د بشري حقونو څار سازمان: تاجکستان او قرغزستان جدي بشري سرغړونې کړي
د بشري حقونو د څار سازمان يا هیومن رایټس واچ وايي، هغه اقدامات چې د تاجکستان او قرغزستان ځواکونو په سپټمبر میاشت کې د څلور ورځني کړکېچ پر مهال ترسره کړي، له بشري جنایتونو سره انډول بلل کېدای شي.
هیومن رایټس واچ، چې مرکز یې په نیویارک کې دی نن په یوه راپور کې وویل، دواړو لوریو د جګړې له قوانینو په جدي بشري سرغړونو لاس پورې کړی.
د پخواني شوروي د دې دوو جمهوریتونو د پوځي ځواکونو ترمنځ د سرحدي لانجې پر سر په نښتو کې له سلو زیات ملکي وګړي او سرتېري ووژل شول.