سوریه کې د جرمني د یوې مرستندویه ډلې ۲ کارکوونکي خوشې شول
په سوریه کې د جرمني د یوې مرستندویه ډلې دوه کارکوونکي د چک جمهوریت د ډیپلوماټانو په منځګړتوب خوشې شوي دي.
د چک د بهرنیو چارو وزارت نن پنجشنبه په یوه بیان کې وویل، د بهرنیو چارو وزیر یان حاما چیک د دغو مرستندویه کارکوونکو د تسلیمۍ لپاره دمشق ته رسیدلی دی.
چک جمهوریت د اروپايي ټولنې یوازینی غړی هېواد دی چې له سوريې سره ډیپلوماتیکې اړیکې لري.
په سوریه کې چکې ډیپلوماټان اروپايي ټولنې ته خدمات وړاندې کوي او د دې ټولنې په استازیتوب په مختلفو مسئلو کې منځګړتوب کوي.
ټاکل شوې ده چې خوشې شوي جرمني کارکوونکي پراګ ته په ستنېدو د جرمني مقاماتو ته وسپارل شي.