Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Октябрь
2021

Новости за 08.10.2021

اذربایجان کې د حکومت د مخالف ګوند یو فعال په ۱۳ کاله بند محکوم شو

Pa.azadiradio.com 

باکو کې یوې محکمې نن د اذربایجان د خلکو د جبهې د مخالف ګوند یو فعال په ۱۳ کاله بند محکوم کړ. نیام‌الدین احمدوف د ترهګریز تمویل په تور محکوم شوی دی، خو هغه او ملاتړو یې دا تورونه رد کړي دي.  د احمدوف خپلوانو او همکارانو ته دا اجازه نه‌ده ورکړل شوې چې د محکمې د حکم د اعلان پر مهال حضور ولري.  د محکمې په وروستۍ پرېکړه، احمدوف خپله بې‌ګناهي تکرار کړه او د ځان په وړاندې تورونه‌یې بې‌اساسه وبلل. د هغه وکیل وویل چې هغه به د محکمې د پرېکړې په وړاندې د استېناف غوښتنه وکړي. د اذربایجان د ولسمشر الهام... Читать дальше...

د امریکا بهرنیو چارو وزارت: افغانستان نه ځیني ایستل شوي کسان په شرایطو برابر نه‌دي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، په هغو افغانانو کې چې په خصوصي چارتر الوتنو کې درېیم هېواد ته لېږدول شوي، ځیني یې په شرایطو برابر نه‌دي. د دغه وزارت ویاند ند پرایس ویلي، دا کار کولای شي د امریکا او درېیم هېواد دوه اړخیزې اړیکې زیانمنې کړي او دغه کسان به هم د ځای پر ځای کولو په پلان کې شامل نه‌شي. ښاغلي پرایس د پنجشنبې په شپه په یو خبري کنفرانس کې وویل: "کله چې دا پېښېږي، دا خلک په خورا ستونزمن حالت کې اچوي. دا دوی په خطر کې اچوي چې پرته له کوم پلان څخه متحده ایالاتو ته د تګ پلان لري. موږ له... Читать дальше...

پېښور کې د ګرانۍ ضد د عوامي نیشنل پارټۍ احتجاج

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې د روانې ګرانۍ پرضد د عوامي نيشنل ګوند لخوا د پېښور په يادګار چوک کې د اکتوبر له اوومې نېټې څخه پیل شوی احتجاجي هړتال پاته ورسېد. د مظاهرچيانو وينا وه چې حکومت دې د ګيس او بجلي په نرخونو کې د اضافي فيصله واپس واخلي. نور په دې ویډیويي راپور کې.



کندوز: پر جومات چادونه کې د وژل شویو شمېر ۴۶ ته ورسېد

Mashaalradio.com 

د افغانستان په کندوز کې د جمعې د لمانځه پرمهال په يوه بمي چادونه کې د وژل شويو شمېر ۴۶ ته رسېدلی دی. د طالبانو يو چارواکی وايي، په چاودنه کې ۱۴۳ کسان ژوبل شوي هم دي. د پېښي ذمه واري چا نه ده منلې. ګل اياز د اسوشییېټېډ پرېس اژانس ويډيو رپورټ پښتو کړی

دمیتري موراتوف او ماریا رسا د سږ کال د نوبل د سولې جایزې ګټونکي شول

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د خپلواکې ورځپاڼې (نوو ایا ګازتا) لوی مدیر دمیتري موراتوف او فیلیپین ټبره امریکایۍ ژورنالېسته ماریا رسا د سږ کال نوبل د سولې جایزې ګټونکي بلل شوي دي.  دا جایزه به په فیلیپین او روسیه کې د بیان د ازادۍ لپاره مبارزه کې د دوی د زړورتیا لپاره رسا او موراتوف ته ورکړل شي. د ناروې نوبل کمېټې رئیس بریټ ریس انډرسن نن په اوسلو کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "د ناروې نوبل کمېټې پرېکړه کړې چې د ۲۰۲۱ کال د نوبل د سولې جایزه ماریا رسا او دمیتري موراتوف ته ورکړي چې د بیان د ازادۍ د ساتلو لپاره‌یې هڅه... Читать дальше...

