د غزني ولایت چارواکي وایي، د طالبانو لهخوا نن غرمه مهال د هاوان یوه مرمۍ د غزني ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د کلاسبز په سیمه ولګېده او ۲۱ ولسي وګړو تهیې مرګژوبله واړوله.
د غزني د والي ویاند واحدالله جمعهزاده وویل: "زموږ ۲۱ تنو هېوادوالو ته چې ښځې هم پهکې شتون لري، مرګژوبله اوښتې ده چې له ډلې یوې ۳ تنه په شهادت رسېدلي او ۱۸ تنه نور ټپیان دي."
وسلهوالو طالبانو تر دې مهال په دې اړه څه نهدي ویلي.
د طالبانو په لاس د شااوخوا ۲۰۰ ولسوالیو له سقوط وروسته، د دغې ډلې جنګیاليو د ښارونو د نیولو په هدف د افغانستان شمال او شمال ختیځ سیمو کې خپلې حملې پیل کړې دي.
په تېرو دوو اوونیو کې طالبانو د زرنج، شبرغان، تالقان، سرپل او سمنګان مرکز ايبک ښارونه نيولي او په پلخمري، لښکرګاه، کندز، کندهار، د مزار شریف ځیني سیمو او فیضاباد ښارونو کې بیا د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او طالب وسلهوالو ترمنځ جګړې روانې دي.
د طالبانو په لاس د دغو ښارونو له سقوط سره سلګونه کورنۍ د افغانستان بېلابېلو سیمو او... Читать дальше...
د امریکا دفاع وزارت، پنټاګون وايي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ډیورند کرښې په اوږدو کې د سختدريځو خوندي ځایونه په افغانستان کې د ناامنۍ او بېثباتۍ اصلي لامل دي.
د دغه وزارت ویاند جان کربي د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د زمري ۱۹» په پنټاګون کې خبریالانو ته د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې امریکا د سختدريځو دغه خوندي ځایونه څاري او په اړهیې د پاکستان له مشرتابه سره په خبرو بوخته ده.
ښاغلی کربي وايي: "خوندي ځایونه په افغانستان کې د بېثباتۍ او ناامنۍ یوازنۍ سرچینه دي. موږ له پاکستاني مشرانو... Читать дальше...
د راپورونو له مخې په فراه ښار کې د ملي امنیت له ودانۍ پرته نورې ټولې دولتي ودانۍ طالبانو نیولې دي.
ویل کېږي د ملي امنیت د ودانۍ شااوخوا نښتې راونې دي.
سیمهییزو سرچینو ازادي راډیو ته ویلي چې طالبانو له تېرې شپې له څو لورو پر ښار پراخ بریدونه پیل کړي و چې په نتیجه کې یې وتوانېدل د ولایت مقام، امنیه قوماندانۍ او نورې مهمې دولتي ودانۍ ونیسي.
که د فراه ښار بشپړ د طالبانو لاس ته ولوېږي او چارواکي هغه تأیید کړي، دا به اوم ښار وي چې په څه کم یوه اوونۍ کې د طالبانو لاس ته لوېږي.
له دې مخکې زرنج،... Читать дальше...
د بېپولې ډاکترانو ټولنه وایي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي دوام، د ښاري سیمو اوسېدونکي روغتیايي خدمتونو ته په لاسرسي کې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.
دغې ټولنې په یوه خبرپاڼه کې د هلمند، هرات او کندز وضعیت ته په اشاره د روغتیایي تأسیساتو فعالیتونو د دوام غوښتنه کړې ده.
دغه ټولنه چې له ۱۹۸۰ کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت پیل کړی، په اوس وخت کې په هلمند، هرات، کندهار، خوست او کندز ولایتونو کې روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي.
وروسته تر دې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان د انساني قاچاق په برخه کې د کمکارۍ له امله په درېیمه درجه هېوادونو کې وشمېره، د افغانستان عدلیې وزارت هم په دې برخه کې شوي کارونه کم ګڼي.
د عدلیې وزیر فضل احمد معنوي د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د زمري ۱۹» په یوه خبري غونډه کې ټینګار وکړ چې باید ماشومان په امنیتي بنسټونو کې ونهګمارل شي او د دې تر خوا، له بچهبازۍ سره د مبارزې ترڅنګ باید په قضايي او کشفي بنسټونو کې د انساني قاچاق قضیې په جدي ډول وڅېړل شي.
د عدلیې وزیر د انساني قاچاق سره د... Читать дальше...
پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د افغانستان دولت وزیر وايي چې تر اوسه د جګړې له امله ۳۰ زره کورنۍ کابل ته کډوالې شوي او ورځ تر بلې په دغه کچه کې زیاتوالی راځي.
غلام بهاءالدین جیلاني زیاتوي چې بېځایه شوي، لومړنیو مرستو او سرپناه ته اړتیا لري او نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
ښاغلي جیلاني نن سې شنبه «۱۴۰۰ کال د زمري ۱۹» کابل کې خبریالانو ته وویل چې تر راتلونکې یوې اوونۍ به د جګړو له امله بېځایه شویو ته په کابل کې یو کمپ جوړ کړي او ورسره به د خوراکي او نورو توکو مرسته وکړي. Читать дальше...
د اګست په ۷مه په چارسده کې پښتون قامي جرګه وشوه چې پکې په افغانستان کې د جګړو ختمولو غږ وشو. دوی ويلي دي چې د ضلعو په کچه به هم جرګو ته دوام ورکوي. نن د کرښې غاړه خپرونه کې پر دې بحث شوی چې دغه ډول جرګه د ولس څومره استازیتوب کوي او په سیمه کې د سولې لپاره څه کردار ادا کولای شي؟ کوربه شاهین بونیري
د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ويلي چې نوموړې نه وه تښتول شوې او دا د پاکستان بدنامولو سازش دی.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې یا 'ای.سي.ار.سي' د سې شنبې (د زمري ۱۹مه) په ورځ د جګړو له امله د هغو ملکي وګړو په اړه راپور خپور کړی چې په تېرو لسو ورځو کې ټپیان شوي او د دغې کمېټې په روغتونونو کې یې درملنه شوې.
په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د مرکزي استازولۍ ویاندې رویا موسوي ازادي راډیو ته وویل چې یوازې د اګسټ له لومړۍ نېټې راهیسې تر نننه له څلور زرو زیات ملکي وګړي، په جګړو کې ټپیان شوي دي.
موسوي زیاته کړه: "د اګسټ میاشتې له پیله تر دې دمه له څلور زرو زیات د جګړو ټپیان د سره صلیب... Читать дальше...
په سروې خپرونه کې دا ځل ليکواله او د پوهنتون استاده، تبسم مجید مېلمنه ده. هغې تازه په سوات کې د طالبانو او وسله والو شخړو په اړه يو کتاب ليکلی دی. د نوموړې د ژوند او کار په اړه فرخنده اسد ورسره خبرې کړې دي.
د بدخشان امنیتي چارواکي وایي، امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅونوالو د فیض اباد ښار د نیولو په هدف د طالبانو درېیمه حمله په شا وتمبوله.
د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه طالبانو له شپږو لورو پرله پسې بریدونه وکړل چې د حکومتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شول.
د روحاني په وینا په نښتو کې طالبانو ته زیاته مرګ ژوبله اوښتې، خو دقیق شمېر یې څرګند نه کړ.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ازادي راډیو ته په نښتو کې حکومتي ځواکونو ته د زیاتو تلفاتو د اړولو... Читать дальше...
د جرمني د مالیې وزیر اولاف شولتس ویلي چې جرمني ته به په مصوون ډول د هغو افغانانو ستنول چټک شي چې په افغانستان کې یې د دې هېواد له پوځ سره کار کړی دی.
د رویټرز اژانس د راپور له مخې شولتس دغه راز ویلي چې دوی په افغانستان کې د سیمه ییزو کار کوونکو چې د جرمني د ماموریت ملاتړ یې کړی، په برخه کې مسوول دي.
د راپورونو له مخې تر اوسه نژدې زر افغانان چې په افغانستان کې یې د جرمني له ځواکونو سره کار یا ملاتړ کړی، تر اوسه له دې هېواده نه دي وتلي.
له ۲۰۱۳ میلادي کال راهیسې جرمني د امنیتي ګواښونو له امله... Читать дальше...
د ایران پخوانی څارنوال حمید نوري به نن سې شنبه (د زمري ۱۹مه) په سویډن کې په یوه محاکمه کې ودرول شي.
د سویډن څارنوال نوموړی په ایران کې د په زرګونو سیاسي مخالفانو په اعدام کې په لاس لرلو تورن کړی دی.
د نوري مدافع وکیل ویلي چې مؤکل یې د ۱۹۸۸ کال په قتلونو کې هر ډول دخالت ردوي.
هغه مهال د حکومت پر امر شااوخوا پنځه زره سیاسي بندیان اعدام شول.
نوري وروسته له هغې چې د ۲۰۱۹ میلادي کال په نوومبر کې سویډن ته ورسېد، ونیول شو او تر اوسه بندي دی.
