د سپریم کورټ چیف جسټس میا ثاقب نثار په مشرۍ یو درې کسیزه بینچ د دفاع سکتر ته ویلي چې په بهر هیوادونو کې د پوځ د پخواني سرلښکر جنرال راحیل شریف او د استخباراتي ادارې د پخواني مشر جنرال شجاع پاشا د ملازمتونو په اړه دې عدالت ته سپیناوی وکړي.
افغان چارواکو هغه لسګونه داعش وسله وال د جوزجان په مرکز شبرغان کې یوې ودانۍ ته بیولي چې د جولای پر ۳۱مه حکومت ته تسلیم شول. جوزجان د افغانستان شمالي ولایت دی. د مشال راډیو خبریال د تسلیمو شویو وسله والو د انتقال پر وخت حکومتي ودانۍ ته ورغلی وو او دا ویډیو يې جوړه کړې.
د ولسي جرګې لپاره د لسو احتمالي کاندیدانو نومونه د نوماندۍ له لېست څخه لېرې شول...
د ملګرو ملتونو سرمنشي په زېمبابوې کې له انتخاباتو وروسته د پورته شوي تاوتریخوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
په مرکز هرارې کې پرون پر قهرجنو مظاهره چیانو د امنیتي ځواکونو په ډزو کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوی دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګویترس د زمبابوې پر سیاسیونو او ولس غږ کړی دی چې له زغم نه کار واخلي او هر ډول تاوتریخوالی رد کړي.
په زېمبابوې کې تېره دوشنبه د ولسمشرۍ انتخابات وشول او پرون د دې هېواد اپوزېسیون د ډیموکراټیک بدلون ګوند تور پورې کړ چې په انتخاباتو درغلۍ شوي دي.
د ډیموراټیک... Читать дальше...
ارشد علي دا مهال هم په پېښور کې د موسيقۍ د ثبت يوه سټوډيو لري او وايي، عصري ټېکنالوجي پکې کاروي.
د ۲۰۱۸ کال په انتخاباتو کې په لومړي ځل له خېبر پښتونخوا چترال ضلعې کېلاش سیمې یو تن په صوبایي اسمبلۍ کې د اقلیتونو په خصوصي چوکۍ شامل شوی دی.
د خوست چارواکي وايي، ځايي اداره پدې هڅه کې ده چې د اداري کمپلیکس چاپیریال چې اوسمهال تر ډېره شاړ او تش ډاګ دی، په چمنونو او زینتي ونو سمسور کړي او تفریحي پارکونه په کې ورغوي.
په بلوچستان کې د روغتیا کارپوهانو ویلي دي چې ماشوم لپاره د مور شيدې تر ټولو مهم خوراک دی نو پکار دې چې هره مور خپل ماشوم ته د زيږیدو څخه بیا تر دوو کلونو پورې شيدې ورکړي. دوی دغه خبرې په کوټه کې په یوه غونډه کې وکړي. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.
ترکیه وايي، د امریکا له خوا پر دوو ترکي وزیرانو د بندیزونو د لګولو پر وړاندې به عکس العمل څرګند کړي.
امریکا د چهارشنبې په ورځ وروسته تر هغې د ترکيې د کورنیو چارو او عدليې پر وزیرانو بندیزونه ولګول چې انقرې د نظر بند امریکايي پادري له خوشې کولو انکار وکړ.
۵۰ کلن اندریو برانسون چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په ترکیه کې زنداني شو او له تېرې اوونۍ راهیسې په کور کې نظر بند دی.
پردې امریکايي پادري تور دی چې له هغو ډلو سره يې همکاري کړې ده چې په ترکیه کې يې دوه کاله وړاندې د پوځي کودتاه ناکامه هڅه وکړه. Читать дальше...
په سمنګان ولایت کې نن پنجشنبه د یو اعشاریه پینځو میلیونو ډالرو په لګښت پراختیايي پروژې افتتاح شوې.
