Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Август
2021

Новости за 06.08.2021

په نیمروز کې د جګړې ناورین

Pa.azadiradio.com 

د نیمروز ولایت په زرګونو ځایي اوسېدونکې د وروستیو جګړو له امله تیره شپه ایران ته د کډوالۍ او سر خوندي کولو لپاره روان شوې وه خو ایراني پوله ساتو ورسره بد چلند کړی او بېرته یې افغان خاورې ته ستانه کړي دي. دا او د نیمروز ولایت د وروستې امنیتي وضعیت جزییات په دې راپور کې وګورئ

سرچینه: د نیمروز ولایت مرکز زرنج د وسله والو طالبانو لاسته ولوېد

Pa.azadiradio.com 

له نیمروز څخه را رسیدلي راپورونه ښيي چې د دې ولایت مرکز زرنج په بشپړ ډول د وسله والو طالبانو لاسته ولوېد. د دې ولایت یوه چارواکي چې د نوم له ښودو یې ډډه کوله، ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د کنګ ولسوالۍ چې د مرکز زرنج ښار۴۰ کیلومترۍ کې پروت دی ونیو او ۳۵ امنیتي ځواکونه یې مړه او ټپیان کړل. دې ولایتي چارواکي ویلي، طالبانو په ټولنیزو رسنیو کې عکسونه خپاره کړي چې ګنې د زرنج په پنځه کیلومترۍ کې دي. نوموړي زیاته کړه ، ایران پرون د افغانستان پولې ته نږدې د دې هېواد کډوالو ته یو کمپ هم جوړ کړی دی. Читать дальше...

د عبیدالله کاسي د وژنې پرضد د کوټې په ګډون ګڼو ښارونو کې هړتال

Mashaalradio.com 

د اګست پر شپږمه د بلوچستان په مرکز کوټه او لویو ښارونو کې کاروبارونه تړلي او ګڼه ګوڼه کمه ده. عوامي نيشنل ګوند د احتجاجي کاربندیز اعلان تر هغې وروسته وکړ چې د اګست پر پينځمه د عبیدالله کاسي مړی په پښین کې وموندل شو. نوموړی د جون پر ۲۶مه له کچلاغه تښتول شوی وو. نور حال په دې ويډيويي راپور کې.



د جوزجان یو چارواکی: د ولایت د ودانۍ شااوخوا کې جګړه روانه ده

Pa.azadiradio.com 

د جوزجان د والي مرستیال عبدالقادر مالیه وایي چې د ولایت د ودانۍ په شااوخوا کې جګړه روانه ده.  ښاغلي مالیه ازادي راډیو ته وویل چې امنیتي وضعیت دومره ښه نه دی او دی، والي او د امنیې قوماندان له کابله ورغلو ځواکونو سره د ولایت د ودانۍ په داخل کې دي او بهر یې هم طالبانو مورچلې نیولي.  د راپورونو له مخې طالبانو له تېرې شپې راهیسې د شبرغان ښار د نیولو په هدف حملې زیاتې کړي او د دې ښار یو شمېر سیمې یې نیولي دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دغه راز ادعا کړې چې د شبرغان په اندخوې بندر کې یې د دوستم... Читать дальше...

له افغان پولې سره د روس، ازبکستان او تاجکستان پوځي مشقونه

Mashaalradio.com 

روس وايي چې له ازبکستان او تاجکستان سره په ګډه د افغانستان له پولې سره نېږدې یې شپږ ورځني پوځي مشقونه پیل کړي دي. په تاجکستان کې دغه پوځي تمرینونه د اګست له پنځمې نېټې نه تر ۱۰مې پورې په داسې حال کې کېږي چې له افغانستانه د امریکايي پوځيانو د وتلو له پيل راهیسې هلته جګړې زور نیولي او طالبانو یو شمېر ولسوالۍ نیولي دي. نور تفصیل په دې ویډیو کې. ویډیو: رویټرز

