د کندز په علياباد ولسوالۍ کې د ۳۶ ټولګټو پروژو کار پیل شو
د کندز سیمهییز چارواکي وايي چې د ولسي تړون «میثاق شهروندي» برنامې په چوګاټ کې د دې ولایت په علياباد ولسوالۍ کې د ۱۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت، د ګڼ شمېر پرمختیایي پروژو کار رسماً پیل شو.
په دې پروژو کې استنادي دېوالونه، د ښوونځیو ودانۍ، سړک جوړونه د پاکو اوبو زېرمې، د اوبو څاګانې او داسې نورې پروژې شاملې دي چې مالي لګښتیې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت لهخوا ورکول کېږي.
همداراز د کندز په علياباد ولسوالۍ کې د پُل خشتي په نوم د نجونو یوه لېسه چې ودانیز کارونهیې بشپړ شوي وو، د کندز د والي عبدالجبار نعیمي له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یادولو وړ ده چې علياباد ولسوالۍ د ۱۸ کېلو متره واټن په درلودو سره د کندز مرکز لوېديځ لوري ته موقعیت لري.