پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته ګڼ شمېر سندرغاړي له کندهاره وتلي دي.
یو شمېر هغه سندرغاړي چې لا هم په دغه ولایت کې پاتې دي وایي، تر اوسه يې د فعاليت برخليک نه دی معلوم چې له امله يې دوی له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوي دي.
دوی له طالبانو غواړي چې د سندرغاړو د فعالیت په اړه خپله پرېکړه اعلان کړي.
بشپړ راپور یې ددې تړوني په کېکاږلو سره اوریدلی شئ:
د کرکټ د شلو اورونو نړیوال جام د سیالیو په لړ کې د افغانستان او پاکستان لوبډلې په خپلو کې مسابقه کوي.
پاکستان د هند او نیوزیلنډ په ماتولو سره اوس د دویم ګروپ د جدول په سر کې دی، افغانستان تر پاکستان وروسته د سکاټلنډ په وړاندې په یوې بریا سره په دویم کتار کې راځي. تمه کېږي چې په افغانستان او پاکستان کې په ملیونونو کسان د دواړو هېوادونو د کرکټ مسابقه وګوري. له ازادۍ رادیو صفي الله ستانکزي او امید مرزبان، دغه راز له مشال راډیو اسرار عالم مومند په نړیوال جام کې د افغانستان او پاکستان د مسابقې په اړه بحث کړی دی.
د شل اووريز نړيوال کرکټ کپ په سوپر ۱۲ پړاو کې د پاکستان او افغانستان کرکټ لوبډلو ترمنځ د اکتوبر پر ۲۹مه کېدونکیسیالۍ په اړه د مشال او ازادۍ راډيو ګانو همکارانو يو بحث کړی چې تاسو يې دلته کتلای شئ.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به سبا د کرکټ په نړیوال شل اووریز جام کې له پاکستان سره لوبه وکړي.
دا لوبه د افغانستان په وخت شپږ نیمې بجې د دوبۍ په نړیوال لوبغالي کې کېږي.
د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل چې دې لوبې ته پوره تیاری لري او افغان لوبغاړي به د لوبې د ګټلو په تکل میدان ته ښکته شي.
افغانستان خپله لومړۍ لوبه له سکاټلنده په ستر توپیر ګټلې.
پاکستان که څه هم د شل اووریزو لوبو پیاوړې لوبډله بلل کېږي او په روانو سیالیو کې يې د هند او نیوزیلنډ په څېر پیاوړې لوبډلې... Читать дальше...
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو په اساس د نیمروز فوټبال غوره لیګ چې څلور میاشتې مخکې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ پیل شوی و، د ابو مسلم فوټبال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد.
په دغه لیګ کې سعادت، سیستان، برادران نورزاد، ابو مسلم، انقلاب، استقلال، ښایسته اتلان، میوند او همبستګي لوبډلو ګډون کری وو چې د دې سیالیو اتلې لوبډلې د افغانستان د سوېل لوېدیځ اتلانو لیګ کې د لوبېدو جواز هم ترلاسه کړ.
په تخار کې هم د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د پیروزي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د تخار فوټبال فدراسیون رئيس... Читать дальше...
د کرکټ په نړیوال شل اووریز جام کې نن اسټرالیا د سریلانکا په وړاندې لوبېږي.
دا لوبه د افغانستان په وخت ۶ نیمې بجې د دوبۍ په لوبغالي کې کېږي.
دواړو لوبډلو خپلې لومړۍ لوبې ګټلې دي او که نن هره لوبډله لوبه وګټي، د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته به یو ګام ورنږدې شي.
د کرکټ مبصرین وايي چې اسټرالیا د تجربه لرونکو لوبغاړو په درلودلو سره کولای شي د سریلانکا ځوانه لوبډله ماته کړي، خو دا هم له احتماله لیرې نهده چې په اسيا کې د سریلانکا ځوانه لوبډله دې استرالیا ته ماته ورکړي.
د دې سیالیو د تېرې ورځې... Читать дальше...
شااوخوا دوه میاشتې وړاندې د طالبانو له لوري د کابل په ګډون د افغانستان د نورو ولایتونو له نیولو وروسته، د پخواني حکومت په رهبرۍ د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه وپاشېدل، هغه ځواکونه چې د افغانستان خلکو او نړیوالو د هېواد د دفاع په برخه کې پوره باور پرې درلود.