۲۱۵م قول اردو: هلمند کې یو طالب مشر له ۴۰ ملګرو سره ووژل شو

Pa.azadiradio.com 

په هلمند کې د ملي اردو یو چارواکی ادعا کوي چې د دې ولایت لپاره د طالبانو د سرې قطعې مشر له ۴۰ ملګرو سره ووژل شو. د ۲۱۵م قول اردو قوماندان سمیع سعادت ازادي راډیو ته وویل چې مولوي مبارک او ملګري یې نن جمعه (د زمري ۱۵مه) په لښکرګاه ښار کې په هوایي بریدونو کې ووژل شول.  وسله والو طالبانو تر اوسه د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي. د جګړې دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو دا ډول ادعاوې تل کوي چې تاییدل یې ګران کار دی. د هلمند په مرکز لښکرګاه کې جګړه له دوو اونیو راهیسې روانه ده چې له امله یې په سلګونو کورنۍ له خپلو اصلي مېنو بې ځایه شوي دي.

د اوکراین ولسمشر: هڅه کوم له بیلتون غوښتونکو سره جګړه پای ته ورسوم

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلنسکي وایي، تر خپلې وسې ټوله هڅه کوي چې د روسیې له ملاتړو بیلتون غوښتونکو سره روانه جګړه پای ته ورسوي، خو دغه سوله او د دونباس پر سیمې کنټرول په سلو کې نوي د روسیې په ولسمشر ولادمیر پوتین پورې تړلی.  زلنسکي د اوکراین له ټلوېزیوني کانال سره په مرکه کې چې پرون پنجشنبې خپره شوې دغه راز ویلي چې له پوتین سره د کتنې لپاره تیاری نیول شوی. تراوسه کیف او مسکو د دغې کتنې د ځای په اړه نه دي سلا شوي.  د کرملین ویاند دیمتري پېسکوف ویلي چې پوتین غوره بولي چې له خپل اوکرایني سیال... Читать дальше...

نواز شریف د بريتانيې ويزې د تمديد لپاره اپيل جمع کړ

Mashaalradio.com 

د مسلم ليګ نون وياندې مريم اورنګزېب نن (د اګست پر شپږمه) په اسلام اباد کې يوې بېړنۍ خبرې غونډې ته په وينا وويل چې د ګوند رهبر د بريتانيې کورنيو چارو وزارت ته پر طبي بنيادونو د شپږو مياشتو لپاره د خپلې ويزې غځولو لپاره درخواست لېږلی و چې هغوی د ځېنو اعتراضاتو په درلودلو سره د اګست پر پينځمه رد کړ.



جاپان پر هیروشیما ښار د لومړۍ اټمي حملې کلیزه ونمانځله

Pa.azadiradio.com 

د جاپان د هیروشیما ښار نن پر دې ښار د نړۍ د لومړۍ اټمي حملې کلیزه ونمانځله او ښاروال یې د نړۍ له مشرانو وغوښتل چې اټمي وسلې له منځه یوسي.  د هیروشیما ښاروال کازومي ماتسوی وویل، اټمي وسلې چې د جګړو د ګټلو لپاره تولید شوي، د بشپړې نابودۍ یو ګواښ دی او که هېوادونه په ګډه کار وکړي کولای شو چې هغه له منځه یوسو.  پر هیروشیما د امریکا متحدو ایالاتونو د ۱۹۴۵ کال د اګسټ په ۶مه لومړنۍ اټم بم وغورځاوه چې په نتیجه کې یې شااوخوا ۱۴۰ زره کسان ووژل شول. درې ورځې وروسته یې دوهم اټم بم پرناګاساکي واچاوه چې په نتیجه کې یې شااوخوا ۷۰ زره کسان ووژل شول. Читать дальше...

