د اګست پر څلورمه په ټوله خېبر پښتونخوا کې د پولیس شهیدانو د ورځې په توګه لمانځل کېږي او د ترهګرۍ ضد جنګ کې چې څومره پولیس اهلکاران وژل شوي دي نو د صوبې په هر یو پولیس سټیشن کې هغوي ته د عقیدت پیرزویني وړاندې کېږي.په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.
د ولسمشر محمد اشرف غني د يوه ځانګړي حکم له مخې، د مولوي قیام الدین کشاف په مشرۍ د دیني...
د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته کې ۷ وسله وال او یو سرتېری وژل شوي دي.
په همدې حال کې راپورونه وايي چې د شنبې د ورځې تر دې نښتې وروسته د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې سلګونو کسانو د هند ضد اعتراضونه هم وکړل.
امنیتي ځواکونو د مظاهره چیانو د خورولو لپاره هوايي ډزې وکړې او اوښکې بهوونکی ګاز يې استعمال کړ.
په دې شخړو کې ۱۵ مظاهره چیان ژوبل شوي دي.
هند او پاکستان له ۱۹۴۷میلادي کال راهیسې پرې سیمه د بريتانيا د واک تر پای ته رسېدو وروسته د کشمیر پر سر دوه ځله جګړه کړې ده.
یوه ښځه او مېړه چې غوښتل یې شپږ کیلو ګرامه نشه يي مواد د هرات ولایت له هوايي ډګر څخه هند ته قاچاق کړي، د هرات هوايي ډګر سرحدي پولیسو ونیول.
د هرات هوايي ډګر د سرحدي پولیسو قوماندان محمد ناصر نیکنام خبریالانو ته وویل چې دې ښځې او مېړه یې نشه يي مواد په خپلو سفري بکسونو او خېټو کې ځای پر ځای کړي وو.
د یادونې وړ ده چې له درېیو میاشتو راهيسې د یوې ښځې په ګډون ۳۲ کسان د هرات له هوايي ډګر څخه د نشه يي موادو د قاچاق په تور نیول شوي او تر ۳۰ کیلو ګرامو ډېر هیروئین هم ورسره نیول شوي دي.
د افغانستان د سولې ولسي تحریک اروپايي ټولنې ته يوه ډالۍ برابره کړې ده. دا ډالۍ له هغو عکسو جوړه ده چې د افغانستان له ويجاړو شويو سیمو، بمباريو او چاودنو اخيستل شوي دي.
له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز محکمو تر لسو ډېر کسان د جرمونو او نشه يي موادو په قاچاقو کې د لاس لرلو په تور له دوو څخه تر ۲۰ کالو پورې په بند محکوم کړل.
له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، ۱۲ تنه چې دې مرکز ته د نشه يي موادو د قاچاقو په ۹ پېښو کې د لاس لرلو په تور معرفي شوي وو، د ابتدائیه او استېناف محکمو په علني غونډو کې له دوو کالو او شپږو میاشتو څخه بیا تر ۲۰ کالو پورې په بند باندې محکوم کړل.
ښاغلي موحد زياته... Читать дальше...
له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په ۱۴ ولایتونو کې تر زر کیلو ګرامو ډېر نشه يي مواد نیولي دي.
له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت په هغه خبرپاڼه کې چې ازادي راډیو ته یې رالېږلې، راغلي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په تېره یوه اوونۍ کې په ۱۴ ولایتونو کې د ۶۷ عملیاتو په ترڅ کې ۱۲۷۴ کیلو ګرامه نشه يي مواد نیولي چې هیروئین، تاریاک، چرس، الکولي مشروبات، تخمیر شوي کشمش او ټابلیټ (K) ګولۍ پکې شاملې وې، نیولي او په دې تور یې ۷۲ تنه قاچاق کوونکي هم نیول شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې له دې... Читать дальше...
د کونړ او ننګرهار پولیسو په دوو جلا جلا پېښو کې نېږدې ۴۰ کیلو ګرامه نشه يي مواد نیولي دي.
