سراجالدین حقاني د 'استشهادیانو' کورنیو ته د ځمکو د ورکولو ژمنه وکړه
د طالبانو حکومت ژمنه کړې چې د انتحاري بریدګرو چې دوی یې استشهادیان بولي هرې کورنۍ ته یوه نمره ځمکه ورکوي.
دا ژمنه پرون د یادو کسانو د کورنیو له غړو سره د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراجالدین حقاني په یوه غونډه کې کړې ده.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي نن په خپل ټویټر په کانټیننټال هوټل کې د دې لیدنې عکسونه او جزئیات خپاره کړي.
خوستي ویلي ښاغلي حقاني په دغو کسانو لس لس زره افغانۍ او جامې ووېشلې او د یوې نمرې ځمکې د ورکولو ژمنهیې وکړه.
طالبان په تېره بیا حقاني شبکه په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې تېر لږ تر لږه ۱۵ کاله د لویو بریدونو په ځانګړې توګه انتحاري بریدونو مسؤلین بلل کېږي.
حقاني شبکې ډېر کله د دغو بریدونو مسؤلیت منلی دی.
د حقاني شبکې مشر او د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراجالدین حقاني د امریکا په تور او تعقیب لاندې ترهګرو لېست کې دی او په سر یې پنځه ملیونه ډالره انعام ټاکل شوی.
د کورنیو چارو وزارت لهخوا په خپرو شویو عکسونو کې د سراجالدین حقاني مخ پټ شوی دی.