امریکايي استازي: بایډن دې د ګوانتانامو پوځي زندان وتړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د استازیو جرګې په لسګونو ډموکراټ غړیو پرون پنجشنبه(د زمري ۱۴مه) د امریکا له ولسمشر جو بایډن څخه وغوښتل چې د کیوبا په ګوانتامو ټاپو کې پوځي زندان وتړي. دغه غوښتنه داسې مهال کیږي چې څو اوونۍ وروسته پر امریکا د سېپټمبر د یوولسمې د حملو شل کاله پوره کېږي.  هغه حملې چې په نتیجه کې یې دغه زندان پرانیستل شوی دی.  ۷۵ وکیلانو بایډن ته په یوه استولي لیک کې ویلي چې د دغه زندان دوام د دغه هېواد پر شهرت یو داغ دی او هغه بشري حقونو او د قانون واکمني ته د پراختیا ورکولو په برخه کې د دې هېواد وړتیاوې زیانمنوي. Читать дальше...

طالبان وايي، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز مشر مینه ‌پال یې وژلی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز مشر دواخان مینه ‌پال په کابل کې ووژل شو. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د مینه پال وژل تایید کړي او پخواني ویاند یې طارق ارین په خپله فیسبوک پاڼه کې دواخان مینه پال د طالبانو او پاکستان ضد څېره او مړینه یې لوی غم بللی دی. د راپورونو له مخې مینه پال نږدې دوه بجې د کابل په دارالامان سړک د روسیې سفارت ته نږدې د نا معلومه وسله والو په برید کې وژل شوی دی. مینه ‌پال له دې وړاندې د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال و.هغه څو کاله له ازادي راډیو سره د خبریال په توګه هم کارکړی و. Читать дальше...

"۳ اونیو کې د کندهار میرویس روغتون ته ۵۳۳ ټپي ملکیان وړل شوي، ۱۴۵یې وژل شوي"

Pa.azadiradio.com 

د کندهار ميرويس روغتون ته په تېرو درېيو اونيو کې د جګړو له امله د ښځو او کوچنیانو په ګډون ۵۳۳ ملکیان په ټپي حالت کې ور وړل شوي چې له دې ډلې ۱۴۵کسانو په روغتون کې ساه ورکړې او پاتې نور په روغتون کې بستر او  ځینې یې تر لومړنې درملنې وروسته رخصت شوي. د کندهار د ميرویس روغتون امر ډاکټر داوود فرهاد وایي، د وژل شوېو او ټپیانو له ډلې ۶۵ يې ښځې او ۱۰۵ يې کوچنيان دي: "په تېرو درېيو هفتو کې ميرویس روغتون ۵۳۳ ناروغانو مراجعه کړې ده چې د هغو له جملې څخه ۱۴۵يې وفات شوي دي، ۲۵۲ په مرمۍ ویشتل شوي دي، ۷۰ تنه یې... Читать дальше...

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز مشر 'مینه پال' ووژل شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز مشر دواخان مینه ‌پال په کابل کې ووژل شو. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د مینه پال وژل تایید کړي او ویاند یې طارق ارین په خپله فیسبوک پاڼه کې دواخان مینه پال د طالبانو او پاکستان ضد څېره او مړینه یې لوی غم بللی دی. د راپورونو له مخې مینه پال نږدې دوه بجې د کابل په دارالامان سړک د روسیې سفارت ته نږدې د نا معلومه وسله والو په برید کې وژل شوی دی. مینه ‌پال له دې وړاندې د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال و. هغه څو کاله له ازادي راډیو سره د خبریال په توګه هم کارکړی و. Читать дальше...

طالبان له سولې ډارېږي: امریکا

Mashaalradio.com 

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د برېتانیا دایمي استازې "بار بارا وودوار" ویلي چې لا هم د ملګرو ملتونو له تور لېسته د طالب مشرانو د نومونو د لېرې کېدو لپاره کوم دلیل نشته.

د اوبو پر بندونو حملې؛ چارواکي: طالبانو د شاه‌عروس بند دېوال زیانمن کړی

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د تاوتریخوالي له زیاتوالی سره هم‌مهال په عامه تاسیساتو، د اوبو او برښنا په بندونو او سترو ملي پروژو هم حملې شوې چې مالي زیانونه هم له ځان سره لري. تازه د افغانستان د اوبو د چارو د تنظیم اداره وايي، طالبانو د سلما او شاه عروس د اوبو بندونو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي. د دغې ادارې ویاند نظام الدین خپلواک د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د شاه عروس بند په دېوال مرمۍ لګېدلې چې د بند دېوال ته یې زیان اړولی: "وسله والو طالبانو په سلما او شاه عروس بندونو بریدونه کړي چې په نتیجه کې... Читать дальше...

