ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه
د افغانستان دفاع وزارت د پاکستاني طالبانو د مشر مولانا فضل الله وژنه تایید کړه او نن په ټوله نړۍ کې سلګونه میلیونونه مسلمانانو د وړوکي اختر جشن ولمانځه. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پيشګام ټلویزیون مه هیروئ.
د افغانستان دفاع وزارت د پاکستاني طالبانو د مشر مولانا فضل الله وژنه تایید کړه او نن په ټوله نړۍ کې سلګونه میلیونونه مسلمانانو د وړوکي اختر جشن ولمانځه. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پيشګام ټلویزیون مه هیروئ.
له هلمنده تر کابله، د هلمند د سولې ولسي حرکت غړي، سبا د ميدان وردګ ولايت د مرکز پر لوري روانېږي. دغه فعالان به نن شپه د نرخ ولسوالۍ په دراني سيمه کې وي. د دغه حرکت مطبوعاتي مسوول بسم اله وطندوست ازادۍ راډيو ته وويل، په سيمه کې د دغه حرکت له برخوالو سره د همکارۍ ژمنه شوې ده: ”د ولسي حرکت غړي د نرخ ولسوالۍ په دراني سيمه کې دي. هلته يې په مرکزي جامع جومات کې لمونځ وکړ. ملا امام او د سيمې ديني عالمانو له خلکو له دغه حرکت سره د همکارۍ غوښتنه کړې ده او بسپنه يې ورته راټوله کړې ده. “ ... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمشنر په لانجمنه سيمه کشمير کې له بشري حقونو د سرغړونو د احتمال په اړه د نړيوالو څېړنو غوښتنه وکړه. په يوه راپور کې د بشري حقونو کمشنر رعد الحسين د هند او پاکستان له خوا د معافيت د دوام يادونه کړې ده. الحسين وويل: ”د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا غوښتنه کوم، چې په کشمير کې له بشري حقونو د سرغړونو په اړه نړيوال هراړخيز تحققات وکړي“. د هغه په خبره د دې لانجې له کبله په سيمه کې خلک ابتدايي حقوق هم نه لري او هره ورځ له سخت فشار سره مخامخ دي. د کشمير سيمې پر مالکيت هندوستان او پاکستان دعوا لري.
د ملګرو ملتونو په يوه تازه راپور کې ويل شوي، د هغو پنځو راکټونو ټوټې، چې د تېر کال په جولاى مياشت کې له يمن څخه پر سعودي عربستان توغول شوي وو، داسې پرزې لري، چې په ايران کې توليد شوي دي. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتيريش په هغه راپور کې چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته لېږل شوى، ويلي، سره له دې چې دغه راکټونه د ايران ساخت پرزې لري، خو ملګري ملتونه نه دي توانېدلي تثبيت کړي، چې ايا دغه راکټونه د ٢٠١٦م کال د جنورۍ مياشتې له بنديزونو وروسته له ايرانه يمن ته انتقال شوي، که څنګه؟ ګوتيريش... Читать дальше...
د بغلان والي وايي په بُرکه ولسوالۍ کې په لسګونو وسلوالو طالبانو له خپلو مشرانو سره يوځاى د دولتي مسوولانو تر څنګ د کوچني اختر لمونځ ادا کړ. والي عبدالحى نعمتي، ازادۍ راډيو ته وويل، د دغو وسلوالو طالبانو شمېر سلو ته رسېده. د هغه په خبره دوى له اوربند څخه په استفاده د ولسوالۍ مرکز ته داخل شول او هلته يې د افغان چارواکو تر څنګ د اختر لمونځ وکړ.