چارواکو: په کندز کې پر یو جومات برید کې ۴۶ کسان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په کندز کې سیمه ایز واکمن وايي چې دغلته پر یو جومات نني برید کې 46 کسان وژل شوي او 143 تنه نور ټپیان شوي دي. دا چاودنه د کندز ښار سید اباد سیمه کې چې اکثریت استوګن یې شیعه افغانان دي د جمعې د لمانځه پرمهال پر لمونځ کونکو شوې ده. په کندز کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ د کمېسيون مسوول مطیع الله روحانې رسنیو ته په یو استول شوې بیان کې ویلې دي، چې د سیداباد جامع جومات په نننۍ پيښې کې ۴۶ تنه ملکیان وژل شوي او ۱۴۳ تنه نور ټپیان شوي دي. روحانې وايي، چې د ا برید د یو انتحارې کس له خوا ترسره شوی دی. Читать дальше...

د کندز ښار یوه جومات کې چاودنې '۴۶ تنه وژلي او ۱۴۳ نور' ټپيان دي

Pa.azadiradio.com 

په کندز کې په یو جومات کې چاودنې ۴۶ تنه ملکي وګړي وژلي او ګڼ نور ولسي خلکو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده. په کندز کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ د کمېسيون مسؤل مطیع‌الله روحاني رسنیو ته په یو استول شوي بیان کې دغه چاودنه تأیید کړې او ویلي دي چې د سیداباد جامع جومات په نننۍ پېښه کې ۴۶ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴۳ تنه نور ټپیان شوي دي. روحاني وايي چې دغه برید د یو انتحاري کس له‌خوا ترسره شوی دی. دا چاودنه د کندز ښار سید اباد سیمه کې چې اکثریت استوګن‌یې شیعه افغانان دي د جمعې د لمانځه پر مهال شوې ده. Читать дальше...

په کندز ولایت کې د نجونو ټول ښوونځي پرانیستي دي

Pa.azadiradio.com 

وروسته له هغه چې افغان حکومت سقوط وکړ او طالبانو په دې هېواد کې خپل واک اعلان کړ، د ټول هېواد په کچه د نجونو ښوونځي وتړل شول او طالبانو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز ولګاوه.   خو په کندز ولایت کې یو شمېر ښوونکي او زده‌کوونکي وايي چې په دغه ولایت کې د ښوونې او روزنې بهیر په عادي ډول جریان لري او نجونۍ خپلو ښوونځیو ته ځي او طالبانو ښوونځیو ته د نجونو پر تګ کوم بندیز نه‌دی لګولی.  د کندز ښار د بي‌بي امنه لېسې یوې ښوونکې ازادي راډيو ته وویل: "موږ د پخوا په شان خپلو ښوونځیو ته ځو، زده‌کوونکو ته درس ورکوو. Читать дальше...



له افغانستان څخه بهر ته د کارګو پروازونو لړۍ پیلېږي

Pa.azadiradio.com 

د کابل هوايي دهلېز له لارې د ځلغوزو د صادراتو لړۍ پیلېږي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسؤلان وايي چې راروانه اوونۍ کې به بهر ته د کابل هوايي ډګر څخه د کارګو سوداګریز پروازونه د ځلغوزو په لېږد پیل شي. د دغې خونې مرستیال محمد یونس مهمند د اکټوبر په ۷مه نېټه وویل چې د کارګو لومړی پرواز به په درېیو تر څلورو ورځو کې د کابل هوايي ډګر څخه ترسره شي. دا به د طالبانو په لاس د کابل ولایت له نیولو لومړی کارګو پرواز وي چې په اول ځل له افغانستان څخه ځلغوزې بهر ته صادروي. د افغانستان د سوداګرۍ... Читать дальше...

د غور ولايت بزګر: د ترياکو د ګډوډو بيو له امله مو نورو کښتونو ته مخه کړې

Pa.azadiradio.com 

په وروستیو دوو میاشتو کې د افغانستان په ځينو ولايتونو کې د ترياکو بیه لوړه شوې او دليل‌يې دا بلل شوی چې ځينو مافيايي ډلو ترياک رانيولي او زېرمه کړي دي. خو بيا هم په ځينو ولايتونو کې بزګرو پرېکړه کړې چې تر دې وروسته کوکنار ونه‌کري، ځکه چې د کوکنارو بيه د وخت په تېرېدو سره بدلون مومي او ګټه‌يې د بزګرو پر ځای مافيايي ډلو ته رسېږي. د غور ولايت ۶۲ کلن عبدالله نومی بزګر وايي چې د کوکنارو تر څو کلن کښت وروسته‌يې سږکال په خپله ځمکه کې د خاشخاشو پر ځای بل تخم کرلی دی. دی وايي چې د کوکنارو خطر د بزګر پر غاړه دی، خو ګټه‌يې قاچاق کوونکي ته رسېږي. Читать дальше...

