د جرمني، فرانسې، روسیې او اوکراین د بهرنیو چارو وزیران نن سره ګوري
د جرمني، فرانسې، روسیې او اوکراین د بهرنیو چارو وزیران نن دوشنبه په برلین کې سره ګوري. دوی به د اوکراین په ختیځ کې پر روان بحران او د کړکېچ سیمې ته د ملګرو ملتونو د سولهساتي ځواک پر استولو خبرې وکړي. ټولې خواوې اوکراین ته د ملګرو ملتونو د سولهساتي ځواک د استولو پر پلان موافق دي، خو د مأموریت پر جزئیاتو اختلاف لري. د جرمني او فرانسې حکومتونو غوښتنه کړې چې د ملګرو ملتونو ځواکونه د اوکراین په ټولو هغو سیمو کې چې د روسیې ملاتړ کوونکي بېلتون غوښتونکي فعالیت لري، ځای پر ځای شي چې د اوکراین او روسیې سرحدي سیمې هم پهکې شاملېږي. Читать дальше...