Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Август
2021

Новости за 18.08.2021

ننګرهار کې 'طالبانو' د اریانا ټلوېزیون او پژواک خبري اژانس خبریالان ډبولي

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار کې د اریانا ټلوېزیون او پژواک اژانس سیمه‌ییز خبریالان وايي چې نن سهار د سیمه‌ییزو طالبانو له لوري سخت ووهل شول. دوی وايي په ښار کې يې د روان وضعیت په اړه له ښاریانو سره مرکې کولې چې یو شمېر ځوانان د افغانستان د ملي بیرغونو سره یوځای ښار ته راووتل او د بیرغونو د ځړولو هڅه‌يې کوله. دوی وايي د جلال‌اباد ښار په پښتونستان واټ کې کله چې یې د دغو ځوانانو وېډیو اخیسته د طالبانو له لوري سخت ووهل شول. د اریانا ټلوېزیون تصویر اخیستونکي محمود نعیمي ازادي راډیو ته وویل: "موږ ښار ته په راپور پسې... Читать дальше...



کابل ته د طالبانو ورتګ او د پاکستان سياسي ګوندونو دریځونه

Mashaalradio.com 

د طالبانو لاس ته د افغانستان لوېدو او د ولسمشر اشرف غني تر وتو وروسته د هغه هېواد د اوسني وضعيت او راتلونکي حکومت جوړولو په اړه هلې ځلې روانې دي. د افغانستان دې بدلون په پاکستان کې د سياسي ګوندونو پر بیانيو او دريځونو هم اغېز کړی دی. مذهبي ګوندونو لکه جمعیت علمای اسلام او جماعت اسلامي د طالبانو له لوري د کابل نيولو هرکلۍ کړی خو بيا پښتون ملتياله ګوندونو په زور د کابل نيولو مخالفت کړی دی. داسې اندېښنې دي چې د افغانستان دغه بدلون به په راتلونکې کې د پاکستان سياست هم تر ژور اثر لاندې راولي. د مشال تر... Читать дальше...

شعيب ګنډه پور ۸۵ هېوادونه ليدلي او د سفرونو کیسي کوي

Mashaalradio.com 

د خيبر پښتونخوا ډېره اسماعيل خان اوسېدونکی شعيب ګنډه پور په پاکستاني پاسپورټ د ۸۵ هېوادونو سفرونه کړي او وايي دا یو ډول رېکارډ دی. هغه وايي چې په ماشوموالي کې به يې د نورو هېوادونو نقشې جمع کولې او ښايي هم دا د دې لامل وي چې په ده کې د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو د سفرونو شوق پېدا شو. نوموړی د سفرونو کې ترخې او خوږې خاطرې لري چې د مشال مرکه کې یې راسره شريکې کړې دي.

له طالبانو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مسوولینو غوښتنې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له طالبانو غوښتي چې د پانګوالو د پانګو، شتمنيو او تاسيساتو ساتنه وکړي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند نن ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په مرکز او ولاياتو کې خپل ټول دفترونه  بېرته پرانېستې دي. دغه خونه وایي، د هېواد سوداګر او پانګوال کولی شي چې د پخوا په څېر د نوموړو دفترونو له خدماتو څخه ګټه واخلي. یادې خونې د سوداګرو او پانګوالو څخه هم غوښتي چې خپلو سوداګريزو او پانګه یيزو فعاليتونو ته دوام ورکړي.

د زمري ۲۸مه؛ طالبان به افغانان د خپلواکۍ ۱۰۲يمې کلیزې نمانځلو ته پریږدي؟

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په ختیځ ننګرهار کې د طالبانو او ولسي وګړو ترمنځ د ملي بیرغ د راځړولو پر سر اخ او ډب شوی.که څه هم د یو کس د وژل کېدو راپور په کې ورکړل شوی، خو لا تائید شوی نه دی. په جلال اباد ښار کې له نن سهار راهیسې سلګونه ولسي وګړي سړکونو ته راوتلي او د دې ښار په بېلابېلو سیمو کې د ملي بیرغ د لګولو هڅه کوي. خو د دې ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، وسله والو طالبانو پرې ډزې وکړې او دوی يې پرې نه ښودل چې د هېواد د سیاسي خپلواکۍ د بېرته ګټلو د ۱۰۲یمې کلیزې د نمانځنې په پار درې رنګه ملي بېرغونه د دې ښار پر واټونو راوځړوي. Читать дальше...



