نن یکشنبه ۴۵ ټنه ځلغوري د هوایي دهلېز له لارې چین ته صادره شوه.
د طالبانو د حکومت چارواکي وایي، پر افغانستان د دوی له حاکمیت وروسته دا لومړی ځل دی چې ۴۵ ټنه ځلغوزي د هوایي دهلېز له لارې چین ته صادرېږي چې ارزښتیې یو میلیارد امریکایي ډالرو ته رسېږي.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې رسنیو ته وویل، د روان کال له پیله په افغانستان کې له ۱۳ تر ۱۴ زره ټنو پورې ځلغوري تولید شوي چې له دې اندازې ۴۵ ټنهیې نن د کام ایر هوایي شرکت په همکارۍ د هوايي دهلېز له لارې چین ته صادره شوه. Читать дальше...
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وایي، د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر سرهیې کابل کې پر بشري مرستو، امنیت، بیارغونه او ترانزیټ ګټورې خبرې کړې دي.
امیر خان متقي نن له رشید مرادوف سره په کابل کې یوې ګډې خبري ناستې ته وویل، دې برخو کې هوکړې هم شوي چې دوی هڅه کوي عملي بڼه ورکړي.
ښاغلی متقي زیاتوي: "کوشش به دا کوو، دا ټول څه چې وشول، که توافقات وشول یا خبرې دا په عمل کې پیاده شي او دواړو هېوادونو او ولسونو او بالاخرهیې ټولې سیمې ته ګټه ورسېږي."
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف... Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن خپل چینایي سیال ته خبرداری ورکړ چې د تایوان په وضعیت کې د بدلون لپاره باید یو اړخیز عمل ونهکړي.
بلېنکن او وانګ یي نن په روم کې د «جي۲۰» یا ۲۰ پیاوړو اقتصادي هېوادونو د غونډې په څنډه کې سره وکتل.
بلېنکن خپل چینایي سیال ته وویل، امریکا د چین د هغو اقداماتو مخالفه ده چې په تېرو دوو میاشتو کې یې تایوان کې کړي دي.
د چین د اقداماتو له کبله تایوان کې شخړې رامنځته شوې دي.
پیکېنګ د چین په ملي ورځ چې د همدې میاشتې په سر کې وه، تایوان ته په یوه ضربتي ډله کې ۱۴۹ جنګي الوتکې ولېږلې.
د طالبانو لوړپوړو چارواکو ومنله چې پرون د دوی مشر ملا هبتالله اخندزاده په کندهار کې یوې غونډې ته خبرې کړې دي.
د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیحالله مجاهد ازادي راډيو ته وویل: "هو د افغانستان د اسلامي امارت زعیم محترم امیرالمومنین شېخ هبتالله اخندزاده تېره ورځ کندهار کې له ځینو دیني علماوو او سپین ږیرو سره یوه جلسه کې ګډون وکړ. هغوی تهیې د اړوندو مسایلو او اسلامي امارت اړوند پیغام ورکړ. خبرې یې وکړې او ستونزې یې واورېدې. دا خبره واقعیت لري."
هبتالله اخندزاده چې له... Читать дальше...
د طالبانو له راتګ وروسته د لومړي ځل لپاره له افغانستانه چین ته په ځلغوزو بار یوه الوتکه والوته.
د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دا کارګو الوتکه نن د کابل له هوایي ډګره چین ته ولاړه.
لا معلومه نهده چې دې کارګو کې څه اندازه ځلغوزي بار شوي و.
چین ته دا صادرات وروسته تر دې وشول چې تېره اوونۍ د طالبانو یوه لوړپوړي پلاوي په دوحه کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یي سره وکتل.
په دې ملاقات کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د چین د بهرنیو چارو وزیر ته د ځلغوزو یوه کڅوړه د ډالۍ په توګه ورکړه. Читать дальше...
هېبت الله اخونزاده په دارلعلوم حکیمه مدرسه کې د وینا پر مهال د وژل شوو طالبانو او د افغانستان د هغه خلکو چې په تېرو ۲۰ کلونو کې له بهرنیو سره جنګېدلي وو، لپاره دوعاګانې وکړې.
مفتي منيب الرحمن وويل چې دوی د منځګړي په حېث له حکومتي چارواکو او تحريک لبيک ډلې سره لږ تر لږه ۱۲ ساعته پرله پسې خبرې اترې وکړې چې هدف يې په سوليزه توګه د ستونزې حل وو.
طالب چارواکي هغه راپورونه بېبنسټه بولي چې ګنې دوی په پاکستان کې د افغانستان سفارت او ځینو قونسلګریو ته رسمي ډیپلوماتان لېږلي دي.