د هېواد په ختیځ کې د شمشاد ۲۰۲ زون قومندانۍ په اعلامیه کې راغلي چې په لومړۍ پېښه کې پوليسو د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې ۳۹ کیلو ګرامه چرس ونیول چې ګاونډي ولایت ته قاچاق کېدل.
په دوهمه پېښه کې د کونړ ولايت پولیسو ۵ کیلو ګرامه چرس ونيول چې د کرولا موټر په وسيله ننګرهار ولایت ته قاچاق کېدل.
د یادونې وړ ده چې په دې پېښو کې درې تنه د قاچاقو په تور نیول شوي هم دي.
د افغانستان د لوېدیځې حوزې په ځينو ولسوالیو کې د دولتي څارنوالانو او قاضیانو نشتون خلک اړ کړي چې د ...
د ننګرهار د حج او اوقافو ریاست د ولسي جرګې د غړي ظاهر قدیر هغه څرګندونې بې بنسټه بولي چې ګواکې...
د افغانستان دفاع وزارت د ملکیانو خوندیتوب ته د نه پاملرنې په تړاو د راپورته شویو نیوکو په غبرګون کې وايي چې ...
که څه هم له ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې په افغانستان کې د معتادینو د شمېر په اړه څېړنه نه ده شوې، خو له نشه يي.....
په کابل او د افغانستان په نورو ښارونو کې معتادین ټوله ورځ پر ډیرانونو سرګردانه ګرځي او د خوراکي موادو د...
پښتونخوا ملي عوامي ګوند غوښتنه کړې ده چې په ملک کې دې له سره عام انتخابات ترسره شي.
د ارزګان ولایت سیمه يیز چارواکي وايي، د ارزګان ـ کندهار پر لویه لاره وسله والو طالبانو درې ملکي کسان برمته کړي دي.
د والي ویاند نوید الله افغان زوی نن شنبه ازادي راډيو ته وویل چې دغه کسان تېره ورځ ناوخته وسله والو طالبانو د یادې لارې په اوږدو کې د اردو بلاغ په سیمه کې له موټره ښکته کړي او نامعلوم لوري ته يې وړي دي.
نوموړی وايي، طالبانو دغه سپرلۍ د کندهار په مربوطاتو کي برمته کړي.
ښاغلي افغان زوی وویل چې د دې کسانو د خلاصون لپاره افغان ګډو ځواکونو هڅې پیل کړي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسینو ته څه نه دي ویلي.
په اسلام اباد کې د متحده اپوزیشن له خوا د ۱۶ کسیزې کاري کمیتۍ په یوه غونډه کې د اګست په اتمه او نهمه نېټه په انتخاباتو کې د مبینه درغلۍ پرضد د انتخاباتي کمېشن د مرکزي او صوبايي دفترونو مخې ته د احتجاجي مظاهرو اعلان کړی دی.
نور په دې اړه دا ویدیويي رپورټ وګورئ.
په غزني کې د ښځو چارو رئیسه وايي، په دغه ولایت کې د نورو مشکلاتو ترڅنګ د سړو له لورې د ښځو روغتیا ته پاملرنه نه کېږي.
شکریې ولي ازادي راډیو ته وویل:
"بېځايه کلتوري دودنه، په شفاخانو کې د ښځینه ډاکټرانو نه شتون، ښځو ته ارزښت نه ورکول، په کورني درملو د هغوی درملنه کول، ښځې نارینه ډاکټرانو ته نه بېول هغه مشکلات دي چې د ښځو د روغتیا مخه یې ډب کړې ده."
هغې وویل چې په دې اړه یې د روغتیا ریاست په همکارۍ زیاتې هڅې کړې دي، څو ښځې له دغه حالت څخه راووزي.
هغه زیاتوي چې د حج او اوقافو له ریاست سره یې... Читать дальше...