جلال اباد کې یو تن د ملي بېرغ د پورته کولو پر مهال د طالبانو په ډزو وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې لږ تر لږه یو تن د ملي بېرغ د پورته کولو په مهال د طالبانو په ډزو وژل شوی دی.  د ختیځ خپرندویې ټولنې یوه مسوول عبدالرازق همدرد وویل، نن سلګونو کسانو غوښتل چې د جلال اباد ښار په بېلابېلو برخو کې د هېواد ملي بیرغ وځړوي، خو د طالبانو له لوري پرې هوايي ډزې وشوې.  د ښاغلي همدرد په وینا په ډزو کې د سهار خپرندویې ټولنې مسوول زاهدالله لګېدلی او وژل شوی دی.  ځینې شاهدان وايي چې په دې پېښه کې دوه تنه وژل شوي دي.  راپورونه وايي چې سلګونو کسانو چې ملي بیروغونه... Читать дальше...

په کور دننه د افغانستان د راتلونکي نظام په اړه د خبرو پیل ته هېلې شته

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د راتلونکي نظام د څرنګوالي موضوع لا هم روښانه نه ده، خو په دې اړه د خبرو پیل ته هیلې شته. تمه وه چې د نظام د برخلیک په اړه د خبرو لپاره یو افغان پلاوی چې په کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د ملي مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله او د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار شامل وو، دوحې ته ولاړ شي، خو ښکاري چې دا سفر و نه شي. د ملي مصالحې عالي شورا وايي، د نظام د جوړېدو په اړه خبرې اوس دننه افغانستان کې کېږي. د دې شورا یوه غړي چې نه غواړي نوم یې واخیستل ازادي راډیو ته وویل، تر اوسه... Читать дальше...

پر تورخم سوداګري بیا پیل شوه

Mashaalradio.com 

د خیبر انتظامي چارواکي وايي، د اګست له ۱۷مې څخه یې د تورخم ور د افغانانو او پاکستانیانو خپل هېواد ته د تګ راتګ او سوداګرۍ لپاره پرانیستی دی. دا لار تر هغې وروسته تړل شوې وه چې د اګست پر ۱۵مه ننګرهار ولایت د طالبانو لاس ته ولوېد. پاکستان د مې له پیل راهیسې په افغانستان کې د کورونا وایرس د پېښو زیاتېدو له وجې پر تورخم وره د خلکو پر تګ راتګ بندیز لګولی. ویډیويي رپورټ.

مسوولین: د کابل شهزاده سرای به تر نامعلومې مودې تړلی وي

Pa.azadiradio.com 

د کابل ښار د شهزاده سراى صرافان او د ياد سراى مسوولین وايي، د اسعارو دغه مارکیټ به تر نامعلومې مودې تړلی وي. د سرای شهزاده مرستیال حاجي داد ګل نن ازادي راډیو ته وویل،د مارکیټ د بندېدو له امله صرافانو ته ګڼ زیانونه اوښتي دي. نوموړي وویل چې بانکونه به هم تر شنبې ورځې پورې تړلې وي. ښاغلی دادګل وایي،که څه هم طالبانو د امنیت د ټېنګښت ډاډ ورکړی، خو لا هم صرافان د ځنیو امنیتي ستونزو له امله زړه نه ښه کوي چې د اسعارو دغه مارکیټ پرانېزي. شهزاد سرای د یکشنبې په ورځ وروسته له هغه وتړل شوه چې طالبانو کابل هم ونیو.

امریکا: باور لرو چې ایران د یورانیمو د فلز جوړولو ته اړتیا نه لري

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحدو ایالاتونو په ایران کې د فلزي یورانیمو د تولید د پراختیا په اړه د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې د راپور په غبرګون کې د اټمي فعالیتونو د درېدو او د خبرو مېز ته د ایران د حاضرېدو غوښتنه وکړه.     د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، باور لري چې ایران د یورانیمو د فلز جوړولو ته هېڅ اړتیا نه لري.  د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې د راپور له مخې، ایران خپل ۲۵۷ ګرامه ۲۰ سلنه غني شوي یورانیم د تیترا فلوراېډ یورانیمو په بڼه د ۲۰۰ ګرامه فلزي یورانیمو د تولید لپاره کارولي دي.

