تاسو کله مراس ایسکریم خوړلي دي؟
د ترکیې مراس ایسکریم دا مهال په ډېرو هېوادونو کې په یو بېل انداز خرڅېږي.مراس ایسکریم له داسې شیانو جوړیږي چې نورو ایسکریمونو بېل دي. د مراس ایسکریم په اړه دا انیسه اجمل دا ویډیو وګورئ
د ترکیې مراس ایسکریم دا مهال په ډېرو هېوادونو کې په یو بېل انداز خرڅېږي.مراس ایسکریم له داسې شیانو جوړیږي چې نورو ایسکریمونو بېل دي. د مراس ایسکریم په اړه دا انیسه اجمل دا ویډیو وګورئ
د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله وایي، په تېره مې میاشت کې د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې تر ۵۰۰ ډېرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دغې ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، په دې میاشت کې څه باندې شپېته بیېابېلې پېښې شوي چې په ترڅ کې یې ۱۸۳ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۳۳۷ نور ټپیان دي. د راپور له مخې، په دې پېښو کې انتحاري حملې، د سړک غاړې ته ښخ شوي ماینونه، هدفي وژنې، شپني عملیات او مخامخ جګړې شاملې دي. دغې ډلې له افغان حکومت او وسله والو مخالفینو غوښتي چې لږ تر لږه د روژې په میاشت... Читать дальше...
د ((ټولنه او سختدريځي)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست د مشال راډیو اوونيزې خپرونې ((ټولنه او سختدريځي)) په روانه برخه کې په پاکستان کې د سختدريځۍ د ستونزې حل ته کتنه شوې ده. دا چې په دغه هېواد کې د سختدريځۍ ستونزه څنګه هوارېدای شي؟ په دې اړه مو د بېلا بېلو پوهانو نظرونه راخيستي دي. دا خپرونه احمد شاه اعظمي وړاندې کوي. خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.
د ایران پوځ وایي، د دوی یوه جنګي جټ الوتکه نن شنبه په اصفهان ولایت کې لوېدلې ده. د ایران د نیمه دولتي خبري اژانس فارس د راپور له مخې، مخکې تر دې چې الوتکه پر ځمکه ولګېږي، دوه پیلوټان یې توانېدلې ځانونه وژغوري. د ایران د هوایي ځواکونو په یوې اعلامیې کې ویل شوي، دغه الوتکه په اصفهان کې له شهید بابایي هوایي اډې څخه تر الوتو وروسته له تخنیکي ستونزې سره مخامخ شوه. فارس خبري اژانس لیکي، د بېړنیو مرستو کارکوونکي د سقوط سیمې ته رسېدلې او دواړه پیلوټان روغتون ته انتقال شوي دي. فارس لیکي، دا پېښه د الوتکې د تمرین په حال کې وشوه.
اسرائیلي ځواکونو نن شنبه یو فلسطینی کس په ډزو وواژه. د اسرائیل د پوځ په اعلامیه کې راغلي چې دغه کس هڅه وکړه، څو په الخلیل یا حبرون ښار کې یو شمېر سرتېري او ملکي وګړي په موټر ووهي. د فلسطین روغتیایي کارکوونکو د دغه فلسطیني وژنه تأيید کړې، خو ډېر جزییات یې نه دي ورکړي. دا پېښه داسې مهال شوې چې د اسرائیل او فلسطین ترمنځ شخړې په ډېرېدو دي. الخلیل یا حبرون په لوېدیځه غاړه کې د فلسطین تر ټولو لوی ښار دی.
د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې د ۱۷ داعش وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړی. د دغه دفتر په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې دا کسان د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د هوایي او ځمکني عملیاتو پر مهال وژل شوي دي. په اعلامیه کې راغلي، په دې عملیاتو کې یو ملکي کس وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي چې یوه مېرمن او څلور ماشومان دي. د ننګرهار د والي د رسنیو دفتر زیاتوي چې په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د داعش وسله والو پر ضد عملیات دوام لري او ددغې ولسوالۍ ډېرې برخې له دې ډلې تصفیه شوي دي.
دا شل اوریزه سیالي د درېیو لوبو د لړۍ لومړنۍ ده چې دوه نورې به يې د راتلونکې سې شنبه او پنجشنبې په...
عبدالفتاح السیسي د دوهم ځل لپاره د مصر د ولسمشرۍ د څلور کلنې دورې لپاره لوړه پرځای کړه. دا مراسم نن شنبه په پارلمان کې داسي مهال ترسره شول چې په قاهره کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو. نوموړی د مارچ د میاشتې په انتخاباتو کې چې کوم جدي سیال یې نه درلود، بیا د مصر د ولسمشر په توګه انتخاب شو. د نوموړي یوازنی سیال موسی مصطفی موسی و چې ډېر نه و پېژندل شوی او تر وروستیو شېبو چې په سیالیو کې شاملېده، د واکمن رژیم پلوي و. سیسي چې یو وخت د مصر د پوځ مشر و، په ۲۰۱۳ میلادي کال د یوې پوځي کودتا په نتیجه... Читать дальше...
پاکستاني چارواکي وایې، د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمو کې یو چارواکی په یوه غرنۍ سیمه کې د کمین په نتیجه کې په ډزو وژل شوی او درې سیمه ییز امنیتي سرتېري ټپیان شوي دي. دا پېښه تېره ورځ شوې ده. تر اوسه کومې ډلې ددې پېښي مسؤلیت نه دی منلی. حمید الله وزیر په شمالي وزیرستان کې د سیاسي چارو په اداره کې کار کاوه. د هغه پلار هم چې د حکوم لپاره یې کار کاوه، څو کاله دمخه په همدې سیمه کې د طالبانو له خوا وژل شوی و.
د امریکا د سوداګرۍ وزیر ویلبور راس له چینایي چارواکو سره د سوداګریزو بحثونو لپاره نن شنبه پیکنګ ته ورسېد. دا لیدنه یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ادارې اعلان وکړ چې دوی به له چین سره د پخواني توافق سره سره د چین پر ۵۰ میلیارده وارداتو ۲۵ فیصده تعرفه ولګوي. پیکنګ ددې په ځواب کې ویلي چې له سوداګریزې جګړې څخه ویره نه لري. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هوا چون یانګ پرون ویلي چې د مذاکراتو لپاره د چین دروازې پرانيستې دي. د امریکا له خوا پر چین د تعرفې ګواښ د... Читать дальше...
په پاکستان کې نرښځیان وايي ، د خپلې ټولنې غږ پورته کولو لپاره به د قومي او صوبايي اسمبلیو په راتلونکو عامو انتخاباتو کې برخه اخلي.
د نشهيي موادو قاچاق کوونکي د نورو مشتریانو پیدا کولو لپاره معتادین له کابل څخه بامیان ته بیایي. بامیان ولایت ته د ...
په دې وروستیو کې د نشه يي موادو خرڅوونکو د خپل کاروبار د ودې لپاره له نورو ولایتونو څخه بامیان ته ګڼ شمېر ...
یو روسی پیلوټ چې درې لسیزې وړاندې په افغانستان د شوروي یرغل پر مهال یې الوتکه ویشتل شوې وه او شوروي...
په پاکستان کې دا دوهم ځل چې يو جمهوري حکومت خپله اييني موده سر ته ورسوله. دا لومړی ځل دی چې په تېره يوه لسيزه کې په پاکستان کې جمهوري حکومت په دوامداره توګه واکمني وکړه. په دې موده کې په قامي کچه يو شمېر پېښې او بدلونونه رامنځ ته شول چې ګل اياز ځېنې په دې ويډيو کې راغونډ کړي دي
د پاکستان الیکشن کمېشن اعلان کړی چې عام انتخابات به وار له مخه پر ټاکل شوې ۲۵مه جولايي تر سره کېږي.
د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، امنیتي مسؤلین باید دا جرات وکړي چې په جرایمو کې د ښکېلو وکیلانو او زورواکو نومونه افشا کړي...
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په هرات کې د ټاپي پروژې په مسیر پرتې ځينې ...
د کابل ولایتي شورا په هېواد کې د بشپړ امنیت له نشتوالي او د دغه ولایت په ولسوالیو کې،د طالبانو پر موجودیت اندېښنه ښيي ...
د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی په غزني او يو شمېر نورو ولایتونو کې د رأیو ورکوونکو د نوم لیکنې ...
د کندز په دشت ارچې ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو یو شمېر مهم کسان وژل شوي دي. د دغه ولایت سیمه چارواکي د دې ولایت په دشت ارچې ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو د یوشمېر مهمو کسانو د وژل کېدو خبر ورکوي. د کندز د والي ویاند نعمت الله تیموري نن شنبې ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د دغه ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو پر یوه پټن ځای عملیات ترسره کړي چې په نتیجه کې د وسله والو مخالفینو دوه تنه مهم کسان وژل شوي او یو بل یې شدید ټپي شو دی. د ښاغلي تیموري... Читать дальше...
د ننګرهار ولايتي ادارې د تېرې یوې اوونۍ په جریان کې د امنيې قوماندانۍ اړوند په ۴۱ کليدي بستونو کې تغيرات...
پخواني بېروکرېټ فضل الرحماند شنبې په ورځ د سیند صوبې د لنډمهاله وزیراعلی په توګه سوګند پورته کړ.
د اقتصاد وزارت ویاند سهراب بهمن د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، نا امنیو او د بهرنیو پراختیايي او انکشافي...
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، په افغانستان کې د ټاپي پروژې کارونه د بینالحکومتي هوکړو او عملیاتي پلان سره سم مخ ته ځي او تر دې مهاله په کې دولس سوو کسانو ته په مستیقم ډول د کار زمینه برابره شوې ده. دا خبرې د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن شنبه ازادي راډيو ته وکړې. نوموړي وویل، دا شمېره مخ په لوړېدو ده او هڅې روانې دي چې تر ډېره ولسي خلک په کارونو وګمارل شي. د ټاپي پایپ لاین د جوړولو چارې د روان میلادي کال د فبرورۍ په میاشت کې د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند د مشرانو له خوا په هرات کې پرانیستل شوې. Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.