د لړم په۷مه د ازادې اروپا/ ازادي راډیو مشال څانګې په اسلاماباد کې د افغان سفارت د یوه چارواکي له قوله راپور ورکړ چې طالبانو پاکستان ته خپل ډیپلوماتان استولي، څو هلته په سفارت او ځینو قونسلګریو کې کار وکړي.
په راپور کې د سرچینو له قوله لیکل شوي وو، په دې کسانو کې سردار احمد شکېب د سفارت د لومړي سکرتر په توګه استول شوی چې هلته د ناظمالامور یا شارژدافیر په توګه دنده پیل کړي. Читать дальше...
په ایټالیا کې نن د «G20» یا د نړۍ د لویو اقتصاد لرونکو هېوادونو د سرمشریزې دوهمه او وروستۍ ورځ ده.
د دغو هېوادونو مشران نن د دوهمې ورځ لپاره د ایټالیا په پلازمېنه روم ښار کې راسره غونډېږي.
په دغه غونډه کې به د نړۍ پیاوړي اقتصادي قدرتونه د اقلیمي بدلون او همداراز په سکاټلند کې د ملګرو ملتونو د راتلونکي «COP26» نړیوال جوړېدونکي کنفرانس پر محتویاطو ګډه اعلامیه خپره کړي.
په دغه سرمشریزه کې یوه ګډونوال امریکايي چارواکي رسنیو ته ویلي چې د بیانیې عناصر لا په بشپړه توګه نهدي روښانه شوي، خو ویل شوي چې تمرکز به د ځمکې د حرارت د کموالي په اړه وي. Читать дальше...
یو شمېر افغان ورزشکارې نجونې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره له دغه هېواده تللي، ادعا کوي چې لاهم ورزشکارې نجونې د طالبانو لهخوا ګواښل کېږي، هغه ادعا چې طالبانیې ردوي.
دغو ورزشکارو نجونو له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دوی هم د طالبانو له لوري ګواښل کېدلې، نو ځکه له افغانستانه ووتې.
د مویتای لوبغاړې حفیظه بهمني وایي: "ټولې ورزشکارې نجونې تر ګواښ لاندې دي. زه په خپله د طالبانو له لوري وګواښل شوم او ان پر موږ بریدونه وشول. ما تهیې ګواښ کړی و که دې ورزشي کلپ پرانیزې، نو ته... Читать дальше...
طالبان وايي، پاکستاني چارواکو ورسره ژمنه کړې چې په تورخم او سپین بولدک کې به هغه هېواد ته د افغانانو په تګ راتګ کې اسانتیاوې رامنځته شي.
د طالبانو د حکومت ویاند او د دوی د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیحالله مجاهد ازادی راډیو سره په خبرو کې وویل، دغهشان د افغانستان له نورو ګاونډیو هېوادونو ایران، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان سره هم په دې اړه خبرې شوي چې د افغانانو د تګ راتګ لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي.
ښاغلی مجاهد زیاتوي: "پاکستان ژمنه کړې چې په تورخم او سپین بولدک کې به اسانتیاوې ډېرې... Читать дальше...
د تحریک لبیک ډلې د احتجاج له وجې د راپورته شوي صورتحال په تناظر کې د مذهبي عالمانو یوې ډلې له وزیراعظم عمران خان سره ملاقات وکړ.
په کوټه او پېښور کې زرګران وايي چې په پاکستان کې د زیاتېدونکې ګرانۍ له کبله يو شمېر کسان د ماشومانو د تعليم، علاج او نورو ورځنيو اړتياوو پوره کولو لپاره اړ شوي چې د خپل کور د ښځو سره زر خرڅ کړي. د دوی په وينا، په تېرو شاوخوا درې مياشتو کې د پېرودونکو په پرتله د پلورونکو شمېر زيات شوی دی. د پاکستان د شمارياتو اداره وايي چې په دې هېواد کې په سېپټېمبر مياشت کې د ګرانۍ کچ نهه فيصده ته رسېدلی و چې دا د اګست تر مياشتې زیات و.
یمني چارواکي وايي، د عدن ښار په پرونۍ چاودنه کې ۱۲ تنه وژل شوي دي.
د دوی په وینا، په دې چاودنه کې چې د عدن هوايي ډګر ته څېرمه د یوې پوستې مخته شوې، ۱۱ تنه نور ژوبل دي.
د یمن په جنوب کې د انتقالي شورا ویاند علي الخطیري ویلي چې پېښه د هغه بم د چاودنې په نتیجه کې شوې چې په یوه موټر کې ایښودل شوی و.
