په کندوز کې نن سهار وسله والو طالبانو له دریو مسافر وړونکو موټرو نه لسګونه مسافر له ځان سره وړي و، چې یو شمېر یې د سیمې د قومي سپین ږیرو په مرسته خوشې شول.
د کندوز او تخار د لویې لارې د امنیت په اړه پخوا تر دې هم د سیمې اوسېدونکو اندېښنه ښودلې وه.
ویډیو: اجمل ارین
اېډېټ: ابراهیم صافی
د پاکستان د بهرنیو چارو نوي وزير شاه محمود قريشي د افغانستان په ګډون د پاکستان له ګاونډيانو سره د ښو اړیکو غوښتنه کړې ده. د امریکا د ملي امنيت سلاکار جان بولټن د ايران اټومي موافقه ناوړه بللې ده. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پیشګام ټلویزیون وګورئ.
د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د ولایتونو او ولسوالیو په کچه د اوربند د ښه مدیریت په هدف یو ملي کمېسیون جوړ شوی...
د اګست پر ۲۰مه لسګونه نرښځیو په پېښور کې د خبریالانو مرکز مخې ته مظاهره وکړه او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې د دوی د یوې ملګرې وژونکو ته دې سزا ورکړي. دوی ویل چې ملګرې یې نازو نومېده او تېره اوونۍ په پېښور کې د کور دننه وژل شوې وه. پولیس وايي، د نازو په وژنه یې دوه کسان نیولي دي چې جرم یې هم منلی. د خیبر پښتونخوا د نرښځیانو ټولنه وايي، له ۲۰۱۵ز کال راهیسې یې په صوبه کې ۶۲ ملګري وژل شوي دي. ویډیو وګورئ.
د پاکستان د بهرنیو چارو نوی وزیر شاه محمود قریشي وايي، افغانستان او پاکستان د یو بل د ستونزو په درک کولو، شته ستونزې هوارولی شي.
ښاغلي قریشي نن د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په توګه له لوړې وروسته وویل، غواړي افغانستان ته د مینې او دوستی له پیغام سره سفر وکړي.
شاه محمود قریشي وویل:
"د افغانستان خلکو ته وایم چې موږ د یو بل اړتیا یوو. موږ باید د یو بل تکیه و اوسو. موږ باید د یو بل ستونزې نه یوازې دا چې درک کړو بلکې هواری یې ولټوو او موږ دا وړتیا لرو چې په دوه اړخېزه توګه خپلو کې کینو او د خپلو... Читать дальше...
د اګست پر ۲۰مه، په خیبر پښتونخوا کې د هنر او موسیقۍ د یوې شخصي اکادمۍ بنسټ کښېښودل شوی چې د سېپټېمبر له لومړۍ نېټې به کار پیلوي. په دې اکادمۍ کې به هغه کسان روزل کېږي چې هنرونه او موسیقي زده کول غواړي. د اکادمۍ بنسټ د صوبې یوه سندرغاړي همایون خان ایښی دی او غواړي د سیمې کلتوري او هنري ارزښتونه وساتي. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
افغان چارواکي وايي، د ولسمشر اشرف غني لهخوا اعلان شوی اوربند مشروط دی او یوازې په هغه صورت کې به نافذ شي چې وسلهوال طالبان ورته مثبت ځواب ووايي.
د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، د اوربند د ښه مدیریت لپاره په ټول افغانستان کې تدابیر نیول شوي، خو تر هغې چې طالبانو اوربند نهوي منلی، ټولو وسلهوالو ځواکونو ته ویل شوي چې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.
دی وايي:
"اوربند یو اړخیز نهدی، هر اړخېز دی. په ټول افغانستان کې به وي. که طالبان اوربند ومني نو د افغانستان د حکومت... Читать дальше...
د یکشنبې په شپه کابل کې زرګونه تنو د افغانستان او فلسطین ترمنځ د فوټبال سیالۍ ننداره کړه.
تېرو پنځو کلونو راهیسې دا لومړی ځل دی چې افغانستان د یوې بهرنې لوبډلې کوربه توب کوي.
نور د تمیم اخګر په دې ویډیوي راپور کې وګورئ.
د کندز سیمهییز چارواکي وايي چې د کندز – تخار له لارې د تښتول شوېو مسافرینو له ډلې څخه ۹۲ تنه یې خوشې شوي...
اقبال خټک وايي، د قریشي څرګندونې پر خپل ځای، په پاکستان کې د بهرنیو چارو تګلاره د پوځي اېسټیبلېشمنټ په لاس کې پاتې شوې نو که د پاکستان نوی حکومت
د پېنډۍ او اسلام اباد له اډو څخه د پښتونخوا بېلا بېلو سیمو ته تلونکي کسان وايي، تر اختر مخکې کرایې لوړې شوې دي. دوی پرون مشال راډیو ته وویل چې ډرېوران ګاډي لاین ته نه باسي او ځېنې یې دوه چنده او ان درې چنده کرایه غواړي. موږ د اډو له مشرانو او له ډرېورانو سره د خبرو هڅه وکړه خو هغوی انکار وکړ. د ځېنو مساپرو څرګندونې په ویډیو کې.
له انقرې څخه راپورونه وايي، نن سهار وختي دغلته د امریکا د سفارت مخې ته پر امنیتي پوستې ډزې شوې دي، خو امریکايي چارواکو ویلي دي، څوک پهکې ژوبل شوي نهدي.
