Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Октябрь
2021

Новости за 19.10.2021

د زلمي خلیلزاد په استعفا باندې د ځینو نړیوالو ورځپاڼو تبصرې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په استعفا باندې ځینو ورځپاڼو تبصرې لیکلې دي. واشنګټن ټایمز له هغې ډلې واشنګټن ټایمز په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي افغاني‌الاصله امریکایی ډیپلومات زلمی خلیلزاد سې شنبه داسې وخت له خپلې دندې لاس په سر شو چې په افغانستان کې د امریکا له ملاتړ برخه‌من حکومت د سقوط او د امریکا له راوتلو څو اوونۍ تېرېږي. ورځپاڼې لیکلي، خلیلزاد له طالبانو سره د امریکا د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ د تړون یو مهم مشر مرکچي و چې بالاخره‌یې... Читать дальше...

افغانستان کې د نجونو تعلیم لپاره د ملالۍ یوسفزۍ او دوو افغان مېرمنو انلاین مبارزه

Mashaalradio.com 

د اکتوبر پر ۱د افغانستان موجوده د طالبانو نګران حکومت او نړیوالو مشرانو ته په یو خپور شوي آن لاین لیک کې د  سولې نوبل جایزه ګټونکې او د نجونو د  تعلیم مبارزې ملالې یوسفزۍ او د بشري حقونو دوو افغان مېرمنو شهرزاد اکبر او زرکې یفتلي لیکلي چې افغانستان دا وخت په نړۍ کې یوازېنی هېواد دی چېرته چې د نجونو پر تعلیم بندیز لګول شوی او یا هغوی تر پرایمري سکولونو نه وروسته تعلیم ته نه پرېښودل کېږي. د پېښور پوهنتون یوې زده کونکي جینا چې له ننګرهار سره تعلق لري د اکتوبر پر ۱۹مه یې مشال راډیو ته وویل هلته د جینکو... Читать дальше...

له طالبانو د ایران ولسمشر غوښتنه: د داعش په وړاندې جدي ګامونه پورته کړئ

Pa.azadiradio.com 

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د طالبانو له حکومت غوښتي چې د داعش/اسلامي دولت ډلې په وړاندې جدي ګامونه پورته کړي. رئیسي پرون په یوه مرکه کې چې د ایران دولتي ټلوېزیون خپره کړې د داعش له‌خوا په افغانستان کې وروستیو خونړیو بریدونو ته په اشاره ویلي: "د افغانستان له حاکمانو غواړم د هغو جنایتونو په وړاندې چې داعش په افغانستان کې ترسره کوي او مسلمانان وژني ودرېږي او پوه شي چې که نن د داعش په وړاندې جدي ګام پورته نه‌شي او داعش په سیمه کې له‌منځه لاړ نه‌شي، د ګڼو هېوادونو لپاره به سرخوږی جوړ کړي. جنایتونه... Читать дальше...



طالبان: د زلمي خلیلزاد په مشرۍ له امریکايي پلاوي سره مو ښې خبرې کړې وې

Pa.azadiradio.com 

طالبانو ویلي چې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ له امریکايي پلاوي سره دوی ښې خبرې کړې وې. دا خبره د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د استعفا په غبرګون په خپل ټویټر کړې ده.  بلخي ویلي طالبان د خلیلزاد له ځای‌ناستي توماس وست سره د کار لپاره خوشبینه دي.  توماس ویست د خلیلزاد مرستیال وو او د هغه په اکثرو بحثونو او لیدنو کې یې حضور درلود.   د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون اعلان وکړ چې زلمي... Читать дальше...

په کندهار کې د شیعه افغانانو پر جومات د حملې تصویرونه

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې د شیعه ګانو پر جومات د داعش جګړه مارانو حمله په امنیتي کمرو کې ثبت شوې ده. دا تصویرونه په کندهار کې د طالبانو امنیې قومندانۍ ازادي راډيو ته ورکړي دي. پر امام بارګاه د جمعې ورځې په حمله کې لږ تر لږه ۴۷ کسان ووژل شول. د دې حملې مسئولیت داعش ډلې واخیست. دا په افغانستان کې په یوه اوونۍ کې پر شیعه ګانو د داعش ډلې دوهمه هدفي حمله ده چې د دغه مذهبي اقلیت د امنیت په اړه یې اندېښنې زیاتې کړي دي.

