ابراهیم رییسي د ایران د ولسمشر په توګه لوړه وکړه
شپېته کلن ابراهیم رییسي د ولسمشر په توګه خپله څلورکلنه دوره په رسمي توګه پیلوي.
رییسي همدا راز د خپل حکومت د پرمختګ لپاره یو پلان هم وړاندي کړی. په دې پلان کې به د اټمي مذاکراتو د بیرته پیلولو او د ایران د اټمي موافقې د بېرته پیلولو ټکی هم شامل دی.
امریکا په ۲۰۱۸میلادي کال کې له ایران سره د نړۍ له اټمي موافقې څخه ووته.
رییسي په دغو مراسمو کې وویل چې د ایران پر اقتصادي وده به تمرکز وکړي. وروسته له هغه چې امریکا له ایران سره له اټمي موافقې ووته، پردغه هېواد یې نوي بندیزونه ولګول چې په نتیجه کې يې د ایران اقتصاد ته ډېره ضربه ورسېده.
رییسي د ولسمشرپه توګه له یو ډول بحران سره مخامخ دی چې امریکا، اسرایيل او بریتانیې پر تهران د عمان په ساحل کې د اسراییل پر یوه تېل وړونکې بیړۍ د حملې تور پورې کړ. تهران دا تور رد کړی.
امریکا پر رییسي په زرګونو اعدامونو کې د لاس درلودو په تور بندیزونه لګولي او ویلي يې دي چې رییسي د قضا د مشر په توګه د خپل کار پرمهال له بشري حقونو سرغړونه کړې ده.
د رییسي ولسمشري به محافظه کاران نورهم قوي کړي چې په ۲۰۲۰میلادي کال کې يې پارلماني انتخابات په اکثریت سره وګټل. دا انتخابات په داسي حال کې شوي وو چې زرګونو منځلاري او اصلاح غوښتونکي په انتخاباتو کې له کاندیدۍ رد شول.
منتقدین وايي چې د جون د اتلسمې په ولسمشريز انتخاباتو کې هم د رییسي په ګټه یو شمېر نور قوي کاندیدان رد شول.