د اروپایي ټولنې شپږو غړیو اروپایي کمېسیون ته یو لیک استولی او د هغې پرېکړې په وړاندې یې خبرداری ورکړی چې افغانستان ته یې چې طالبانو حملې زیاتې کړي، د افغان پناه غوښتونکو د بېرته استولو لړۍ درولې.
د پناه غوښتونکو او کډوالو په چارو کې د دولت وزیر سمیع مهدي پرون دوشنبه ناوخته په یوه ټویټ کې کښلي چې د افغانستان یو شمېر سیمې خوندي نه دي، خو دا د دې دلیل نه شي کیدای چې د دې هېواد هر وګړی یې په اتومات ډول د خوندیتوب وړ وګڼل شي.
هغه ویلي، جرمني، اتریش، هالنډ، ډنمارک او یونان هغه هېوادونه یاد کړي چې پر دغه لیک یې لاسلیک کړی دی. Читать дальше...
د کاپیسا چارواکي وایي، د دې ولایت په نجراب ولسوالۍ کې پر طالبانو د امریکایي بي ۵۲ الوتکې په بمبار کې یوولس طالبان وژل شوي دي.
د دې ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند شایق شورش ازادي راډیو ته وویل چې دغه بمباري نن شااوخوا لس بجې د دې ولسوالۍ د سرتپه احمد بېګ په سیمه کې د طالبانو پر مورچو وشوه.
هغه زیاته کړه، د طالبانو د ۱۱ غړیو پر وژل کېدو سربیره د طالبانو یو ټانک او یو سراچه ډول موټر هم ویجاړ شوی.
سیمه ییز چارواکي پر طالبانو د امریکایي بي ۵۲ الوتکې د بمباري خبره وروسته له هغې کوي چې د دې ولایت... Читать дальше...
د قطر پلازمېنه دوحه د افغانستان د سولې په اړه د درې ورځنۍ غونډه کوربه ده. که څه هم دا غونډه درې ورځې دوام کوي او په لومړۍ ورځ به یې د افغانستان د همکارو هېوادونو د ځانګړو استازو ناسته وشي.
د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون ازادي راډیو ته وویل، دوی هڅه کوي چې په دې ناستو کې د سولې بهیر چټکېدو او د تاوتریخوالي په کمېدو ژور بحثونه وشي.
ښاغلي خوځون زیاته کړه: "نن به د افغانستان د سولې په اړه به د نړیوالې ټولنې د ځانګړو استازو ناسته وشي. په دې ناسته کې به د افغانستان د سولې په اړه بحث وشي. Читать дальше...
د بلوچستان حکومت د هغه پرېکړې چې ځنګل پیرعليزی یې د کلا عبدالله ضلعې مرکز ګرځولی، پروړاندې نن په کلا عبدالله کې ځايي خلکو د کوټې – چمن لویه لار د هر ډول ګاډو پرمخ تړلې ده. صوبايي حکومت د سږکال په جنورۍ کې کلا عبدالله نوې ضلعه اعلان کړه او د هغې هېډکوارټر یې ځنګل پیرعليزی وګرځاوه. د ایوب ترین راپور
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحدو ایالاتونو ځانګړی استازی له طالبانو سره د خبرو لپاره نن سې شنبه (د زمري ۱۹مه) د قطر پلازمېنې دوحې ته ځي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون دوشنبه وویل چې خلیلزاد به پر طالبانو فشار راوړي چې حملې ودروي او د سیاسي جوړ جاړي لپاره خبرې وکړي.
ټاکل شوې چې په هغه غونډه کې به نن د قطر پلازمېنه دوحه کې جوړیږي او درې ورځې به دوام وکړي، د افغانستان د دولت او طالبانو استازي او د افغانستان د سولې له بهیره د ملاتړو هېوادونو استازي ګډون وکړي.
د افغانستان د دولت په... Читать дальше...
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ویلي چې افغان چارواکي باید د پکتیا غږ راډیو د رییس توپان عمري د قتل په اړه سمدستي هر اړخیزه څېړنه وکړي.
دغې نړیوالې کمېټې پرون دوشنبه(د زمري ۱۸مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې چارواکي دې د نعمت الله همت د خوشې کېدو په اړه هم ډاډ ترلاسه کړي.
د دغې کمېټې په وینا د غرغښت ټلوېزیون خبریال ښاغلی همت د زمري په ۱۸مه طالبانو د لښکرګاه له ښاره تښتولی دی.
