل ښودلی او د اوکراین د پلیو ځواکونو قوماندان ټینګار کړی، چې د دوی پوځیان لا هم په مبارزه بوخت دي.
خو کله... Читать дальше...
یو شمېر افغانان چې په لویو لارو ولایتونو ته سفرونه کوي وايي، په دې لارو کې روغتیايي اسانتیاوې نهشته او ډېر شمېر رسټورانټونه چې په دې لارو کې فعال دي، روغتیايي لارښوونو ته چندان پام نهکوي.
بهشته چې د فراه ولایت اوسېدونکې ده وايي، که څه هم پر لویو لارو سفر له امنیتي اړخه ښه شوی، خو دا چې په دې لارو رسټورانټونه چندان صحي خواړه نهلري، دوی ته یې ستونزې پیدا کړي.
بهشتې ازادي راډیو ته وویل، کله چې له فراه تر کابله راځي، نه یوازې دا چې په لویو لارو کې ډېری جوړ شوي رسټورانټونه روغتیايي خواړه نهلري،... Читать дальше...
د طالبانو حکومت د دفاع وزارت وايي، نن سهار یې یوه هیلیکوپټره په سمنګان ولایت سقوط شوې.
دې وزارت یوه خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، په دې پېښه کې یې دوه پیلوټان هم وژل شوي دي.
اعلامیه زیاتوي، دا هیلیکوپټره نن سهار نږدې ۹ بجې د مزار شریف له هوايي ډګره سمنګان ولایت ته د ګزمې په هدف پورته شوه چې وروسته یې د سمنګان ولایت د خلم ولسوالۍ په سیغانچي سیمه کې د برښنا له یوې پایې سره یې ټکر وکړ او سقوط شوه.
د طالبانو دفاع وزارت دا معلومات نهدي ورکړي چې په سقوط شوې هیلیکوپټره کې وژل شوي پیلوټان د جمهوري نظام... Читать дальше...
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وايي، په سوډان کې د جګړې ښکېلو لوریو سر له دوشنبې پر اووه ورځني اوربند موافقه وکړه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون شنبه په یوه اعلامیه کې ویلي، په جګړه ځپلي سوډان کې د دې اوربند هدف خلکو ته د بشري مرستو د رسولو لپاره د زمینې برابرول دي.
د جګړې ښکېلو لوریو موافقه کړې چې پر ټاکل شوي وخت به خپل ځواکونه له روغتونونو او نورو عامه تاسیساتو باسي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن په ټویټر کې اعلان کړې چې پر دغه اوربند د امریکا د متحدو ایالتونو... Читать дальше...
د سلوادور په یوه سټوډیوم کې پرون شنبه ۱۲ کسان هغه وخت په ټېل ماټېل کې مړه او شا و خوا ۱۰۰ تنه ټپیان شول، چې د فوټبال مینهوال د یوه محلي تورنمنټ د لیدو لپاره سره راغونډ شوي وو.
د پولیسو ادارې په ټویټر کې تر دې مخکې د مړو شمېر ۹ تنه ښودلی و.
د مرکزي امریکا په دغه هېواد کې پولیس وايي، لومړني راپورونه ښيي چې د نندارچیانو یوې ډلې هڅه وکړه، چې سټوډیوم ته ننوځي، چې د الیانز او فاس په نوم د ټیمونو ترمنځ مسابقه روانه وه.
د سلوادور د کورنیو چارو وزیر خوان کارولس ویلي، د مدني خوندیتوب د خدماتو کارکوونکي... Читать дальше...
د نړۍ د اووه لویو صنعتي هېوادونو ډلې په ګډه له چین غوښتنه وکړه، چې د اوکراین د جګړې ختمولو لپاره پر خپلې سټراتېژیکې شریکې روسیې، فشار راولي.
د جي۷ ډلې رهبرانو پرون په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، دوی نهغواړي چین ته زیان واړوي او هڅه کوي چې له پېکېنګ سره رغوونکې او ثابتې اړیکې ولري.
دوی ویلي، له چین سره د صادقانه تعامل اهمیت درک کوي او خپلې اندېښنې په مستقیم ډول ورسره شریکوي.
دوی په خپله اعلامیه کې له چین غوښتنه کړې چې پر روسیې فشار راولي څو په اوکراین کې خپل پوځي تهاجم پای ته ورسوي او خپل پوځیان سم د لاسه او له شرط پرته له اوکراین وباسي. Читать дальше...
