Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Август
2021

Новости за 03.08.2021

کابل کې له موټربم چاودنې وروسته وسله‌واله حمله پای ته ورسېده

Pa.azadiradio.com 

کابل ښار له اوږدې مودې وروسته نن شپه ناوخته د یوې درنې چاودنې او ورپسې د یوې وسله‌والې حملې شاهد و. د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي چې دغه حمله د ټولو حمله کوونکو په وژلو شره پای ته ورسېده، خو د ټولو حمله کوونکو دقیق شمېر یې په ډاګه نه‌کړ. د دغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ چې د سې شنبې «۱۴۰۰ کال د زمري ۱۲» ماښام ناوخته شااوخوا ۰۸:۰۰ بجې د کابل ښار د ۱۰مې حوزې د شېرپور سیمه کې "ترورېستانو" له چاودېدونکو موادو ډک موټر ته چاودنه ورکړه او ورسته یو شمېر وسله‌وال حمله کوونکي استوګنیزو کورونو ته ننوتل او له افغان ځواکونو سره‌یې نښته پيل کړه. Читать дальше...

ګارډین: که چېرته طالبان لښکرګاه ونیسي د افغان حکومت لپاره به یوه لویه ضربه وي

Pa.azadiradio.com 

ګارډین ګارډین ورځپاڼه لیکي، د هلمند په مرکز لښکرګاه کې جګړه سخته ده او که چېرته دا ښار طالبان ونیسي له ستراتېژيک پلوه او له رواني اړخه به د افغان حکومت لپاره یوه لویه ضربه وي. ورځپاڼې په هلمند کې د افغان ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال سمېع سادات خبرې هم رااخیستي چې خبرداری ورکوي، که طالبان په لښکرګاه کې بریالي شي د دې منفي نتیجې به بیا په نړیواله کچه وي. جنرال سادات زیاتوي چې دا جګړه د افغانستان نه‌ده دا د ازادۍ او استبداد ترمنځ جګړه ده.  ګارډین لیکي، افغان حکومت پخوا ژمنه کړې وه چې په ټول قوت به ښارونه له طالبانو ساتي. Читать дальше...

هلمند والي: د امنیه قوماندانۍ، بولان سیمې او ښار ځینو برخو کې جګړې روانې دي

Pa.azadiradio.com 

د هلمند والي وايي چې د مرکز لښکرګاه د امنیه قومانداني شاوخوا جګړه روانه ده، همدراز د بولان په سیمه او د ښار په څلور پنځو نورو برخو کې جګړې روانې دي. ازادي راډیو ته د والي محمد ولي علیزي په وینا د دې جګړې پر مهال طالبانو ته درانه تلفات اوښتي دي. ښاغلی علیزی زیاتوي: "له پرون راهیسې د دوی تر ۲۲۰ کسان وژل شوي او د ټپيانو شمېر یې بېخي ډېر دی، خو هغه جسدونه چې زموږ تر سترګو شوي تقریباً ۸۰، ۹۰ کسان‌یې په کوڅو کې پراته دي."  په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر، یوناما نن په فېس‌بوک او ټویټر کې لیکلي... Читать дальше...



افغان حکومت له شااوخوا ۳۵ هېوادونو او سازمانونو سره ۶ میاشتنی امنيتي پلان شریک کړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د شااوخوا ۳۵ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو له استازو سره د شپږ مياشتني امنيتي پلان جزئيات شریک کړل. د افغانستان د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر په کابل د يوې خبري ناستې پر مهال اعلان وکړ چې د سې شنبې په ورځ‌يې «۱۴۰۰ کال د زمري ۱۲» د دغو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو له استازو سره د افغانستان د روانو حالاتو، سولې او د جګړې د کابو کېدو په اړه خبرې کړې دي. ښاغلي اتمر وویل چې د شپږ مياشتني امنيتي پلان په اړه‌یې نړيوالو ته جزئیات ورکړي دي، نومړي د دې جزئیاتو یوه برخه له رسنیو سره داسې شریکه کړه... Читать дальше...

د افغانستان اوسنیو حالاتو اغېز ته کتنه

Mashaalradio.com 

په افغانستان کې په دا وروستیو کې د امنیت د وضع خرابېدو وروسته د پخوانۍ فاټا په ګډون په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې نه یوازې هلته د ورتلونکیو راتلونکیو ژوند اغیزمن کړی بلکې کاروباریانو ته یې هم زښته مالي تاوانونه اړولي دي. د کرښې پر غاړه کې پر دې موضوع بحث کوو. کوربه شاهین بونیری دی.