د پکتیا غږ خبریال ښاغلی عمري هم د زمري په ۱۷ مه د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې ووژل شو.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د بې ځایه شوېو کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ بولي خو وایي، دا یو پالیسۍ جوړونکی وزارت دی او هېڅ امکانات په لاس کې نه لري چې د جګړو له امله له دغو بې ځایه شویو سره مرسته وکړي.
د دې وزارت مرستیال ویاند محمد رضا بایر بېګاه ازادي راډیو ته وویل: "په وروستیو ۱۵ ورځو کې شااوخوا پینځه زره او درې سوه کورنۍ او په ټول کال کې یعنې په پینځو میاشتو کې ۵۷ زره کورنیو خپلې مېنې خوشې کړي او بې ځایه شوي دي. اکثره بې ځایه شوي هم د کندز، کندهار، هلمند او ننګرهار ولایتونو دي."... Читать дальше...
د امریکا دفاع وزارت د افغانستان پر روانو امنیتي حالاتو اندېښنه ښودلې او وايي، چې سمې خوا ته نه دي روان.
د دې وزارت ویاند جان کربي د ګل/یکشنبې په ورځ په واشنګټن کې وویل چې امریکا اوسني وضعیت ته اندېښنه لري، خو افغان امنیتي ځواکونه وړتیاوې لري چې د وسله والو طالبانو پروړاندې جګړه مخ ته یوسي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې ښاغلي کربي د طالبانو په لاس د یوشمېر ولایتونو د ښارونو سقوط ته په اشارې وویل، افغان ځواکونه د خپلو ښارونو او د خپلو وګړو د دفاع مسولیت لري او اوس تر ډېره په مشرتابه پورې... Читать дальше...
د جولای په لومړیو کې په امریکا کې د کووېډ-۱۹ ډېلټا بڼې پېښې ثبتېدل پیل شوي او داسې ښکارېده چې دا یوازې یو ځو پېښې دي، خو وروسته څرګنده شوه چې دا ویروس په پراخه توګه خپور شوی، په ځانګړي توګه په هغو ایالاتونو کې چې لږ خلکو واکسین تر لاسه کړي دي.
د مثبتو پېښو شمېر په ځانګړي توګه په جنوب کې زیات دی. په دغو ایالاتونو کې ارکنسا، فلورېډا، لویزیانا او مسیسيپي شامل دي چې په ټوله امریکا کې ډېرې د کووېد-۱۹ مثبتې پيښې ثبت شوي دي.
د دې تر څنګ راپورونه ورکړل شوي چې دا ویروس هغو سیمو ته هم تللی چې خلک په کې واکسین شوي دي. Читать дальше...
په شمال زون کې د جوزجان، سرپل، کندز او سمنګان ولایتونو د مرکزونو له سقوط وروسته د شاهین قول اردو قوماندان تبدیل شول.
د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد ازادي راډیو ته وویل چې تورن جنرال ذبیح الله مهمند د جنرال خان الله شجاعي پرځای د ۲۰۹ شاهین قول اردو د نوي قوماندان په توګه ګمارل شوی چې تېره شپه د دفاع وزارت د چارواکو له خوا د شاهین قول اردو ځواکونو ته ور وپېژندل شو.
ښاغلي فرهاد زیاته کړه چې دغه بدلون به په شمال کې د وسله والو طالبانو د خوزښتونو پر وړاندې د افغان ځواکونو وړتیاوې لا پیاوړې کړي... Читать дальше...
په پکتیا کې د ۲۰۳م تندر قول اردو چارواکي په پکتیا کې طالبانو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو خبر ورکوي.
د دې قول اردو ویاند ایمل مومند وایي، تېره شپه یې د پکتیا ولایت په سيدکرم او احمدابا ولسوالیو او د مرکز ګردېز په یو شمېر سیمو کې، پر وسله والو طالبانو هوایي او توپچي بریدونه کړي چې په نتیجه کې یې ۵۸ وسله وال طالبان ووژل شول او ۲۱ نور یې ټپیان شول.
مومند دغه راز د پکتیا په څنګ لوري لوګر ولایت کې هم تېره شپه د هوایي برید په نتیجه کې د ۴ وسله والو طالبانو د وژل کېدو او ۷ نورو د ټپي کېدو خبره کړې ده. Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Матч ЦСКА - "Рубин" завершился со счетом 2:2
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Свентек выиграла титул WTA в Мадриде
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
«Метриум»: Заповедные земли
Путин в России и мире
Москва
Посвященную инаугурации Путина марку начали продавать в главпочтамте Москвы
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко заявил о мгновенном ответе Минска на любую агрессию
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Москва
Ольга Солнце отметила 20-летие шоу «Дом-2» на телестройке
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net