دی وايي چې په پېښه کې د ماشومانو په شمول ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
تر اوسه پورې د دې برید مسؤلیت کومې ډلې په غاړه نهدی اخیستی.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان وايي د ریاض او تهران ترمنځ تر اوسه پورې څلور پړاوه خبرې شوي، خو د پام وړ پرمختګیې نهدی لرلی.
ده روېټرز خبري اژانس ته پرون (شنبې) وویل، د دواړو خواوو خبرې په ښې فضا کې وې، خو لا په لومړنیو پړاوونو کې دي.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړه چې له ایران سرهیې خبرې ملموسې نتیجې ته ورسېږي.
د سعودي او ایران رسمي اړیکې په ۲۰۱۶ م کال په تهران کې د سعودي عربستان پر سفارت له حملې وروسته پرې شوې.
دواړه هېوادونه په یمن، لبنان او نورو هېوادونو کې سیالي لري.
یو امریکايي چارواکی وايي، د دغه هېواد ولسمشر جو بایډن به نن د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته خبرداری ورکړي چې هر ډول بېړنی اقدام د امریکا او ترکیې په ګټه نهدی او باید له کړکېچه ډډه وکړي.
ښاغلی بایډن په جي ۲۰ یا د شلو سترو شتمنو هېوادونو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره د ایټالیا روم ته تللی دی.
دی به د جي شل غونډې په څنډه کې له اردوغان سره له متحده ایالاتو څخه د «اېف ۱۶» جنګي الوتکو د رانیولو لپاره د ترکیې پر غوښتنه او همداراز د سوریې او لیبیا په شمول د سیمې پر مسئلو هم وغږېږي.
وروسته له دې چې... Читать дальше...
طالبان وايي چې پرون ناوخته په کندهار کې د دوی مشر ملا هبتالله اخندزاده وينا کړې ده.
ځينو طالب سرچينو ازادي راډیو ته ویلي چې د شنبې په مازدیګر د طالبانو مشر ملا هبتالله اخندزاده د کندهار ښار په نهمه ناحیه کې د حکیمیه په نوم په يوه مدرسه کې لنډه وينا کړې ده.
په کندهار کې د مطبوعاتو یوه مسؤل رحمتالله نړيوال ازادي راډیو ته د دې وینا غږیزه بڼه لېږلې ده.
رالېږلی غږ واضح نهدی او نهمعلومېږي چې د طالبانو مشر څه وايي.
د طالبانو د مشر کوم عکس يا وېډيو نهده خپره شوې چې ثابته کړي د طالبانو مشر دې مدرسې ته تللی او وینا یې کړې ده. Читать дальше...
د متحده ایالاتو، جرمني، فرانسې او بریتانیا مشرانو له ایرانه وغوښتل چې د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون پر سر خبرو ته وروګرځي.
دې لوېدیځو مشرانو ایران ته په خطاب کې وویل، "د لانجې د خطرناکې زیاتېدا" د مخنیوي لپاره باید د اټمي تړون ژمنو ته ورستون شي.
دوی په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي تهیې په ډاګه کړې چې له اوسني فرصته استفاده وکړي.
په اعلامیه کې راغلي، د ایران ښه چلند به د اټمي تړون د بیا ژوندي کېدو پر سر خبرې بېړنۍ پایلې ته ورسوي.
په اعلامیه کې خبرداری ورکړل شوی چې د ایران... Читать дальше...
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په نړیوال شل اووریز جام کې نن خپله درېیمه سیالۍ له نامیبیا سره کوي.
دا لوبه د افغانستان په وخت ماسپښین دوه نیمې بجې پیلېږي.
افغانستان دې جام کې تر اوسه دوه لوبې کړي چې پاکستان تهیې بایللې، خو له سکاټلند نهیې په لوی توپیر ګټلې ده.
افغانستان په خپل ګروپ کې د نومبر په درېیمه له هند او په اوومه نېټهیې له نیوزیلنډ سره د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.
د کرکټ دا نړیوال جام د متحده عربي اماراتو او عمان په کوربهتوب پیل شوی دی.
طالبان وایي، هغه کسانیې نیولي چې د دوی له نومهیې ناوړه استفاده کړې او د ننګرهار په سرخ رود ولسوالۍ کې یې پر یوه واده ډزې کړې وې.
د طالبانو د مطبوعاتي دفتر یوه غړي بلال کریمي تېر ماخوستن ازادي راډیو ته وویل، برید کوونکي درې تنه و چې له واده والا سرهیې شخصي دښمني درلوده.
کریمي وایي: "د دې پېښې په تړاو دوه تنه نیول شوي دي، یو کس چې تښتېدلی د هغه تعقیب روان دی، هیله ده ژر به ونیول شي. د پېښې عاملینو د اسلامي امارت له نومه په بدې استفادې شخصي دښمني پاللې. د شریعت منګولو ته وسپارل شول، دا قضیه... Читать дальше...
