مظاهره کوونکو د چمن او کوټې سړک تړلی دی
په چمن کې لسګونه کسانو تېر کال پر کرښه د پاکستان او افغانستان د سرتېرو په نښته کې د ښکار شویو کسانو کورنیو ته د تاوان نه ورکولو ضد مظاهره کړې ده. احتجاج کوونکو د ګل پر ورځ له کوژک سره نېږدې د کوټې او چمن لار تړلې وه چې له کبله یې ګڼ ګاډي ولاړ پاتې ول. په ۲۰۱۷ز کې پر پوله د سرشمېرنې پر وخت د پاکستان او افغانستان ځواکونو نښته شوې وه چې ولسي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه. هغه مهال پاکستاني حکومت د وژل شویو کورنیو ته د ۱۰، ۱۰ لاکه او د ژوبلو هغو ته یې د پینځه، پینځه لاکه روپیو ورکولو اعلان کړی وو. خو مظاهره کوونکي وايي، لا یې هم مرسته نه ده تر لاسه کړې. پر دې موضوع له حکومتي چارواکو سره په خبرو و نه توانېدو. ویډیو وګورئ.