Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Октябрь
2021

Новости за 17.10.2021

افغانستان کې د سرې میاشتې ځانګړې اوونۍ پیل شوه

Pa.azadiradio.com 

د سرې میاشتې ځانګړې اوونۍ نن پیل شوه. د دغه ټولنې ویاند نوراغا صاحب‌زاده ازادي راډیو ته وویل چې په دې مناسبت په جوړې شوې غونډه کې د سرې میاشتې نړیوالې کمېتې، نړیوال فدراسیون، د ترکیې، ناروې او قطر هېوادونو استازو او د دوی رضاکارانو ګډون کړی و. د ښاغلي صاحب‌زاده په خبره، د دغې اوونۍ د نماځلو هدف یادې ټولنې ته د مرستو راټولول دي: ​"د ځانګړې اوونۍ له نماځلو څخه موخه په تول هېواد کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې انعکاس دی او د افغاني سرې میاشتې ټولنې لپاره د مرستو راټولول دي څو وکولای شو د بې‌وزله هېوادوالو... Читать дальше...

روسيه کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۳۴ زیات کسان په کرونا اخته او ۹۹۹ نور مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

روسي چارواکي وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو څه باندې ۳۴ زره ۳۰۳ مثبتې پېښې او د ۹۹۹ کسانو مړینه ثبت شوې ده. روسیه نن سبا د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له دوامداره زیاتوالي سره مخامخ دی. کرملېن د کرونا د پیل په څېر په وروستیو کې د کرونا ویروس له کبله په ملي سطحه ټولبند اعلان نه‌کړ. په روسیه کې په کرونا ویروس د مړینو او د خلکو د اخته کېدو شمېر په داسې حال کې زیات شوی چې د خلکو د واکسین پروګرام ورو مخ­ته روان دی او لا هم ګڼ کسان واکسین شوي نه‌دي. که څه هم روسي چارواکو... Читать дальше...

اروپايي ټولنه هڅه کوي په افغانستان خپل حضور ته دوام ورکړي

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي ټولنې یو چارواکي وایي دغه ټولنه هڅه کوي چې له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام لپاره په دغه هېواد کې خپل حضور ته دوام ورکړي. په پام کې ده د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو شورا سبا دوشنبه په لوکزامبورګ کې د افغانستان پر موضوع هم تمرکز وکړي. د اروپايي ټولنې یو لوړ رتبه چارواکي د نوم نه‌ښوولو په شرط ازادي راډیو ته ویلي د دې ټولنې رهبران په افغانستان کې پر وروستیو تحولاتو او د مرستو د دوام پر امکان په خپلو کې بحث کوي. له کله چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې اقتصادي رکود په زیاتېدو... Читать дальше...



روسیه کې د ۱۸ کسانو د مسمومېدو د قضیې د څېړنې پر مهال دوه کسان ونیول شول

Pa.azadiradio.com 

روسي چارواکو د ۱۸ کسانو د مسمومېدو د قضیې د څېړنې پر مهال دوه کسان نیولي دي. دغه ۱۸ کسان تېره اوونۍ په یکاتیرینبرګ ښار کې د منع شویو الکولو له څښلو وروسته مړه شول. د روسیې تحقیقاتي کمېټې پرون ویلي، دغه جنايي قضیه د هغو الکولو د څښلو په اړه ده چې بوتلونو ته اچول شوي وو او بې له دې چې د خوندیتوب معیارونه په پام کې ونیول شي، د ښار په یوه مارکېټ کې خرڅېدل.  د تحقیقاتو پر مهال هڅه کېږي چې د دغو منع شویو الکولو د خرڅولو اصلي عاملان پیدا شي او د تحقیقاتي کمېټې د اعلامیې له مخې عاملان ښايي د ۱۰ کلونو د بند له سزا سره مخامخ شي.

