Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Август
2021

امریکا د افغانستان پر امنیتي حالاتو اندېښنه ښودلې

0
د امریکا دفاع وزارت د افغانستان پر روانو امنیتي حالاتو اندېښنه ښودلې او وايي، چې سمې خوا ته نه دي روان. 

د دې وزارت ویاند جان کربي د ګل/یکشنبې په ورځ په واشنګټن کې وویل چې امریکا اوسني وضعیت ته اندېښنه لري، خو افغان امنیتي ځواکونه وړتیاوې لري چې د وسله والو طالبانو پروړاندې جګړه مخ ته یوسي.




د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې ښاغلي کربي د طالبانو په لاس د یوشمېر ولایتونو د ښارونو سقوط ته په اشارې وویل، افغان ځواکونه د خپلو ښارونو او د خپلو وګړو د دفاع مسولیت لري او اوس تر ډېره په مشرتابه پورې تړلې چې په دغه حساس پړاو کې له اوسني وضعیت څخه د وتلو لپاره خپله اراده وښيي. 


 افغان چارواکي تر ډېره له افغانستانه په بیړه د امریکایي ځواکونو وتل او له طالبانو سره د پاکستان د ملاتړ دوام د اوسنيو حالاتو اصلي سببونه بولي.


د افغانستان د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي په دوشنبه ازادي راډیو ته وویل: "هغه ترهګر چې افغانستان ته رالېږل کېدل، هغه هم اوس بې ساري دي. په سلګونو مدرسې هلته په پاکستان کې رخصت شوې او په لسګونه زره کسان د افغانستان خاورې ته رالېږل شوي دي. د پاکستان د پوځ افسران، د هغوی منسوبین دلته مشخصاً په افغانستان کې د طالبانو په خوا کې د افغانستان د خلکو او امنیتي ځواکونو پر وړاندې جنګېږي."


دغه راز د افغانستان روان وضعیت یو شمېر افغانان هم هڅولي چې د ټولنیزو شبکو له لارې نړیواله ټولنه دې ته وهڅوي چې پر پاکستان فشارونه زیات کړي. د هشټګ په یوه کمپاین کې چې له تېرو درېیو ورځو راهیسې پیل شوی، له نړیوالې ټولنې غوښتنه شوې چې پر پاکستان دې چې د دوی په وینا په افغانستان کې د جګړې د دوام اصلي ملاتړی دی، بندیزونه ولګوي.


 




خو پاکستاني چارواکي وایي، د افغانستان د امنیتي وضعیت د خرابیدو مسولیت باید پر دوی وانه چول شي.


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي داګست پر نهمه نېټه په اسلام اباد کې په یوه خبري غونډه کې وویل، مسله د افغانستان د حکومتوالۍ او د افغان امنیتي ځواکونو ناکامي ده چې نړیواله ټولنه باید ورته پام وکړي.




د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې قریشي پر افغان ځواکونو د نړیوالې ټولنې د تېرو شلو کلونو پانګونه تر پوښتنې لاندې راوسته او ویې ویل، د دغو ځواکونو وړتیاوې، روزنه او تجهیزات څه شول او زیاته یې کړه دا چې لیدل کېږي، دغه ځواکونه د جګړې اراده نه لري او تسلیمېږي، پړه یې باید پر پاکستان وانه چول شي.


د امریکا چاپېدونکې ورځپاڼې نیویارک ټایمز د یوې لیکنې سرلیک دی، داسې مهال چې طالبان ښارونه نیسي، امریکا وايي افغان ځواکونه دې خپله د خپل ځان دفاع وکړي.


نیویارک ټایمز په خپلې دې لیکنه کې په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا پرله‌پسې د څو ولایتي مرکزونو نیولو ته اشاره کړې او وايي که طالبانو هماسې چې اوس‌یې د افغانستان په شمال کې د څو ولایتونو مرکزونه نیولي، یو کال مخکې دا کار کړی وی، نو د امریکا غبرګون به له قهره ډک و.


جنګي جېټ الوتکې او هلیکوپټرو به په ځواک سره ځواب ورکړی وی، دا سخت دریځه اسلام‌پالي به‌یې پر شا تمبولي وی او یا به ‌یې لږترلږه د دوی د پرمختګ مخه نیولی وی. خو د ورځپاڼې په وینا دا جلا وختونه وو.


دوحه غونډه

د قطر پلازمېنه دوحه چې د افغان دولت او طالبانو ترمینځ د په ټپه درېدلو خبرو کوربنه ده، نن پکې بیا د افغانستان پر روان امنیتي وضعیت یوه بله غونډه کېږي. د افغانستان د سولې عالي شورا ریس عبدالله عبدالله په مشرۍ یو پلاوی به په دې غونډه کې ګډون وکړي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net