جرمني: هغه افغانان را غواړو چې هلته یې موږ سره کار کړی وي
د رویټرز اژانس د راپور له مخې شولتس دغه راز ویلي چې دوی په افغانستان کې د سیمه ییزو کار کوونکو چې د جرمني د ماموریت ملاتړ یې کړی، په برخه کې مسوول دي.
د راپورونو له مخې تر اوسه نژدې زر افغانان چې په افغانستان کې یې د جرمني له ځواکونو سره کار یا ملاتړ کړی، تر اوسه له دې هېواده نه دي وتلي.
له ۲۰۱۳ میلادي کال راهیسې جرمني د امنیتي ګواښونو له امله نژدې اته سوه افغان سیمه ییز کار کوونکي او د هغوی د کورنیو شااوخوا دوه نیم زره غړي منلي دي.