افغانستان کې د کرونا ویروس د څلورمې څپې د خپرېدو د احتمال په اړه اندېښنې

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې وروستیو تحولاتو کرونا ویروس له خلکو هېر کړی، په داسې حال کې چې تر اوسه د 'کووېډ-۱۹' د ناروغانو د درملنې مرکزونه په دې ویرویس له اخته ناروغانو ډک دي. د افغان جاپان دولتي روغتون کوم چې په کرونا ویرویس اخته ناروغانو درملنه په‌کې کېږي، سرطبیب طارق احمد اکبري ازادي راډيو ته وویل، همدا اوس په دغه ویروس اخته ۶۱ ناروغان په دې مرکز کې بستر دي، خو دوی د بودجې د کمښت له وجې درمل، د اکسیجن ډبې او خواړه خپلو ناروغانو ته نه‌شي رسولی. ښاغلی اکبري همدا ډول په هېواد کې د کرونا ویروس د څلورمې څپې خپرېدو د احتمال په اړه هم اندېښنه ښيي. Читать дальше...

بدرمنیر له غربته تر شهرته

Mashaalradio.com 

هغه د پښتو د لومړي فلم یوسف خان شېربانو په ګډون له ۷۳۰ نه په زیاتو فلمونو کې کار کړی دی. په دغو فلمونو کې د پښتو ترڅنګ د اردو او پنجابۍ ژبې فلمونه هم شامل دي. بدرمنیر د ۲۰۰۸ کال د اکتوبر په ۱۱مه وفات شوی و.

سراج‌الدین حقاني د 'استشهادیانو' کورنیو ته د ځمکو د ورکولو ژمنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت ژمنه کړې چې د انتحاري بریدګرو چې دوی یې استشهادیان بولي هرې کورنۍ ته یوه نمره ځمکه ورکوي. دا ژمنه پرون د یادو کسانو د کورنیو له غړو سره د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني په یوه غونډه کې کړې ده. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي نن په خپل ټویټر په کانټیننټال هوټل کې د دې لیدنې عکسونه او جزئیات خپاره کړي.  خوستي ویلي ښاغلي حقاني په دغو کسانو لس لس زره افغانۍ او جامې ووېشلې او د یوې نمرې ځمکې د ورکولو ژمنه‌یې وکړه.  طالبان په تېره بیا حقاني شبکه... Читать дальше...



بې کاري؛ ملګري ملتونه: ۱۸ میلیونه افغانان لومړنیو خوراکي توکو ته لاسرسی نه لري

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ژمي په را رسېدو سره یو شمېر افغانان وايي، د بې کارۍ او بې وزلۍ له امله نه شي کولی ورته ترتیبات ونیسي. د ختېځ نورستان اوسېدونکی سید ولي چې د دې ولایت په مرکز پارون کې سماوار لري وايي، کاروبار يې په ټپه درېدلی او دا چې سخت ژمی په مخ کې لري، د خپلې کورنۍ راتلونکي ته اندېښمن دی. دی وايي، نه د ژمي لپاره د سونګ توکو د پیرلو توان لري او نه هم په کور کې د ګېډې د مړولو لپاره خوراکي توکي او په وینا یې ښايي لویان د یخنۍ او ولږې پر وړاندې زغم ولري، خو ویریږي چې ژمې ترې کوچني ماشومان وانه خلي. Читать дальше...

اروپایي ټولنه: د مرستې لپاره افغانستان کې خپل حضور ته دوام ورکوو

Pa.azadiradio.com 

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو پرون په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه بحث کړی دی.  د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزېپ بورېل ویلي چې دا ټولنه له افغانانو سره د مرستې لپاره په افغانستان کې خپل حضور ته دوام ورکوي: "موږ لږترلږه په کابل کې یو چې له افغانانو سره مرسته وکړو او د هغو کسانو لپاره د خوندي تګ زمینه برابر کړو چې له خطر سره مخ دي. هلته زموږ دا موجودیت د طالبانو د حکومت د پیژندلو معنی نه لري."  ښاغلي بورېل دا هم وویل چې په لوګزامبورک کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو... Читать дальше...

نن سې شنبه د ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) د میلاد له نیټې سره برابره ده

Pa.azadiradio.com 

نن سې شنبه د۱۴۴۳ د ربیع الاول ۱۲ مه د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) د میلاد له نیټې سره برابره ده.  حضرت محمد (ص) څه باندې څوارلس سوه کاله وړاندې په داسې وخت کې وزیږېد چې نړۍ د جهل اوج ته رسیدلې وو او خلک په خورا زیات بدعت او ناسمو کارونو بوخت وو.  حضرت محمد صلي الله علیه وسلم چې د وړکوالی نه په نیکو او ښو اوصافو مشهور و؛ په څلویښت کلنۍ کې په پیغمبرۍ مبعوث شو او د عمر تر پایه یې خلک د خدای عبادت؛ نیکو اخلاقو او هغو کارونو ته رابلل چې د دوی د خوشبختۍ سبب کیږي.  حضرت محمد (ص) ۶۳ کاله عمر وکړ... Читать дальше...