د افغانستان مخکېني ولسمشر محمد اشرف غني ته نږدې سرچینې وایي، نوموړی دا مهال تېر ۲۰ کلن دور ته په ځانګړې کتنه بوخت دی.
د محمد اشرف غني د ولسمشرۍ دورې د چارو ادارې مطبوعاتي مسؤل محبوب شاه محبوب ویلي، غني "د وطن حالات له نږدې څاري او ټول ملاقاتونه او اړیکې یې د کوربه هېواد د ډيپلوماتیک عرف او اصولو له مخې تنظیمېږي".
ښاغلي محبوب تېره شپه پر خپله ټویټرپاڼه هغه اوازې بېاساسه بللي چې ګواکې محمد اشرف غني نظربند دی.
خپله ښاغلي غني پخوا ویلي چې په متحده عربي اماراتو کې دی او د افغانستان او له کابله د وتلو په اړه جزئیات به له ولس سره شریکوي. Читать дальше...
په کابل کې یوې ډلې نجونو او مېرمنو یو ځل بیا اعتراض کړی او له طالبانو د کار، تعلیم او تحصیل حقونه غواړي.
دوی دا ځل خپل اعتراض ته نوې بڼه ورکړې، دوی سړکونو ته د راوتلو پر ځای په کابل کې یوه کور کې ټولې شوي او محدود شمېر خبریالانیې هم همغلته ورغوښتي چې په خبرهیې د زړه غوټې ورته خلاصې کړي.
معترضې ښځې له نړیوالو بنسټونو غوښتنه کوي چې چوپتیا دې ماته او له طالبانو دې د دوی حقونه وغواړي.
دوی وایي، سړکونو ته ځکه راونهوتلې چې د طالبانو لهخوا د وهلو ډبلو وېره ورسره وه.
یوې معترضې چې نهیې غوښتل... Читать дальше...
د یونان د سمندر غاړې ساتونکو یوه چارواکي ویلي، هغه بېړۍ به د یونان په بندر کې ودرول شي چې ۴۰۰ پناه غوښتونکي پهکې سپاره دي.
دې چارواکي پرون وویل، دغه بېړۍ چې د ترکیې بیرغ پرې رپېږي، د کارپاتوس ټاپو خوا ته په حرکت کې ده او دوی هڅه کوي چې خوندي ځای کې سپرلۍ ترې ښکته کړي.
یونان اروپایي هېوادونو ته د هغو پناه غوښتونکو اصلي لاره ده چې غواړي د ترکیې له لارې دا مسیر ووهي.
معلومه نهده چې په دغې بېړۍ کې د کومو هېوادونو پناه غوښتونکي سپاره دي.
د تېرې سې شنبې په ورځ د درېیو ماشومانو په ګډون څلور کډوال... Читать дальше...
په امریکا کې د "کډوالۍ او پناه اخیستنې د خدمتونو" ادارې ویلي، په هغو افغانانو کې کابو ۴۰ فیصده ماشومان دي چې امریکایي پوځیانو سږ کال له افغانستانه وایستل.
د دغې ادارې مشر کریش اومارا ویګناراجا د امریکا عامې ملي راډیو ته ویلي، ادارهیې په دې هڅه کې ده چې دې شمېر افغان ماشومانو ته کورنۍ او د هستوګنې ځایونه ومومي.
ویګناراجا ویلي، دا ماشومان له کوم سرپرست پرته امریکایي سرتېرو د اګسټ په میاشت کې له افغانستانه ایستلي دي.
د نوموړي د کډوالۍ او پناه اخیستنې اداره غیر انتفاعي بنسټ دی چې امریکا ته د تلونکو پناه غوښتونکو هرکلی او ملاتړ کوي. Читать дальше...
د ازادي راډیو خبریاله فرشته نګاه د ایران، تاجکستان او پاکستان له ځینو خبریالانو سره په افغانستان کې د مېرمنو پر وضعیت خبرې کړي دي.
دا ویډیويي بحث د ازادي راډیو پر وېب پاڼې، یوټیوب وګورئ:
Спорт в России и мире
Москва
Росгвардия приняла участие в обеспечении безопасности при проведении футбольных матчей в Москве
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Андрей Рублёв
«Титул, которым я горжусь больше всего»: Рублёв одолел Оже-Альяссима и выиграл второй турнир серии «Мастерс» в карьере
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Лесопожарные станции в Подмосковье получили новые грузовики
Путин в России и мире
Москва
А броня, как у вертолета: какие автомобили предпочитает Владимир Путин
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко: Белоруссия реагирует на обострение обстановки вблизи границ страны
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net