د امریکا سفارت: طالبان له سولې ډارېږي، یوازې د تاوتریخوالي لاره پېژني

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د جګړو له اوج سره په کابل کې د امریکا سفارت ویلي،  طالبان له سولې ډارېږي او یوازې د جګړې او تاوتریخوالي لاره پېژني. په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس وېلسن، د جمعې (د زمري ۱۵مه) په ورځ پر خپل ټویټر لیکلي: "د طالبانو خشونت او نفرت هېڅکله هم د تل پاتې حکومتوالي بڼه نه وه، د دې ډلې له لوري مخکې د سرونو پرې کول، یرغلیز مرګ او اوسنی هدفي  وژنې ښکاره کوي چې دوی یوازې تاوتریخوالی پېژني او له سولې ډارېږي، زه له دې ډلې غواړم، چې د سولې لاره خپله کړي." په ورته و خت کې د ملګرو... Читать дальше...

بریتانیا: هغو افغانانو چې موږ سره یې کار کړی، حق به یې ادا شي

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومینیک راب وایي، هېواد به یې د ټولو هغو افغانانو چې د بریتانیا له حکومت سره د کار کولو په ترڅ کې یې لوی خطرونه په ځان منلي، حق ادا کړي. ښاغلي راب دغه څرګندونې پرون پنجشنبه (د زمري ۱۴مه)په لندن کې په یوه خبري کنفرانس کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړې. راب زیاته کړه: "یقیناً هرچا چې د بریتانیا له حکومت سره مرسته کړې وي – موږ تراوسه ۲۳۰۰ وفاداره افغانانو ته چې د بریتانیا له حکومت سره یې کار کړی او د هغوی کورنیو ته اجازه ورکړې چې دې هېواد ته ورشي. موږ به دغې پروسې ته... Читать дальше...

د امریکا سفارت: طالبان دې د سولې لاره خپله کړي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د امریکا د سفارت سرپرست او شارزدافیر راس وېلسن یو ځل بیا پر طالبانوغږ وکړ چې د سولې لاره خپله کړي. ښاغلي وېلسن دغه غوښتنه نن جمعه (د زمري ۱۵مه) په یوه ټویټ کې کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو تاوتریخوالی او کرکه هېڅکله هم د حکومتوالۍ د دوام یوه بڼه نه وه. وېلسن زیاته کړې چې د دې ډلې له خوا مخکیني سرپرې کول او اوسني بریدونه او هدفي وژنې د دې ښکارندویي کوي چې طالبان یوازې تاوتریخوالي پېژني او له سولې وېره لري. ښاغلي وېلسن وایي، موږ له طالبانو غواړو چې سوله غوره کړي.


Музыкальные новости
Карина Кокс

Карина Кокс: шоу «Маска», настоящее имя, возраст, лучшие песни в образе Оленя





Персональные новости
Queen

White Queen Birthday party «Королева морей»





چارواکي: بلخ او کاپیسا کې ۳۲ طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د کاپیسا او بلخ ولایتونو امنیتي چارواکي وایي، په دې ولایتونو کې ۳۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي. د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ ویاند شایق شورش ازادي راډیو ته وویل، دغه عملیات تېره شپه د نجراب ولسوالۍ په دره افغانیه کې ترسره شول چې په نتیجه کې یې د طالبانو د یوه مهم قوماندان په ګډون د دې ډلې پنځه غړي ووژل شول. نوموړي زیاته کړه چې په سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې د دوی له لوري چاته زیان نه دی رسیدلی. هاخوا په بلخ کی د شاهین قول اردو چارواکي وايي، یوه هوايي حملې ٢٧ طالب وسله وال وژلي. Читать дальше...