افغان بزګران له نړيوالې ټولنې غواړي ورسره د بديل کښت په برخه کې مرستې وکړي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې په روان شمسي کال کې د کوکنارو د کښت د اندازې په اړه هېڅ رسمي راپور نه‌دی خپور شوی، ځيني اروپايي هېوادونه په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د دوام په اړه اندېښنې لري. دا هېوادونه اندېښنه لري چې د طالب مقاماتو له‌خوا د څارنې فعال سيستم او د رسمي ژمنتيا د نشتوالي له امله به په افغانستان کې د کوکنارو کښت يو ځل بيا ډېر شي. بزګران بيا دا اندېښنه لري که طالب مقامات د نړیوالې ټولنې د فشار په نتيجه کې د بديل کښت او اقتصادي مرستو پرته د کوکنارو کښت بند کړي، نو دوی به له سختې بې‌وزلۍ او لوږې سره مخ شي. Читать дальше...

هرنايي کې له زلزلې زیانمن شوي کورونه په تصویرونه کې

Mashaalradio.com 

بلوچستان کې چارواکي وايي، په هرنايي کې د اکتوبر پر اوومه د شپې درې بجې په راغلې زلزله کې شاوخوا ۲۵ کسان وژل شوي او تر ۲۵۰ زیات ژوبل دي. د دوی په وینا په زلزله کې تر ۸۰۰ زیات کورونه زیانمن شوي دي. د مشال رېډيو خبریال صمد شبنم په هرنايي کې د ړنګو ودانیو تصویرونه کښلي

چک جمهوریت کې پارلماني انتخابات؛ د اوسني صدراعظم اندري بابېش شهرت ازمویل کېږي

Pa.azadiradio.com 

په چک جمهوریت کې نن پارلماني انتخابات کېږي. دا انتخابات به د اوسني صدراعظم اندري بابېش شهرت وازمويي. نظرپوښتنې ښيي چې بابېش او د ده (اې اېن او) ګوند ممکن په دې انتخاباتو کې چې سبا هم دوام کوي، په لږ توپیر وړاندې شي، خو له دې ډېر لیرې دی چې اکثریت ترلاسه کړي. دوه کوچني ګوندونه یعنې کیڼ اړخی سوسیال ډیموکرات او کمونېست ګوند چې اوس د ده د اقلیت حکومت ملاتړ کوي، ښايي دومره رایې ترلاسه نه‌کړي چې په پارلمان کې چوکۍ ولري. دا مسئله ممکن د بابېش (اې اېن او) ګوند اړ باسي چې له سختو ښي اړخو ملتپالو سره لاس یو کړي څو په واک کې پاتې شي. Читать дальше...

بلوچستان زلزله: هرنايي کې له یوه کوره درې جنازې ووتې

Mashaalradio.com 

د بلوچستان په هرنايي کې د زیارت په شپه پېشلمي مهال راغلې درنې زلزلې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژلي او تر ۲۵۰ ډېر یې ټپیان کړي دي. په دغه زلزله کې د امیرمحمد مور او دوه وروڼه وژل شوي دي. د مشال رېډیو خبریال صمد شبنم هرنايي ته ورغلی او خبرې یې ورسره کړې دي.


Музыкальные новости
Филипп Киркоров

Филипп Киркоров отметит день рождения в «Шоу Воли» на ТНТ





Персональные новости
Александр Мостовой

Экс-футболист Мостовой о предложении от "Пари НН": будем думать и смотреть





د امریکا بهرنیو چارو وزارت مرستیالې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر سره ولیدل

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې وېنډي شېرمن د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره کتلي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې اغلې شېرمن او ښاغلي قریشي د افغانستان پر روان وضعیت، د سیمې امنیتي حالاتو او دوه اړخیزو اړیکو باندې بحث کړی دی. په اعلامیه کې ویل شوي چې اغلې شېرمن د پاکستان ستاینه کړې چې له افغانستانه د امریکا او نورو هېوادونو د اتباعو په ایستلو او هم په سیمه کې د امنیت د راوستلو لپاره هڅې کړې دي. د قریشي په حواله راغلي چې امریکا او پاکستان... Читать дальше...