اوس هغه افغان نجونې او ښځې چې د مخکېني حکومت پر مهالیې د ملي اردو په لیکو کې دندې ترسره کولې، ادعا کوي چې د طالبانو له لوري له لوړو امنیتي ګواښونو سره مخ دي.
یو شمېر دغه ښځې چې د دوی شمېر له ۲۰۰ زیات دی اوس ازادي راډیو ته وویل، د دې له ډاره... Читать дальше...
د کالعدم تحريک لبیک پاکستان د احتجاجي لاريون له وجې يوځل بيا د فیض اباد چوک په کنټېنرونو بند کړل شو.
فېض اباد چوک کې د احتجاجونو له وجې د پېنډۍ او اسلام اباد ولس له سختو ستونځو سره مخامخ شوی دی. نور په دې ویډیو راپور کې وګورئ.
امرالله صالح ویلي زلمي خلیلزاد افغانان تېر ایستل او اوس په مرکو باندې خپله ناکامي نهشي پټولی.
د لیرې کړای شوي جمهور رئیس اشرف غني مرستیال ښاغلي صالح دا خبره د زلمي خلیلزاد د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې کړې ده.
امرالله صالح د طالبانو له واکمنېدو وروسته ځان د افغانستان د جمهوري دولت سرپرست ولسمشر اعلان کړی و او تر ډېره وخته په پنجشېر کې د مقاومت له ډلې سره مل و.
صالح په خپل ټویټر باندې پر خلیلزاد په نننیو تُندو نیوکو کې هغه د افغانستان د سقوط او وروستیو تحولاتو اصلي مسؤل بللی دی.
امرالله... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو یو چارواکی وایي له اړمنو افغانانو سره د مرستو لپاره دا سازمان کافي پیسې په واک کې نهلري.
دغه سازمان مخکې ویلي چې د افغانستان نږدې نیمايي نفوس خوراکي موادو ته سخته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو چارواکي د نوم له اخیستلو پرته روېټرز ته ویلي چې سیاسي حللارو ته اړتیا ده.
د روېټرز د راپور په اساس ظاهراً د ملګرو ملتونو دغه چارواکي د افغانستان د میلیاردونو ډالرو کنګل شویو پیسو بېرته خلاصون غوښتی.
له دې سره په یو وخت چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل امریکا د دغه هېواد نږدې ۱۰... Читать дальше...
د سوډان امنیتي ځواکونو یو شمېر مظاهره کوونکي نیولي چې دقیق شمېر یې معلوم نهدی.
دا نیول د پوځي کودتا په تعقیب په داسې حال کې کېږي چې نړیوالې ټولنې د دې هېواد پر پوځ بندیزونه زیات کړي دي.
د اسوشیټډ پرس په وینا، په سلګونو مظاهرهچیانو د سوډان د پلازمېنې خارطوم په ختیځ کې پر امنیتي ځواکونو ډبرې وویشتلې.
د خارطوم په شمال کې امنیتي ځواکونو په لسګونه مظاهرهچیان د اوښکې بهوونکي ګاز او ربړي مرمیو په ډزو وویشتل.
د سوډان د اطلاعاتو وزارت چې لا هم د سوډان لیرې شوي حکومت ته وفادار دی، ویلي چې امنیتي ځواکونه د پلازمېنې کنټرول ګړندی کوي. Читать дальше...
په افغانستان کې د یو شمېر شرکتونو او قراردادي کمپنیو کارکوونکي وايي ننيې د هغه پروژو په اړه چې په دې هېواد کې يې د مخکېني حکومت پر مهال کار کړي او پیسې يې نهدي ورکړل شوي، په کابل کې يې د یوناما دفتر مخته اعتراض وکړ.
دغه اعتراض کوونکي وایي ۱۲۰ ساختماني شرکتونو نړیوال بانک سره قراردادونه درلودل او اوس دغه بانک د دوی د پروژو شااوخوا ۲۰ ملیونه ډالر نهدي ورکړي.
د دغو شرکتونو مسؤلینو په کابل کې د ملګرو ملتونو استازولۍ دفتر یوناما څخه غوښتي تر څو تر نړیوال بانکه د دوی غږ ورسوي.
په کابل کې د یو... Читать дальше...
د اکتوبر پر ۲۸مه په نيويارک کې خپور شوي دې راپور کې ويل شوي چې د تيرو ۱۰ کلونو پر مهال په نړۍ کې ۲۷۸ خبريالان وژل شوي چې په هغوی کې د ۲۲۶ قاتلان لا هم نه دې سزا شوي. په راپور کې راغلي چې پر دې سربېره ګڼ خبريالان ځورول شوي او له بندېزونو سره مخامخ شوي دي.