د طالبانو د حج او اوقافو وزارت د حج فریضې ادا کولو په نیت سعودي عربستان د افغانانو د لومړۍ جوپې د استولو خبر ورکړ.
د دغه وزارت په وینا، په لومړۍ جوپه کې تېره شپه د کابل له نړیوال هوایي ډګر څخه ۳۴۶ افغانان سعودي عربستان ته روان شول.
د طالبانو د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت ویلي، دوی به سږکال د څلورو هوايي ډګرونو له لارې شاوخوا ۳۰زره افغانان د حج فریضې ادا کولو په نیت سعودي عربستان ته ولېږدوي.
تېر کال له افغانستانه ۱۳زره ۵۸۲ کسان د حج فریضې ادا کولو په نیت سعودي عربستان ته تللي وو.
د... Читать дальше...
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له ایران څخه تر ۲۷۰۰ زیات افغان پناه غوښتونکي د هرات د اسلام کلا بندر له لارې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
دغه وزارت پرون شنبه په خپل ټویټر کې لیکلي چې ۲۷۳۱ تنه افغان پناه غوښتونکي تېره پنجشنبه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له دې ډلې ۵۴۷ تنه یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړیوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.
وزارت دا نهده مشخصه کړې چې دغه سلګونه افغان پناه غوښتونکي په خپله خوښه هېواد ته ستانه شوي، که په جبر له ایرانه ایستل شوي دي. Читать дальше...
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون چې طالبانو ملغی اعلان کړی او له هېواده بهر فعالیت کوي وايي، په ایران کې پر افغانانو محدودیتونه زیات شوي دي.
دغه کمېسیون پرون شنبه په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه محدودیتونه تر ډېره په اصفهان ولایت کې پر افغان کډوالو اجرا شوي دي.
د اعلامیې له مخې د تازه تبعیضي پرېکړو له مخې په ایران کې افغان کډوال یوازې درانه کارونه کولی شي، چې په نورو برخو کې یې د کار ساحه محدودېږي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په ایران کې د افغان کډوالو د بشري حقونو د وضعیت په... Читать дальше...
د مورت مارچ مشرانو او غړو او د بشري حقونو فعالانو په کراچۍ کې خبري غونډې ته وویل چې د عدالت فیصله د منلو نه ده. تر وفاقي شرعي عدالت مخکې د پاکستان اسلامي نظریاتي شورا (کونسل) هم ویلي ول چې د نرښځیانو د حقونو او خوندیتوب په قانون کې په خپله خوښه د جنسي پېژندګلوۍ ټاکلو نکته "غیر شرعي" ده.
روغتيايي مسوولان وايي، د دې پنځلس ورځو پر مهال به د ۱۲ رضاکاره ټیمونو له لارې ۷۵ زره هغه نارینه او ښځینه واکسين شي چې عمرونه يي له اتلسو کلنو پورته دي.
بلخوا د ارزګان اوسېدونکي وايي، د کرونا واکسین له زوکام، توره غاړه، سینه و بغل او یو شمېر نور ساري ناروغیو څخه هم ژغورلي دي.
د مسوولانو په وينا، هممهاله د هېواد په ۱۸ ولايتونو کې د کرونا د واکسين تطبيق پيل شوی دی.
نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
د کابل ولایت اوسېدونکی ارش اتل له ۱۳ کلونو راهیسې عکاسي او فلمبرداري کوي.
له دې ۱۳ کلونو کار او خاطرو یې دیارلس خبرې له موږ سره هم شریکې کړي.
له ارش سره ثنا کاکړ غږېدلې او دا راپور یې جوړ کړی چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:
د پاکستان په اسلام اباد نړېوال اسلامي پوهنتون کې د افغان زده کوونکو د فراغت غونډه شوې ده. د مې ۲۰مې په غونډه کې شاوخوا ۵۰ زده کوونکو، د هغوی د کورنیو غړو او د افغانستان د طالبانو د حکومت او پاکستان چارواکو ګډون وکړ. ویډيويي رپورټ.
د نړۍ د اووه سترو صنعتي هېوادونو مشرانو په افغانستان کې د ثبات، اقتصادي او بشري وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې.
د نړۍ د اووه سترو صنعتي هېوادونو مشرانو د جاپان په هیروشیما کې په خپله درې ورځنۍ غونډه کې د افغانستان په حالاتو هم خبرې کړي.
