پرون پنجشنبه په هرات ښار کې یوې چاودنې د دوو ماشومانو په ګډون څلور ملکیان وژلي او ۱۲ تنه نور یې ټپیان کړي دي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل چې چادونه مازیګر شپږ بجې په یو موټر سایکل کې د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو موادو په وسیله شوې ده. د نوموړي په وینا په ټپیانو کې هم یوه ښځه او دوه ماشومان شامل دي.
ښاغلي فرهاد د چاودنې د هدف په اړه وویل:
” ددې چاودنې هدف په شینډنډ ولسوالۍ کې د سیمه ایزو پولیسو پخوانی قومندان ملا امیر و، چې هغه په چاودنه کې برسیرن ټپي شوی دی. له... Читать дальше...
سعودي عربستان وايي: د دغه هیواد او کاناډا تر منځ ترینګلی وضعيت به د سعودي د تيلو پر صادراتو اغېز ونکړي. په امریکا او اروپا کې د تودوخې درجې له زیاتېدو سره په ځینو سيمو کې ځنګلونو اور اخیستی.
ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پېشګام ټلوېزیون مههېروئ
د بلوچستان په مرکز کوټه کې د متحده اپوزیشن ګوندونو په دغه ښار کې د الېکشن کمېشن ترمخ په خپله احتجاجي غونډه کې غوښتنه وکړه چې د ټاکنو کمېشن ناکامه شوی دی او ژر تر ژره دې استعفا ورکړي. د پاکستان انتخاباتي کمېشن دا تورونه په بیا بیا رد کړي او وايي، ټاکنې رڼې او منصفانه وې. ویډیو وګورئ.
استاد له حکومته ګيله من دی چې د ده د ۶۰ کلن خدمت قدر يې نه دی کړی.
د یمن په صعده ولایت کې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف په بمبارۍ کې د ماشومانو په ګډون لسګونه کسان وژل شوي دي.
دا خبره د سره صلیب نړیوالې ادارې او محلي روغتیايي سرچینو کړې ده.
سره صلیب ویلي دي هوايي بریدونو په صعده شمالي ولایت کې یو بس چې ماشومان يې لېږدول په نښه کړی دی.
د لویدیځ په ملاتړ او د سعودي په مشرۍ ائتلاف بیا ویلي دي چې د حوثي یاغیانو د میزائیلو ویشتونکي دستګاوې يې چې پر سعودي د برید لپاره ځای پرځای شوې وې، په نښه کړي دي.
ائتلاف وايي، حوثي یاغیانو چې د ایران ملاتړ ورسره دی ماشومان د بشري سپر په توګه کارولي دي. Читать дальше...
په سوریه کې د جرمني د یوې مرستندویه ډلې دوه کارکوونکي د چک جمهوریت د ډیپلوماټانو په منځګړتوب خوشې شوي دي.
د چک د بهرنیو چارو وزارت نن پنجشنبه په یوه بیان کې وویل، د بهرنیو چارو وزیر یان حاما چیک د دغو مرستندویه کارکوونکو د تسلیمۍ لپاره دمشق ته رسیدلی دی.
چک جمهوریت د اروپايي ټولنې یوازینی غړی هېواد دی چې له سوريې سره ډیپلوماتیکې اړیکې لري.
په سوریه کې چکې ډیپلوماټان اروپايي ټولنې ته خدمات وړاندې کوي او د دې ټولنې په استازیتوب په مختلفو مسئلو کې منځګړتوب کوي.
ټاکل شوې ده چې خوشې شوي جرمني... Читать дальше...
د خوست ډاکټران او روغتیايي کارکوونکي له میندو غوښتنه کوي، چې ماشومانو ته تر دوه کلنۍ پورې خپلې شیدې ورکړي.
ملګري ملتونه وايي، د افغانستان د سولې خبرې به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ وي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر مشر تدامیچي یاماموتو له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، نړیواله ټولنه د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ منځګړتوب کوي.
په همدې حال کې د افغانستان د سولې عالي شورا هیله څرګندوي چې ملګروملتونو به د افغانستان د سولې په پروسه کې خپل رول ترسره کړي.