نورستان کې د سېلابونو له امله بشري ناورین؛ سېلاب‌ځپلي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

Pa.azadiradio.com 

د نورستان سېلاب‌ځپلې کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، د نورستان والي د مړو شمېر ۱۱۳ ښيي، خو د یو شمېر کورنیو غړي وایي، د مرستو نه‌رسېدو له امله د تلفاتو شمېر څه باندې ۲۰۰ تنو ته لوړ شوی دی. د دغو کورنیو د غړو له ډلې د کامدېش ولسوالۍ د ميردېش کلي اوسېدونکی غلام مصطفی چې د کورنۍ ۱۲ غړي يي په سېلابونو کې له لاسه ورکړي وایي، لا تر اوسه نه‌دی توانېدلی چې د خپلې کورنۍ ځیني غړي له خاورو څخه وباسي. مصطفی وایي، دولت کومه مرسته ونه‌کړه او تر اوسه یو څو مرستندویه ټولنې راغلي سیمه‌یې کتلې، بېرته تللي دي. Читать дальше...

د اوکراین پولیس وايي د بلاروس د فعال ویتال شیشو د مشکوک قتل قضیه څېړي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین پولیسو نن وویل چې دوی د بلاروس د فعال ویتال شیشو د مشکوک قتل قضیه څېړي. د ویتال شیشو جسد په پلازمېنه کیف کې خپل کور ته نږدې وموندل شو.  د بلاروس کور په نوم د شیشو غیر دولتي مؤسسه له هغو خلکو سره چې د الکساندر لوکاشینکا د رژیم له ځورونو او زور زیاتي څخه تښتېدلي دي، مرسته کوي. په بلاروس کې د ۲۰۲۰ کال په اګسټ کې د ولسمشرۍ تر انتخاباتو وروسته چې په‌کې لوکاشینکا د شپږم دور لپاره بریالی اعلان شو، پراخې مظاهرې وشوې او دا مظاهرې د لوکاشینکا له لوري سختې وځپل شوې.  ویتال شیشو پرون په کیف... Читать дальше...

د وږمې فېروز ژوند او کار ته کتنه

Mashaalradio.com 

دا اوونۍ مو وږمه فېروز مېلمنه ده. نوموړې په دې وروستیو کې د مذهبي ازادي یا مذهبي رواداري په اړه د وړو فلمونو په یوه سیالي کې لومړی مقام ګټلی. د هغې شاوخوا څلور منټه دستاویزي فلم په دې جوړ دی چې یوه مسیحي ښځه څرنګه په سوات کې د ښځو ارایش ګاه (بیوټي پارلر) چلوي او پکې کارکوونکي نجونې له مختلفو مذهبونو سره تعلق ساتي. دوی بیا څنګه د مینې، محبت او یو والي په ماحول کې کار کوي. له وږمې سره زموږ همکارې ملیحې امیرزاده خبرې کړې دي. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.​



لینا علم د 'امجن انډیا نړیوال نندارتون' د څارونکي پلاوي غړې وټاکل وشوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان سینما پېژندل شوې هنرمنده لینا علم د «۲۰۲۱ کال د امجن انډیا د نړیوال نندارتون» د څارونکي پلاوي غړې ټاکل شوې ده. دا پروسږ کال هم د دې نندارتون د څارونکي پلاوي غړې وه. مېرمن علم ازادي راډیو ته وویل: "کوم فلمونه چې یې ماته را استولي باید تر ټولو غوره هنرمندان په‌کې انتخاب کړم. له ۱۷ هېوادونو ۲۹ فلمونه د سیالیو لپاره غوره شوې دي." دا نندارتون د سپټمبر له ۲۴مې د اکټوبر تر نهمې د اسپانیا په مادرید کې ترسره کېږي.

