چارواکي: طالبانو په جوزجان کې ۴ ولسي پاڅون کوونکي وژلي
د جوزجان چارواکي د وسله والو طالبانو له خوا په ډزو د څلورو ولسي پاڅون کوونکو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د اقچې ولسوالۍ د امنیې قوماندان محمد ایوب رحماني ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه نن سهار د اقچي او مینگجیکو لسوالیو ترمنځ د لارې په اوږدو کې هغه مهال وشوه چې دغه پاڅون کوونکي د وسله والو طالبانو پر یوه کمین وربرابر شول.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.