بل لورته د سولې لپاره ولسي حرکت نن د کابل په غازي لوبغالي کې یوه لویه غونډه کوي.
دا حرکت وايي،... Читать дальше...
د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې له ۲۶ کلونو وروسته د افغانستان د هوايي حریم کنټرول افغانانو په لاس کې واخیست.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې پهدې اړه د کابل په هوايي ډګر کې په جوړو شویو مراسمو کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې نن پنجشنبه افغانستان د هوا له لارې د سیمې په څلورلاري بدل شو او ژر به د ځمکې له لارې هم دغه هدف ته ورسېږي.
نوموړي دا هم ویلي دي چې د رادار دا نوی سیستم چې پخوا د بهرنیانو لهخوا کنټرولېده له دې وروسته به د افغانانو په کنټرول کې وي.
په اعلامیه کې د ښاغلي... Читать дальше...
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو وايي، نړیواله ټولنه د افغان سولې له پروسې ملاتړ کوي...
د افغانستان برښنا شرکت هغه تورونه رد کړل چې ګواکې د دغه شرکت د پروژو په لګښتونو کې د ۴ میلیارډو ډالرو حساب کتاب ناڅرګند دی.
د افغانستان دفاع وزارت د بلومبرګ امریکايي خبري اژانس د هغه راپور په غبرګون کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په ...
په کورمه کې د (پي ټي سي اېل) او موبایل سروس د بندېدو له وجې خلک له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.
د ازادي راډیو دا اوونیزه «کور کلي» خپرونه ټوکو ته ځانګړې شوې ده چې: خلک ولې ټوکې کوي؟
دا چې ټوکې له یوې خوا ...
د افغانستان د سولې عالي شورا هیله څرګندوي چې د سولې د عملي خبرو د پیل په برخه کې به ملګري ملتونه خپل رول ...
سبا جمعه د ۲۴ ولایتونو د کېک بوکس سیالۍ په هرات کې پیلېږي.
د هرات د ورزشي امریت فني او تخنیکي مسؤل ضیاالحق ضیا نن پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالۍ د یوې ورځې لپاره د سولې د جام په نامه ترسره کېږي.
د نوموړي په خبره د ځینو ولایتونو ورزشکاران هرات ته رسېدلي او ځیني نور به د ورځې تر پایه ورسېږي.
د پکتیا په مرکز ګردېز کې د دغه ولایت د شپږو ولسوالیو د ورزشکارانو ترمنځ د سامبو رزمي سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغه ولایت ورزشي امر ګل کریم سحر نن پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل چې پهدغه درې ورځنیو سیالیو کې ۱۰۰ ورزشکارانو برخه اخیستې وه.
د نوموړي په خبره په دغه سیالیو کې ۱۰ وړ ورزشکاران انتخاب شول چې په نږدې راتلونکي کې به په کابل کې د پکتیا په اسازیتوب ګډون وکړي.
سامبو رزمي ورزش دی چې د کورش فدراسیون په چوکاټ کې شاملېږي.
د غزني د امنیه قوماندانۍ پر مېلمستون برید کوونکی ووژل شو.
څو شېبې وړاندې یو تن وسلهوال چې غوښتل یې د غزني امنیه قوماندانۍ د مېلمستون ساتونکي د بېغږه تومانچې په وسیله په نښه کړي د پولیسو له لوري وژل شوی دی.
د پنجشنبې په ورځ تر غرمې وروسته له امنیه قوماندانۍ څخه ازادي راډیو ته په رالېږل شوې خپرپاڼه کې راغلي دي چې یاد کسیې د ساتونکو له لوري له پېژندګلوۍ وروسته له پولیسو سره په نښته کې وژلی دی.
خبرپاڼه زیاتوي چې وسلهوال غوښتل چې له سیمې څخه وتښتي، خو د پولیسو له لوري لهمنځه ولاړ، په دې پېښه کې امنیتي سرتېرو ته زیان نهدی اوښتی. Читать дальше...
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د بریتانیا د یونیکارنز کلب لوبډلې ته د ۴۶ منډو په توپیر په یوې تمریناتي لوبه کې ماته ورکړه.