د مشال رېډيو د راټولو کړو معلوماتو ترمخه په دغو کې له تېر حکومت سره کارکوونکي، دينيعالمان او ځوانان شامل دي. د دې تر څنګ پر طالبانو هم وخت په وخت بریدونه کېږي چې ذمه واري يې داعش وسله واله ډله پر غاړه اخلي.
دې غونډه کې د روسیې په ګډون د افغانستان شپږ ګاونډيو هېوادونو ایران، پاکستان، چین، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان ګډون وکړو. طالبان په ناسته کې نه وو خو د چین او روس استازو په انلاین بڼه پکې برخه واخیستله.
په متحده عربي اماراتو او عمان کې روان شل اووريز نړيوال کرکټ کپ ته په پاکستان، افغانستان او هند کې د کرکټ مينوالو پینځه کاله انتظار وکړ او تر دومره اوږده ځند پس یې دا مهال تاثرات څه دي.
اسرار عالم مومند د رويټرز خبري اژانس له ويډيو ګانو دا راپور جوړ کړی دی.
د خوست امنیتي چارواکي وايي، د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۹ کسان د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور نیول شوي دي.
نن پنجشنبه (د لړم په ۶مه نېټه) د خوست د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پرضد مدیریت مدیر مولوي محمد صابر صابري رسنیو ته وویل، له یادو کسانو ۳ تنه د قتل، یو تن د نشه يي توکو د کاروبار او ۵ تنه د غلا په تور د امنیتي او کشفي ادارو د منسوبینو له خوا نیول شوي دي.
د خوست امنیتي چارواکو چې د امنیه قوماندانۍ د وروستیو لسو ورځو لاسته راوړنې د رسنیو سره شریکولې وویل، د نشه يي توکو د پلورنکي سره... Читать дальше...
د کندهار مشهوره انار اوس د سپین بولدک او چمن ترمنځ د لارې د تړل کېدو له امله پر وخت نړیوالو بازارونو ته نه رسېږي.
بڼوال او سوداګر له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
سیمه ییز خبریال پرې دا انځوریز راپور برابر کړی دی، دلته یې کتلی شئ:
له افغانستانه له د امریکايي عسکرو له وتلو نږدې دوه میاشتې پوره کېږي، خو لا يې هم له دې هېواده د خپلو اتباعو او هغه افغانانو د ایستلو لړۍ نه ده بشپړې کړې چې له دې هېواد سره يې کار کړی دی.
د روان میلادي کال په اګسټ میاشت کې امریکايي عسکرو له افغانستانه د وتلو سره سم له دې هېواده د بهرنیو اتباعو او د هغه افغانانو د ایستلو پروسه هم پیل کړه چې له دوی سره یې کار کړی و او په افغانستان کې یې ژوند له خطر سره مخ و.
امریکا په دغه ماموریت کې چې د اګسټ میاشتې تر ۳۱ مه یې دوام وکړ، شااوخوا ۱۲۴ زره کسان وایستل،... Читать дальше...
د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس مصباح الدین مستعین ازادي راډیو ته وویل، د کرنې او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عبدالرحمن راشد په کابل کې د ترکیې له سفیر جهاد ارګینای سره کتلي دي.
ښاغلي راشد په دې لیدنه کې ویلي دي چې افغانستان او ترکیه ډېر مشترکات لري او وروستیو تحولاتو او اقتصادي ستونزو ته په کتو یې له ترکیې د کرنې په برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه.
مولوي عبدالرحمان راشد د کانالونو او څړځایونو په جوړولو کې هم له ترکیېد مرستو غوښتونکی شو.
په ورته وخت کې د ترکیې... Читать дальше...
د طالبانو حکومت د مالیې وزارت ازادي راډیو ته په یوې رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي دي، دا چې په هېواد کې د اوړو، غوړیو او بورې مصرف ډېر دی، د دې اجناس محصول یې هم کم کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي دي، که پخوا د یو ټن اوړو محصول ۳۰۹۵ افغانۍ و، اوس به ۱۰۰۰ افغانۍ محصول ترې اخیستل کېږي چې د پخوا پرتله ۶۷.۷ سلنه کم شوی دی.
