چارواکي: د کندز په قلعهزال کې ۱۰ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې
د کندز ولایت سیمهییز چارواکي وايي چې د قلعهزال ولسوالۍ د اقتپې په سیمه کې د وسلهوالو مخالفينو په یوه برید کې د ملي اردو او ملي پولیسو ۱۰ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندز د امنيه قوماندانۍ ویاند انعامالله رحماني نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل، تېره شپه وسلهوالو مخالفينو د قلعهزال ولسوالۍ د اقتپې په سیمه کې د افغان ځواکونو پر امنیتي پوستو بريد کړی چې په نتیجه کې یې د ملي اردو او ملي پولیسو ۱۰ منسوبینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو نوموړي د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه د کره معلوماتو له وړاندې کولو څخه ډډه وکړه.
ښاغلي رحماني زیاته کړه چې سیمې ته د کمکي ځواکونو په رسېدو د وسلهوالو مخالفينو برید پر شا تمبول شوی او سیمه د افغان ځواکونو په کنټرول کې ده.
هغه وايي چې په دې نښته کې وسلهوالو مخالفينو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو دقیق ارقام نهدي معلوم.
بلخوا ذبیحالله مجاهد چې ځان د وسلهوالو مخالفينو ویاند معرفي کوي، د برید پخلی کوي او وایي چې د افغان ځواکونو ۱۸ سرتېري پهکې وژل شوي او یوه پوستهیې هم سقوط کړې ده او دوه عرادې ټانکونه او یوه اندازه وسله هم د دوی لاس ته ورغلې ده.