خلیلزاد استعفا کړې؛ افغانستان کې یې پر کاري ماموریت بېلابېل غبرګونونه

Pa.azadiradio.com 

‎افغاني‌الاصله امریکايی زلمی خلیل‌زاد د امریکا او افغانستان په سیاست کې نږدې ۴۰ کلنه مخینه لري. ‎په ۸۰یمه لسیزه کې هغه مهال چې روسیې پر افغانستان یرغل وکړ، دې جګړې کې د امریکا ښکېلتیا او له مجاهدینو سره د متحده‌ ایالاتو د اړیکو په پیاوړي کېدو کې د زلمي خلیل‌‌زاد رول جوت و. ‎له بُن کنفرانس بیا تر نننه هغه په یوه ډول نه یو ډول د افغانستان او امریکا په اړیکو او سیاست کې ښکېل پاتې شوی. ‎د زلمي خلیل‌زاد وروستۍ دنده د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه په ۲۰۱۸ میلادي کال کې پیل... Читать дальше...

د چین او روس په ګډون ځینو هېوادونو د کویډ-۱۹ مهال په 'جابرانه قوانینو' خپل ولس ځپلی

Mashaalradio.com 

د ادارې د څیړونو او پالیسۍ په برخه کې لوړ پوړي چارواکي راجت خوسلا په یو بیان کې ویلي، د وبا پر مهال حکومتونو د بیان پر ازادۍ بې ساري حملې کړي چې له وجې یې د خلکو حقونه په شدیده توګه محدود شوي دي.

مسکو نن او سبا د افغانستان په تړاو د غونډې کوربه دی

Pa.azadiradio.com 

مسکو نن او سبا د افغانستان په تړاو د یوې غونډې کوربه دی.  که څه هم تمه ده د روسیې، چین، پاکستان او هند استازي چهارشنبه د طالبانو د رییس الوزرا د مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ له ورغلي پلاوي سره په مسکو کې وګوري، خو تر هغې غونډې مخکې نن حاشیوي بحثونه هم کېږي. د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، تر اصلي غونډې مخکې سې شنبه په ناستو کې هڅه کېږي چې د افغانستان د تحولاتو په تړاو یوه ګډ دریځ باندې موافقه ترلاسه شي.  امریکا هم دې ناستې ته وربلل شوې وه، خو بېګا د بهرنیو... Читать дальше...

کرونا؛ امنیستي انټرنېشنل: د بیان د ازادۍ حق تر برید لاندې راغلی

Pa.azadiradio.com 

د بښنې نړیوال سازمان امنیستي انټرنېشنل وايي، د کرونا وبا په راتلو سره په نړۍ کې د بیان د ازادۍ حق تر برید لاندې راغلی.  دې سازمان د بیان ازادي او د کرونا وبا د خپرېدو پر مهال ورته د متوجه ګواښونو راپور نن خپور کړی دی.  په راپور کې راغلي چې دولتونو د کرونا وبا پر مهال انتقادي غږونه غلي کړي او محدودیتونه یې د وسیلې په توګه کارولي.  په راپور کې د بیان د ازادۍ په ارزښت بحث شوی ځکه د کره معلوماتو د شریکولو ازاد بهیر کولی شي چې د روغتیايي کړکېچونو پر مهال له ستونزو سره د مبارزې او مخنیونکو لارو کې اغېزمن تمام شي.

مسکو کې د طالبانو ناسته او د بشري حقونو د څار د سازمان انتقاد

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار سازمان انتقاد کړی چې لږ تر لږه نهو هېوادونو او څلورو مرستندویه او بشرپاله سازمانونو د طالبانو ناستو ته یواځې نارینه استازي ورلېږلي.  دا خبره د یاد سازمان د اسیا برخې د ښځو د حقونو مرستیالې هېدر بار په حواله بېګا په یوه راپور کې راغلې.  هېدر بار ویلي، د قطر د خبرو او تېرو تجربو ښودلې چې طالبان له ښځینه و استازیو سره هم لیدنې نه ردوي نو ولې د نړۍ هېوادونه یواځې نارینه استازي د هغو لیدنو ته ور استوي؟   بار ویلي، دا مساله ځکه ډېره مهمه ده چې طالبانو د دې په خبره په ټول هېواد کې د ښځو پر وړاندې سیسټماتیک تبعیض پیل کړی دی. Читать дальше...