دا پروژې د اقتصاد، عامې روغتیا او لوړو زده کړو د وزیرانو له خوا پرانېستل شوې.
د سمنګان د والي ویاند صدیق عزیزي په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته وویل، په دې پروژو کې د پینځو کلینیکونو، دوه ښونځیو او د سمنګان د پوهنتون لپاره د یوې ودانۍ جوړول شامل دي.
ښاغلي عزیزي وویل، د دې پروژو لګښت د هند حکومت ورکړی دی.
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، ولسمشر محمد اشرف غني به ډېر ژر د لوی اختر په ورځو کې د اوربند په اړه خپله پرېکړه له ولس سره شریکه کړي...
د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، هغه درې تنه بهرنیان چې د کابل ښار له ډیسپچیلي سیمې ورک شوي وو، مړي یې په موسهي ولسوالۍ کې موندل شوي دي.
د ایران د پارلېمان غړو ولسمشر حسن روحاني ته یو میاشت وخت ورکړی څو هغه د ملک د مخ په خرابیدونکي اقتصاد له وجې د خلکو اندېښنو ته د ځواب ویلو لپاره دې د پارلېمان په وړاندې حاضر شي.
په کابل کې د تنکیو ځوانانو د سوک وهلو د غوراوي سیالۍ پیل شوې.
د سوک وهنې د فدراسیون رئیس عبدالله شکیب نن ازادي راډیو ته وویل، د غواروۍ په دغو سیالیو کې ۶۵۰ تنو تنکیو ځوانانو ګډون کړی چې له دې ډلې به ۵۲ لوبغاړي انتخاب شي.
نوموړی وايي، دا سیالۍ به تر لسو ورځو پورې دوام کوي.
ټاکل شوې چې د دغو سیالیو په پای کې د افغانستان د سوک وهلو فدراسیون د ۱۳ کلنو، ۱۴ کلنو، ۱۵ کلنو او ۱۶ کلنو سوک وهونکو ملي لوبډلې اعلان کړي.
په پلازمېنه کابل کې د لومړي ځل لپاره د باولېنګ انتخابي سیالۍ پیل شوې.
د بدني روزنې د ریاست ویاند عارف پیمان ازادي راډيو ته وویل، دا سیالۍ د باولېنګ فدراسیون لهخوا جوړې شوي چې هدف يې د کابل د باولېنګ لوبډلې لپاره د ۶ غوره لوبډلو انتخاب دی.
دی وايي، دا سیالۍ د یوې ورځې لپاره دي چې پهکې ۳۲ لوبغاړي په اتو ګروپونو کې سیالۍ تر سره کوي.
د افغانستان د بدني روزنې ریاست د معلوماتو له مخې د تېر یوه کال راهیسې په افغانستان کې باولېنګ د مسلکي کېدو په طرف تللی او ډېر مینهوال یي پیدا کړي دي.
ښاغلی پیمان... Читать дальше...
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ایرلنډ پر وړاندې د لوبو لپاره تمرینات پیل کړل.
دا تمرینات د کرکټ د ملي لوبډلې د روزونکو په شتون کې نن پنجشنبې په انګلستان کې پیل شول او ټاکل شوې چې د اګسټ د میاشتې تر ۱۷مې نېټې پورې دوام وکړي.
د کرکټ ملي لوبډله د تېرې شنبې په ورځ له ایرلنډ سره د درې نړیوالو۲۰ اوورېزو او درې ۵۰ اوورېزو لوبو وړاندې د تمریناتي کمپ په هدف انګلستان ته ولاړه.
ملي لوبغاړي به د انګلستان په تمریناتي کمپ کې له برخې اخېستلو وروسته د اګسټ ۱۷مه ایرلنډ هېواد ته ولاړه شي.
د افغانستان او ایرلنډ... Читать дальше...
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر اټارني جنرل جیف سېشنز غږ کړی چې د ۲۰۱۶م کال په انتخاباتو کې د روس او د هغه د کمپاین ترمنځ د اړیکو په اړه دې پلټنو ته په سم لاسي توګه د پای ټکی کېږدي.