عمران خان ولې "مذهبي شعارونه" ورکوي؟

Mashaalradio.com 

د لوړو زده کړو او اطلاعاتو لپاره د خيبرپښتونخوا د اعلا وزير سلاکار کامران بنګش وايي، د وزيراعظم د وينا هدف په هېواد کې مذهبي روادارۍ ته لار هوارول دي. د بنګش په خبره، ګراني او د پټروليم مصنوعاتو بيې لوړېدل يوازې د پاکستان نه بلکې د ټولې نړۍ مسلې دي او دا چې د خاصو اسلامي ورځو له لمانځلو سره بايد و

ارزګان کې د نجونو د ښوونځیو تړل کېدو زده‌کوونکې له کومو ستونزو سره مخ کړي؟

Pa.azadiradio.com 

وروسته له هغه چې افغان حکومت سقوط وکړ او طالبانو په افغانستان کې خپل واک اعلان کړ، تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړل شوې. ازادي راډیو په دې تړاو له هغو ښځینه زده‌کوونکو او محصلینو سره خبرې کوي چې له ثانوي او لوړو زده‌کړو محرومې دي. په دې لړۍ کې د ازادي راډیو خبریال د ارزګان ولایت د دوولسم ټولګي له یوې زده‌کوونکې سره چې تخلص‌یې افغان دی، خبرې کړي. دا مرکه د دې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

د افغانستان پخوانی صدراعظم احمد شاه احمدزی مړ شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان پخوانی صدراعظم احمد شاه احمدزی نن د ۷۷ کلونو په عمر مړ شو. د هغه زوی موسی احمدزي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "انجنیر صاحب له درېیو میاشتو راهیسې ناروغ و، په دې موده کې په روغتون کې بستر و چې نن‌یې خپل روح حق ته وسپاره." احمد شاه احمدزی په ۱۹۹۰مو کلونو کې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو پر خلاف په مبارزه کې له مهمو څېرو ګڼل کېده. احمدزی د مجاهدینو د انتقالي حکومت پر مهال د څه مودې لپاره صدراعظم او بیا د کورنیو چارو وزیر پاتې شوی دی. دی په لومړیو کې د برهان‌الدین رباني په... Читать дальше...



پي ډي اېم: د عمران خان په حکومت کې ګراني ډېره شوې، استعفا دې ورکړي

Mashaalradio.com 

د پاکستان د کورنيو چارو وفاقي وزير شيخ رشيد احمد د پي ډي اېم د نيوکو په ځواب کې د حکومتي پاليسيو دفاع وکړه. رشید د اکتوبر پر ۱۷مه، په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې د پي ډي اېم فعالیتونه غیر موثره دي او دا چې د عمران خان د حکومت درې نیم کاله تېر شوي، او پاتې یو

ځینو فعالانو د افغان نجونو د ښوونځیو بیاپرانیستل کېدو په ملاتړ کمپاین پیل کړ

Pa.azadiradio.com 

د ملالې یوسفزۍ په ګډون د ښځو د حقونو ځینو فعالانو په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د بیاپرانیستل کېدو په ملاتړ انلاین کمپاین پیل کړی دی. زرقا یفتلي، شهرزاد اکبر او ملالې یوسفزۍ په یوه پرانیستي لیک کې چې په انلاین بڼه تر دې شېبې څه باندې دوه لکه او ۲۰ زره کسانو لاسلیک کړی، د طالبانو له مشرتابه غوښتنه کړې چې نجونو ته له شپږم ټولګي پورته هم د تعلیم اجازه ورکړي. د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی صندوق یا یونېسف مرستیال مشر عمر عبدي چې په وروستیو کې یې کابل ته هم سفر کړی و، په خپلو... Читать дальше...

هیدربار: طالبان دې د نجونو ټول ښوونځي پرانیزي

Mashaalradio.com 

طالبان بیا ادعا کوي چې د نجونو د تعلیم د بیا پیل لپاره پر یوه طرزالعمل کار روان دی. د طالبانو یو ویاند ذبیح‌الله مجاهد مشال راډیو ته وویل، ښځو ته په دفترونو کې د کار او نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د تعلیم د اجازې لپاره دوی هڅې کوي:

طالبان: افغانستان کې داعش کوم مرکز نه‌لري، خو ځیني لوري ورته تبلیغات کوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي، په افغانستان کې داعش ډله کوم مرکز نه‌لري، خو د دې ډلې لپاره د ځینو لورو له‌خوا تبلیغات کېږي.  امیر خان متقي د ترکیې له اناتولي خبري اژانس سره په هغه مرکه کې چې پرون خپره شوه ویلي: "داعش ډله په افغانستان کې کوم مرکز نه‌لري، خو تبلیغات ورته کېږي چې د افغانستان حکومت کمزوری معرفي شي او له بهره ورباندې فشارونه زیات شي. داعش له دغو فشارونو مورال اخلي." داعش ډلې په افغانستان کې د یو لړ خونړیو حملو مسؤلیت منلی چې تر ټولو تازه‌یې تېره جمعه په کندهار کې... Читать дальше...