په پاکستان کې د ۲۰۱۸م کال د جولايي پر ۲۵مه د ترسره شوو عامو انتخاباتو په ترڅ کې له جنوبي او شمالي وزیرستان څخه بریالي شوو علي وزیر او محسن داوړ خپله پارلماني تګلاره په ډاګه کړه.
د شمالي وزيرستان منتخب شوي غړي محسن داوړ غوښتنه کړې چې د پخوانیو قبایلي سیمو انتظام دې د پوځ پر ځای ولسي انتظامیې ته وسپارل شي. نوموړي دا غوښتنه د اګست پر درېیمه په اسلام آباد کې له جنوبي وزیرستانه له منتخب شوي د قامي اسمبلۍ بل غړي علي وزیر سره شریکې خبري غونډې ته د وینا پر وخت وکړه. نور په دې ویډیو کې وګورئ
په ایران کې د روانو اقتصادي ستنونزو پر وړاندې د خلکو مظاهرې دوام لري.
په ټولنیزو شبکو په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاره کېږي چې په مرکز تهران او یو شمېر نورو ښارونو کې سلګونو کسانو تېره شپه هم اعتراضونه وکړل.
د ایران خلک په لوړه سطحه د انفلاسیون، د ایراني ریال د بيې د ټیټیدو او نورو اقتصادي ستونزو له امله په غوصه دي او له تېرو ۷ ورځو راپه دېخوا يې په مظاهرو لاس پورې کړی دی.
راپورونه وايي چې په تهران کې د مظاهرچیانو د مخنیوي لپاره زیات شمطر پولیس ځای پر ځای شوي دي.
په یوې ويډیو کې چې د ازادي... Читать дальше...
د روسيې یوه هلیکوپټر د دې هېواد په سایبیریا سیمه کې غورځېدلې ده چې له امله يې ۱۸ کسان وژل شوي دي.
د روسيې د بېړنیو حالاتو وزارت ویلي دي چې دا پېښه نن سهار د اګارکا د ښار په ۱۸۰ کېلومتری کې شوې ده.
دې وزارت د دې پېښې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
روسي رسنیو ویلي دي چې د دې هلیکوپټر د غورځېدو په پېښه کې د عملې درې کسان او ۱۵ سپرلی وژل شوي دي.
په سمدستي توګه د دې پېښې علت معلوم شوی نه دی.
پښتونخوا ملي عوامي ګوند تيره ورځ په کوټه کې د ۲۵مې جولایي په ټاکنو کې د مبینه درغليو پرضد احتجاجي لاريون کړی دی. د کوټې پريس کلب مخې ته راغونډ شوو لاريون کوونکو دغو ټاکنو ته د جعلي ټاکنو نوم ورکړ او د نتيجو پرضد یې شعارونه ورکول خو د انتخاباتو کمېشن وايي چې ټامنې شفافې وې. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند احتجاج په دې ویډیو کې وګورئ
متحده اپوزيشن ګوندونو د وزيراعظم، قومي اسمبلۍ سپيکر او ډپټۍ سپيکر لپاره پر نومونو سره سلا شوي دي.
د سولې ولسي حرکت په کابل کې د اسلامي هېوادونو کنفرانس د سازمان استازي ته د سپین لیک له سپارلو...
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون، د انتخاباتي شکایتونو له کمېسیونه غواړي چې د کاندیدانو په اړه دې...
Спорт в России и мире
Москва
Кыргызстанцы завоевали медали на международном турнире по танцам в Москве
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Новак Джокович
Легенда тенниса рассказал, готов ли он опять стать тренером Джоковича
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Мокрый фасад: как сделать отделку по технологии СФТК
Путин в России и мире
Москва
Строители мостов и дорог удостоены государственных наград
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко рассказал о планах расширения НАТО
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Во Франции назвали бредом слова Зеленского про угрозу Путина Европе
Навальный в России и мире
Москва
Запрещено в служении проводившему панихиду по Навальному священнику
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Баста
Рэпер Баста благословил девушку на брак во время своего концерта
Москва
Фирма третьего фигуранта по делу Иванова в 2022 году вдвое увеличила прибыль
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net