له افغانستان سره پر پوله اغزن تار ۹۰ فيصده بشپړ شوی: پاکستان پوځ

Mashaalradio.com 

پاکستان وايي، له افغانستان سره يې پر پوله اغزن تار ۹۰ فيصده بشپړ کړی او پر پاتې ۱۰ فيصده برخې به يې کار سږکال په اوړي کې سر ته ورسوي. د پاکستان پوځ دا څرګندونې په تورخم کې خبريالانو ته په داسې حال کې کړې چې په افغانستان کې په دا ورستيو کې د تشدد په پېښو کې زياتوالی راغلی دی. ويډيو: فرانس پرېس خبري اژانس

ارزګان کې د غوایانو د فارمونو جوړول وده کړې

Pa.azadiradio.com 

په ارزګان ولایت کې په وروستیو کې د غوایانو د فارمونو جوړول زیات شوي دي.  د کرنې او مالدارۍ د ریاست د معلوماتو پر اساس دغه ولایت کې اوسمهال تر ۲۰ زیات د غوایانو فارمونو په نوي بڼه جوړ شوي چې تر څنګ يې لسګونو کسانو ته د کار زمنیه هم  برابره شوې.  د یادې ادارې مشر احمد شاه خیري ازادي راډيو ته دا ښه اقدام وباله او ویې ویل: "په دې سره د غوايي د غوښي کیفت ښه کېږي. فارم لرونکو سره به د اړتیا تر کچې مرسته وکړو څو فارمونه یې وده وکړي." نوموړی وايي، په دغه ولایت کې سږکال ۷۵ سلنه مالداري او زراعت وچکالۍ ځپلی دی. Читать дальше...

موټر چلوونکي: چارواکي دې د خوست-کابل د لویې لارې امنیت خوندي کړي

Pa.azadiradio.com 

په خوست کې د کابل او ګردېز اډې موټر چلونکي وایي، په هېواد کې د وروستیو جنګ جګړو د زیاتېدو له امله د دوی د موټرو سورلۍ هم کمې شوي او کاروبار یې اغېزمن شوی. دوی وایي، په لویو لارو کې د جنګونو له امله یې وسایط په مرمیو لګېږي او ځینې وخت د موټرو چلوونکو او مسافرو ته هم زیان اوړي. د کابل-ګردېز ا‌ډې ترڅنګ د موټرو د پرزو پلورولو یو تن هټیوال ۳۸ کلن جمشېد وایي، مشر ورور یې د خوست ـ کابل په لویه لاره موټر چلاوه او له دې لارې یې د خپلې کورنۍ لپاره حلاله روزي پیدا کوله. جمشېد د خپل ورور په اړه وایي: "ورور... Читать дальше...

تالقان ښار کې نامعلومو کسانو د یوې کورنۍ ۴ غړي ووژل

Pa.azadiradio.com 

د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې نامعلومو کسانو د یوې کورنۍ څلور غړي ووژل.  د امنیې قوماندانې ویاند خلیل اسیر ازادي راډیو ته وویل، دغه کسان چې درې تنه ښځې او یو نارینه دي، تېره شپه اته بجې په یوه کور کې دننه وژل شوي دي.  پولیس وايي، حمله کوونکي په تېښته بریالي شوي او د موندنې لپاره یې پلټنې روانې دي.  د امنیې قوماندانۍ ویاند د دې پېښې علت کورنۍ ستونزه بللې ده.

Спорт в России и мире
Москва

На международной выставке-форуме "Россия" в Москве завершилась тематическая неделя спорта


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Стефанос Циципас

Паула Бадос и Стефанос Циципас расстались | Виды спорта


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Кирилл Купченко, Директор по послепродажному обслуживанию ABTOДОМ МКАД рассказал о сервисном обслуживании электромобилей Zeekr





Путин в России и мире
Москва

Собянин поздравил Путина со вступлением в должность президента России


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Польский судья приехал в Минск и попросил защиты у Лукашенко




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Анастасия Волочкова

Каков скандал. Катя Гордон режет правду матку про Анастасию Волочкову



Москва

Ди Каприо позвали сниматься в фильме "Лео, у нас сибирские обстоятельства"

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net