یونېسف: تر پنځو کلونو کم عمره نږدې ۳۹ زره افغان ماشومانو درملنه شوې

Pa.azadiradio.com 

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي، په افغانستان کې یې تر پنځو کلونو د نږدې ۳۹ زره هغو کم عمره ماشومانو درملنه کړې چې له سختې خوارځواکۍ کړېدل.  دغې ادارې نن د ټویټر په یوه متن کې ویلي، په عین حال کې یې په اګسټ او سپټمبر میاشتو کې دوه لکه ۳۷ زره کسانو ته د پاکو اوبو امکان برابر کړی دی. یونېسف تر دې مخکې د افغانستان د روغتیايي سکټور د سقوط خبرداری ورکړی و او ویلي یې و د خوارځواکۍ له امله نږدې یو ملیون ماشومان د مړینې له ګواښ سره مخ دي.

کاپیسا کې د یوه موټر نسکورېدو پنځه کسان مړه کړي

Pa.azadiradio.com 

د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د یوه موټر د نسکورېدو په پېښه کې پنځه کسان مړه شوي دي. په دې ولسوالۍ کې عیني شاهدانو او ځینو سرچینو په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي، دغه فېلډر موټر د غوث درې په شیخان سیمه کې نسکور شوی دی. د دوی په وینا په پېښه کې چې پرون شوې د پنځو کسانو د مړینې ترڅنګ یو تن ټپي شوی دی.

نړیوال کرکټ‌کپ: د پاکستان د ګټې چانس څومره دی؟

Mashaalradio.com 

لومړۍ لوبه کې عمان له پاپوا نیوګېني سره او په دویمه لوبه کې بنګلا دېش له سکاټ لېنډ سره سیالي کوي. ټاکل شوې وه چې دا نړیواله اتلولي تېر کال په هند کې شوې وای خو د کورونا وایرس جهاني وبا له کبله وځنډول شوه.

امیر خان متقي: پر افغانستان نړیوالو بندیزونو او فشارونو د داعش روحیه پیاوړې کړې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، پر افغانستان نړیوالو بندیزونو او فشارونو پر حکومت ناوړه اغېز کړی او د دې لامل شوي چې د داعش روحیه پیاوړې کړي. امیر خان متقي که څه هم د دې فشارونو په اړه وضاحت نه‌ورکوي، خو د افغانستان د بانکي زېرمې کنګل کېدل او د نړۍ له‌خوا د دوی د حکومت په رسمیت نه‌پېژندل، د افغانانو پر حقونو تېری بولي. ښاغلی متقي د ترکیې له اناتولي خبري اژانس سره مرکه کې په افغانستان کې د داعش وروستیو بریدونو ته په اشارې وايي، دا ډله نظامي ځواک نه‌لري، خو هڅه کېږي چې اوسنی حکومت کمزوری وښودل شي. Читать дальше...

د دوه فلم جوړوونکو لېږدوونکی فضايي کپسول د ځمکې په لور راروان دی

Pa.azadiradio.com 

هغه فضايي کپسول چې یو ستورمزلی او دوه روسي فلم جوړوونکي په‌کې سپاره وو، په نړیوال فضايي تم‌ځای کې جلا شو او اوس د ځمکې په لور راروان دی. کپسول نن (یکشنبه) سهار وختي جلا شو. مشهوره روسۍ سینمايي ستورې یولیا پیریسیلد او د مډال ګټونکی فلم ډایرکتر شیپینکو نړیوال فضايي تم‌ځای ته د اکټوبر په ۵مه رسېدلي وو چې هلته په ۱۲ ورځو کې د چلېنج په نوم د یوې ډرامې د یوې برخې فلم واخلي. په نړیوال فضايي تم‌ځای کې ۷ ستورمزلي پاتې دي چې دوه روسان، درې امریکایان، یو اروپايي او یو جاپانی دی.