د امریکا عدلیې وزارت: یو افغان د سړي تښتونې سربېره په نورو جرمونو هم تورن شو

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو د عدلیې وزارت وایي یو افغان چې ۲۰۰۸ کال کې د سړي تښتونې له تورونو سره مخ و، اوس په نورو جرمونو هم تورن شوی.  حاجي نجیب‌الله چې د سړي تښتونې د تورونو د رسیدګي لپاره تېر کال له اوکرائینه امریکا ته انتقال شو، پرون پر امریکايي ځواکونو د بریدونو تور هم پرې ولګېد.  د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي په نجیب‌الله باندې نوې دعوه په افغانستان کې د طالبانو د قوماندان په توګه د هغه کارونه دي چې له امله‌یې دی په بېلابېلو ترهګریزو جرمونو تورن بلل کېږي. نجیب‌الله... Читать дальше...

د چک جمهوریت پارلماني ټاکنې ترسره کېږي

Pa.azadiradio.com 

نن او سبا د چک جمهوریت پارلماني ټاکنې ترسره کېږي. چکان داسې وخت دې ټاکنو کې ګډون کوي چې اوسنی صدراعظم او کاندید اندري بابېش د هغه د تجارت او بهرنیو جایدادونو په تړاو له ګڼو پوښتنو سره مخ دی. وړاندوینې ښيي چې بابېش او د هغه ګوند "انو" (ANO) به مخکې وي، خو د رایو له اکثریت ګټو شاته بلل شوی.  د بابېش دوه ملاتړي واړه ګوندونه کیڼ اړخی سوشیال ډیموکرات او کمونېست ګوند ښايي کافي څوکۍ ونه‌ګټي چې په پارلمان کې پاتې شي.  دا چاره به د دې لامل شي چې «ANO» ګوند د ښي اړخي ملتپالي ګوند سره ائتلاف وکړي.

طالبانو ازبکستان ته له افغان خاورې د دوی پر ضد د نه‌کارول کېدو ډاډ ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، د طالبانو په مشرۍ حکومت چارواکو ډاډ ورکړی چې هېڅکله به افغان خاوره د ازبکستان پر ضد ونه‌کارول شي. عبدالعزیز کاملوف دغه څرګندونې تېره ورځ په کابل کې د طالبانو په مشرۍ حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره تر لیدنې وروسته کړي او وايي هېواد یې د ترانزیټ، انرژۍ او تجارت په برخه کې افغانستان سره په خپلو ژمنو ولاړ دی. ښاغلي متقي تېره ورځ په کابل کې له ښاغلي کاملوف سره تر خبرو وروسته خبریالانو ته وویل چې له ازبکستان سره د اړیکو د پراختیا غوښتونکي دي او اقتصادي پروژو ته به وده ورکړي. Читать дальше...

کابل کې د پاسپورټ دفتر مخې ته سلګونو خلک په قطارونو ولاړ دي

Mashaalradio.com 

د طالبانو په واکمنۍ کې د پاسپورټ دفتر له بیا پرانستلو سره ګڼ خلک ور روان دي. کابل کې د پاسپورټ دفتر مخې ته د ګډوډۍ مخنیوي لپاره طالبان خلک په زور په قطارونو کې د ودرولو هڅه کوي. چارواکي وايي، هره ورځ به له ۵۰۰۰ تر ۶۰۰۰ پاسپورټونه جاري کوي او خلک دې د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره ګډوډي نه جوړوي. نور حال په دې راپور کې ویډیو: اې پي

Спорт в России и мире
Москва

В Москве в 12-й раз пройдет фитнес-фестиваль «ФитЭкспо 2024»


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
ATP

Рублёв поднимется на шестое место в рейтинге ATP после победы на «Мастерсе» в Мадриде


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

«Метриум»: Заповедные земли





Путин в России и мире
Москва

Посвященную инаугурации Путина марку начали продавать в главпочтамте Москвы


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Лукашенко заявил о мгновенном ответе Минска на любую агрессию




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Филипп Киркоров

«Это было гениально!»: красноярец Илья Соболев спародировал Киркорова – Филипп оценил



Москва

Система теплоснабжения Москвы переходит на зимний режим за два–три дня

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net