په روسیه کې د د فوټبال د نړیوال جام د پرانیستونکې لوبې لوبغالی ۶۲ کاله پخوا جوړ شوی خو په دې موده کې ډېر بدلون پکې راوستل شوی دی. په دې لنډ راپور کې دا میدان درښیو:
د افغانستان دفاع وزارت تاييد کړه چې د پاکستاني طالبانو مشر په کونړ کې وژل شوى دى. د دغه وزارت وياند بريدجنرال محمد رادمنش ازادۍ راډيو ته وويل، پر ملا فضل الله بې پېلوټه الوتکو د چهارشنبې ناوخته حمله کړې ده: ”د اوس لپاره دغه تاييد کېداى شي چې د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل اله او ملګري يې د بې پېلوټه الوتکو په حمله کې وژل شوي دي.“ تر دې مخکې د امريکا متحدو ايالتونو دفاع وزارت هم د تحريک طالبان پاکستان د مشر ملا فضل الله د احتمالي وژل کېدو خبر ورکړى و. امريکا په مارچ مياشت کې... Читать дальше...
ایا تراوسه مو کله په دې فکر کړی چې د فوټبال د نړیوالو لوبو ستدیومونه په کومو معیارونو جوړېږي؟ په دې راپور کې به ووینئ چې ستاسو کور ته نژدې لوبغالی ښايي د یوې نړیوالې مسابقې د کوربه توب په معیارونو برابر نه وي.
د افغانستان دفاع وزارت تأييد کړه چې د تحريک طالبان پاکستان مشر ملا فضل الله په کونړ ولايت کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.
د بیلا بیلو ولایتونو اوسېدونکو له دغه اوربنده ملاتړ وکړ او د غځېدو غوښتنه یې کوي. دا په داسې حال کې ده چې حکومت اته ورځي او طالبانو بیا یوازې د اختر درې ورځي اوربند اعلان کړي دی. دا چې خلک څومره خوښ او څه غوښتني لري د ابراهیم صافی په دغه ویډیويي راپور کې یې وګورئ.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن هیله وښوده چې د حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند دوام وکړي. تفصیل په دغه راپور کې: ویډیو او ایډیټ: تمیم اخګر
د افغانستان دفاع وزارت وايي په کونړ کې د پاکستاني طالبانو د يوه مشر د وژل کېدو په اړه څېړنې کوي. د امريکا متحدو ايالتونو دفاع وزارت وايي، د تحريک طالبان پاکستان مشر ملا فضل الله د دوى د بې پېلوټه الوتکې په حمله کې وژل شوى دى. د امريکا پوځي چارواکو پرون ناوخته رسنيو ته وويل، فضل الله د چهارشنبې په ورځ په کونړ کې ويشتل شوى دى. د افغانستان د دفاع وزارت وياند بريدجنرال محمد رادمنش ازادۍ راډيو ته وويل، د دغه خبر په اړه دوى څېړنې کوي: ”زياتې اوازې شته، چې دى وژل شوى دى، خو پرېږدئ... Читать дальше...
له هلمنده تر کابله، د هلمند د سولې ولسي حرکت غړي، نن د ميدان وردګ ولايت نرخ ولسوالۍ ته رسېدلي دي. د دغه حرکت مطبوعاتي مسوول بسم اله وطندوست ازادۍ راډيو ته وويل، چې د غړو شمېر يې په زياتېدو دى: ”د ولسي حرکت غړو له شيخ اباد سيمې حرکت کړى اوس د نرخ ولسوالۍ په دراني سيمه کې دي. د کاروان د غړو رسمي شمېر اوس ٧٧ ته رسېدلى دى.“ د سولې ولسي حرکت غړي مياشت کېږي چې له لښکرګاه څخه د کابل پر لوري پياده روان دي. دوی د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي چې جګړه بنده او د سولې خبرې پیل کړي.
د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د دولت د ځينو مخالفو وسلوالو د وژل کېدو خبر ورکړل شوى دى. دفاع وزارت وايي له وسلوالو طالبانو پرته يې د نورو بهرنيو افراطي وسلوالو پرضد پوځي عمليات هغسې روان دي. دغه وزارت نن په يوه اعلاميه کې ويلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د افغان قواوو پر پوستو او دولتي ادارو ٣ ډله ييزې او د درنو وسلو ٥ حملې شوې دي. وزارت په کونړ کې او غزني کې د ١٠ تروريستانو د وژل کېدو او د ٣ نورو د نيول کېدو خبر ورکړى دى. دفاع وزارت وايي ٦ مخالف وسلوال په پکتيکا کې وژل شوي دي. Читать дальше...