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد استعفا ورکړه

Mashaalradio.com 

زلمي خلیلزاد د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي له دندې استعفا ورکړې. بېګا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن دا اعلان وکړ. بلېنکن له خلیلزاده مننه کړې چې د ده په خبره لسیزې یې د امریکا متحده ایالاتونو لپاره نه ستړی کېدونکی خدمت وکړ. بلېنکن دا هم ویلي چې توماس ویسټ به د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي دنده مخته وړي. زلمی خلیلزاد په افغانستان کې د امریکا د پوځي ماموریت تر رسمي پای ته رسېدو شااوخوا دوه میاشتې وروسته خپله دنده پرېښې. خلیلزاد ۲۰۱۸ کال د افغانستان... Читать дальше...

مالیې وزارت: د لومړنیو خوراکي توکو په اړه خپور شوی مکتوب جعلي دی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د مالیې وزارت په ټولنیزو رسنیو کې، د دوی له ادرسه د ۱۴ ډوله لومړنیو خوراکي ټوکه د مالیې د معافولو په اړه خپور شوی مکتوب ناسم بولي. د دغه وزارت نه په دې اړه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي: "د مالیې وزارت اړوند ټول خبرونه د دغه وزارت په وېبپاڼه، فیس بوک پاڼه او توېټر خپرېږي." په ټولنیزو رسنیو کې چې د مالیې وزارت له ادرسه کوم مکتوب خپور شوی په کې راغلي، چې دغه وزارت د ۱۴ توکه لومړنيو خوراکي توکو مالیه چې نومونه یې هم لیکل شوي معاف کړي او ټول سوداګر او هټیوال مکلف ګرځول شوي چې د مکتوب... Читать дальше...

محسن دَوړ: د غلام خان بندر راتلونکې اوونۍ پرانیستل کیږي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د پارلمان غړي محسن دَوړ په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي، غلام خان بندر به تر راتلونکې یوې اوونۍ پورې په ۲۴ ساعته ډول د سوداګریزې راکړې-ورکړې پرمخ پرانیستل شي. ښاغلي دَوړ لیکلي، دا پرېکړه د پاکستان د پارلمان د رئیس اسد قیصر په مشرۍ د پاک – افغان د ملګرتیا ګروپ په غونډه کې وشوه. ښاغلی دَوړ دا هم لیکلي چې دغه ناسته کې د پاکستاني پارلمان مشر اسد قیصر مسوولو چارواکو ته لارښوونه کړې چې غلام خان بندر ته سېکنر او نور هغه ټول اړین توکي ورسوي چې اړتیا یې لیدل کېږي. د پاکستان پارلمان دا غړی وايي،... Читать дальше...


Музыкальные новости
Юрий Шевчук

«Эта концепция вывозит»: критикующий Россию Шевчук призвал своих зрителей к революции





Персональные новости
Шереметьево

Пассажиры самолета Москва - Оренбург сняли видео посадки в Шереметьево





د طالبانو حکومت:د مسکو غونډه کې له یوه روښانه پیغام سره ګډون کوو

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت وايي، د مسکو په غونډه کې د خپل دریځ  د مطرح کېدو لپاره د موضوعاتو یو بشپړ نوم‌لړ لري. مسکو سبا د چهارشنبې په ورځ د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه دی. دې غونډې ته د افغانستان د ګاونډیانو په ګډون د سیمې او نړۍ ۱۱ هېوادونه ور بلل شوي. د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، پلاوی یې له یوه روښانه دریځ سره دې غونډه کې ګډون کوي: "زموږ پلاوی به په مسکو کې د افغانستان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو د تامین هڅه لا ډېره کړي... Читать дальше...

د کابل يتيم خانې له مالي ستونزو سره مخامخ شوي

Mashaalradio.com 

په کابل کې د یوې یتیم خانې چلوونکي وایي چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ورسره مرستې درېدلي او اوس د یتیمو ماشومانو په ساتلو او د هغوی د بنیادي اړتياوو په پوره کولو کې ستونزې لري. د دوی په وينا، په افغانستان کې زیاتره خیریه ادارې د پيسو له کمي سره مخامخ دي. بلخوا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې اداره یونيسېف وایي چې باید نړیوال له افغانستان سره مالي مرستې وکړي. ویډیويي رپورټ.