همدا ډول د یو ټن غوړیو محصول پخوا ۵۸۸۵ افغانۍ و، خو له دې وروسته به ۲۰۱۲ افغانۍ محصول ترې اخیستل کېږي چې د پخوا پرتله ۶۵.۸ سلنه کموالی په کې راغلی دی.
همدا ډول یو ټن بوره چې مخکېنی محصول... Читать дальше...
له اقتصادي پلوه د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو مشران د شنبې او یکشنبې په ورځو د ایټالیا په پلازمېنه روم کې غونډه کوي، په تېرو نژدې دوو کلونو کې چې په نړۍ کې د کرونا وبا خپره شوې ده د جي شل هېوادونو غونډه دا پلا ځانګړې ده.
د جي شل د راتلونکې اوونۍ د پیل د سرمشریزې ځانګړتیا په دې کې ده چې د لومړي ځل لپاره د دغو هېوادونو مشران په حضوري ډول په غونډه کې برخه اخلي.
د سپینې ماڼۍ په وینا د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جوبایډن او د امریکا لومړۍ مېرمن جېل بایډن به ټاکل شوې ده چې نن د امریکا په وخت غرمه دولس نیمې بجې له واشنګټنه روم ته روان شي. Читать дальше...
د کرکټ په نړیوال شل اووریز جام کې به سبا ماښام د افغانستان او پاکستان ټيمونه سره مخ شي.
دا ټيمونه د متحده عرب اماراتو او عمان په کوربه توب د روان شل اووریز جام په دویم ګروپ کې شامل دي.
افغانستان خپله لومړۍ لوبه په لوی توپیر له سکاټلنډ ګټلې او پاکستان هم د هند او نیوزیلنډ لوبډلې ماټې کړي دي.
پاکستان په ګروپ کې اول او افغانستان دویم ځای لري. د هر ګروپ د سر دوه لوبډلې به د پنځو لوبو تر نتیجې وروسته سیمې فاینل ته لار پیدا کوي.
تر سبانیو لوبو را مخکې نن، په نړیوال جام کې اسټرالیا او سریلانکا چې په اول ګروپ کې شامل دي سره مخ کېږي.
لسګونه افغانانو چې د امریکا د فولبرایټ تحصیلي بورسونو لپاره یې نوم لېکنه کړې له امریکا غوښتي چې د دوی مرکې بشپړې کړي.
دغو خلکو په انلاین توګه د لاسلیکونو د راټولولو یو کمپاین هم پیل کړی دی.
د دغو لاسلیکونو شمېر دم ګړی څه باندې اووه نیم سوو ته رسیدلی چې ډېری د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ تحصیلي کلونو لپاره د فولبرایټ بورسو غوښتونکي، فولبرایټران او فعالان دي.
د چېنج په نوم د لاسلیکونو د راټولو په پاڼه کې د یاد کمپاین مخته وړونکو د امریکا له بهرنیو چارو وزارت غوښتي چې د فولبرایټ بورسیو لپاره د هغو افغانانو... Читать дальше...
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي له نړیوال بانک او د پیسو له نړیوال صندوق نه وغوښتل چې د افغانستان د مالي ملاتړ چارې له سره پيل کړي.
وانګ یي دا خبره تېره ورځ د ویډیو کانفرانس له لارې د افغانستان د ګاونډیو هغې غونډې ته وکړه چې تهران کې جوړه شوې وه.
رویټرز اژانس د چین د بهرنیو چارو د وزیر په حواله لیکلي، " افغانستان اوس مهال ټولو برخو کې بیاجوړونې ته اړتیا لري او پراختیا ته یې باید لومړیتوب ورکړل شي".
وانګ یي له امریکا او نورو لویدېځو هېوادونو غوښتي چې پر افغانستان لګول شوي یو اړخیز بندیزونه لرې کړي. Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Открытый московский фестиваль конного искусства и спорта пройдет на ВДНХ
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
ATP
Андрей Рублев поднялся на шестое место в рейтинге ATP
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Кирилл Купченко, Директор по послепродажному обслуживанию ABTOДОМ МКАД рассказал о сервисном обслуживании электромобилей Zeekr
Путин в России и мире
Москва
Посвященную инаугурации Путина марку начали продавать в главпочтамте Москвы
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Польский судья отказался от должности и попросил защиты у Лукашенко. Он обвинил Варшаву в нечестной политике
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Москва
В Люберцах временно изменят схемы движения автобусных маршрутов на 9 Мая
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net