د ٢٠١٨م کال د فوټبال نړيوال جام د سياليو په لړ کې نن درې مسابقې کېږي. مصر به د يوروګواى، مراکش به د ايران او پرتګال به د هسپانيا په وړاندې د مسابقې ډګر ته وځي. د فوټبال نړيوال جام دغه مسابقې پرون پيل شوې، چې کوربه هېواد روسيې اوله مسابقه د سعودي عربستان په وړاندې وکړه. روسيې پرونۍ مسابقه پنځه د صفر په وړاندې وګټله.
د بېلروس سترې محکمې پر دوو کسانو د اعدام حکم وځنډاوه. د وياسنا د بشري حقونو مرکز چې دفتر يې په مينسک ښار کې دى، د محکومو شويو کسانو د خپلوانو په حواله ويلي، سترې محکمې پر اهار ايرشانکو او سياميون بيراژنوى په وړاندې د اعدام حکم د دوى د استيناف تر څېړنې پورې ځنډولى دى. دغه دوه کسان د ٢٠١٧م کال په جولاى مياشت کې د اختطاف او وژنې په جرم په اعدام محکوم شوي وو. بېلروس په اروپا او منځنۍ اسيا کې يوازېنى هېواد دى، چې د اعدام حکم په کې عملي کېږي.
د خوست قومي مشرانو او اوسیدونکو د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو له مشرتابه غوښتنه وکړه، چې په خپلو کې د خبرو اترو، تفاهم او جوړ جاړې په خاطر دې، اعلان شوی اوربند تر لوی اختره وغځوي.
هندوستان د روانې ټېسټ مسابقې په لومړۍ پاڼۍ يا ايينګ کې څلورسوه څلور اويا منډې وکړې. اوس د افغانستان د بېټينګ وار دى. افغانستان وتوانېد د هندوستان ټول لوبغاړي په څلورسوه څلور اويا منډو کې وسوځوي. يامين احمدزي، ٣، وفادار ٢، راشد خان ارمان ٢، ورپسې اصغر ستانکزي او محمد نبي يوه- يوه ويکټه واخېسته، يو لوبغاړى يې رن اوټ شو. دا د افغانستان د کرکټ په تاريخ کې اول وار دى چې افغانستان له هندوستان سره په ټېسټ لوبه يا پنځه ورځنۍ مسابقه کې مخامخېږي.
د اوکراين په پلازمېنه کيف کې پرون پنجشنبه د اروپايي ټولنې د استازي د دفتر مخې ته کوچنۍ مظاهره وشوه. برخهوالو په روسيه کې د فوټبال د نړيوال جام له روانو سياليو سره د بايکاټ غوښتنه کوله. مظاهرهچيانو د اوکراين په وړاندې د روسيې د تهاجم يادونه وکړه او د اوکرايني فلمي لارښود اوله سينڅوف غذايي اعتصاب ته يې د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه. په روسيه کې د تروريستي اعمالو په تور د سينڅوف شل کلن بند په پراخه پيمانه غندل شوى او ويل شوي چې دغه قضيه سياسي انګېزه لري.
د افغانستان دفاع وزارت وايي وسلهوال طالبان کولاى شي، د اختر په ورځو کې د خپلو خپلوانو د ليدو لپاره د دولت تر ولکې لاندې سيمو ته ورشي. د دغه وزارت د وياند د دفتر سرپرست بريد جنرال محمد رادمنش ازادي راډيو ته وويل، د دې کار لپاره په ښارونو کې ځانګړي تدابير نيول شوي دي: "د ښار په دروازو کې د وسلو او مهماتو د ساتنې لپاره خاص ځای شته چې د اختر په ورځو کې هېڅوک- که زموږ دي که وسلهوال طالبان باید ښار ته له وسلو سره ولاړ نهشي. دوی د خپلو کورنیو لیدو ته راتلای شي، د امنیت ضمانت یې کوو خو له وسلې پرته."... Читать дальше...