شاهین قول اردو: پر شبرغان د طالبانو د حملې له تمبولو سره ۵۷ تنه‌یې ووژل شول

Pa.azadiradio.com 

د ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي، د شبرغان پر ښار یې د طالبانو حملې شاته تمبولې دي. له تېرې شپې تر نن سهاره د جوزجان د مرکز شبرغان شااوخوا سختې جګړې وې. د راپورونو له مخې طالبان هڅه کوي چې د جنوب او ختیځ له لوري د شبرغان ښار ته ننوځي. د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي نن ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو پر ډلو د شبرغان په جنوب کې د حسن تابین په کلي کې او د دې ښار ختیځ لور ته د صوفي قلعه په سیمه کې بمباري شوې ده چې د طالبانو ۵۷ کسان وژل شوي دي. ښاغلی رضايي زیاتوي: "په مجموع کې د دوی د درې... Читать дальше...

هرات کې د 'الله اکبر' له ویلو د اشرف غني هرکلی او پر طالبانو یې سخت انتقاد

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د هرات ښار د اوسېدونکو د تېرې شپې د الله اکبر د ویلو د هرکلي ترڅنګ نن په کابل کې پر طالبانو سخت انتقاد وکړ. ښاغلی غني زیاتوي: "طالب دې پوه شي چې دا خاوره تل په الله اکبر درېدلې او الله اکبر دوی ته څوک نه‌ورکوي، د دوی کار فتنه دی، فساد دی، وژل دي." هراتیان ماخوستن مهال د خپلو کورونو بامونو ته پورته شول او د امنیتي ځواکونو په ملاتړ او د طالبانو پر ضد یې شعارونه ورکړل. دا اعتراض داسې مهال کېږي چې د هرات ښار په څنډو کې له تېرو شااوخوا شپږو ورځو راهیسې د طالبانو او امنیتي ځواکونو جګړه روانه ده. Читать дальше...

افغانستان کې د طالبانو بریدونو ته د امریکا بهرنیو چارو وزیر ژوره اندېښنه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په افغانستان کې د طالبانو د بریدونو راپورونو ته ژوره اندېښنه ښکاره کړه. ښاغلي بلېنکن په واشنګټن کې وویل: "موږ په بېلابېلو سیمو کې چې د طالبانو تر برید لاندې دي، د دوی د جنایتونو راپورونه لیدلي دي، دا راپورونه د ژورې اندېښنې وړ دي او دا جنایتونه یو مخ د منلو نه‌دي."  د بلېنکن تر دې څرګندونو مخکې پرون په کابل کې د امریکا او بریتانیا سفارتونو څرګنده کړه چې طالبانو د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې په لسګونه ملکیان وژلي دي. طالبانو دا ادعا رد کړې ده. Читать дальше...

ملکي تلفاتو ته د يوناما اندېښنه؛ لښکرګاه کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۰ ملکیان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د سختې جګړې او ملکي تلفاتو په اړه د ملګرو ملتونو دفتر (يوناما) اندېښنې. په داسې حال کې چې د افغانستان په ځينو ولايتونو کې جګړه تېزه شوې په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر وايي، يوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په لښکرګاه کې ۴۰ ملکیان وژل شوي او ۱۱۸ نور ټپيان دي. يوناما د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د زمري ۱۲» په خپل ټويټر ليکلي، که افغان حکومت او طالبان د ملکي کسانو خونديتوب ته جدي پاملرنه ونه‌کړي، انساني ناورين رامنځته کېدونکی دی. دغه سازمان دغه‌شان ليکلي، د ځمکې له لارې د طالبانو حملو... Читать дальше...

د مسرت تبسم ژوند او کار ته کتنه

Mashaalradio.com 

دا اوونۍ مو له چارسدې څخه مسرت تبسم مېلمنه ده. نوموړې د چارسدې د سکندر خان ډېرو کلي اوسېدونکې ده. هغې هلته د  ۲۰۰۰ز کال راهیسې په خپل کور کې یو کمیونټي سکول خلاص کړی دی او هلته تقریباً ۱۶۰ زده کوونکو ته سبق ښيي. د هغې په طالبعلمانو کې هلکان او نجونې دواړه شامل دي. مسرت وايي وکالت یې کول غوښتل خو د کورنیو حالاتو له امله یې هغه خوب پوره نه کړل شو. البته د کمیونټي سکول په جوړولو کې ورسره خپل پلار ډېره مرسته وکړه نو ځکه دا ممکنه شوه چې اوس د کلي ډېر ماشومان د دې په سکول کې تعلیم حاصلوي.  له مسرت تبسم سره ملیحې امیرزاده خبرې کړې دي. Читать дальше...

