د غور ولايت بزګر: د ترياکو د ګډوډو بيو له امله مو نورو کښتونو ته مخه کړې
خو بيا هم په ځينو ولايتونو کې بزګرو پرېکړه کړې چې تر دې وروسته کوکنار ونهکري، ځکه چې د کوکنارو بيه د وخت په تېرېدو سره بدلون مومي او ګټهيې د بزګرو پر ځای مافيايي ډلو ته رسېږي.
د غور ولايت ۶۲ کلن عبدالله نومی بزګر وايي چې د کوکنارو تر څو کلن کښت وروستهيې سږکال په خپله ځمکه کې د خاشخاشو پر ځای بل تخم کرلی دی.
دی وايي چې د کوکنارو خطر د بزګر پر غاړه دی، خو ګټهيې قاچاق کوونکي ته رسېږي.
عبدالله زیاتوي: "سږکال مو پټاټې يا کچالو کرلي دي، کچالو که څه هم لږ خراب دي، خو د کوکنارو تر کښت ښه دي او موږ ته ډېره ګټه رارسوي."
د غور ځيني اوسېدونکي د بزګرو د دې کار هرکلی کوي، خو د دې ترڅنګ وړانديز کوي چې په غور ولايت کې د کوکنارو د کښت بشپړ منع کولو لپاره بايد بزګرو ته د بديل کښت امکانات برابر شي او زراعتي محصولاتو تهيې بازار وموندل شي.
د غور ولايت يو اوسېدونکی نصير احمد وايي چې په دوو درېيو وروستيو کلونو کې په غور ولایت کې د کوکنارو د کښت له امله معتادين ډېر شوي چې ډېره برخهيې ځوانان دي.
نصیر احمد وايي: "زه له ټولو بزګرو څخه هيله کوم چې کوکنار ونهکري، ځکه د کوکنارو د کښت له لارې زموږ ځوانان په نشو اخته کېږي او راتلونکی بهيې تياره وي."
که څه هم طالبانو د کوکنارو د کښت په اړه تر اوسه رسمي اعلاميه نهده خپره کړې، خو د طالبانو ځينو سيمهييزو چارواکو د کوکنارو کښت او نشهيي موادو کاروبار منع کړی دی.
د غور د والي مرستيال شمسالله ازادي راډيو ته وويل چې دوی به بزګرو ته د بديل کښت زمينه برابره کړي: "موږ د بزګرو لپاره د باغدارۍ او زراعت زمينه برابروو، انشاءالله چې په غرنيو سيمو کې به د غنمو، پټاټو او نورو کښتونو له لارې د خلکو اړتیاوې پوره کړو."
ځيني بزګر په داسې حال کې د کوکنارو له کښت څخه لاس اخلي چې د افغانستان په تودو يا ګرمسېرو ولايتونو کې د کوکنارو دوه فصله ترياک ټول شوي او بزګر خپلې ځمکې د کوکنارو د درېيم فصل لپاره چمتو کوي.
د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره واورئ:
