د سويټزرلېند په جنيوا ښار کې د دوشنبې د ورځې په دې احتجاج کې د ګډون لپاره د اروپا له مختلفو ښارونو څخه په لسګونو پښتانه ورغلي ول او د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته يې تر څو ساعتونو پورې شعارونه ورکړل او ويناګانې يې وکړې.
د امریکا متحده ایالتونو دفاع وزیر جیم متیس وايي په افغانستان کې د موقتي اوربند د ټينګښت لپاره هیلې رامنځته شوي، د ترکیې د ولسمشرۍ ټاکنې د رجب طیب اردوغان په ګټه پای ته ورسېدې او په سعودي عربستان کې ګڼو ښځو د موټر چلولو کورسونه پيل کړي.
ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پیشګام ټلویزیون مه هیروئ.
ژورنالیستان د دوه قسمه ستونزو سره مخامخ دي، یو داچې کله پېښه کیږي، دوی د ځان د خوندیتوب لپاره هغه امکانات نلري، دوی د پيښو په حالت کې د تدابیرو په اړه هم تجربې نلري، چې د هغې په واسطه ځان خوندي وساتي
د پاکستان انتخاباتي کميشن په خېبر پښتونخوا کې د ورشاملو شویو قبايلي سيمو کې د هېواد د نور برخو په شان د جولايي پر ۲۵ مه نېټه د صوبايي اسمبلۍ انتخاباتو کولو درخواست رد کړی دی.
په کندهار کې د سړک جوړونې د یوه شرکت د یرغمل شویو کارکوونکو کورنۍ له وسله والو طالبانو غواړي چې خپل عزیزان یې ازاد کړي، ځکه هغوی د عادي کارګرو په توګه کار کاوه.
د تښتول شویو کارکوونکو چې شمېر یې ۴۳ تنه دی، یو شمېر خپل او خپلوانو نن دوشبه ازادي راډیو ته وویل چې د کورنۍ غړو یې له امنیتي خطرونو سره سره له ډېر مجبوریته د سړک جوړونې له دغه شرکت سره کار کاوه.
د کندهار چارواکي وايي، تښتول شوي کسان د ډیورند کرښې ها خوا د بلوجستان ایالت په ګلستان سیمه کې ساتل کېږي او دوی هڅه کوي چې هغوی د قومي مشرانو په منځګړیتوب راخوشې کړي. Читать дальше...
د افغانستان پولې ته څېرمه د بلوچستان په سرحدي ښار چمن کې نن دوشنبه په سلګونو کسانو د کوژک په غړۍې کې د کوټې چمن لوی سړک د هر ډول ګاډو پر مخ تړلی وو او غوښتنه یې کوله چې سرکار دې له دوی سره د معاوضې ورکولو کړې ژمنې پوره کړي.
په چمن کې لسګونه کسانو تېر کال پر کرښه د پاکستان او افغانستان د سرتېرو په نښته کې د ښکار شویو کسانو کورنیو ته د تاوان نه ورکولو ضد مظاهره کړې ده. احتجاج کوونکو د ګل پر ورځ له کوژک سره نېږدې د کوټې او چمن لار تړلې وه چې له کبله یې ګڼ ګاډي ولاړ پاتې ول. په ۲۰۱۷ز کې پر پوله د سرشمېرنې پر وخت د پاکستان او افغانستان ځواکونو نښته شوې وه چې ولسي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه. هغه مهال پاکستاني حکومت د وژل شویو کورنیو ته د ۱۰، ۱۰ لاکه او د ژوبلو هغو ته یې د پینځه، پینځه لاکه روپیو ورکولو اعلان کړی وو. خو... Читать дальше...
د ترکیې د انتخاباتو کمېټې نن دوشنبه اعلان وکړ چې رجب طیب اردوغان او د هغه متحدان د ولسمشرۍ او...
د جوزجان چارواکي د وسله والو طالبانو له خوا په ډزو د څلورو ولسي پاڅون کوونکو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د اقچې ولسوالۍ د امنیې قوماندان محمد ایوب رحماني ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه نن سهار د اقچي او مینگجیکو لسوالیو ترمنځ د لارې په اوږدو کې هغه مهال وشوه چې دغه پاڅون کوونکي د وسله والو طالبانو پر یوه کمین وربرابر شول.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
اجرائیه ریاست ټینګار کوي چې دغه موضوع د افغانستان د حکومت په کړنلاره کې نه شته او هېڅ بحث...
جیمز مټېس وايي، په افغانستان کې له اولسو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د افغان حکومت او طالبانو...
پاکستان کې راتلونکي قامي او صوبایي اسمبلیو ټولټاکنو لپاره د تېر اتوار له ورځې د ملک په مختلفو برخو کې د سیاسي ګوندونو لخوا کېمپین په باقاعده توګه پیل کړل شوی دی.
د دغې جرګې يو شمېر غړي وايي، د وګړو د احوال د ثبت د مرکزي ادارې له خوا د تذکرو د وېش په برخه کې...
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن به اروپا ته په سفر کې چې نن دوشنبه یې پیلوي، مسکو ته هم لاړ شي او تمه ده چې نوموړی به د روسیې او امریکا د ولسمشرانو راتلونکې غونډې ته لاره هواره کړي.
بولټن به نن او سبا په لندن او روم کې د امریکا له متحدینو سره خبرې وکړي او بل سبا به مسکو ته لاړ شي.
نوموړی به په مسکو کې د ویلادمیر پوتین او ډونالد ټرمپ ترمنځ د را روانې کتنې په اړه خبرې وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو تېره ورځ په یوه ټلویزیوني مرکه کې وویل چې احتمال لري چې ډونالد ټرمپ او ویلادمیر پوتین په نېږدې راتلونکې کې سره وګوري. Читать дальше...
په داسې حال کې چې د افغان حکومت له لوري د تمدید شوي یو اړخیز اوربند پای ته رسېدو ته کمې ورځې پاتې...
د کندز چارواکي وایي، د دولت وسله والو مخالفينو تېره شپه د دې ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې پر یو شمېر امنیتې پوستو بریدونه وکړل چې امنیتي ځواکونو په شا وتمبول.
د کندز د امنیې قوماندان عبدالباقي نورستاني رسنیو ته ویلي چې په نښتو کې ۲۱ وسله وال وژل شوي او دولس نور ټپیان شوي دي.
هغه خپل لوري ته د اوښتو احتمالي تلفاتو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
د راپورونو له مخې، د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې تېره شپه د سیمه ییزو پولیسو او وسله والو طالبانو ترمنځ په نښته کې پنځه سیمه ییز پولیس وژل شوي او یو بل ټپي دی.
د ازادي راډیو د خبریال د راپور له مخې، سیمه ییزو چارواکو په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې، خو د غزني د ولایتي شورا یوه غړي نصیر احمد فقیري ازادي راډیو ته د دغې مرګ ژوبلې په تأیید وویل چې وسله والو دوه سیمه ییز پولیس هم له ځان سره بیولي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د توغندي د لګېدو له امله شپږ مېرمنې ټپيانې شوې دي.
د کندهار د پوليسو ویاند ضيا درانی وایي چې دغه توغندی تېره شپه پر یوه کور لګېدلی و چې له امله يې د يوې کورنۍ شپږ مېرمنې ټپيانې دي.
د هغه په وینا، دغه توغندی د وسله والو له لورې ویشتل شوی و.
د ننګرهار چارواکي وایي چې د دې ولایت د نازیانو ولسوالۍ په مورچل سیمه کې تېره شپه ناوخته د داعش وسله والو او ولسي پاڅون کوونکو تر منځ نښته شوې چې په نتیجه کې یې د داعش اته وسله وال وژل شوي او درې تنه یې نیول شوي دي.