د کرکټ شل اووریز جام په اړه د پاکستاني کرکټر شعیب اختر وړاندوینه

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ د نړیوال شل اووریز جام په اړه یوه پاکستاني کرکټر شعیب اختر وړاندوینه کړې. د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلې پخواني تېزتوپ اچونکی شعیب اختر وايي، د راتلونکې شل اووریز نړیوال جام نیمه پایلوبې ته به افغانستان، هند، پاکستان او ویسټ انډیز کرکټ ملې لوبډلې لاره پیدا کړي. نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي چې د یادو څلورو لوبډلو له ډلې به هند او پاکستان د نړیوال جام پایلوبه وکړي او د پایلوبې ګټونکی هېواد به پاکستان وي.

محمد یوسف صادق د تاجکستان د والیبال لوبډلې سر روزونکی شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې سر روزونکی او د والیبال فدارسیون ارشد مرستیال محمد یوسف صادق د تاجکستان د والیبال فدارسیون په بلنه د تاجکستان لوبډلې د سر روزونکي په توګه ټاکل شوی. د افغانستان د والیبال فدارسیون د مطبوعاتي دفتر غړې فرشته استوار وايي، دا لومړی ځل دی چې یو افغان روزنکی په بهر کې د یوې لوبډلې مسوولیت پر غاړه اخلي. ټاکل شوې، د محمد یوسف صادق تر څار او لارښونې لاندې د تاجکستان د والیبال ملي لوبډله د روانې اګسټ میاشت په ۱۵مه نېټه د مرکزي اسیا په سیالیو کې ګډون وکړي.

افغان فوټبالر'زماني' د هالنډ له نایمخن لوبډلې سره یوځای شو

Pa.azadiradio.com 

افغان فوټبالر حسین زماني د هالنډ له نایمخن لوبډلې سره یوځای شو. د افغانستان د فوټبال فدارسیون ویاند فیروز مشعوف نن سې شنبه (د زمري ۱۲مه) ازادي راډیو ته وویل، چې د افغانستان د ملي لوبډلې دا پخوانی لوبغاړی د هالنډ نایمخن له ۲۱ کلونو ښکته فوټبال لوبډلې سره د یو کلن قراداد له مخې یو ځای شو. د ښاغلي مشعوف په خبره ټاکل شوې ښاغلی زماني به له دې وروسته د هالنډ له ۲۱ کلونو ښکته غوره لوبډله کې د لوبو میدان ته ووځي. فیروز مشعوف زیاتوي، له دې وړاندې حسین زماني د هالنډ لومړۍ دسته غوره لیک ټیم او دغه شان،... Читать дальше...

سپین بولدک په جنګ نه دی مات شوی نو بیا ولې خلک ووژل شول: محمود خان اڅکزی

Mashaalradio.com 

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د اګست پر دویمه نېټه په چمن کې د عثمان خان کاکړ د وژنې پرضد راجوړې شوې یوې غونډې ته په وینا کې د افغانستان په روانو حالاتو اندېښنه ښودلې او سپین بولدک کې یې د عامو افغانانو وژنه وغندله. اڅکزي زیاته کړې په افغانستان کې امن په ټوله سیمه کې د امن سبب ګرځېدای شي. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د غونډې نور حال نعمت الله سرحدي په دې رپورټ کې وګورئ.


Музыкальные новости
Юрий Шевчук

"Вся лажа этим заканчивается": Шевчук со сцены в Дубае призвал зрителей к революции





Персональные новости
Алексей Воробьёв

Заместитель директора Росгвардии генерал-полковник Алексей Воробьев поприветствовал участников патриотического конкурса в Центре спорта и образования «Самбо-70»





امریکا: که طالبان خپلو جنایتونو ته دوام ورکړي، هېڅ غوښتنه یې نه منل کېږي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر طالبانو ته خبرداری ورکوي، که تاوتریخوالي او جنایتونو ته دوام ورکړي، هغو غوښتنو ته به یې پام و نه شي چې له نړیوالې ټولنې یې لري. انتوني بلېنکن چې د افغان کډوالو لپاره یې د یوه نوي پروګرام د پېژندنې په پروګرام کې خبرې کولې وویل، طالبان په نړیواله کچه د رسمیت پېژندنې، له تورو نوم‌لړونو د خپلو مشرانو د نومونو د ایستلو او نړۍ ته په ازاد ډول د سفر غوښتونکي دي، خو په خبره یې، که دا ډله تاوتریخوالی کم او جنایتونه کم نه کړي، دا غوښتنې به یې و نه منل شي. ښاغلي بلېنکن زیاته کړه... Читать дальше...

