جان مککېن په ایران کې له اعتراضونو ملاتړ کړی
خلکو په لومړیو کې د نرخونو د لوړېدو او د حکومت پر یوشمیر کارونود انتقاد لپاره اعتراض پيل کړی و . د پنجشنبې ...
خلکو په لومړیو کې د نرخونو د لوړېدو او د حکومت پر یوشمیر کارونود انتقاد لپاره اعتراض پيل کړی و . د پنجشنبې ...
دغې ډلې چې د افغانستان د کانونو په اړه يې ۲۶ څېړنې کړي وايي، که د افغانستان کانونه په سم قانوني او مسلکي...
د کندز د امنيې قوماندانۍ د ولسي پولیسو مشر وايي چې دوی د بېلابېلو غونډو، مجلسونو او کنفرانسونو له ...
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وايي، په نېږدې راتلونکي کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ټرانزیټي توکو انتقالات پیلېږي. د دغې خونې ویاند صیام الدین پسرلي نن ازادي راډیو ته وویل، په دې اړه د دواړو حکومتونو د سوداګرېزو پلاویو ترمنځ خبرې اترې هم شوي دي. ښاغلی پسرلی وایي، افغانستان د ازبکستان د ریلپټلۍ له لارې خپل سوداګرېز توکي چین او د منځني اسیا هېوادنو ته ټرانزیټ کوي. د یادونې وړ ده چې افغان حکومت په دې وروستیو کې ازبکستان ته د ولسمشر غني د سفر پر مهال له هغه هېواد سره په بېلابېلو برخو ۲۰ تفاهملیکونه لاسلیک کړل.
د ارزګان ولایت سیمهییز امنیتي چارواکو ومنله چې په دغه ولایت کې د روانې جګړې یو لامل په یو شمېر دولتي ...
د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت د شفافیت په هدف د لومړي ځل لپاره د ۹۷۳ شویو تړونونو منځپانګه په انلاین ډول خپره کړه. د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن ازادي راډیو ته وویل، خلک کولی شي د دغه وزارت د ویبپاڼې له لارې د شویو تړونونو د څرنګوالي، ډول، پانګونې او دا چې په کومو سیمو کې دي ځان خبر کړي. ښاغلی مطفی وایي، په دې سره به خلک وپوهېږي چې د دولت په خزانه کې څومره پیسې موجودې دي او دغهشان د خلکو او حکومت ترمنځ روڼتیا او ولسي مشارکت هم رامنځ کوي. نوموړی وايي، له دې وروسته د کانونو په... Читать дальше...
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، راتلونکې جمعه د جنورۍ ۵ مه فرانسې ته ځي چې د دغه هېواد له ولسمشر ایمانوئل مکرون سره پر دوه اړخېزو اړیکو خبرې وکړي. اردوغان پرون شنبه په یوه ټلوېزېوني وینا کې د خپل واکمن ګوند غړیو ته وویل، پاریس ته به لاړ شي چې د فرانسې او ترکیې ترمنځ پر دوه اړخېزو اړیکو خبرې وکړي. د فرانسې د ولسمشر د دفتر یوې سرچینې وویل، دواړه مشران به د سوریې پر کورنۍ جګړې او دغه راز د امریکا له لوري د اسرائیل د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس د رسمیت پېژندلو په اړه هم وغږېږي.
په واشنګټن کې د روسیې سفارت وايي، امریکايي سناتورې جین شاهین ته یې د وېزې ورکړه په دې خاطر رد کړه چې نوموړې په هغه تور لېست کې ده چې د امریکا له لورې پر روسیې د بندیزونو په عکس العمل کې ترتیب شوی دی. د دې ډموکراټې سناتورې پر ضد د روسیې اقدام سبب شو چې جمهوریپال سناتوران ران جانسون او جان باروزو مسکو ته خپل سفر لغوه کړي. ټاکل شوې وه چې درې واړه په جنورۍ میاشت کې روسیې ته سفر وکړي. د کانګرس د سنا جرګې د کورني امنیت او حکومتي چارو د کمېټې رئيس سناتور جانسون د روسیې اقدام د دوو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو لپاره زیانمن وباله. Читать дальше...
د پاکستان دفاع وزیر وايي، نه شي کولی چې په خپله خاوره کې د افغانستان لپاره جګړه وکړي. خرم دستګير پرون شنبه د پاکستان یوه خصوصي ټلوېزيون ته وویل چې د پاکستان په خاوره کې د ترورېستانو شبکه له منځه وړل شوې او دا نظر سم نه دی چې په پاکستان کې لا هم د ترورېستانو ځالې شته. افغانستان او امریکا تور پورې کوي چې د طالبانو او نورو سخت دریځو پناه ځایونه په پاکستان کې دي. د امریکا ولسمشر او دفاع وزیر په وروستیو کې له پاکستانه وغوښتل چې په خپله خاوره کې د افغان طالبانو او نورو سختدریځو پناه ځایونه له منځه یوسي.
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په افغانستان کې د وروستیو سیاسي جریانونو په ځانګړي ډول د بلخ ولایت...
په مقاله کې راغلي چې افغانستان له ډېرو کلونو جګړې وروسته، لومړني ډموکراټیک انتخابات په ۲۰۰۴ او...
د ایران په څو ښارونو کې د اعتراضونو په وړاندې د امنیتي ځواکونو اقدامات د تاوتریخوالي سبب شوي دي. د ازادې اروپا یا ازادۍ راډیو د ایران څانګې راډیو فردا راپورونه وايي چې تر تېرې شپې پورې په تهران او څو نورو ښارونو کې اعتراضونو دوام درلود. په راپورونو کې ویل شوي چې په کرمانشاه، شهرکرد، بندرعباس، زنجان، خرم اباد او اهواز کې هم اعتراضونو دوام درلود. په ایران کې دننه ځینو رسنیو د دغه هېواد د چارواکو په قول ویلي چې شاوخوا ۸۰ تنه اعتراض کوونکي تېره شپه نیول شوي دي. دا مظاهرې لومړی په تهران کې د جنسونو د بیو د لوړوالي په اعتراض کې پیل شوې.
ټاکل شوې د افغانستان پېژندل شوى سندرغاړى يونس، د اسټراليا په ملبورن ښار کې خاورو ته وسپارل شي. هغه د ورپېښې ناروغۍ له کبله پرون په اسټراليا کې د ۷۶ کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې. ارواښاد يونس د افغانستان د اماتور موسيقۍ له بنسټګرو ګڼل کېږي.
په بلخ ولايت کې پرون ناوخته د پوليسو پر موټر د مقناطيسي بم په چاودنه کې ١٢ کسان ټپيان شوي دي. د بلخ د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري ازادي راډيو ته وويل، پېښه د مزار شريف په مربوطاتو کې يوه ټکسي موټر ته نږدې شوې ده. دی وايي: "په پېښه کې زموږ دوه سرتېري ټپيان شوي چې وضعيت يې ښه دى. د ټکسي چلوونکى هم ټپي شوى، ٩ تنه نور ملکيان چې له سيمې تېرېدل هم برسېرن ټپيان شوي دي." د بلخ د حوزوي روغتون مسؤلانو ويلي چې د ځينو ټپيانو وضعيت د اندېښنې وړ دى. د پېښې مسؤليت چا نه دى منلى.
د ننګرهار چارواکي وايي، په مرکز جلال اباد کې د درېيو صرافانو د ټپي کېدو د قضيې په څېړنه کې ځينې پرمختګونه شوي دي. د چهارشنبې په ورځ په جلال اباد کې دوه وسله وال کسان يوې صرافۍ ته ننوتل او درې صرافان يې په ډزو ټپيان کړل. د والي وياند عطا الله خوګياڼي تېره شپه ازادي راډيو ته وويل، نه غواړي د ځينو حساسيتونو له کبله د دې پېښې د څېړنې په اړه نور جزئيات روښانه کړي. دی وايي: "ځينې لاسته راوړنې لرو، خو لازمه نه ده چې اوس مهال شريکې شي. غواړو په هغو ادرسونو کې چې راته معلوم دي، خپل هدف ته ورسېږو.... Читать дальше...
د جوزجان ولايت مقامات وايي، ډېر ژر به په درزاب او قوشتپه ولسواليو کې د داعش ډلې پرضد پراخ پوځي عمليات پيل شي. د والي وياند محمد رضا غفوري ازادي راډيو ته ونه ويل چې دغه پوځي عمليات به کله پيلېږي: "دا به له درېيو استقامتونو پراخ پوځي عمليات وي، ځکه قوشتپه او درزاب ولسوالۍ چې داعش ډله په کې حضور لري، له درېيو شمالي ولايتونو سره تړلي دي. دغه عمليات به ګټور وي او له شک پرته چې په دغو عملياتو کې به هوايي ځواک پراخه ونډه ولري." د جوزجان د والي وياند وايي، د وروستيو ناامنيو له کبله له درزاب او قوشتپه... Читать дальше...