په ماسپیښني کلاسونو محمد حسنین پاتې تعلیمي لړۍ بیا پیل کړه

Mashaalradio.com 

د خيبر پښتونخوا حکومت په ځینو سرکاري سکولونو کې له ماسپښين وروسته کلاسونه پیل کړې دي. د چارسدې محمد حسنېن د اتم صنف زده کوونکی دی وايي، له درې کالو راهیسې په مستري خانو کې کار کوي او د اقتصادي ستونزو له کبله یو کال له سبقه پاتې شوی دی خو اوس چې دا کلاسونو پیل شوي نو یوځل بيا بې زده کړې پیل کړې دي. نور حال په دې ویډیو راپور کې.

هند د افغانستان پر حالاتو د غور لپاره کنفرانس جوړوي

Pa.azadiradio.com 

هند د افغانستان پر حالاتو او په دغه هېواد کې د بشري بحران د مخنیوي پر لارو چارو د غور لپاره کنفرانس جوړوي. په دې سیمه‌ییز کنفرانس کې چې د هند د ملي امنیت شورا ترتیب کړی او د دغه هېواد د ملي امنیت د سلاکار اجیت دووال په مشرۍ جوړېږي، د پاکستان، روسیې، چین، ایران، تاجکستان او ازبکستان د ملي امنیت سلاکارانو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده. د هندي چارواکو په وینا، په کنفرانس کې به په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي پر لارو، امنیتي وضعیت او همداراز د طالبانو له لوري د بشري حقونو د رعایتولو پر اړتیا خبرې وشي. Читать дальше...


Музыкальные новости
Сергей Брановицкий

Песня под Ключ. Купить Песню под Ключ. Запись Песни под Ключ.





Персональные новости
#123ru.net

28 инвестиционных проектов Туризм.РФ перешли в активную фазу реализации





کوسوو کې نن د ښاروالیو انتخابات ترسره کېږي

Pa.azadiradio.com 

په کوسوو کې نن خلک د ښاروالیو په انتخاباتو کې ګډون کوي. څه باندې یو ملیون او ۸ لکه تنه د رایو په شرایطو برابر دي.  رأی ورکوونکي ۲۷ ښاروالان او د ښاروالیو لپاره ۸۰۰ استازي غوره کوي. دا انتخابات په داسې مهال ترسره کېږي چې په وروستیو اوونیو کې په کوسوو کې د 'کووېډ-۱۹' پېښې زیاتې شوې دي. د کوسوو د عامې روغتیا انستیتیوت سپارښتنه کړې وه چې انتخابات دې وځنډول شي، خو ولسمشر ویوسا عثماني د تېرې اوونۍ په پیل کې وویل چې ممکن د سیاسي ګوندونو مشران دا سپارښتنه ونه‌مني.

شمالي مقدونیه کې نن خلک انتخاباتو کې ګډون کوي

Pa.azadiradio.com 

په شمالي مقدونیه کې نن خلک په سیمه‌ییزو انتخاباتو کې ګډون کوي.  دا انتخابات د صدراعظم زوران زاییف د واکمن سوسیال ډیموکرات ګوند لپاره له پارلماني انتخاباتو وروسته لومړنۍ ازموینه ګڼل کېږي. د ۲۰۲۰ کال په جولای کې د شمالي مقدونیې سوسیال ډیموکرات ګوند په لږ توپیر پارلماني انتخابات ګټلي و.  په شمالي مقدونیه کې د رأی ورکولو په شرایطو د برابرو کسانو شمېر نږدې یو ملیون او ۸ لکو ته رسېږي. دوی د ۸۰ ښاروالیو د استازو د انتخابولو لپاره رایې ورکوي.