د افغانستان په جوزجان ولایت کې امنیتي چارواکي وايي چې دولتي ځواکونه ته به تسلیم شوي داعش وسله وال د بشر ضد جنایاتو د ترسره کولو په تور د مقدمې لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي.
د جوزجان والي لطف الله عزیزي وايي، که پر تسلیم شویو داعش جنګیالو ادعا موجوده وي، د اساسي قانون په رڼا کې به محکمه کېږي...
د کورنیو چارو وزارت وايي، هغه درې تنه بهرنیان چې د کابل ښار له ډیسپچیلي سیمې ورک شوي وو...
اسرائیلي چارواکو وروسته له هغه دا ګواښ کړی چې تېره اوونۍ د سعودي عربستان دوه تيل وړونکې بیړۍ په باب المندب تنګي کې وویشتل شوې.
د ایران مرکز تهران ته نېږدې د دوهمې شپې لپاره هم د خلکو مظاهرو دوام وکړ.
دا اعتراضونه په ایران کې د مخ په زیاتېدونکو اقتصادي ستونزو په عکس العمل کې پیل شوي دي.
پر ټولنیزو شبکو په خپرو شوو وډیوګانو کې ښکاره کېږي چې د تهران په کرج ولسوالۍ کې خلک سړکونو ته راوتلي دي او د اخوندانو د نظام د لېرې کېدو شعارونه ورکوي.
دغه راز په یوې بله وډیو کې خلکو مرګ پر دیکتاتور شعار ورکوي چې په ظاهره يې اشاره مذهبي مشر ایت الله علي خامنيه اي ته ده.
تر دې مخکې هم په تهران او یو شمېر نورو ښارونو کې سلګونو کسانو د ورستیو اقتصادی ستونزو له امله مظاهرې کړي دي.
د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله ملي اردو ته د جلال اباد ښار د امنیت مسؤلیت سپارل د حل لار نه ګڼي وايي، د ملي اردو ځواکونه باید په ښار...
د خوست چارواکي وايي، ځايي اداره پدې هڅه کې ده چې د اداري کمپلیکس چاپیریال چې اوسمهال تر ډېره شاړ ...
د امید سبا د ملي سازمان په نوم یوې نوې سیاسې ډلې نن په کابل کې خپل فعالیت اعلان کړ.
دا سیاسي ډله د ملي امنیت د پخواني رئیس اسد الله خالد په مشرۍ جوړه شوې ده.
اسد الله خالد وویل، دې سازمان له تېرو دوو کلونو راهیسې په غیر علني ډول فعالیت کاوه د ټولو سیمو ځوانانو په کې ونډه لري او د سولې له پروسې ملاتړ کوي.
د ملي امنیت د ادارې پخواني رئیس وویل، د ملي یووالي حکومت باید د نفاق پرضد مبارزه وکړي او په خپله دې هم په هېواد کې د قومي شخړو د رامنځته کیدو مخه ونیسي.
د دې نوي سیاسي جریان مشر د شفافو انتخاباتو په ترسره کېدو ټینګار وکړ .
Спорт в России и мире
Москва
Прием заявок на участие в конкурсе на лучшее путешествие по Дальнему Востоку начнется в мае
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
АО «Транснефть – Дружба» подвело итоги деятельности в сфере экологической безопасности
Путин в России и мире
Москва
Путин 22 апреля проведет в Москве переговоры с президентом Азербайджана Алиевым
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Очередные кадровые назначения объявлены в Минске
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Захарова: Западу неинтересны планы Киева по атаке на Крымский мост
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Comedy Club
Турбо из «Слова пацана» раскрыл правду о личной жизни на съёмках Comedy Club
Москва
«585*ЗОЛОТОЙ» в обновленном дизайне открылся в ТРЦ «Лапландия» в Кемерово
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net