کرکټ بورډ: کندهار کې د ايمرجنګ سياليو لپاره چمتووالی نيول شوی
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، په کندهار کې د ایمرجنګ سیالیو لپاره پوره چمتووالی نیول شوی دی.
په پام کې ده، دغه سیالۍ سبا پیل شي چې څلور لوبدلې به پهکې برخه ولري.
په کرکټ بورډ کې د کورني کرکټ څانګې مشر نظیم جار عبدالرحیمزي ازادي راډیو ته وویل: "څلور لوبډلې دي، دغه ټورنمنټ ۱۵ یا هم ۱۶ ورځې دوام کوي. یوازې هغه لوبغاړي پهکې برخه لري چې د ۱۹ کلنو له تېرو لوبو پاتې وي، یا هم هغه لوبغاړي، چې په اوسني کورني کرکټ کې ښه ځلېدلي او عمرونه یې له ۲۳ کلونو کم وي، هغه به په دغو سیالیو کې ګډون کوي."
د دې سیالیو غوره لوبغاړي به احتمالاً د اسیا په ایمرجنګ جام سیالیو کې د افغانستان استازیتوب وکړي.
سبا شنبه به لومړۍ سیالي د هېواد ساتونکیو او ځوان اتلانو لوبډلو ترمنځ وي.