امریکا: طالبان ملکيان پریږدي چې د کابل هوايي ډګر ته ولاړ شي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سالیوان وايي، طالبانو متحدو ایالاتونو ته ویلي چې ملکي وګړي به پرېږدي چې د کابل هوايي ډګر ته لاړ شي.  سلیوان پرون  سې شنبه وویل، له افغانستانه د ملکي وګړو د ایستلو بهیر به ښايي د روان اګسټ تر پایه دوام وکړي.  ده چې په سپینه ماڼۍ کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې، وویل چې د امریکا پوځ د کابل هوايي ډګر ته د ملکي وګړو د لېږدولو په اړه په خبرو بوخت دی.  د امریکا د ملي امنیت سلاکار وویل، له افغانستانه د خلکو د ایستلو لپاره وروستۍ نېټه د اګسټ ۳۱ مه ټاکل شوې، خو د دقیقې نېټې د ټاکلو پرسر خبرې روانې دي. Читать дальше...

کرکټ بورډ: افغانستان پاکستان سره سیالیو ته چمتووالی نیولی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، افغانستان له پاکستان سره د درې پنځوس اووره سیالیو لپاره چمتووالی نیولی دی.  د کرکټ بورډ د ویاند فرید هوتک په وینا د کابل له نړیوال هوايي ډګره د الوتنو له پیلېدو سره سم به افغان لوبډله سریلانکا ته سفر وکړي.  دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د سریلانکا پخوانی لوبغاړی اویشکا ګنوردنې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د توپ وهني روزونکی وګمارل شو.  ۴۴ کلن اويشکا د سرېلانکا لپاره ۶۱ نړيوالي يو ورځنۍ لوبې کړي دي.

فنلنډ افغانستان کې د پرمختیايي همکاریو چارې دروي

Pa.azadiradio.com 

د فنلنډ حکومت پرون اعلان وکړ چې په افغانستان کې د پرمختیايي همکاریو چارې دروي.  د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په وینا، تر هغو چې د افغانستان حالات څرګندېږي خپله پرمختیايي همکاري ځنډوي.

بایډن او جانسن به د 'جي ۷' غونډه کې پر افغانستان وغږیږي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر جو بایډن او د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسن ویلي دوی موافقه کړې چې راتلونکې اوونۍ د جي اووه په مجازي غونډه کې د افغانستان په اړه پر ګډې ستراتیژۍ خبرې وکړي.  د بایډن له لوري له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو پر پرېکړه ټینګار چې د مخکیني جمهوري پال ولسمشر په مهال شوې وه، په امریکا کې دننه او له دې هېواده دباندې د امریکا د متحدانو پراخې نیوکې يارولې دي.  بایډن ویلي چې باید د دوو انتخابونو په منځ کې یې یو غوره کړی وای، یا دا چې بې پایه جګړې ته یې دوام ورکړی وای او یا یې د ټرمپ لاره تعقیب کړې وه چې باید ځواکونه وباسي.

په امریکا کې د افغانستان بانک شتمنۍ کنګل شوې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا په متحدو ایالاتونو کې د افغانستان بانک شتمنۍ کنګل شوې. د امریکا د دې اقدام په نتیجه کې به طالبان له میلیاردونو ډالرو شتمنۍ څخه بې برخې شي. د امریکا د ادارې یوه چارواکي پرون سې شنبه (د زمري په ۲۶مه) وویل چې په متحدو ایالاتونو کې د افغانستان د حکومت شتمنۍ طالبانو ته نه ورکول کېږي. دا پرېکړه وروسته له هغې کېږي چې طالبانو د روانې اوونۍ په پیل کې پر پلازمېنه کابل ولکه ټینګه کړه. د پیسو د نړیوال صندوق د معلوماتو له مخې د افغانستان د مرکزي بانک شتمني د اپرېل میاشتې تر پایه پورې ۹،۴ میلیارد ډالرو ته ورسېده. Читать дальше...