د کرکټ د شل اووریزه نړیوال جام لومړی پړاو سیالۍ نن پیلېږي

Pa.azadiradio.com 

له یو کلن ځنډ وروسته د کرکټ د شل اووریزه نړیوالو سیالیو پیل. د هندوستان په رسمي کوربه‌توب د سیالیو لومړی پړاو په عمان او دوهم پړاو په متحده عربي اماراتو کې پیلېږي. ټاکل شوې وه چې یادې سترې نړیوالې لوبې په تېر ۲۰۲۰ میلادي کال کې وشي، خو د کرونا ویروس خپرېدو اجازه ورنه‌کړه. د دې سیالیو د پیل په لوبه کې چې نن د عمان په الامارات لوبغالي کې په سیمه‌ییز وخت ۰۲:۳۰ دقیقې پیلېږي عمان او پاپونیوګیني او په دوهمه لوبه کې چې د شپې به ترسره شي بنګله‌دېش او سکاټلنډ د یو بل په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ځي. د... Читать дальше...

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره: افغانستان مه‌هېروئ او مرستې روانې وساتئ

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو یوه چارواکي له نړیوالو غوښتنه وکړه چې افغانستان هېر نه‌کړي او خپلې بشري مرستې ورسره روانې وساتي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) مرستیال استازي فابریزیو چیزاریتي (Fabrizio Cesaretti) پرون چې د خوړو نړیواله ورځ وه، له کابله په یوه وېډیويي پیغام کې وویل: "د خوړو په دې نړیواله ورځ مو نړۍ ته پیغام دا دی چې افغانستان مه‌هېروئ. مرستندوی هېوادونه به بیا د G20 په غونډه کې سره راغونډ شي، موږ د دوی د پاملرنې غوښتنه کوو چې اساسي مالي مرستې برابرې کړي، په ځانګړي ډول... Читать дальше...

ازبکستان ته تللی طالب پلاوی؛ د سوداګرۍ پر پراختیا او لومړنیو مرستو خبرې وشوې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، په ازبکستان کې یې تللي هیئت د سوداګرۍ پر پراختیا او د ژمي پر مهال له افغانستان سره د لومړنیو توکو د مرستې په باب خبرې وکړې. د طالبانو د حکومت د تېرې شپې په اعلامیه کې راغلي، د دوی هیئت چې مشري یې د رئیس‌الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي کوله، په روغتیايي سکټور کې د همکارۍ، افغانستان ته د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د مزو د غځولو او د مزار شریف او پېښور ترمنځ د رېل‌لارې د غځېدو په اړه بحث وکړ.  د طالبانو د هیئت یوه غړي ضیاالحق حقمل پرون له ازبکستانه تر روانېدو مخکې ملي راډیو ټلوېزیون ته وویل... Читать дальше...

د طالبانو یو چارواکی: د شیعه‌ګانو د جوماتونو د خوندیتوب لپاره اقدام کوو

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت یوه چارواکي پرون شنبه، د شیعه‌ګانو د جوماتونو د خوندیتوب ژمنه وکړه.   دا ژمنه داسې مهال کېږي چې د کندهار د شیعه‌ګانو په یوه جومات کې د وژل شویو مړي پرون شنبه خاورو ته وسپارل شول.   دا حمله چې داعش ډلې یې مسؤلیت منلی، د جمعې د لمانځه پر مهال وشوه چې په نتیجه کې یې ۴۷ کسان ووژل شول او شااوخوا ۷۰ تنه نور ټپیان شول.  د طالبانو حکومت کې د کندهار امنیه قوماندان عبدالغفار محمدي ویلي چې د شیعه‌ګانو د جوماتونو مخې ته به اضافي وسله‌وال وګمارل شي.  د ده په وینا دوی به له ځايي رضاکارو... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

На международной выставке-форуме "Россия" в Москве завершилась тематическая неделя спорта


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Арина Соболенко

Швентек и Соболенко устроили триллер за престижный трофей


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Кирилл Купченко, Директор по послепродажному обслуживанию ABTOДОМ МКАД рассказал о сервисном обслуживании электромобилей Zeekr





Путин в России и мире
Москва

Председатель Госдумы Володин: Путин спас Россию


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Польский судья приехал в Минск и попросил защиты у Лукашенко




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Ольга Бузова

Уроженец Новосибирска блогер Дава признался, что хранит переписки с Ольгой Бузовой



Москва

В Люберцах временно изменят схемы движения автобусных маршрутов на 9 Мая

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net