په واشنګټن کې د روسيې سفارت د امریکا نوي بندیزونه رد کړي
په واشنګټن کې د روسيې سفارت د امریکا نوي بندیزونه رد کړي دي او هغهيې شدید بللي دي.
متحده ایالاتو په بریتانیا کې د یوه پخواني روسي جاسوس د مسمومولو په قضیه کې پر مسکو نوي بندیزونه لګولي دي.
په امریکا کې د روسيې سفارت په یوه بیان کې ویلي دي چې نه متحده ایالاتو او نه هم بریتانيې داسې شواهد وړاندې کړي چې وښيي روسیه د جاسوس سرګي سکریپال او د هغه د لور یولیا په مسمومولو کې لاس لري.
امریکا بیا وايي شواهد لري، خو محرم دي او په واشنګټن کې يې د روسيې سفارت ته ویلي دي چې دا شواهد کافي دي چې له مخې يې روسیه د سکریپال او د هغه د لور په مسمومولو تورنه شي.
پخوانی روسی جاسوس او د هغه لور د تېرې مارچ میاشتې په اتمه نېټه د بریتانيا په سالزبري ښار کې مسموم وموندل شول چې د بریتانوي مقاماتو په خبره د اعصابو فلجوونکي مواد پرې کارول شوي وو.
بریتانیا وايي، دا مواد په روسیه کې جوړ شوي دي.