د خیبر پښتونخوا په چارسده کې د رځړو میټاي نه یوازې په خېبرپښتونخوا کې مشهوره ده بلکې د هېواد په نورو سیمو کې یې هم خلک ډېره خوښوي. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وکورئ.
روسيه او سعودي عربستان وايي، د تېلو او ګازو په برخه کې يې د همکارۍ پر پراختيا موافقه وکړه. دوى په تېرو دوو کلونو کې د تېلو د بيې لوړېدو لپاره هم په خپلو کې همکاري کړې ده. د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين، د سعودي عربستان وليعهد شهزاده محمد بن سلمان او دواړو هېوادونو د انرژۍ وزيرانو په دې اړه پرون مخکې تر دې چې د دواړو هېوادونو د فوټبال ټيمونه د نړيوال جام اوله مسابقه وکړي، په مسکو کې موافقه وکړه. د سعودي عربستان د انرژۍ وزير خالد الفالح او د هغه روسي سيال الکساندر نوواک په يوه ګډه اعلاميه کې وويل،... Читать дальше...
د افغانستان ولسمشر وايي، وسلهوالو طالبانو او حکومت د تېرې شپې له ١٢ بجو راهيسې نافذ شوى اوربند رعايت کړى دى. محمد اشرف غني نن په ارګ کې د کوچني اختر تر لمانځه وروسته په خپلو خبرو کې وويل: "د هر هغه اقدام چې د وينې بهېدو مخنيوى کوي- هرکلى کوو. موږ هر کال په اخترونو او نورو ملي ورځو کې پر وسلهوالو مخالفینو د جنګ بندۍ او سولې غږ کوو، تر څو زموږ خلک لږ تر لږه په اخترونو او نورو ملي ورځو کې خپلې خوشحالۍ ولمانځي." ولسمشر غني هیله وښوده چې دا اوربند دوام وکړي او نور په افغانستان کې د چا وینه تويه نه شي. Читать дальше...
د جرمني چارواکو نن د جمعې په ورځ وويل، د تونس د يوه وګړي له نيول کېدو سره احتمالاً د يوې تروريستي حملې مخه نيول شوې ده. پر ده د بيولوژيکي وسلې د جوړولو شک کېږي. دغه ٢٩ سړى چې نوم يې سيف الله اېچ ياد شوى، وروسته له هغې په کُلن ښار کې ونيول شو چې تېره سې شنبه يې له اپارتمانه د ريسين په نوم زهرجن مواد وموندل شول. د دې ادارې مشر هانس ګيورګ ماسين يوې محلي ورځپاڼې ته وويل، شواهد تر يوه حده دا يقيني کوي چې يوه تروريستي حمله شنډه کړاى شوې ده. څارنوالان وايي، دغه سړي له افراطي وسلهوالو سره اړيکې... Читать дальше...
د امريکا متحدو ايالتونو دفاع وزارت وايي، د دغه هېواد د بې پېلوټه الوتکې په يوه حمله کې د پاکستاني طالبانو يو مشر وژل شوى دى. د محلي رسنيو د نا تائيد شوېو راپورونو له مخې د طالبانو دغه مشر په افغانستان کې وژل شوى دى. د امريکا پوځي چارواکو پرون ناوخته رسنيو ته وويل، پهدې حمله کې د تحريک طالبان پاکستان مشر ملا فضل الله د چهارشنبې په ورځ په کونړ کې ويشتل شوى دى. ځينو امريکايي چارواکو د نوم نه ښوولو په شرط رويټرز خبري اژانس، امريکا غږ او د فرانسې خبري اژانس ته وويل چې د ملا فضل الله د وضعيت په اړه نور معلومات نهلري. Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.