ملګرو ملتونو د پاکستان په غوښتنه، امیر خان متقي ته د اسلام اباد د سفر اجازه ورکړه
که څه هم معلومه نهده چې د متقي د سفر اېجنډا به څه وي، خو رویټرز لیکلي چې د سفر ټول لګښت پاکستان پر غاړه اخیستی دی. په تېره اپرېل میاشت کې ځینو پاکستاني رسنیو هم هغه هېواد ته د امیر خان متقي د ممکنه سفر خبرونه خپاره کړي ول.