د ترکیې خبري اژانسونه وايي، له یو روان سپین موټر څخه چې د امریکا د سفارت د یوې امنیتي پوستې مخې ته په سرعت تېرېده، پر امنیتي پوستې د یوې لاسي وسلې څلور یا پنځه ډزې شوي.
په انقره کې پولیسو ویلي، دوی په پېښه کې د ښکېل موټر په لټون بوخت دي.
په ترکیه کې د لوی اختر د رخصتیو په مناسبت د امریکا سفارت په دې اوونۍ کې تړلی دی.
د پاکستان د نوي حکومت د کابینې ۲۱ غړو نن لوړه وکړه.
تر دې یوه ورځ مخکې د دې هېواد نوي انتخاب شوي صدراعظم عمران خان په یوه ټلوېزیوني وینا کې ژمنه وکړه چې حکومتي لګښتونه به کموي، درغلۍ به پای ته رسوي او عامه شتمني به بېرته پر ځای کوي.
د پاکستان ولسمشر ممنون حسین نن په اسلاماباد کې د کابینې ۱۶ وزیرانو څخه لوړه واخیسته.
عمرا خان همدارنګه پنځه سلاکاران هم په خپله کابینه کې ټاکلي دي چې د هغوی د لوړې مراسم هم له نورو سره یوځای ترسره شول.
د پاکستان د بهرنیو چارو نوي ټاکل شوي وزیر شاه محمود قریشي... Читать дальше...
ټاکل شوې چې د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېیو ۲۰ اوریزو سیالیو لړۍ نن دوشنبه ماښام اووه نیمې بجې د ایرلنډ په کوربهتوب پيل شي.
د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډیو ته وویل چې افغان لوبغاړي دغو سیالیو ته پوره چمتووالی لري او د ایرلنډ په وړاندې به ښې لوبې وکړي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، نبي عیسېخېل، راشد خان او مجیب ځدراڼ چې د انګلستان په ۲۰ اوریزو سیالیو وایټلیټي بلاسټ کې په لوبو بوخت وو، له ملي لوبډلې سره يوځای شوي دي.
افغانستان او ایرلنډ له دې وړاندې... Читать дальше...
یو ځل بیا سر له دوشنبې چې د عرفې ورځ ده، د میلاد نبي تر ورځې [یعنې د ربیع الاول ۱۲مه] په دې شرط چې طالبان هم په دې ښو ورځو کې اوربند اعلان او رعایت کړي
که څه هم تر اوسه وسلهوالو طالبانو د افغان ولسمشر د مشروط اوربند په اړه خپل دریځ نهدی روښانه کړی، خو ولسي جرګه او د ...
د لویې پکتیا د امن یون شورا غړو نن دوشنبه په ګردېز کې غونډه وکړه او د دولت له لوري د اعلان شوي اوربند اقدامیې وستایه او پر ...
د لویې پکتیا د امن یون شورا غړو نن دوشنبه په ګردېز کې غونډه وکړه او د دولت له لوري د اعلان شوي اوربند اقدام...
د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د لوی اختر د لمانځلو او د قربانۍ د څارویو اخیستلو لپاره خلک په چمتووالي بوخت ...
د ګونړ اوسېدونکي د ولسمشر محمد اشرف غني لهخوا د لوی اختر په خاطر د اعلان شوي درې میاشتني مشروط اوربند ملاتړ کوي او له وسلهوالو طالبانو هم د ورته اقدام غوښتنه کوي.
دوی وايي، په تېر کوچني اختر کې د حکومت او وسلهوالو طالبانو په اوربند کې يې له ډېرو کلونو وروسته په خوښۍ د اختر شپې ورځې تېرې کړې او اوس چې د لوی اختر په رارسېدو ولسمشر غني یو ځل بیا یو طرفه مشروط اوربند اعلان کړی، کونړیانيې ملاتړ کوي او له وسلهوالو طالبانو هم د ورته اوربند اعلانولو هیله لري.
د دوی په خبره، په تېرو ۴۰ کلونو کې يې... Читать дальше...
د ګونړ اوسېدونکي د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د لويی اختر په خاطر د اعلان شوي درې میاشتني مشروط اوربند ملاتړ کوي او له وسله والو طالبانو هم د ورته اقدام غوښتنه کوي.
دوی وايي، په تېر کوچني اختر کې د حکومت او وسله والو طالبانو په اوربند کې يې له ډېرو کلونو وروسته په خوښۍ د اختر شپې ورځې تېرې کړې او اوس چې د لوی اختر په رارسېدو ولسمشر غني یو ځل بیا یو طرفه مشروط اوربند اعلان کړی، کونړیان يې ملاتړ کوي او له وسله والو طالبانو هم د ورته اوربند اعلانولو هیله لري.
د دوی په خبره، په تېرو ۴۰ کلونو کې... Читать дальше...
عمران خان وویل، هېواد یې ۲۸ زره اربه (۲۸ ټرېلیینه) روپۍ پوروړی دی چې د پرې کولو لپاره به یې نه یوازې د مالیو یا ټیکس نظام سموي بلکې د درغلیو ضد به اقدامات کوي
د افغانستان د حج او قافو وزارت چارواکي ډاډ ورکوي چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال افغان حاجیان په سعودي عربستان کې له ...
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د اختر ورځو د لمانځلو لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي او په ټول هېواد کې ...
نن د دوشنبې په ورځ د افغانستان د ملي محور ګوند فعالانو او مشرانو د افغان ولسمشر محمداشرف غني...
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net