Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Май
2023

په ایران کې د افغان کډوالو پر وضعیت ژوره اندېښنه څرګنده شوه

0
د افغانستان د تېر جمهوري نظام د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون چې د طالبانو د حکومت له‌خوا لغوه شوی او له دغه هېواده بهر فعالیت کوي، په ایران کې د افغان کډوالو د بشري حقونو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.


يو افغان ځوان چې څه موده وړاندې په ايران کې بندي و او درې ورځې وړاندې بېرته افغانستان ته راستون شوی وايي چې په لږ معاش به يې په ايران کې درانه کارونه کول.


دا ځوان چې نه‌غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته خيله کیسه کوي چې ولې له ایران وایستل شو.


نوموړی وايي: "یو لوی سالون لري، چې زر تر درې زره خلک هلته ساتي، اصلاً اکسیجن نه‌شته، وایې څو پیسې ونه‌لرئ، اجازه نه درکوو چې له دې ځایه ولاړ شئ، له هغه ځایه چې تېر شو، په پوله مو دروي، یو څو څپېړې راکوي او وايي خیر نو افغانانو (کثیفو افغانانو) زموږ خاورې ته نور رانه‌شئ، زموږ هېواد تاسو ته اړتیا نه‌لري، تاسو موږ ته اوبه نه راکوئ. ډېر ظلم کوي او شکنجه کوي مو."


تر دې مخکې په ایران کې د افغان کډوالو د ځورونې ویډیوګانې هم پر ټولنیزو شبکو کې خپرې شوي، خو ایراني چارواکو تل دا ډول ادعاوې رد کړي دي.


په تېرو څو ورځو کې دا څوم ځل دی چې په ایران کې مېشت یو شمېر افغانانو ازادي راډیو سره په خبرو کې په دغه هېواد کې له بېلابېلو ستونزو شکایت کوي.


په ورته وخت کې د افغانستان د تېر جمهوري نظام د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون چې د طالبانو حکومت لغوه کړی او اوس له دغه هېواده بهر فعالیت کوي، په ایران کې د افغان کډوالو د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې او د ایران له حکومته یې غوښتي چې په دې برخه کې، د بشري حقونو ارزښتونو ته درناوی وکړي.


د دغه کمېسیون په اعلامیه کې ویل شوي چې په دې وروستیو کې په ایران کې پر افغان کډوالو زیات محدودیتونه لګول شوي، نورو دندو ته د هغوی لاسرسی کم شوی او یوازې درانه کارونه ترسره کولای شي.


د دې کمېسیون ویاند شکرالله مشکور د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "په ایران کې دننه او بهر د بشري حقونو له بنسټونو څخه غواړو چې د بشري حقونو ضد تصمیمونو په اړه دې عدالت وغواړي او ایران حکومت دې د کډوالو د بشري حقونو د رعایتولو ځواب ورکونکی وګرځوي."




دا په داسې حال کې ده چې د ایران د بشري حقونو سازمان چې له ناروې فعالیت کوي په ایران کې د افغان بندیانو د اعدامونو د زیاتوالي خبر ورکړ او ویې ویل چې په روان میلادي کال کې په ایران کې لږ تر لږه ۶ افغانان اعدام شوي دي.


د دې تر څنګ د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې په تېرو دوو اوونیو کې ۲۸ زره افغان کډوال له ایرانه ایستل شوي دي.


د دغه وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني ازادي راډيو ته وویل: "په دې دوو وروستیو اوونیو کې، ۵۴ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي، چې ډېری یې له ایرانه راغلي. ٢٨ زره افغانان په جبري توګه له ایران څخه ایستل شوي او پاتې يې خپل په خوښه راغلي."


د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند ضیا احمد تکل په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو د هواري په اړه د ازادي راډیو د خبریال پوښتنو ته ځواب ورنه‌کړ، خو د تېرې پنجشنبې په ورځ یې وویل چې د دغه وزارت سرپرست، امیرخان متقي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره د کډوالو د ستونزو د حل په اړه خبرې کړې دي.


د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د عالي کمېشنرۍ یا 'یو این ایچ سي آر' د وروستي راپور له مخې، له ۲۰۲۱ کال راهیسې ۱،۶ میلیونه افغانان ګاونډیو هېوادونو ته تللي دي.


'یو این ایچ سي آر' اټکل کړی چې په ۲۰۲۲ کال کې شاوخوا ۴ لکه او ۸۵ زره افغانان له ایرانه ایستل شوي دي.


دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هلمند سيند د اوبو پر سر د ایران حکومت او طالبانو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی.


ایران غواړي چې د ۱۳۵۱ کال د اوبو د وېشلو تړون عملي کړي، طالبانو هم ویلي چې دغه تړون ته ژمن دي، خو ادعا یې کړې چې د وچکالۍ له امله د هلمند په سيند کې اوبه کمې شوي دي.


خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان دغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او وایي چې باید د اوبو نشتوالی د دوی د تخنیکي ټیم له‌خوا مشخص شي.


د اوبو د وېش پر سر د ایران حکومت او طالبانو ترمنځ ناندرو په ایران کې پر افغان کډوالو د فشارونو د زیاتېدو په تړاو اندېښنې زیاتې کړې دي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net