Музыкальные новости
Анастасия Волочкова

Балерина Анастасия Волочкова села на шпагат на Мальдивах





Персональные новости
Владимир Потанин

Изучаем разнообразие выпусков ЦФА на платформе "Атомайз"





د ملګرو ملتونو د کډوالو کمیشنرۍ په افغانستان کې پاتې کېږي

Pa.azadiradio.com 

د ملګروملتونو د کډوالو لویه کمېشنري پلان لري چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته هم خپل کار ته دوام ورکړي. په جرمني کې د UNHCR یوې استازې کاتارینا لومپ جرمني رسنیو ته ویلي دي چې د کډوالو مرستندویه دا اداره به له نورو خیریه ټولنو سره یو ځای د بې پرېتوب او خپلواکۍ د اصولو پر بنسټ افغانانو ته د بشري مرستو رسولو ته دوام ورکړي. مېرمن لومپ ویلي چې په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا خورا زیاته شوې او ښايي تردې هم زیاته شي نو ځکه دا هېواد د نړیوالو مرستو ته اړ دی. د UNHCR په وینا، ډېری... Читать дальше...

اروپایي ټولنه د غیرقانوني کډوالو د وضعیت په اړه غږیږي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د کړکېچ له پراخېدو وروسته نن چهارشنبه (د زمري په ۲۷مه) د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو وزیران د غیرقانوني کډوالو د وضعیت په اړه خبرې کوي. د دې ټولنې ځینې غړي په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته له هېواده په پراخه کچه د خلکو د تېښتې له کبله اندېښمن دي. په نننۍ غونډه کې په رسمي ډول د افغانستان په باب خبرې نه کېږي، خو پر کابل د طالبانو له ولکې وروسته د اروپايي ټولنې ځیني مشرانو پر یو لړ ستراتيژیو کار پیل کړی څو په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته د کډوالو د ناڅاپي ننوتو د تکرار مخه ونیسي. Читать дальше...

کندهار ته د طالبانو تللی سیاسي پلاوی: د منلي نظام د جوړولو لپاره هڅې کوو

Pa.azadiradio.com 

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړی ملا خیرالله خیرخوا وايي، افغانانو او نړیوالو ته د یوه منلي نظام او ښې حکومتوالۍ د جوړولو لپاره یې په کندهار کې له ځايي مشرانو سره سلا مشورې پیل کړي دي. د طالبانو مرستیال او په دوحه کې د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر او د دې دفتر نور غړي ملا عبدالحکیم اخند، ملا فاضل، ملا خیرالله خیرخواه او ملا عبدالسلام حنفي د سې شنبې په ماښام کندهار ته ورسېدل. له دې طالب مشرانو څخه ملا خیرالله خیرخوا او ملا عبدالسلام حنفي کندهار ته د رسېدو څو ساعته وروسته په یوه خبري... Читать дальше...

خوست کې د موبایل کریډیټ کارتونو نشتون خلک ستونزو سره مخ کړي

Pa.azadiradio.com 

په خوست کې د طالبانو واکمنېدو وروسته د یو شمېر مخابراتي شرکتونو خدمات ټکني شوي او د ښار په زیاتره هټیو کې د یو شمېر شبکو د سیم کارتونو لپاره کرېډېټ کارتونه ختم شوي دي. کمال شهزاده په خوست کې د یوې لېسې ښوونکی دی. نوموړی وایي، له تېرې ورځې راهیسې یې په ټیلیفون کې د غږیزو اړیکو د نیولو لپاره حساب ختم شوی او لا تراوسه نه دی توانیدلی چې د کلي او د ښار په یو شمېر هټیو کې کرېډېټ کارت پيدا کړي. دی وایي، د کرېډېټ کارتونو د نه پيدا کېدو له امله دی او نور عام خلک له ډېرو ستونزو سره مخ شوي دي: "بیخي ډېر... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

На международной выставке-форуме "Россия" в Москве завершилась тематическая неделя спорта


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Соболенко уступила Свентек в финале турнира WTA-1000 в Мадриде


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Кирилл Купченко, Директор по послепродажному обслуживанию ABTOДОМ МКАД рассказал о сервисном обслуживании электромобилей Zeekr





Путин в России и мире
Москва

А броня, как у вертолета: какие автомобили предпочитает Владимир Путин


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Польский судья отказался от должности и попросил защиты у Лукашенко. Он обвинил Варшаву в нечестной политике




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Карди Би

Худшие образы звезд на Met Gala 2024: Лана Дель Рей в «москитной сетке» и Карди Би с прической Мардж Симпсон



Москва

Сотрудники «Россетей» привели в порядок 23 памятника Подмосковья

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net