Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Август
2021

نورستان کې د سېلابونو له امله بشري ناورین؛ سېلاب‌ځپلي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

0
د نورستان سېلاب‌ځپلې کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، د نورستان والي د مړو شمېر ۱۱۳ ښيي، خو د یو شمېر کورنیو غړي وایي، د مرستو نه‌رسېدو له امله د تلفاتو شمېر څه باندې ۲۰۰ تنو ته لوړ شوی دی.


د دغو کورنیو د غړو له ډلې د کامدېش ولسوالۍ د ميردېش کلي اوسېدونکی غلام مصطفی چې د کورنۍ ۱۲ غړي يي په سېلابونو کې له لاسه ورکړي وایي، لا تر اوسه نه‌دی توانېدلی چې د خپلې کورنۍ ځیني غړي له خاورو څخه وباسي.


مصطفی وایي، دولت کومه مرسته ونه‌کړه او تر اوسه یو څو مرستندویه ټولنې راغلي سیمه‌یې کتلې، بېرته تللي دي.


مصطفی له اوښکو په ډکو سترګو ازادي راډیو ته زیاتوي: "هغه شپه چې سېلاب راغلی و، زه په کور کې نه‌وم، بلې سیمې ته تلی وم، سهار خبر شوم، د کورنۍ ۱۲ غړي مې له لاسه ورکړي، یوازې پاتې یم، تر اوسه مې پنځه جنازې خښې کړي، نور لاهم لادرکه دي، پرون د سرې میاشتې ټولنه راغلې وه، سیمه‌یې وکتله، د درملو څه نا څه مرسته‌یې وکړه، دولت څخه غواړو چې موږ ته جدي پام وکړي."


د رسېدلو راپورونو پر اساس د مصطفی په څېر له ۱۷۰ ډېرو کسانو کورونه ویجاړ شوي او د کورنۍ غړي یې وژل شوي دي، ځينې یې لادرکه دي او پراخ مالي او اقتصادي زیانونه وراوښتي.




ځیني سېلاب‌ځپلې کورنۍ وايي، لا هم د خپلو ورکو خپلوانو په موندلو پسې لالهانده دي.


محمدالله پر حکومت نیوکې کوي چې د بې‌غورۍ له امله‌یې د تلفاتو شمېر لوړ شوی دی.


هغه ادعا کوي چې د تلفاتو شمېر ٢٠٢ تنو ته لوړ شوی او ډېری لاهم ورک دي.


نوموړي وویل، طالبانو چې د مرستو رسولو ژمنه کړې هغوی هم کومه مرسته ونه‌کړه: ”زما د کورنۍ ۶ غړي ټپیان دي، درمل نه‌شته، څوک مرسته نه‌کوي، خلکو د مړو ایستلو توان له لاسه ورکړی، دولت باید په لوړه کچه امکانات راکړي، طالبانو هم چې کومه ژمنه کړې وه تر اوسه کومه مرسته نه‌ده شوې، زموږ غوښتنه له نړیوالو ادارو او حکومت دا ده چې بېړنۍ مرستې ورسوي."


د نورستان والي حافظ عبدالقیوم ازادي راډیو ته وویل چې سیمې ته د دوی د پلټنو ټیم تللی و او لومړنۍ څېړنې یې کړي.


دی وايي، له زیانمنو شویو سره به د خوراکي توکو او کېږدیو په ګډون لومړنۍ مرستې وشي.


والي زیاته کړه: "ډېر کورونه نه‌دي سپړل شوي، خو ممکن تلفات لوړ شي، خو دا مهال ١١٣ تنه مړه شوي، مرستې تر اوسه ٢٣٣ کورنیو ته رسېدلې دي."




په ورته وخت کې پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د سرې میاشتې او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یا (IOM) سره په ګډې همکارۍ مرستې سیمې ته رسېدلي او ډېر ژر به په اړو کورنیو ووېشل شي.


د دغه وزارت مرستیال ویاند سمېع ضربي د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د زمري ۱۲» ازادي راډیو ته وویل: "له نېکه مرغه د ملګرو ملتونو یا «IOM» ادارې او سرې میاشتې سره په همغږۍ لومړنۍ اړینې مرستې، د سرپناه او د کور وسایل او د اشپزخانې توکي چې څه د کور اړین وسایل دي، موږ پرون ۲۳۳ کورنیو ته واستول او همدارنګه ۲۳۳ نورو کورنیو ته هم خوراکي توکي لکه اوړه، غوړي، وریژې او نور اړین توکي استول شوي او کولای شي دوه میاشتو ته کافي وي."


ازادي راډیو هڅه وکړه زیانمنو شویو ته د مرستو په اړه د طالبانو نظر هم واخلي، خو له پرله‌پسې اړیکو سره بریالۍ نه‌شوه.


مخکې تر دې دغې ډلې ویلي و چې اړمنو ته به د دوی له‌خوا هم مرستې وشي او د دغې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي و چې سیمې ته د نورو مرسته کوونکو مخه به هم چې دا مهال د دوی تر ولکې لاندې ده، ونه‌نیول شي.


د افغانستان د هوا پېژندنې ملي ادارې د وړاندوینې د برخې امر نسیم مرادي نن ازادي راډیو ته وویل چې د نورستان په ګډون په کونړ، ننګرهار، لغمان، پکتیا، خوست، پکتیکا او لوګر ولایتونو کې د سختو ورښتو او د سېلابونو د راوتلو اټکل شته.




خو پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت بیا وايي، له نورستان پرته په بل کوم ولایت کې د ډېر ورښت او د سېلابونو د راوتلو راپور نه‌دی ورکړل شوی.


په نورستان کې د تېرې پنجشنبې په ورځ سېلابونه راغلل چې ډېرو خلکو ته‌یې تلفات اړولي دي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net