ملګري ملتونه څه باندې ۱۰۰ ټنه بشري مرسته افغانستان ته لېږدوي

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه د افغانانو د لاسنيوي په خاطر له سل ټنو زياته بشري مرسته د ازبیکستان له لارې افغانستان ته لېږدوي. په منځنۍ اسيا کې د ملګرو ملتونو سازمان د کډوالو عالي کمېشنرۍ يا UNHCR د اعلامیې پر بنسټ په تېرو درېیو ورځو کې له افغانستان سره د سلو ټنو څخه ډېره بشري مرسته د ازبیکستان د ترمز ښار هوايي ډګر ته چې د دغه هېواد او افغانستان ګډې پولې ته نېږدې دى، رسولې ده. په اعلاميه کې ویل شوي: "په درېیو الوتکو کې لېږدول شوې مرستې چې خوراکي توکي هم په کې شامل دي، په ټېلرونو کې لوژستیکي مرکزونو ته انتقال... Читать дальше...

د روسیې سان پیټرسبورګ ښار کې د کرونا له امله بندیزونه سختېږي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د دویم لوی ښار سان پیټرسبورګ چارواکي وایي، دغلته د کرونا وبا د مخنیوي لپاره بندیزونه سختوي. د دې بندیزونو له ډلې به یو دا وي چې که څوک له ګڼې ګوڼې ډکو مناسبتونو یا غونډو کې ګډون کوي، باید روغتیایي اجازه لیک له ځان سره ولري. فرهنګي او ورزشي غونډو کې د ګډون دا محدودیت د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته لګول کېږي او د سان پیټرسبورګ د مرستیال واليبوریس پیوتروفسکي په خبره، هغه وخت اجازه لیک ته اړتیا پېښېږي چې د ګډونوالو شمېر له ۴۰ زیات شي. غونډو کې د ګډون دا اجازه هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د... Читать дальше...

د کندز د کرنې ریاست وايي، د کانګو کنو پر ضد یې کمپاین پیل کړی

Pa.azadiradio.com 

د کندز د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي چې دوی د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د کانګو کنو پر وړاندې د مبارزې کمپاین پیل کړی او لا هم دوام لري. دنوموړې ادارې رئیس مولوی امان الله حسن وايي، د دې ولایت حیواني کلنیکونو ته د کانګو کنې ضد اړین درمل او تجهیزات وېشل شوي چې پیل شوی کمپاین په ښه توګه ترسره شي. حسن زیاتوي: "دا دې کنې ضد دوا ده، د کانګو مرض له همدې کنو انسانانو ته هم انتقالیږي. موږ ټولو حیوانې کلنیکونو ته د کنو ضد دوا ورکړې ده، څو د مالونو ځایونه او پنډ غالي دوا پاشي کړي. Читать дальше...

شمالي کوریا یو بل بالستیک توغندی ازمایلی

Pa.azadiradio.com 

شمالي کوریا څو ساعته وروسته له هغه یو بالستیک توغندی و ازمایه چې امریکا وویل، له دغه هېواد سره د ډپلوماسۍ په لټه کې ده. سمندر ته د شمالي کوریا د دغه توغندي د توغولو خبر نن د جنوبي کوریا پوځ ورکړی دی. د جاپان د سمندر غاړې ساتونکو هم ویلي چې د شمالي کوریا له خوا یې د توغندي توغول کشف کړي دي. له شااوخوا یوې میاشتۍ کرارۍ وروسته شمالي کوریا د تېرې سپتمبر میاشتې له پيله د وسلو ازمایلو ته زور ورکړی دی. شمالي کوریا نننۍ توغندی داسې مهال و ازمایه چې د دغه هېواد لپاره د امریکا ځانګړي استازي واشنګټن... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Росгвардия приняла участие в обеспечении безопасности при проведении футбольных матчей в Москве


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Елена Рыбакина

Первая ракетка мира расплакалась после финала турнира с участием Рыбакиной


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Кирилл Купченко, Директор по послепродажному обслуживанию ABTOДОМ МКАД рассказал о сервисном обслуживании электромобилей Zeekr





Путин в России и мире
Москва

Владимир Путин принёс присягу и вступил в должность президента России


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Польский судья отказался от должности и попросил защиты у Лукашенко. Он обвинил Варшаву в нечестной политике




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Deep Purple

Всё фиолетово: Deep Purple на русских стримингах, Dua Lipa — в чартах



Москва

В День Победы в Подмосковье организуют более 90 точек полевой кухни

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net