ابراهیم رییسي د ایران د ولسمشر په توګه لوړه وکړه

Pa.azadiradio.com 

ایران کې د محافظه کاره ابراهیم رییسي د لوړې مراسم نن د سې شنبې (د زمري ۱۲مه) په ورځ د ایران په پلازمېنه تهران کې د دې هېواد د ستر مشر ایت الله علي خامنه اي په حضور کې پیل شول.   شپېته کلن ابراهیم رییسي د ولسمشر په توګه خپله څلورکلنه دوره په رسمي توګه پیلوي. رییسي همدا راز د خپل حکومت د پرمختګ لپاره یو پلان هم وړاندي کړی. په دې پلان کې به د اټمي مذاکراتو د بیرته پیلولو او د ایران د اټمي موافقې د بېرته پیلولو ټکی هم شامل دی. امریکا په ۲۰۱۸میلادي کال کې له ایران سره د نړۍ له اټمي موافقې څخه ووته. Читать дальше...

کراچۍ کې د واکسینو مرکزونو کې ګڼه ګوڼه زیاته شوې

Mashaalradio.com 

د سیند حکومت له لوري د کووېډ-۱۹ واکسینو لازمي کولو له وجې په کراچۍ کې د واکسینو په مرکزونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته شوې. صوبايي حکومت د کورونا وایرس وبا کنټرول په موخه په ټول سیند کې د جولای له ۳۱مې څخه د اګست تر اتمې پورې محدودیتونه او په کراچۍ کې یې ټولبند اعلان کړی. حکومت همداراز ویلي چې که څوک د اګست تر پای پورې واکسین نه شي نو بیا په دفترونو او نورو ځایونو کې کار نه شي کولای او په دولتي ادارو کې کارکوونکو ته به تنخا نه ورکوي. په کراچۍ کې د واکسیني بهیر په اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.

چارواکي: په سرپل کې ۳۶ شنې خونې جوړیږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګول وزارت وايي، په سرپل ولایت کې د ۳۶ شنو خونو رغنیزې چارې پیل شوې. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن سې شنبه (د زمري ۱۲مه) ازادي راډيو ته ویل، دغه شنې خونې چې هر یوه یې اته په ۲۰ مترو کې ده، د سرپل ولایت په مرکز او ولسوالیو کې جوړېږي. د ښاغلي رستمي په خبره یادې شنې خونې چې د رغولو ټولیز لګښت یې ۲۵ میلیونه او ۹۰۰ افغانۍ دی، له تشویقي بودجې څخه د سبو د کرکېلي دودولو په پار جوړېږي. د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې په یاد ولایت کې له دې وړاندې هم د کرنې ریاست او... Читать дальше...

د افغانستان بانک له انټرنیټ پرته د پيسو د لېږد پروګرام پرانېست

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان بانک له انټرنیټ پرته د عادي ټیلیفونونو له لارې د معاشونو د ورکړې او د پيسو د لېږد پروګرام تېره ورځ پرانېست. د افغانستان بانک په اعلامیه کې د بانک د سرپرست اجمل احمدي له قوله ویل شوي، له دې وروسته د دولت ټول ملکي او نظامي کار کوونکي د عادي ټیلیفون په لرلو سره خپل حسابونه چیک او خپلې تنخواګانې خپلې کورنۍ او هرهغه چاته چې دوی یې وغواړي، لېږدولی شي. په اعلامیه کې د جمهور رییس محمد اشرف غني له قوله راغلي، دا سیستم به د فساد او ناسمو ګټو د مخنیوي او شفافیت په برخه کې ګټور تمام شي. ښاغلي... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Боевые приобретения. Настоящий праздник мужественности прошел в Москве


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Арина Соболенко

Швентек и Соболенко устроили триллер за престижный трофей


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

«Метриум»: Заповедные земли





Путин в России и мире
Москва

Стало известно, кто из Томской области едет в Москву на инаугурацию президента


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Лукашенко заявил о мгновенном ответе Минска на любую агрессию




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Моргенштерн

Симпл из NAVI выступил на концерте Моргенштерна* с фристайлом



Москва

В Москве выставили на торги палаты купцов XVIII века

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net