د افغانستان ملي لوبډلې تېره ورځ په دغه تمریني لوبه کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو خپل سیالې لوبډلې ته په ۵۰ اورونو کې د ۲۴۱ منډو هدف وټاکه.
خو د یونیکارنز کلب لوبډلې په ۴۱ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۲۰۱ منډې جوړې کړې.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله تېره اوونۍ د تمریني لوبو لپاره بریتانیا لاړه او د اګسټ د میاشتې تر ۲۰مې نېټې به د دوی تمریناتي سیالۍ دوام وکړي.
له... Читать дальше...
سعودي عربستان وایي، د دغه هېواد او کاناډا ترمنځ سیاسي شخړې به کاناډا ته د سعودي د تېلو د لېږلو چارې اغېزمنې ...
د افغانستان یو شمېر مدني بنسټونه وايي، ځیني سیاسي ګوندونه او زورواکان غواړي چې د انتخاباتي بهیر په یرغمل نیونې سره پر ...
د ملي تدارکاتو د کمېسیون مسؤلین وايي، دغې ادارې په تېرو څلورو کالونو کې له دوه نیم زره ډېر تړونونه لاسلیک او لسګونه ...
پر غزې تراړه نن پنجشنبه د اسرائیلي الوتکو په بمبارۍ کې درې فلسطینیان وژل شوي دي.
په همدې حال کې فلسطیني وسلهوالو له غزې تراړې پر اسرائیل راکټي بریدونه کړي دي.
په غزه کې روغتیايي چارواکو وویل، په بمبارۍ کې یوه امیندواره مېرمن، د هغې یو کلنه لور او د حماس ډلې یو وسلهوال وژل شوي دي.
د فلسطینیانو په راکټي بریدونو کې بیا لږ تر لږه ۷ اسرائیلیان ژوبل دي.
د اسرائیل پوځ وايي، جنګي الوتکو يې په غزه کې د حماس ډلې په اهدافو بریدونه وکړل.
له ۲۰۰۷ میلادي کال راپه دېخوا له کله نه چې حماس د غزې کنټرول... Читать дальше...
په کابل کې امریکا پخواني سفیر، زلمي خلیلزاد ویلي د امریکا دریځ لا هم دا دی چې د افغانستان د مسایلو په اړه فیصله باید د افغانستان د حکومت او د طالبانو په ګډون د نورو اړخونو ترمنځ وي.
په واشنګټن کې د روسيې سفارت د امریکا نوي بندیزونه رد کړي دي او هغهيې شدید بللي دي.
متحده ایالاتو په بریتانیا کې د یوه پخواني روسي جاسوس د مسمومولو په قضیه کې پر مسکو نوي بندیزونه لګولي دي.
په امریکا کې د روسيې سفارت په یوه بیان کې ویلي دي چې نه متحده ایالاتو او نه هم بریتانيې داسې شواهد وړاندې کړي چې وښيي روسیه د جاسوس سرګي سکریپال او د هغه د لور یولیا په مسمومولو کې لاس لري.
امریکا بیا وايي شواهد لري، خو محرم دي او په واشنګټن کې يې د روسيې سفارت ته ویلي دي چې دا شواهد کافي دي چې له مخې يې... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
В Московской области прошел чемпионат Центрального округа Росгвардии по стрельбе из боевого ручного стрелкового оружия
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
WTA озвучила Елене Рыбакиной условия для становления второй ракеткой мира
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Опыт проведения Всероссийской акции «Вода России» представлен на межведомственном заседании в Ташкенте
Путин в России и мире
Москва
Путин поручил сократить время пути поездов от Москвы до Черноморья до 16 часов
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Минск не исключает попыток оппозиции оторвать часть территории Белоруссии в пользу НАТО
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Захарова: встречи по продвижению "формулы Зеленского" дают Киеву чувство вседозволенности
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Сергей Прокофьев
Мариинский театр исполнил оперу Прокофьева в честь дня рождения композитора
Москва
Фигурант дела о взятке замглавы Минобороны РФ Иванова обжаловал арест
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net