دوی ویلي، په افغانستان کې د ثبات، ارامۍ او ناوړه بشري او اقتصادي وضعیت پر وړاندې ګواښونه مخ په زیاتېدو دي.
د نړۍ د اووه سترو صنعتي هېوادونو ګډه اعلامیه کې چې تېره شپه سپینې ماڼۍ پر خپله وېبپاڼه خپره کړې له طالبانو غوښتل شوي، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه... Читать дальше...
د طالبانو د حکومت د ریس الورزا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر عبدالطیف منصور د مې پر ۲۰ فراه ته تللي ول او هلته یې رغاونیزې چارې پرانیستې.
د افغانستان په لوګر ولایت کې د سنځل ګل دودیزه مشاعره شوې چې پکې د هغه ولایت ترڅنګ د افغانستان د نورو برخو شاعرانو، لیکوالانو او د ادب مینوالو ګډون وکړ. د مشاعرې ګډونوالو د سولې سره د مینې او له جګړې د کرکې په اړه شعرونه وویل.
ميليټري نيوز انلاين:
میلیټري نیوز انلاین خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو په کمېټه کې، له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړو دوړ کې د ټپي شوي امریکايي سرتيري ټایلر وارګاس اندریوس د خبرو یادونه کړې.
خپرونه لیکي د استازو د جرګې جمهوريپالو غړو د بریدګي وارګاس د خبرو له اورېدو وروسته له پنټاګون څخه د دې پېښې په اړه د ځواب غوښتنه وکړه.
میلیټري نیوز انلاین د مطلب له مخې نښه ویشتونکی وارګاس چې په دې چاودنه کې یې یوه پښه او یو لاس پرې شوي، ادعا لري چې انتحاري بریدګر یې له چاودنې مخکې پېژندلی و. Читать дальше...
طالبان وايي، د دوی د لوی درستیز مرستیال حاجي مالي خان صادق پرون په کابل کې د ایران له ځینو چارواکو سره پر سرحدي همکاریو خبرې وکړې.
طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي چې په دې کتنه کې د ګډو سرحدي همکاریو د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وشوې.
دا کتنه داسې وخت کېږي چې د هلمند له سینده د اوبو د حق پر سر د ایران د لوړ پوړو چارواکو او طالبانو ترمنځ لفظي شخړې زیاتې شوې دي.
ایرانی لوري ویلي، که طالبان د هلمند له سیند نه د اوبو پوره حق ورنهکړي، دا کار به یې ناوړه عواقب ولري، خو د طالبانو حکومت د پنجشنبې په ورځ... Читать дальше...
د طالبانو د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر وايي، په فراه کې یې د بخش اباد بند د رغونې لپاره یو بانکي حساب جوړ کړی دی.
ملا عبداللطیف منصور پرون شنبه د دغه بند د کانالونو د چارو د پرانیستې په اړه جوړو شویو مراسمو کې دا خبره وکړه.
نوموړي وويل: "موږ په ټوله فراه کې کور پر کور وګرځېدو، لکه مخکې هم چې راغلی وم موافقه مو وکړه چې یو بانکي حساب به پرانېزو، تاسو وویل چې له هر کور څخه پیسې ټولوو او دا بند جوړوو."
د ملا عبداللطیف منصور په وینا د بخش اباد بند د جوړولو چارې په یوه کال کې بشپړېږي.
په فراه کې... Читать дальше...
په بهر کې مېشت د ترکیې ۳ میلیونه او ۴ لکه وګړو له پرون شنبې د ترکیې د ولسمشرۍ په دویم ځلي ټاکنو کې د رایې ورکولو پروسه پیل کړه.
د رویټرز اژانس په لیکنه، د ترکیې د ولسمشرۍ دویم ځلي ټاکنې د رجب طیب اردوغان او د هغه د سیال کمال قلیچدار اوغلو ترمنځ د چهارشنبې تر ورځې ترسره کېږي.
د ولسمشرۍ ټاکنو یو کاندید هم ونه توانېد د مې میاشتې پر ۱۴مه د ولسمشرۍ د ټاکنو اکثریت رایې وګټي.
قلیچدار اوغلو خبرداری ورکړی، که چېرې په ټاکنو کې بریالی شي، له ترکیې به نږدې لس میلیونه پناه غوښتونکي وباسي.
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net