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسؤل عطاالله خوګیاڼي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په دغه نښته کې د ولسي پاڅون کوونکو دوه تنه وژل شوي او دوه نور یې ټپیان شوي دي.
په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن پرون له جلال اباد څخه د کتنې په مهال ویلي چې داعش سخت ځپل شوی او هغه به بریالی نشي.
د پګواش نړیواله مؤسسه وايي، د سولې وروستیو هڅو ته په کتو داسې وړاندوینه کیدای چې طالبان هم ډېر ژر د حزب اسلامي...
د ازبکستان چارواکو هغه امریکایي تبعه چې له یوې تروریستي ډلې سره د یو ځای کېدو او په افغانستان کې د سخت دریځو وسله والو په خواو کې د جنګېدو په شک بندي شوی و خوشې کړی دی.
ذاکر علییف ازادي راډیو ته وویل چې هغه د جمعې په ورځ له توقیفه خوشې شوی، خو تر هغو چې تحقیقات یې دوام لري اجازه نه لري چې له ازبکستانه ووځي.
علییف د جون په ۱۶ یوساعت وروسته له هغې چې خپل اصلي ښار قرشي ته ورسېږي، نیول شوی و.
د جون په ۱۸مه د ازبکستان امنیتي ادارې وویل چې علییف د ترورېزم په تړاو توقیف شوی هغه یې تورن کړ په ۲۰۰۰... Читать дальше...
د ترکیې د انتخاباتو ملي کمېټې نن دوشنبه ولسمشر رجب طیب اردوغان د دې هېواد د ولسمشرۍ د...
د کندزیانو په وینا چې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې دولت او خلک باید په ګډه کار وکړي.
دوی وايي، په دولتي ادارو کې د فساد شتون د خلکو پر وړاندې ډېرې ستونزې زېږولي او ترڅو چې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې خلک برخه وانخلي، له منځه وړل یې ناشونی کار دی.
د دې ولایت ګڼ شمېر خلک له دولته غواړي چې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې باید جدې ګامونه پورته کړي او زیاتوي چې په دولتي ادارو کې د جدې تدابېرو په نيولو سره کولاي شي چې د فساد او پر فساد د ککړو اشخاصو مخه ونیسي.
د کندز یو شمېر... Читать дальше...
د افغانستان له مخدره موادو سره د مبارزې وزیره وايي، دا مهال د هېواد د نفوسو نېږدې ۱۱ عشاریه یو فیصد برخه له مخدره موادو اغېزمن دي.
د امريکا د متحدو ايالتونو دفاع وزير وايي، تر ١٧ کلنې جګړې وروسته د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د حقيقي مذاکرو لپاره هڅوونکې نښې ويني.
جيمز مټېس چې پرون يې په امريکا کې په دې اړه خبرې کولې، د درېيو ورځو لپاره يې د طالبانو د اوربند د رعايت موضوع ته اشاره وکړه چې تر دوى مخکې ولسمشر غني دغسې يو اوربند پېشنهاد کړى و.
د کوچني اختر په درېيو ورځو کې دولتي ځواکونو او طالبانو خپلې جګړې درولې وې.
که څه هم افغان حکومت هغه اوربند چې د روژې له ٢٧مې د کوچني اختر تر پنځمې اعلان کړى و، د لسو نورو ورځو لپاره... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
РОСГВАРДИЯ ОБЕСПЕЧИЛА ПРАВОПОРЯДОК ВО ВРЕМЯ ФУТБОЛЬНОГО МАТЧА «ЦСКА» - «СПАРТАК» В МОСКВЕ
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Линетт сыграет против Соболенко во втором круге турнира WTA в Мадриде
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Zoomlion продемонстрировала последние достижения на выставке INTERMAT
Путин в России и мире
Москва
Эксперт: корректировка порогов крупного и особо крупного ущерба по экономическим статьям оправдана и своевременна
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Москва
Рубль утром растет к доллару
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net