د پکتيا محلي چارواکي وايي، د مچلغو بند د جوړونې په وړاندې هېڅ کوم امنيتي خطر نه شته. د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت وويل، په احمدابا ولسوالۍ کې ځايي خلک هم د بند د امن له ټينګښت سره همکار دي. دی وايي: "د بند د جوړولو او د دې پروژې د ساتنې لپاره د سيمې خلک له وړاندې د وسلوالو مخالفانو پرضد د پاڅون په بڼه له حکومت سره همکار دي. د مچلغو بند په ساحه کې هم په کافي اندازه ځواکونه له پخوا ځاى پر ځاى دي." د مچلغو بند د جوړونې قرارداد تېره يکشنبه له يوه روسي شرکت سره لاسليک شو چې څه کم ٢٣ مليونه ډالره لګښت به ورباندې راځي. Читать дальше...
د نیپال چارواکو اعلان وکړ چې نور به بهرنیانو ته اجازه ورنه کړي چې په یوازې سر د همالیا لوړې څوکې مونټ ایوریست او نورو غرونو ته پورته شي. د نیپال د کلتور، ګرځندوې او ملکي هوايي چلند وزارت یوه چارواکي مهیشور نیوپېن فرانس پرېس خبري اژانس ته پرون شنبه وویل، د نیپال کابینې دا پرېکړه د غرختونکو د امنیت د خوندیتوب لپاره کړې ده. ډېر غرختونکي په یوازې توګه د نیپال غرونو ته خېژي چې په ځینو مواردو کې له ناورین سره مخامخ کېږي.
د سولې عالي شورا رهبري وايي، په کابل او جاکارتا کې د پلان شويو کنفرانسونو په مرسته به په افغانستان کې...
په ايران کې پرون د حکومت-ضد اعتراضونو په درېيمه ورځ د مظاهره چيانو او پوليسو ترمنځ شخړې شوي دي.
يوه سړي چې ګومان کېږي منجفره مواد ورسره وو، تېره شپه د اوکراين د خارکيف په يوه پوستهخانه کې ٩ کسان يرغمل کړل. پوليسو وروسته وويل چې دغه سړي تر خبرو وروسته ٣ ښځې او ٢ ماشومان خوشې کړل. د سيمې د پوليسو مشر اوليګ بيخ رسنيو ته ويلي، دغه ناپېژندوى کس غلى دى، تر اوسه يې کومه غوښتنه نه ده مطرح کړې او د يرغمل شويو کسانو د ټیليفونونو له طريقه له پوليسو سره په تماس کې دى. بيخ ويلي، دغه يرغمل نيوونکى د اوکراين د چارواکو او روسپلوه بېلتون غوښتونکو ترمنځ د تېرې اوونۍ د زندانيانو تبادلې ته اندېښمن ښکاري او ګومان کوي چې بايد زيات بنديان خوشې شوي واى. Читать дальше...
د کندهار د میوند ولسوالۍ په هغه سیمو کې چې وسله والو ترې د تګ راتګ استفاده کوله د تیرې یوې میاشتې راپه دیخوا عملیات روان دي.
د روسيې سترې محکمې د سياسي رهبر الکسي ناوالني د استيناف غوښتنې درخواست رد کړ. دغه درخواست د هغې پرېکړې پر خلاف و چې د کانديد په توګه د روسيې د ٢٠١٨میلادي کال په ولسمشرۍ انتخاباتو کې د ده د ګډون د مخنيوي په اړه شوې ده. محکمې پرون په خپل حکم سره د روسيې د انتخاباتو مرکزي کمېسيون پرېکړه تأييد کړه چې ويلي يې وو، د اداري فساد ضد فعال الکسي ناوالني کانديداتورۍ پر شرايطو برابر نه دى. ستره محکمه وايي، د انتخاباتو د مرکزي کمېسيون پرېکړه په بشپړ ډول له قانون سره په مطابقت کې ده. د ناوالني يوه مدافع... Читать дальше...
د روسيې د امنيتي خدماتو فدرال اداره وايي، يو سړى يې نيولى چې شک کېږي د سن پترزبورګ ښار په يوه لوى پلورنځي کې يې چاودنه کړې وه. د چهارشنبې په ورځ په هغه چاودنه کې تر لسو ډېر کسان ټپيان شوي وو. د روسيې د امنيتي خدماتو فدرال ادارې پرون په يوه اعلاميه کې دا خبر ورکړى چې د روسيې خبري اژانسونو خپره کړې ده. دې ادارې د نيول شوي مشکوک سړي د هويت او د هغه د دې عمل د انګېزې په اړه نور جزئيات نه دي ورکړي. په اعلاميه کې ويل شوي چې دغه سړي په يوازې سر هغه چاودنه کړې وه. د اسلامي دولت افراطي ډلې يا داعش... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.